د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فلسفه علم دى ؟


ډاکټر حرکت 20.10.2007 04:00

harakat_s@hotmail.com


دهغه ورځى څخه چې دلمړى ځل دپاره باشعوره او دعقل خاوندانسان پدى نړۍ او يا دخداى دلوى جهان په كوم بل كونج کې سترگى وغړولى، په ژوند کې ئى دلمړى ځل لپاره لمر راوخوت ورځ شوه، پريووت شپه شوه، پسرلى شو بوټى شنه شول، اوړى شو تخمونه ئى ونيول اوپاخه شول، منى شو تخمونه ئى ورژيدل، ژمى شو بوټى وچ شول او په ځمكه راپريوتل، اسمان وريځ شو باران شو، ږلۍ شوه، واورى شوى، په اسمان کې بريښنا شوه، غړومبښ شو او يا ئى دطبيعت لايتناهى رنگينيو او خدائى نورو بى شميره خلقتونو ته پام شو دهمغى ورځى څخه فلسفى څيړنى هم شروع شوى.خوفلسفى علم هيڅكله مطلق حقيقت ندى او يواځى دعينى جهان او دهغى دعامو قوانينو دمعرفت او پيژندنى په پروسه کې بشرى عامى انتزاعى قانونمندۀ لاسته راوړنى ګڼل كيدى شى. دبشر دپيدايښت په لومړيو وختونو کې هيڅ ډول فلسفى انتزاعى تفكر او حتى ابتدائى قانونمنديو او ډير ساده علمى كړو او وړو هم وجود نه درلود او هر عمل او عكس العمل دغريزى، احساساتو اوعواطفو په كچه سرته رسيدل. نه دفسلفى او نه بله كومه داسى اصطلاح موجوده وه چې دعلم په واقعى مفهوم استنباط ترى وشى. بشرد مليونونو كلونو عملى ژوند او ټولنيزو مناسباتو په ترڅ کې لومړى دابتدائى علمى تفكر، عقل او وروسته له هغى څخه دانتزاعى نتيجګيرۍ څخه برخمن شو. ددغه انتزاعى تفكركوچنۍ علمى سرچينى داقتصادى او علمى ـ تخنيكى امكاناتو دپرمختګ په پروسه کې كرار كرار په فلسفى لوى سيند او بحر بدلى شوى. دفلسفى كلمه دلومړى ځل دپاره دميلاد څخه نژدى ۶۰۰ كاله پخوا فيثاغورث پخپلو ليكنو کې راوړى او نژدى ۲۵۰ كاله وروسته له هغه څخه افلاطون دغه كلمه ديوه خاص علم دپاره استعمال كړه. فلسفه يوه مركبه يونانى كلمه ده. Phileosophiaچى Phileo ددوست لرم او Sophia دپوهى معنى لرى . خو نن دميلونونو كلونو وروسته دفلسفى كمله په يوه داسى علم دلالت كوى چې دطبيعت، ټولنى، شعور او دمعرفت دپروسى دعامو قوانينو څخه بحث كوى. بايد تاكيدٱ وويل شى چې دطبيعت، ټولنى او شعور په عامو قوانينو کې ذاتى توپير وجود نلرى.
په دى توګه فلسفه دهميش دپاره دعينى لوى جهان او ورپورى اړوندۀ لوى علم او لوئ قانونمندۍ دابدى تكامل په پروسه کې بشرى نسبى ذهنى علمى تفكر او قانونمندى نتيجه گيرۍ ته ويل كيدى شى.
لوى علم چې دهغى له مخى دا لوى جهان او دخداى ټول خلقتونه پيدا دى په هر څه محيط او كامل علم دى. دهغى ورشو څخه دباندى هيڅ ډول بله قانونمندى وجود نلرى. دلوى علم لويه قانونمندى دتناقص او دتناقض څخه مبرا او يواځى دمقدراتو له مخى دنوؤ پديدو او خلقتونو دپيدايش په پروسه کې خصوصى قوانين تغير موندلى او ښكته پورته كيدلى شى خو همدغه لوى علم او لويه قانونمندى دخداى دمقضى الامر ارادى )قضاء( له مخى ديوه لوى، ثابت او تغير ناپذيره ابدى حقيقت او واقعيت په حيث تغير نه منونكى دى.
