ليکوال،شاعر،څېړونکی او محقق سعيد ګوهر ومړ
21.08.2010 21:25د پښتو ژبې ښاغلی ليکوال،شاعر،ادیب،کره کتونکی او څېړونکی سعيد ګوهر د تل لپاره سترګې پټې کړې.
اروايې ښاده او پر قبر يې د رحمتونو باران
ارواښاد سعيد ګوهر شاوخوا شپېته کاله وړاندې په بلوچستان ايالت کې نړۍ ته سترګې غړولې وې،هغه په پښتو او اردو ژبو د يوشمېر شعري او نثري ټولګو خاوند و. چې څېرې لمن کې امېد(پښتو) او پس ديوار (اردو) هغو يې ډېر شهرت موندلی.
ارواښاد همداشان د پټه خزانه في الحقیقت په نوم يو بل څېړنيز اثر هم لري،ددې تر څنګ يې د يوشمېر شاعرانو کتابونه ترتيب کړي.
ارواښاد سعيد ګوهر د محمود ایاز،سهيل جعفر او ربنواز مائل ورور و چې څلور واړه ورونه د پښتو خوږ ژبي شاعران دي.
ويل کېږي چې نوموړی د پښتورګو يا بډوډو په ناروغۍ اخته و چې له تېرو لسو ورځو راهيسې یې ناروغي زياته شوې وه او بلاخره يې د شنبې په ماښام په کوټه کې ځان حق ته وسپاره.
د ټول افغان اداره او او ټول ليدونکي په دغه درانه غم کې د هغه له کورنۍ سره ځانونه شریک ګڼي او د ارواښاد مړينه د ټول پښتون ټبر لپاره یو ستر او در دوونکی غم ګڼي.