د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كلتور ــ دهغى صحيح او غلط تعبيرونه

ډاکټر حرکت 20.10.2007 04:00
دا مقاله د ۱۹۹۶ كال دثور دمياشتى په ۲۶ نيټه ليكل شوى اودهمدغه كال دانځور اخبار په ۵ او ۶ ګڼو کې چاپ شوى وه، غوښتل مى يو څه تغيرات پكى راولم خو وروسته مى پريكړه وكړه دخپرونى دمحترمو لوستونكو دپاره ئى په پخوانۍ بڼه چاپ كړم.

كلتور دنړيوال نظام او بشرى ژوند دتأمين او حفاظت په لار کې دانسان په ټولو سالمو فعاليتونو او دهغى دلاستنه راوړنو په ټولو پديدو دلالت كوى.دكلتور كلمه يوه له ډيرو مأنوس كلمو او مقولو څخه ده چې په بشرى ورځنيو مناسباتو، چارو او خبرو اترو کې ډيره استعماليږى. لکه كلتورى مناسبات، كلتورى نماينده، دكلتور وزارت، كلتورى ټولنه، كلتورى كميټه، كلتورى انقلاب، باكلتور، عالى كلتور، ټيټ كلتور، زراعتى كلتور، تخنيكى كلتور، سياسى كلتور او داسى نور ډير مفاهيم او مناسبات دكلتور دكلمى دډول ډول صرف و نحو په چوكاټ کې افاده كيږى.
داچى څومره دغه مفاهيم پخپل مسمى به دلالت كوى دهغى وضاحت دهمدى بحث موضوع او هدف ګڼل كيږى. ډير داسى كلمات شته چې خلك هغه پخپلو خبر وكى ډير استعمالوى او پوره رواج لرى ليكن په حقيقت کې ددغه كلمو لغوى او اصطلاحى مفاهيم او ماهيوى پروسى يو تر بله سره ډير ليرى پراته وى. كله داسى هم پيښيږى چې اسم په مسمى به هيڅ دلالت نه كوى او حتى دخپل مسمى به ماهيوى پروسى او واقعيتونه په غلط ډول تعبيروى او يا يواځې دهغى په خصوصى حالت او شكل دلالت كوى. دا ډول برخوردونه او حوادث يا عمدى وى چې ځينى كسان قصدٱ خپل شوم پلانونه دمقدسو ارمانونو، انسان دوستانه شعارونو او ډير ومأنوسو او هر چاته په زړه پورى مفاهيمو، مقولو او كلمو تر پردى لاندى عملى كول غواړى. يا سهوى وى چې داجتماعى شعور دسطحى دټيټ والى په نسبت خام، نيمګړى او حتى غلط فكرونه تراوش كوى او دغلطو مفكورو، فورمول بنديو ، تعريفونو او تيوريو درامنځته كيدو سبب ګرځى او په نتيجه کې دمفاهيمو او مقولو تحريف عملى پروسى او فعاليتونه داصلى لارى او مجرا څخه بل خوا ګرځوى او دعملى فعاليتونو غلط او انحرافى جريان مقولى، مفاهيم او فورمول بندئى بى ماهيته او بى مفهومه كوى، دعمل او مفاهيمو په مطابقت کې تناقضات راپيدا كوى او دغلطو فلسفو او غلطو تيوريؤو دايجاد باعث ګرځى. دمثال په ډول داستعمار او سوسياليزم كلمات او مقولى څومره انسان دوستانه او انسانى عطوفت او هيومانيزم څخه ډكى دى خو هغه ناروا او ظلمونه او دكركى او نفرت وړ انسانى ضد عملونه چې په تيرو پيړيو کې غربى مملكتونو داستعمار په نامه كړى او يا په شلمه پيړۍ کې روسانو دسوسياليزم په نامه وكړل هيڅكله ئى ددغه مقولو دماهيت او افادو سره مطابقت نه درلود او نن خلك په حقه سره دهغى دنومونو څخه نفرت لرى.