لوى علم بشرى ايجاد او خلقت ندى او نه انسانى عقل ، شعور، او مادى تخنيكى امكانات پدى قادر دى چې دلوى علم په عامو قانونمندىو کې تصرف وكړى او يا تغير راوستلى شى بلكه يواځې دقضاء او قدر په تناسب ددغه قانونمنديو دتغير او تكامل )دياللتيك( په پروسه کې مجبور او مختار پاتى كيدلى شى همغسى چې جهان ابدى او لايتناهى دى لويه علمى قانونمندى هم دلوى جهان دموجوديت او ابديت په تناسب دهغى دموجوديت يواځينى قانونمندشكل گڼل كيږى. يعنى دلوى جهان موجوديت او ابديت او لويه عامه قانونمندى يو تربله سره متقابل ديالكتيكى استلزاميت او علت او معلول تشكيلوى. دلوى علم د عامو قوانينو متماتيكى محاسبه او تجربى افاده دانسانى امكاناتو څخه وتلى كاردى.دلوى علم عام قوانين په عينى شكل سره وجود لرى او انسان دلوى خداى دعاقل، عالم او خلف مخلوق په حيث كولى شى دخپلو شعورى او اداركى امكاناتو په تناسب دغه قانونمندى وپيژنى او فورمولبندى ئى كړى. خو دغه پيژندنه او فورمولبندى كيدلى شى يواځى نسبى او په ځينى حالاتو کې كذبى بڼه ولرى . ځكه ديوى خوا انسانى شعورى طيف خورا محدود اودبلى خوا ځينى وخت كيدلى شى غلط فكرى تراوشونه دغلطو تيورىو اوفورمولبنديو باعث شى. نن مونږ پخپله دفلسفى مختلفو نظرياتو او مكتبونو تر مينځ ددغسى اشتباهاتو او غلطيو شاهد يو.
سره ددى چې فلسفى څيړنى دبشر دپيدايښت دخوراپخوانيو مراحلو څخه شروع شوى او په نننۍ اصطلاح فلسفه خورا قديمى علم دى، ډير زيات تحقيقات په همدى برخه کې شويدى، دهرى مخروبى په ديوالونو، طاقچو او نړيدلو تيږو، دهر مسجد، كليسا، مندر او نورو بشرى عبادتگاوؤ په ديوالونو فلسفى عبارات ليكل شوى او كتابخانى ئى دهمدغه فلسفى اثارو څخه ډكى دى خو نن هم دا سوال راپيدا كيږى چې فلسفه علم دى او كه نه ؟ نن هم دفلسفى علم موضوع په دقيق ډول معلومه نده او دفلسفى اساسى مسئله چې دټولو فلسفى نظرياتو او مكتبونو دپاره اساسى معيار او محك گڼل كيږى او دغه ټولى تقسيم بندئ دشعور او مادى دذاتى تضاديت په بناء رامنڅته شوى دى حال دا چې دهغوئ تر منځ ذاتى تضاد وجودنلرى.
هغه كسان چې شعور مقدم بولى او پدى باور لرى چې مادى جهان دخداى د”كن فيكون“ دامر په صدور، دجهانى روح او يا مطلقى ايدهء په اراده پيدا شوى هغوى ته ايديالستان او هغه كسان چې ماده پر شعور مقدم گڼي او شعور دمادى ديالكتيكى تكامل زيږنده بولى هغوى ته ماتريالستان واى. ماتريالستان شعور دمادى نړۍ دتاريخى تكاملى پروسى په نتيجه کې يواځې دخورا متكاملى مادى يعنى انسانى مغز خصلت بولى خو پخپله شعور غير مادى گڼى حال دا چې ماده او شعور دواړه په عينى شكل موجود او په دواړو کې ابدى قانونمندى جارى ده. دهمدى ځاى څخه په فلسفى څيړونو کې اساسى غلطى شروع كيږى او نن هم دټولو څخه لاره وركه ده. هغه څوك چې فلسفه علم بولى دخپلى ادعا دثبوت دپاره دليل نلرى. هغه كسان چې فلسفه علم نه بولى هم په فلسفى علم پورى غلط تورونه او تهمتونه تړى چې گوندى فلسفه دعلومو علم دى، فلسفه انتزاعى او مجرد علم دى، فلسفه متودولوژيك علم دى يا فلسفى ته دونى دتنى او نورو علومو ته دونو دښاخونو سره شباهت وركوى او داسى نور. زما په عقيده داټولى خبرى هيڅ اساس نلرى او پرته دفلسفى لفاظۍ څخه چې په هيڅ صورت سره پكى فلسفى منطقى تسلسل نشى مراعاتيدلى بل څه ندى.
