د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پېريانو جګړې

انګار 02.12.2007 14:36

د كتاب نوم : د پېريانو جګړې

  ليكوال : Steve Coll، ژباړن: غلام محمد زرملوال

  خپرندوى : دانش خپرندويه ټولنه،  مخونه : 850

  سپين سهار: دانش خپرندويې ټولنې تل د ژباړې له لارې د پښتو ژبې د غني كولو هڅې كړې، چې "د پېريانو جګړې" اثر هم د همدغې لړۍ يوه كړۍ ده.

  د سټيو كُول دې شننيز اثر د پوليتزر جايزه هم تر لاسه كړي.

  د "پېريانو جګړې" كتاب زموږ پر هېواد، له شوروي يرغله رانيولې د 2001ز كال دسپتمبر تر لسمې، تپل شوى ناورين او د سي اى اې او بن لادن پټ تاريخ بيانوي.

  "د پېريانو جګړې" په نړيواله كچه د هغو لاسوندونو ټولګه ده، چې د افغانانو _په تېره بيا د پنځوس ميليونه پښتنو_ پر ضد د دښمنانو توطيې بربنډوي.

  دا كتاب د دښمنانو له شومو موخو څخه د افغانانو په خبرونه كې كره نخچ لري، د دښمنانو له ترسره كړيو دسيسو يې خبروي او ددغو دسيسو په پلي كولو كې د دوى د اخيستل شويو مزدورانو له څېرو پرده پورته كوي.

  سټيو كُول په دې اثر كې له روسانو سره د افغانانو جګړه او په دې جګړه كې د پرديو د ګټو ساتلو  لپاره د افغانانو د وينو تويولو لاملونه او لارې چارې راپه ګوته كړې او د هر اړخيزې شننې له لارې يې دې لور ته د لوستونكيو پام را اړولى.

  ددې اثر د ژباړې زيار پياوړي شنونكي غلام محمد زرملوال ګاللى او په خوږه پسته پښتو يې لوستونكيو ته وړاندې كوي.

  "د پېريانو جګړې" دا بڼه له ټولو هغو څخه بشپړ ده، چې په دې وروستيو كې د بېلابېلو خپرندويانو له خوا چاپ شوې.

  دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې دا اثر په لغمان كې د استاد ګل پاچا الفت د دېرشم تلين د يادغونډې په وياړ د چاپ په ګاڼه پسولي.

  په پاى كې پياوړي شنونكي غلام محمد زرملوال صاحب ته ددغه راز نورو اّثارو د ژباړنې او پنځونې په پار د دعا لاسونه نيسو او درانه لوستونكي ددې ګټور اثر لوستلو ته رابولو.