يا لكه چې داتم بم مفهوم تر نننۍ ورځى پورى په ټوله نړۍ کې رواج لرى حال دا چې عملٱ داتم بم وجود نلرى همداسى داسلام كلمه هم دلغوى مفهوم او هم دالهى دين او قانون په حيث څومره داجتماعى عدالت او انسانى متقابلو حقوقو او وجائبو او انسان دوستانه مناسباتو په بناء ولاړ احكام، هدايات او قيودات لرى خو هغه بى قيدو حده فجايع او سل په سلو کې داسلاميت او انسانيت ضد عملونه چې نن په افغانستان کې داسلاميت تر شعار لاندى كيږى دافغانستان خلك حق لرى دهغوى دعاملينو څخه كركه او نفرت ولرى.
پدى توګه ډير نور مثالونه هم راوړل كيدى شى چې دمقولو دلغوى او اصطلاحى مفاهيمو او عملى پروسو تر منځ فرق او تباين پكى په ښكاره ډول ليدل كيدلى شى.
دكلتور مقوله چې نه يواځى مأنوسه بلكه فوق العاده ديناميكه او دفردى، اجتماعى، ملى او بين المللى متقابلو مناسباتو او خلاقه مثمرو فعاليتونو راز پكى نغښتى دى هم تل دتاريخ په اوږدو کې دمغرضو كسانو او بى مسؤليته تيوريستانو لخوا دشخصى ګټو دساتلو او دمتقابل لورى داغفال په خاطر د هر ډول تحريف او حريصانه تجاوز لاندى واقع شويده.
دكلتور مقوله چې دلاتينى كلمى Cultura څخه اخستل شوى او دتجدد، اجتهاد، نواورى او داجتماعى سالم، مفيد او خلاقه كار او فعاليت مفهوم او معنى لرى، په هره معينه زمانى مقطع کې دبشرى ټولنى دفكرى او عملى فعاليتونو پوتنسيال، معيارونه او افقونه ښئ او ددغه فعاليت ټوله ورشو په غيږ کې نيسى دهر اړخيز تحريف په نتيجه کې نن ددغه پراخ بنسټه او كثيرالجوانبه مقولى ماهيت، مضمون او مظاهر څوك دچلتار په ولونو ، څوك دلنګ په غوټو، څوك په شمله، څوك په عباء او قباء او يا يواځى دخپلو خبرو اترو،ناستى ولاړى، رسوم، عادات، عقيدى او يا په اصطلاح ملى محلى ذات البينى كلتورى مناسبتونه او نزاكتونو کې لټوى او يواځى پورتنى ذكر شوؤ مسائلو ته چې دكلتور دمقولى محدود ماهيوى طيف او ورشو تشكيلوى دمطلقيت حق قائليږى او په نتيجه کې پدى باره کې دپراخه پرګنو درك او پوهه په ترګمۍ او بلكه په مطلقه غلط فهمۍ کې پاتى كيږى نو ځكه دټولو كلتورى ټولنو، مؤسسو، ارګانونو او مسؤلينو دكار محصله هم يا ناكافى اويا منفى ده.
دا چې ايدياليستان، ماتيرياليستان، بورژوازان او كمونستان دكلتوردمقولى په باره کې په مشخص ډول څه نظر لرى زه پرى بحث نه كوم ځكه كه پرى بحث وشى نو كتاب به ترى جوړ شى او داوسنئ ليكنى دحوصلى څخه به وتلى وى خوا دا په جرئت سره ويلى شم هغه څه چې دنوموړو مكتبونو دپيروانو لخوا دكلتور دمقولى په باره کې ليكل شوى او دعامى تيورى حيثيت ئى پيدا كړى اكثرٱ تحريفى او ذهينګرانه بڼه لرى او كلتور يواځې هغه انسانى شعورى ذخيرى ته وائى چې دبشرى كلتورى تاريخى واقعيتونو څخه ئى دانسان په ذهن کې انعكاس پدا كړى او په مجرد تفكر او معنوى ايدال بدل شويدى نو پدى ډول بشرى كلتورى اساسى ورشو په غيږ کې نه نيسى. زه پدى عقيده يم همغسى چې عمل پرته دنظرى تحقيق او تحقق څخه ړوند او نظر چې عملى دتحقق ورشو ونلرى بى مفهومه ګڼل كيږى بشرى كلتورى فعاليتونه هم په يو ددغه اړخونو کې محصو رول بى مفهومه او بى بنسټه كار دى.