ماتريالستان شعور غير مادى بولى خو احساس ته دماديت حق قايل دى يعنى دهغوى په عقيده دمادى او شعور تر منځ داحساس او ادراك لار او پل واقع او يو تر بله سره پرى تړلى دى. پدى لار هميشنى لارويان ځى راځى يعنى شعور ى احكام په مادى اعمالو او پروسو او برخلاف مادى اعمال او پروسى په شعورى احكامو، ايديالونو او ارزشونو بدليږى. يا په بل عبارت پدى ترڅ کې شعور په ماده او يا ماده په شعور بدليدلى شى. حال دا چې دمادى دبقاء دعام قانون له مخى ماده نه له منځه ځى او نه دهيڅ څخه منځته راتلاى شى. بلكه يواځى ديوه حالت څخه بل حالت يا ديوى نوعى څخه په بله نوعه بدليږى. كه چيرى دغه كار ممكن هم وگڼو نو هغه غوټه چې دغه متضاده مادى او غير مادى نړى يو تر بله سره تړى مادى ده او كه يا غير مادى؟ پدى باره کې ”دعينيت فلسفه“ په رساله کې پوره اوږد بحث شويدى چې ځينى نقاط دلته دقضئ دوضاحت په خاطر رانقلوم. هلته ليكل شويدى ”ذهنيت نسبى عينيت دى. هر مشخص ذهنيت عينى واقعيت دى“ ددى څخه داسى معلوميږى چې دذهنيت او عينيت تفاوت نسبى دى او په ماهيت کې ذاتى توپير نلرى. شعور ذاتازمانى او مكانى قيديت لرى او په اصطلاح يواځى په ذهنى خټه او معينه زمانى مقطع کې منځته راځى، تكامل، تقرر او انحطاط مومى. يعنى په هيڅ کې شعور منځته نشى راتلاى او دحداقل زمانى مقطع څخه په كم وخت کې نه يوه قضيه يا حكم درك كيدلى او نه دهغى په مقابل کې لازم حكم صادريدلى شى. دمثال په ډول انسانى ذهن ديوى ساده قضي ددرك او دهغى په باره کې دحكم دصدوردپاره نژدى نيمى ثانئ وخت ته ضرورت لرى. همداسى تكامل، تقرر او انحطاط ښئ چې په ذهن کې حركت موجود دى يعنى دغه درى واړه پديدى په ذهن کې دحركت مستلزم دى او حركت هم يو داشكالو دموجوديت دمادى څخه دى ماده موجوده ده ځكه چې متحركه ده او متحركه ده ځكه چې موجوده ده. يا په بل عبارت ماديت او حركت يو تربله سره په متقابل استلزام باندى ولاړدى.لوى خداى دخپل لوى علم دعامى قانونمندۍ له مخى دلوى جهان او حركت متقابل ابديت او موجوديت يو تربله سره لازمى ابدى علت او معلول او همداسى قائم بالذات او خلل نا پذير ګرځولى دى.
 همداسى ذهن دعطالت لرونكى دى چې عادت او مهارت دهغى مظاهر گڼلى شو. او عطالت هم دمادى خصلت دى. دبلى خوا ذهنيت او شعور دخپل شكل او محتوا په لحاظ يوه پروسه ده او هره پروسه هم دزمان، مكان، حركت او ماديت مستلزم گڼل كيږى. دپورتنيو دلائلو په اساس حكم كولى شو چې ذهن مادى دى او دفلسفى اساسى مسئله چې دهغى په اساس دايدليزم او ماتيرياليزم نظرياتى جدائ او تقسيم بندى راغلى كوم اساس او واقعيت نلرى.