دكلتور دمقولى په باره کې داوسنى لنډ اظهار نظر مفكوره ځكه په فكر کې راولاړه شوه چې په اوسينو شرائطو کې زمونږ دهيواد نژدى نيم نفوس په پرديو ملكونو کې ژوند كوى او عملآ افغانى كلتور دپرديو كلتورونو سره سخت په تصادم او مجادله کې دى. زمونږ زلميان دخپل كلتورى متحول او پذيريشى طاقت او توان په لرلو سره دپردى كلتور منلو ته حاضر دى خو زمونږ مشران دخپلى متحجرى كلتورى مفكورى له مخى دافغانى كلتور دسوچه ساتلو په منظور كلتورى كميټى، ټولنى او سازمانونه جوړوى او هڅه كوى دكلتورى تنګ نظرۍ او تعصب زولنى دځوانانو په پښو کې واچوى او نن دغه مبارزه دهر فاميل، ميندو، پلرونو او اولادونو تر سرحده رسيدلى او په اكثره مواردو کې ځينى فاميلونه او كلتورى كميټى په حقيقت کې دبى كلتورۍ په زندانونو بدل شوىدى. حال دا چې ددى مشكل چاره په منطقى كړو وړو سره كيږى نه په تعصب او تنګ نظرۍ.
دى کې شك نشته چې دبشر دتكامل په مسير کې كله چې انسانانو دلمړى ځل دپاره دخبرو او نطق قدرت پيدا كړ نو كلتورى اجتهاد او برلاسى هم لمړى دمنطق او خبرو په ورشو کې رواج او وسعت وموند او يو وخت پخپله دفلسفى او دهغى دعمده اصل او ميتود ديالكتيك اصلى مضمون او مفهوم هم په خبر او منطق کې يو پر بل باندى بر لاسى او رجحان ته ويل كيده، خو كله چې انسانان لباس پوش شول، كلتورى اجتهاد هم دلباس ورشو ته داخل او پخپله لباس دمختلفو قومونو تر منځ دسيالۍ، تفريق او ديفرنسيشن وسيله وګرځيده. كله چې انسانانو دښكار غوښى خوړلى په بشرى ټولنه کې دښكار دوسلو جوړولو او ښكار كولو كلتور رامنځته شو. دزراعت او كر كيلى په رواجيدو سره دزراعت كلتور او دتخنيك او تخنيكى انقلابونو دديناميكى انكشاف په ترڅ کې تخنيكى كلتور رواج پيدا كړ.
بشرى ټولنه همداسى داجتماعى ــ اقتصادى تكامل په مسير کې كله چې دكورنۍ، طائفى، قومونو، مليتونو، سياسى ـ اجتماعى قشرونو، ګوندونو، دولتونو، او مختلفو اقتصادى ــ اجتماعى نظامونو لرونكى شوه دهغى مطابق په ټولنو کې كلتورى مفاهيم، مقولى، قوانين ، مختلفى سياسى، اجتماعى او اقتصادى سيالئ، دښمنئ، جنګونه او يو پر بل باندى بر لاسى اويو دبل په مقابل کې داستعمار او استثمار وسايل اماده كول شروع شول.
پدى ډول كلتور دانسان دفعاليت په ټولوانواعو او اشكالو دلالت كوى. هر بشرى خلاقه مفيدكار او فعاليت كلتورى فعاليت او هر بشرى شعورى يا غير شعورى تخريبى كار او فعاليت غير كلتورى بى كلتوره فعاليت ګڼل كيږى. هغه څه چې دكلتورى فعاليت په نتيجه کې جوړيږى كلتورى لاسته راوړنى شميرل كيږى. كلتور په حقيقت کې دانسان ــ انسان، انسان ــ ټولنى، ټولنى ــ ټولنى، ټولنى ــ طبعيت او انسان ــ معبود تر منځ عملى خلاقه مناسباتو او ديالكتيك ته ويل كيږى. كه لږ څه نور هم دقيق وويل شى كلتور په حقيقت کې دپورته ذكر شوؤ فعاليتونو او مناسبتونو هغه تجدد طلبه او تحول طلبه بشرى مفكورى او عملى فعاليت ته ويل كيږى چې بشرى ټولنه پخپل تاريخى منزل کې دخپل خير او فلاح په صراط المستقيم رهبرى كوى.
دكلتورى فعاليتونو او لاسته راوړنو شفاهى او تحريرى افادى ته ادب او دهغى عملى تجسم او استفادى ته هنر، صنعت او عملى كار او فعاليت ويل كيږى. كلتور دبشرى فعاليت عملى او نظرى دواړه خواوى په غيږ کې نيسى او دكلتورى فعاليت څخه بيرون بشرى فعاليت ته هيڅ ورشو نه پاتى كيږى.
عملى او نظرى كلتور بيا پخپل نوبت په مختلفو عملى او نظرى علومو، دبشر دعملى كار او فعاليت او ذات البينى مناسبانو په مختلفو ساحو ويشل كيږى.
كلتور هيڅكله يواځى په جيګه يا ټيټه شمله، اوږدو يا لنډو كاليو، چلتار يا نورو پورى اړه نلرى. لباس په حقيقت کې دمحيطى شرائطو، انسانى ضرورتونو، او ذوقونو، اقتصادى امكاناتو اوموجوده رسم ورواج او ياپه اصطلاح دمود له مخى انتخابيږى او جوړيږى. دافريقا او هند په ګرمو منطقو کې هيڅوك ضرورت نلرى وړين بالاپوش او وړينه خولۍ ولرى.
په نتيجه کې ويلى شو هر انسانى فعاليت كلتورى فعاليت، هر ادب كلتورى ادب او هره تاريخى هرارشى چې انسانى فعاليت پكى مضمر او دهغى محصول وى كلتورى تاريخ ګڼل كيږى. دباكلتوره، بى كلتور، عالى كلتور، ټيټ كلتور او داسى نورو افادو مفاهيمو دارزشونو قيمت ګذارى هم لازم دى دهمدغه معيارونو له مخى تعين او په همدغه تله او وزنونو وتلل شى.
اوس پخپله قضاوت كولى شو ايا اوسنۍ كلتورى افاده او مفاهيم دكلتور دكثير الجوانبه او دبشرى فعاليت په ټولى مشمولى ورشو محتوا ډكولى او هغه په واقعى مفهوم سره افاده كولى شى؟ كه څوك ووائى چې هو. دابه هغه افادى ته ورته وى لكه چې نن هم په اصطلاح ځينى عالمان پدى عقيده دى چې جهان دڅلورو عنصرو څخه جوړ شويدى.
داچى په ځينى هيوادونو کې دكلتوروزرات، كلتورى مؤسسات او په سفارتونو کې دكلتورى نمايند يا اتشه په نامه اشخاص موجود دى چې دخاصو امورو متصديان دى، يا په كابل کې دادبياتوپه نامه پوهنځى موجودوو يا دغه كلتورى كميټى، كلتورى انقلاب او ډير نور مفاهيم په اوسنيو محدودو افاد سره زما په نظر دجدى تأمل او اصلاح وړ مطالب ګڼل كيږى.
بايدهير نكړو په كومه اندازه چې كلتور عام او په بشرى ټولو فعاليتونو او مناسبتونو محيط مفهوم دى په همغه اندازه مشخص مفهوم دى. كلتور په پوره مشخصه توګه ديوى ټولنى او دهغى دافرادو داجتماعى ـ اقتصادى دميكره او ماكره محيط دشرائطو، دانكشاف او ودى دديناميزم او دهغى مطابق ددغه ټولنى داجتماعى شعور څخه نماينده ګى كوى.
كلتورى مشخصتوب هيڅكله دكلتورى تحجر معنى نلرى بلكه دشرائطو دتغير سره سم كلتورى تغير او تحول ته ويل كيږى. همدا سبب دى چې يوى ټولنى ته عالى كلتورى ارزشونه نه څوك له بيرون څخه په يو وار او ميخانيكى شكل واردولى او نه څوك په يوه پرمخ تلونكى ټولنه کې زاړه اجتماعى ــ اقتصادى مناسبات په جبر ساتلى شى په يوه ټولنه کې دزړو كلتورى مناسباتو دساتلو دپاره هڅه كول او يا په انفرادى توګه دخپلى ټولنى دكلتورى مناسباتو څخه ځان ايستل دواړه مثبت عمل نه ګڼل كيږى.