هيگل چې دعقيدى له مخى ايدياليست وؤ دلمړى ځل دپاره ئى دفلسفى اساسى عمومى قوانين فورمولبندى كړل خو هغه دغه قانونمندى د جهانى روح يامطلقى ايده دتكامل دمراحلو داصولو په حيث منل نه دمادى جهان دعامى قانونمندى په حيث كه چيرى دجهانى روح او مطلقى ايدۀ څخه دهيګل مقصد خداى وى نو خدى كامل ذات دى او په هغى کې تغير او تكامل متصور او ممكن ندى. خو بيا هم كيدلى شول دهغى په اساس دفلسفى علم موضوع او اساسى مسئله تثبيت او فورمولبندى شوى واى خو فير باخ پخپل وچ كلك ماديت او تنگ نظرانه ميخانيكيت او ميتافزيكيت سره دغه عظيمه ديالكتيكى قانونمندى ناديده وگڼله، خدائى ټول خلقتونه او لايتناهى رنگينئ ئى عادى ميتافزيكى تكرار او استمرار وگڼه او دديالكتيكى ماهيوى تحول او تكامل په عوض مادى ميتافزيكى قانونمندۍ ته حق قائل شو. يعنى فير باخ دخپل تنگ نظرانه مادى تعصب له مخى ديوه نهائ تنگ نظرانه حالت څخه بل نهائى تنگ نظرانه حالت ته واووخت او دفلسفى علم دموضوع او اساسى مسئلى قضيه او مشكل په همغه پخوانى حالت لاينحل پاتى شو. وروسته ماركس، انگلز او لينن دهيگل ديالكتيك او دفير باخ ماترياليزم په ارگانيك ډول سره يو ځاى او دلمړى ځل دپاره په فلسفه کې دديالكتيكى ماترياليزم تيورى او نظر ايجاد شو. خو دغه درى واړه اودهغوى پلويان تر نننۍ ورځى پورى بيا هم دشعور او اجتماعى مسائلو په مورد کې ايديالست پاتى شول او دديالكتيكى ماترياليزم دتيورۍ په څنگ کې ئى دتاريخى ماترياليزم غير ضرورى تقسيم بندى هم رامنځته كړه حال داچى په تاريخ کې ديالكتيك او په ديالكتيك کې تاريخ موجود او دغه دواړه دماديت مستلزم دى. پدى ډول فلسفى نظرياتى او تيوريك سيستمونه او دهغوى فورمولبندئ څه ډول په يوه بى اساسه او غير واقعى بنياد باندى ايجاد او ولاړى دى چې دمختلفو اړخونو له مخى به خامخا دهغوئ تيورى او فورمولبندى گانى تحريفى بڼه لرى او دهمدى كبله دغه ټول نظرياتى فلسفى مكتبونه او تيوريك سيستمونه خپلو نظرياتى وضاحتونو کې دمشكل او اشتباهاتو سره مخامخ دى. خو دا خبره په هيڅ صورت سره ددى معنى نلرى چې گوندى دغه نظريات او فلسفى تيوريك سيستمونه علمى ارزش نلرى او په هغى باندى سترگى پټى شى. په حقيقت کې دغه ټولى فلسفى څيړنى چې دماترياليستى يا ايديالستى نظرياتو خاوندانو لخوا شوى دبشرى تحقيقاتو سترى علمى زيرمى پكى پرتى دى او هر يوه پخپل وار موجوده فلسفى حقيقتونه او واقعيتونه دمشخصى ليدتوگى او اړخ څخه څيړلى چې په هيڅ صورت سره حتى يوه نظريه دبلى نظرئ ځاى نشى نيولى اوخلا ئى نشى ډكولى دهغى علمى او فلسفى زړى به دهميش دپاره دحقيقت او واقعيت په څير پر ځاى پاتى وى او هيڅكله بايد له نظره ونه غورځول شى او سترگى پرى پټى نشى.
كوم نظر چې ما په پورته ډول عرض كړى زه پخپله دتدقيق او تأمل وړ بولم كه چيرى دفلسفى څيړونو دباصلاحيته پوهانا لخوا تصحيج، تكميل او تائيد شى نو لازم به داوى چې دفلسفى علم په اساسى مسئله ، موضوع او ځينى نورميتوديك مسائلو دسره غور وشى او فلسفى څيړنى دهغى په برابر تنظيم شى.