همدارنګه كلتورى مشخصتوب بايد هيڅكله دكلتورى ځانګړيتوب سره مغالطه نشى. په بشرى ټولنو کې ځانګړى كلتورونه وجود نلرى. ځانګړى كلتور او بلكه كلتور په مجموع کې په مجرد او انتزاعى شكل سره نه وجود لرى او نه ارزش. كه چيرى داسى كلتورى ارزشونو وجود درلودلى نو دهغى مضمون او محتوا به څه وى او دتكامل جهت به ئى په څه ډول تعينيدلى همداسى دا به حتمٱ د فوكوياما ”دتاريخ پاى او نهائى انسان “ دنظر تائيد وى حال دا چې نه وخت او نه تاريخ پاى لرى او نه دجهان ديالكتيكى پروسه پر ځاى دريږى. خداى ابدى دى، جهان ابدى دى ، وخت ابدى دى او تحول او تكامل ابدى دى. ځانګړى تل ثابتى ټولنى ــ اقتصادى نظامونه او دهغى ځانګړى انكشافى جهتونه په حقيقت کې وجود نلرى. كلتورى ځاڼګړيتوب همغسى چې ممكن ندى كوم افتخار هم نه ګڼل كيږى. ايا افغانى كلتور ځانګړى ګڼل كيدلى شى؟ كه مونږ غواړه او كه نه، خوښيږى مو او كه نه افغانى كلتور دهغه قومونو، مليتونو، او ټولنو چې په مستقيم ډول ئى دافغانستان په خاوره کې ژوند كړى او دهغه ټولنو چې مونږ ترى په غير مستقيم ډول متأثر وؤ او پخپله دافغانى كلتور دارګانيك تركيب او ديالكتيك څخه متشكل او عبارت دى. مونږ په هيڅ صورت سره په افغانى كلتور کې دهخا منشيانو، موريانو، يونانيانو، عربو، مغلو او نورو دمستقيمواو غير مستقيمو مشهودو متقابلو كلتورى تأثراتو څخه انكار نشو كولى.
اكثر كسان ځينى اجتماعى اخلاقى ارزشونه كلتورى ارزشونه ګڼى او هغى ته دمطلقيت او عمده اصل او محور حق قائليږى. دكلتورى معيارونو تميز او قيمت ګذارى هم دهمدغه اصولو او نتيجه ګيرى په اساس كوى او طبعٱ دا ورته ډير بد بريښى چې په اخلاقى لحاظ ځان دچا څخه كم وبولى. دهمدى ځاى څخه دخپل محلى او ملى كلتور دسوچه ساتلو او تفوق تعصب منځته راځى. شك نشته چې اخلاقى معيارونه كلتورى معيارونه او ارزشونه ګڼل كيږى خو په هيڅ صورت سره اساسى او يواځىنى ارزشونه نشى ګڼل كيدلى. كلتورى وروسته پاتى والى عيب دى خو هغه په بى ځايه تعصب سره نه رفع كيږى او نه پټيږى لازم دادى دهغى علتونه ولټول شى او له منځه ولاړ شى.
كلتورى تعصب او كلتورى ځانګړىتوب نه ممكن دى او نه معقول او نه تر اوسه پورى دچادغه تعصب او ځانګړيتوب كوم ځاى نيولى او نه سر ته رسيدلى دى.
په همدى ډول كلتورى خوشباورى او كلتورى بى بند وبارى او په ميخانيكى شكل كلتورى اشتراكيت هم فوق العاده منفى عمل دى ځكه چې دبشرى ټولنو تر منځ ټول تضادونه او بد بختى دكلتورئ تضادونو او تعصبونو په نتيجه کې منځته راځى. يوه ټولنه په بله ټولنه باندى دكلتورى تفوق دلارى تحكم او برلاسى پيدا كوى او هغه استثمار وى نو ځكه په يوه ټولنه کې دهغى دافرادو او اشخاصو كلتورى بى بند وبارى پخپله دهغه ټولنى داستثمار وسيله ګرځى.
داهم يو پيژندل شوى واقعيت دى چې مختلفى ټولنى دخپل تكامل په مسير کې دكلتورى تقرب په لور حركت كوى. خو دغه تقرب هيڅكله ميخانيكى تقرب ته نه ويل كيږى او نه خپل كلتورترك كول او دبل كلتور بى قيد و شرط منل ددى معنى او مفهوم لرى بلكه مختلف كلتورونه دزمانو په اوږدو کې دمتقابلو ضرورتونو او منطقى تماسونو دلورى په ارګانيك شكل سره يو بل تكميلوى او غنى كوى او يو دبل دتقابل، ضديت او دتعصب څخه ئى دتوافق موازى مسير ته راپريباسى.
هغه اشخاص او خصوصٱ ځوانان چې خوشباورانه يا غير شعورى خپل كلتور ترك كوى او پردى كلتورونه بى قيد و شرطه په ميخانيكى ډول سره منى دخپلى ټولنى څخه بيګانه كيږى، دخپلو تاريخى افتخاراتو او بين المللى متقابلو مشروعو سياليو په مقابل کې دمسؤليت احساس دلاسه وركوى، دملى وحدت په محكم ځنځير کې زنګ وهلى كړى تشكيلوى او حتمٱ دپرديو په ګټه دخپلو خلكو داستثمار او بد بختۍ وسيله ګرځى چې مونږ متأسفانه پخپل تاريخ کې ډيرى داسى ناولی نمونى لرواوزموژ ډیری مشران ئ چې نن د خپسۍ غوندی دافغان ملت په ستونی پراته دی ژوندی مثال دی. بشرى ټولنى او دهغى افراد او اشخاص تل دخپل ماضى، حال او استقبال سره په ټينګ ديالكتيكى ارتباط کې ژوند كوى او مجبور دى چې ژوند وكړى او دغه ارتباطات يواځى او يواځى دكلتورى ارزشونو او معيارونو دلارى ساتل كيدلى شى. كه چيرى ممكنه وى چې بشرى ټولنى او دهغى افراد دخپل ماضى سره اړيكى وشلوى او يا دادومره بى ارزشه كار ګڼل كيدلى نو دتاريخى واقعيتونو دكشف په خاطر به بى حسابه مصارف او سرمايه ګذارى نه كيدلى، دهغى پورى مربوط مؤسسات به نه ايجاديدلى او بى شميره علمى كدرونه به نه روزل كيدلى. ماضى په حقيقت کې زمونږ دحال او استقبال تهداب او بنسټ تشكيلوى نو دهغى دكامل شناخت څخه پرته دحال او راتلونكى جوړول كه ناممكن نه اوسى نو غير اساسى او ناپايدار خو به حتمٱ وى.
حال په اوسنيو ديناميكو شرائطو کې مشكله ده چې وجود ولرى. يواځى محققين او مسلكى پوهان چې غواړى مختلف قضايا او پروسى تحقيق او فورمولبندى كړى مجبور دى هغه په نسبى سكون کې فرض او مطالعه كړى.
همداسى كه څوك خپل كلتورى مناسبات دخپل مستقبل پورى تړل نه غواړى، هغى ته دبعدى تحول او تكامل ارزش قايل نه اوسى او غواړى خپل زاړه كلتورى مناسبات وساتى نو هغه كمى او كيفى تحولات چې ئى پخپل ژوند کې په بشرى ټولنو او حتى پخپله ټولنه کې مشاهده كړى څه ډول ارزيابى كوى او دا چې مختلفى ټولنى دراتلونكو نسلونو په خاطر سرمايه ګذارى كوى خير دڅه دپاره؟ يا هغه سرمايه ګذارى چې ۵۰ يا ۱۰۰ كاله پخوا شويده دهغى نتائج مثبت او كه منفى بولى؟
واقعيت دادى همغسى چې بشرى ټولنه په اجتماعى، اقتصادى او تخنيكى لحاظ نشى كولى دخپل ماضى، حال او استقبال سره په عدم ارتباط کې اوسى او خپل اړيكى حتى يو دهغوى سره وشلوى په كلتورى لحاظ هم دا ډول استقلاليت غير ممكن ګڼل كيږى.