 دماتريالستى ديالكتيك پلويان واى چې فلسفه يو خاص علم دى اود طبيعت، ټولنى او شعور دعامو قوانينو څخه بحث كوى او پدى باره کې كومه اضافى توضيح وجودنلرى تر څو هغه شك او ابهام چې په پورتنى جمله کې موجود دى له منځه يوسى. ځكه پخپله دخاص علم او عام قوانين داسى مفاهيم دى چې اضافى توضيح ته ضرورت لرى. دهرعلم قوانين پخپله پرته دتاكيدى تذكرڅخه يو څه نسبى عموميتونه لرى خو دخاص علم افاده يوه اضافى فوق العادگى ده چې دفلسفى علم دپاره دديالكتيكى ماترياليزم پلويان قايل شوى خو پدى باره کې دضرورى او لازمى توضيح په هكله پټه خوله پاتى شويدى. داپه حقيقت کې يو څرگند تجاهل العارف دى ځكه پدى باره کې كه توضيح وركړى شى سمدستى دهغى باره کې داسى پوښتنى راولاړيږى چې ځواب ويل ورته مشكل دى.
هيگل او ځينى نورفلسفى عالمان فلسفه دعلومو علم گڼى. هغوى پدى توگه ديوى خوا فلسفى ته مافوق علمى حيثيت قائليږى خو په حقيقت کې داخبره داسى معنى لرى چې گوندى فلسفه يو پارازيت علم دى چې پخپلو پښو نشى ودريدلى او دڅټى غوندى په نورو علومو باردى. فلسفه مړ ښامار په توره وهى او يا په اصطلاح په هغه څه چې نورو علومو يو كرت شخوند وهلى وى فلسفه پرى دوهم وارشخوند وهى.
داگز ستنسياليزم پيروان واى علم بل شى او فلسفه بل شى دى هغوى دا خبره غوره كړى ځكه كه علم ورته وواى نو دليل ورته نلرى او كه دليل ورته پيداكوى دهغى تر شا چې كومى پوښتنى راپيدا كيږى هغى ته ځواب ويل مشكل دى. نو منلى ئى ده چې دسل هو څخه همدايوه نه ښه ده.
ځينى فلسفه پوهان فلسفه مجرد او انتزاعى علم شميرى او پدى عقيده دى داچى مجرد او انتزاعى عام مفاهيم خارجى وجود نلرى نو څيړنه ئى هم نه كوم اساس لرى او نه ضرورت. دهغوى په نظر فلسفه دذهنى تصوراتو او خيال بافيو علم دى.
فلسفى علم دونى دتنى او نور علوم دهغى دښاخونو سره تشبيه كول هم زما په نظر سمه نده ځكه چې مادى جهان واحد جهان دى او په هغى کې واحده ديالكتيكى قانونمندى جارى ده. په هغى کې داسى جداگانه ورشوگانى چې دمختلفو قانونمنديو تابع او يا فاقد دقانون اوسى وجود نلرى. لازمه ده داديوه څرگند حقيقت په څير ومنل شى چې دلوى خداى لوى جهان دهغه ذات دلوى علم دقوانينو مطابق منځته راغلى، پائ او تغير او تكامل مومى. نورى لارى پدى کې لټول پرته دگمراهى څخه بل انجام نشى لرلى هغه كسان چې فلسفه متودوژيك علم بولى هم لا ډير سطحى فكر كوى ځكه ډير متودولوژيك علوم وجود لرى خو يوه ته ئى هم فلسفى علم نشو ويلى.
دپورتنى ډيرى لنډى يادونى او توضيح په ترڅ کې دى نتيجى ته رسيږو چې دلوى علم قانونمندى دانسانى ذهنگريو او ادراكى امكاناتو څخه پورته په عينى توگه دمادى لوى جهان دپيدايش سره سم په ابدى شكل موجود او دهغى تجربى عمل او متيماتيكى محاسبه هم دانسانى علم، پوهى او تخنيكى امكاناتو څخه اوچت او ناممكن كارځكه گڼل كيږى چې ميكره او ماكره جهانونه، سيستمونه او نظامونه همغسى چې دابعادو له مخى يوه لايتناهى ورشو تشكيلوى دخپل تنوع، تعدد او نورو هر ډول پارامترونو له مخى چې په هيڅ صورت دانسان په شعورى طيف کې نه ځائيږى هم لايتناهى دى. دغه ټول مادى موجودات دكوچنۍ ذرى څخه نيولى ترخورا لويو سماوى اجرامو پورى دخپل ټول لايتناهى تعدد، تنوع او نورو لايتناهى تفاوتونو سره كه ديوى خوا دمختلفو جهانونو، نظامونو، سيستمونو او منفردو مادى واحدونو په حيث په متقابل توازن، تعادل او استقرار کې واقع دى دبلى خوا همزمان په هغى کې كمي كيفى ديالكتيكى ديناميزم او ابدى تحول او تكامل جريان لرى يعنى هر موجود په ځانگړى توگه او يا د سيستم او نظام په حيث دټولو لايتناهى تعدد، رنگينيو، تفاوتونو او مشابهتونو سره په همغه يوه لحظه کې همغه مشخص ځانگړى مادى واحد يا سيستم او نظام دى اوهم ندى. حتى په هغه صورت کې كه مونږ مادى جهانى موجوديت يو ساده ميتافزيكى استمرار او تكرار قبول كړو بيا هم ددغه لايتناهى مادى واحدونو، سيستمونواو نظامونو موجوديت او حركت متيماتيكى افاده د بى شميره انتگرالى او ديفر نسيالى معادلاتى سيستمونو او دهغوى د بى شميره مشقاتو او نورو افادوى تسلسلونو پواسطه به په عالم اسباب کې ناممكن كار وى. اوس پخپله ددى سنجش او تصور كيدلى شى كله چې دغسى عظيم لايتناهى نظام په هراړخيز او لايتناهى بعدى لحظوى ديالكتيكى ديناميكى متحول او تكاملى پروسوى استمرار کې قرار لرى متيماتيكى افاده او محاسبه به ئى ممكن كار وى؟
آيا ددغسى يوه عظيم لايتناهى دياليكتيكى ديناميك نظام علمى تجربه به په كوم لابراتوار کې ممكنه وى؟ بى له شكه دادبشر دامكاناتو څخه وتلى كار دى. ليكن لوى علم پرته له شكه ددغه عظيم جهان دلايتناهى موجوديتونو لايتناهى مناسبتونو او لايتناهى ديالكتيكى ديناميك تحول او تكامل علم دى. دهغى هره يوه پروسه دلوى علم د عامى قانونمندۍ پواسطه افاده كيدلى او د د غه لوى جهان په علمى لابراتوارونو کې د تجربى وړ او ټول قضايائى دقضا او قدر دتناسب له مخى په عينى توگه دانسانى نسبى معرفت دپاره وجود لرى. دغه لوى جهان دټول عظمت، تفاوتونو، او ديناميزم سره سره متوازن، متعادل مستقر او هر څه پكى سيال پيدا دى او دلوى علم عامه قانونمندى ددغه سيستمونو داستقراريت تضمين كوى لازم دادى بشرددغه قانونمنديو مطابق عمل وكړى نه دهغى په ضد. زه پدى باره کې داضافى وضاحت څخه تيريږم خودمثال په توگه دومره وايم چې كه زمونږ په شمسى نظام کې لمر دلوى والى، طاقت او مركزيت سمبول دى نو ډيره كوچنى ذره دهمدغه لمر او دهغى په څير لايتناهى نظامونودجوړښت، پايښت او ابديت سمبول او خښته ده. انسان، حيوان، نبات، جماد او دلوى جهان نور ټول مغلقترين موجودات چې دلوى علم د عامى قانونمندى له مخى خلق شوى واقعا ديوه خارق العاده مافوق انسانى طاقت او ذات دخلقت مظاهر او مخلوق گڼل كيږى. ددغه مخلوقاتو دټولو اوصافو ، خواصو او دهغوى دجوړښت دخورا مغلقو سيستمونو پروگرام او قضائ جبر او ديترمينيزم په يوه كوچنى حجره او دهغى څخه په لا كوچنى جوړښت کې ځاى پځاى كول هم يواځى او يواځى دمافوق انسانى او يوه خارق العاده ذات صنع گڼل كيدلى شى. پورتنى نظر ديوى طرحى په شكل وړاندى شو تر څو دفلسفه پوهانو او عالمانو توجه دغه عمده مسئلى ته راوگرځى او دهغى له مخى دفلسفى علم دماهيت، موضوع اساسى مسئلى نظرياتى اړخونو او تيوريو په باره کې په نوى ليد توگه لازمى فورمول بندى رامنځته شى.