مونږ افغانان شپږزره كلن تاريخ لرو چې پرته دحماسى كيسو او افسانو څخه ئى كومى وجودى داسى څه زيرمى ندى راپاتى چې زمونږ دتير شمتن كلتورى ميراث برخه ئى تشكيل كړى وى. مونږ هم نه يواځى چې يوه لوټه په بله كښينښوده بلكه هغه ولاړه لوټه مو هم اوراه كړه او راتلونكى پلان مو هم پوره څرګند دى چې څه كول غواړو. دادى په دوه جملو کې دماضى، حال او استقبال په لحاظ زمونږ دكلتورى شمتنۍ هست وبود. داچى افتخار پرى كو او كه نه قضاوت دى پخپله محترم لوستونكى وكړى. نړيوال په حقه افغانستان يو له دوه درى ډيرو وروسته پاتى هيوادونو څخه ګڼى. راشئ چې مونږ او تاسى هغه يواځىنى ډير وروسته پاتى هيواد وبولو. دابه سمه وى. استقلال چې يواځينى لوى ميراث مونږ ته راپاتى وؤ دكلتورى شعور دټيټ والى په نسبت هيڅكله دهغى په ارزش نه يو پوهيدلى او ددغه لوى نعمت څخه مو لازمه استفاده نده كړى. دډير پخوا څخه مونږ اجتماعى او اقتصادى استقلال ندى لرلى او پرته داجتماعى ـ اقتصادى استقلال څخه سياسى استقلال نه وجود لرى او نه ارزش. پدى صورت کې داستقلال مقدس ايديال يواځى د ځان وژلو او بل وژلو مفهوم افاده كوى چې په هيڅ صورت سره دافتخار وړ نه ګڼل كيږى. اصلى افتخار ځان ساتلو او جهان ساتلو او په نړى کې دنورو قومونو سره سيال ژوند كولو ته ويل كيږى. له بده مرغه تل داسى پيښه شوى چې مونږ خپل دښمن او دوست ندى پيژندلى او تل د »ځانځانى ښامار« غوندى دځان دپاره بلا وؤ. بل راباندى خپلى غوښى خوړلى او مونږ نه يو پوه شوى. مونږ تل دبل په لاس کې مناسبه وسله او دخپلو خلكو دپاره راڅخه هز اراتشه چنګيز ، هلاكو او بله بده بلا جوړه شويده. دهر څه څخه ډيره بده داده چې ددغه ترخو واقعيتونومنلو ته هم حاضر نه يو.
دكلتور دمقولى په باره کې ددى لنډ بحث څخه وروسته ښه به وى داسى سوال مطرح شي» ډير باكلتوره انسان به چاته ويل كيږى؟ ايا دغه لوى با كلتوره به هغه څوك وى چې په اصطلاح دمشرانو په مجلس کې خبره دخولى نه راباسى او كه هغه خبر لوڅ ته به ويل كيږى چې دخپل چاپيريال څخه سالم برداشت او آګاهى ولرى او پخپل منطقى استدلال سره زاړه فكرونه دنوى واقعيتونو منلو ته اماده كړى؟ ايا هغه چاته ويل كيرى چې په فناتيك ډول په پخوانى دود او دستور او زړو كلتورى مناسباتو پورى تړلى او د تمدن دكاروان په مخالفه خوا روان وى او كه هغه چاته به ويل كيږى چې داقتصادى اجتماعى انكشافاتو او دوخت غوښتنى مطابق خپل فكرى ديناميزم تنظيموى او ددغه تحولاتو مطابق تحول او بدلون غواړى؟ آيا دغه با كلتوره به هغه چاته ويل كيږى چې نه غواړى دپلار نيكه تورتمۍ كوټه، زړه بوساړه او دكركيلى زاړه وسائل او دود بدل كړى چې جوارى ئى په غنمينه بدل شى او كه هغه چاته به ويل كيږى چې دغه ټول زاړه مناسبات له بيخه ړنګ او دځان دپاره دنوى شرائطو محيط دزيست او كار جوړ كړى او په هر لحاظ دنړيوالو سره ځان سيال كړى.
زه پدى عقيده يم چې دكلتور مقوله په نوى ليد توګه څيړل پكار دى. كلتور په واقعيت کې د هر څه څخه دمخه دطبيعى او اجتماعى سركشيو په مقابل کې دقاطع ټولنيز ډيركى په ګټه اصلاحانه او بشر دوستانه مبارزى، اجتهاد او قانونمند عمل ته ويل كيږى هر تخريبى او دځان په ګټه مغرضانه عمل ولو كه هر څومره شعورى او آگانه او دهر څومره عالم انسان لخوا هم وى بى كلتوره عمل ګڼل كيږى. زما په نظر دنړۍ ډير لوى بى كلتور انسان لمړى هغه څوك دى چې دبشريت دتباهى دپاره ذروى يا نوره ډلئيزه وژونكى وسله جوړه كړى او ورپسى هغه څوك دى چې دهغى داستعمال او ازمايش هڅه كوى. بين المللى نظامى ارتجاعى كړۍ چې په نړۍ کې پخپله ګټه جنګونه جوړوى او دنوى استعمارى او استثمارى پاليسيو طرحى كوى په حقيقت کې ډير بى كلتوره انسانان دى.