كله مو چې دا ومنل چې لوى علم په لوى جهان محيط علم او قانونمندى ده او دهغى د ساحى څخه يوه كوچنى ذره هم بيرون نشى پاتى كيدلى حتما دا سوال هم راولاړيږى چې آيا نور علوم په ځانگړى ډول وجود لرى؟ كه لرى ئى دهغوى مناسبتونه دلوى علم سره څه ډول دى؟
دخداى لوى جهان دتركيب، فزيكى حالت او داسى نورو اوصافو له مخى متجانس، يو نواخت، ميتافزيك، په يوه حالت پيدا اوپه همغه حالت فناء جهان ندى. هر مادى واحد، هر موجود هر مولود دپيدايش، بقاء، انحطاط او فنا مراحل لرى. پخپله دلوىه قانونمندى ديوه منفرد واحد دبقاء په ترڅ کې په عمودىت او ددغه واحد دنوع په افقيت کې كامل توافق او حتى شباهت هم نلرى. دجهان تركيبى تناسبونه او تفاوتونه، فزيكى، كيماوى او نور حالتونه پدغه قانونمندىو مستقيم تاثير لرى او لازم تاثير او تغير منځته راوړى. مونږ حتى ديوه مشخص عنصر يا تركيب په ارتباط مختلف فزيكى حالتونه لكه جامه، مايع، غاز، مختلف تشعسعات، مقناطيسى، الكتريكى، جاذبى ساحى، پلازمائ، فوتونى او نور حالتونه چې تر اوسه پورى ئى مونږ نه پيژنو هر يو دځانگړو او متفاوتو قانونمنديو لرونكى دى. دبلى خوا دخداى لوى جهان دلايتناهى عدم تجانس، تنوع او تفاوتونو سره سره په لايتناهى تحول او تكامل کې قرار لرى چې دهغى په تناسب او تطابق قانونمندى هم په مستمر شكل سره تغير كوى. دغه قوانين او دهغى يو تربله ديالكتيكى تداخل پرته لدى چې دچالخوا پيژند ل شوى وى يا نه دقضاء دحكم له مخى دطبيعى جبر په شكل جريان لرى ليكن بشرى معرفت، پيژندنه هم كاملا بى تاثيره ندى او تل دقدر په تناسب تاثير لرى ) دقضاء او قدر په باره کې به په لازم وخت کې بحث وشى( بشرى معرفت يوه تكاملى پروسه او بشرى ضرورتونه او دعلومو څخه داستفادى سطحه هم تل په تكامل او تغير کې ده. خوددغه علومو او قوانينو تحقيقى او تدقيقي كچه دلوى علم او حتى دفلسفى علم دعامو قوانينو دمعيارونو سره هيڅكله دمقايسى وړ نده او تل دنسبى او خصوصى حالتونو او تقريبى محاسبو په شكل منل كيدلى شى. دفلسفى قانونمندى په سطحه دهغى برابرول او تنظيمول نه ممكنه ده او نه ضرورى. په همدى علت ويلى شو چې پرته دفلسفى علم او عامى قانونمندۍ څخه ځانگړى علمى قوانين او پخپله علوم هم دبشرى ضرورتونو په تناسب داستفادى وړ گرځى. دغه علوم دانسانانو دجدى ضرورتونو له مخى منځته راځى او كله چې دغه ضرورتونه له منځه ځى پخپله علوم هم خپل شته والى دلاسه وركوى ليكن دهغى فلسفى زړى يا فلسفى عامه قانونمندى پر ځاى پاتى كيږى دفلسفى څخه پرته نور علوم تل نسبى او تقريبى ماهيت لرى ځكه چې هيڅ علم نشى كولى په يوه مسئله يا قضيه کې ټول مؤثر فكتورونه محاسبه كړى شى او دبلى خوا په ځينو مسائلو کې دډيرى دقيقى محاسبى ضرورت هم نه ليدل كيږى. كه چىرى دپرنسيب له مخى دموضوع سره دقيق كړه وړه وشى نو ويلى شو چې ځانگړى علوم په ځانگړى توگه وجود نلرى او په حقيقت کې ټول علوم يو تربله سره دلوئى عامى قانونمندى په چوكاټ کې تداخل لرى او په تحقيقاتى او تجربى پروسو کې دهغى جدا كول ناممكن كار دى يعنى ممكنه نده يوه فزيكى، كيماوى يا بيولوژيكى پروسه يا تجربه په خالص او ځانگړى توگه عملى شى بلكه هغه يو تر بله په متداخل شكل سره هم مكان او همزمان جريان لرى.
په ځانګړى علمى توگه ديوى مسئلى دڅيړنى په جريان کې ځينى مناسبتونه او فكتورونه په نظر کې نه نيول كيږى او ترى صرف نظر كيږى او يواځى دهرى مسئلى داهميت په تناسب ديوه ضريب په اضافه كولو سره دهغى تلافى كيږى خو دا كار په هيڅ صورت سره ددغه علم دنسبيت او تقربيت درجه نشى كمولى. هر ځانگړى علم خامخا دفلسفى عامى قانونمندۍ خصوصى او تقريبى حالتونه او پديدى دى چې دديالكتيك دمشخص اړخ په حيث دمشخص علم دلارى زمونږ دذهن دمحدود ميخانيكيت يا بيوفزيولوژيكيت دمختلفو اړخونو دانعكاس په هندارو کې منعكس كيږى او پدى ډول دفلسفى علم د عامى قانونمندى دلمړۍ درجى مشق په حيث په نسبى او تقريبى لحاظ دځانگړو علومو دمنځته راتلو سبب گرځى. كيدلى شى دمختلفو علومو نوموړى ذهنى ميخانيكيتونه دوهم وار دذهن دفلسفى منطق په هنداره کې مجموعا په استقرائ ډول انعكاس ومومى او ددغه مختلفو علومو دمنطقى ارگانيك انتگريشن، قياس، تحليل او تجزئ په نتيجه کې دديالكتيك نسبى فلسفى قانونمندى رامنځته شى.
فلسفى علم او فلسفى قانونمندۍ بيا پخپل وار دخداى دلوى علم ، لوئى قانونمندۍ، خداى ټولو خلقتونو او لوى حقيقث دمعرفت په پروسه کې بشرى ذهنى نسبى عامه قانونمنده پيژندنه، قانونمندى او علم ګڼل كيږى. تل تحول او تكامل كوى او دتل دپاره دذهنى نسبى حقيقت په توګه پاتى كيرى . 
پدى توګه ځانكړى علوم او قانونمندئ دبشر دشعورى كچى په تناسب دځانګړو ضرورتونو له مخى په مختلفو وختونو کې منځته راځى، داستفادى وړ ګرځى، ورو ورو خپل ارزش دلاسه وركوى او له منځه ځى خو دهغى فلسفى زړى او يا كه دقيق وويل شى دلوئ قانونمندۍ او لوى علم دقانونمنديو خصوصى حالت په حيث دتل دپاره پاتى كيږى لكه ځينى فزيكى، كيماوى، بيولوژيكى.... قوانين او يا دهغوى متيماتيكى ارزونه چې دتل دپاره خپل ارزش دلاسه نه وركوى.
پدى باره کې چې ايا فلسفى علم ته دانتزاعى څيړنو په حيث ضرورت شته او كه نه؟ كه شته نو دغه ضرورتونه كوم دى؟ آيا فلسفه دنورو علومو دلارى تغذيه كيږى ؟ .... او نور ځانګړى علوم څه ډول په ذهنى تورتم کې دفلسفى علم دڅراغ په مرسته سمه لاره مخ په وړاندى نيولى شى ؟ پدى باره کې به په راتلونكى وخت کې لازم بحث وشى.