لوى باكلتوره هغه چاته ويل كيږى چې په ټولنه کې دحق او عدالت دتأمين او داجتماعى ــ اقتصادى سالم انكشاف او داستوګنى دچاپيريال دپاك ساتلو په خاتر مبارزه كوى او قربانۍ ته حاضريږى.
لوى باكلتوره هغه قاضى او څارنوال ته ويل كيږى چې دقانون په دفاع کې دريږى او په ټولنه کې دقانونى عدالت دتأمين په خاطر قهرمانانه مبارزى ته ملا تړى.
لوى باكلتوره هغه سياست پوه دى چې په خپله ټولنه کې دسياسى فهم او درك له مخى دسياسى وضعى دسالم انكشاف پيشبينى كوى او ددغه سالم انكشاف په خاطر په ټولنه کې صادق او سالم سياسى ــ اجتماعى قوتونه راهڅوى اودنورو ټولنو سره سيال سياسى ـ اجتماعى اړيكى ټينګوى، نه داچى دخپلو شخصى ګټو په خاطر ځان اوهم خپله ټولنه دپرديو غلامان كړى.
لوى باكلتوره هغه ژورنالست ته ويل كيرى چې په پوره مسلكى پوهه او درك سره حقايق راټولوى او دخپلو خلكو دذهنيتونو دتنوير په خاطر ئى نشر ته سپارى او ددغه لارى څخه ئى هيڅ خطر او تهديد ونه ګرځولى شى نه داچى دشخصى منفعت په بدل کې حقايق تحريف كړى، په دروغو په چا دګناه پيټى وربار كړى او يا دحقيقت څخه ليرى او په دروغو دچا دبرئت لارى چارى لټوى.
لوى باكلتوره هغه ډاكتر، انجينر، تاريخ پوه او هر مسلكى شخص ته ويل كيږى چې دمسلكى تقدس، تقوى او دنورو مسلكونو په لړ کې دخپل مسلك دقانونى موقف څخه په ډير جرئت او شجاعت سره قانونى دفاع وكړى نه دا چې دخپل مسلك مسلكى فاحش شى او دپيسو په مقابل کې هغه دځانګړو افرادو او اشخاصو دپاره دخدمت ګذارى وسيله وګرځوى.
دى کې شك نشته چې پيسى دژوند وسيله ده خو هدف هيڅكله ندى. هر هغه څوك چې پيسى دخپل ژوند هدف ټاكى مجبور دى منل شوى اجتماعى قوانين او ارزشونه دپښو لاندى كړى. دا ډول كسان نه يواځى دمسلكى بلكه دهيڅ ډول ملى خيانت څخه هم ډډه نه كوى نو ځكه دضعيف وجدان او ټيټ كلتور خاوندان ګڼل كيږى.
په يوه ټولنه کې واقعى كلتورى ايديالونه هغه وخت تحقق موندلى شى چې پدغه ټولنه کې پروفيسوناليزم د ټولنيز نظم دعمده اصل په حيث قبول او لكه چې قضاء داجتماعى نظم دپاره يو له اساسى قواوؤ څخه منل شوى او دقانون ددفاع او تعميل په خاطر قضائ محاكم او دقانون دحراست كمىټى او كميسسونونه موجود دى او يا نن ژورناليزم دڅلورم اجتماعى تنظيمى ارګان په حيث پيژندل شوى په همدى ډول په ټولنيز لحاظ مهم حياتى مسلكونه داجتماعى نظم دښه تأمين او دواقعى دموكراسى دپلى كيدو په خاطر دجداګانه او مستقل اجتماعى ارګانونو په حيث په رسميت وپيژندل شى او دهر مسلكى قانونيت او مسلكى تقدس دحفاظت په خاطر مسلكى محاكم، كميتى او كميسونونه په ملى او بين المللى سويه تشكيل شى. پدى صورت کې په بشرى ټولنه کې واقعى نظم او عدالت تاميندلى شى.
پورتنى موضوع البته دمحدود فهم او درك له مخى په نوى ليد توګه دعميق فهم خاوندانو دنظر دتحريك دپاره راولاړه شوه تر څو محترم پوهان ددغه موضوع د هر اړخيزى څيړنى په باره کې خپل عالمانه عميق نظريات دهيوادوالو دآګاهى په خاطر وړاندى كړى.