د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فلسفي بحث

ډاکټر حرکت 18.03.2012 10:41

له ماڅخه یوه دوست د دمو کراسۍ په اړه پوښتنه وکړه ، زه غواړم  په دې هکله خپل نظر د ټولو هیواد والو او نړیوالو سره شریک کړم .

د بشري ټولنیزو مناسباتو په قاموس کې ، ماته د دموکراسۍ د نظري او عملي افادې په نامه کوم مناسب ، معیار، محک، افق ، شاخص او منطقي مسمی َ بهِ  افاده نه ده په سترګو شوې ،نه پخپله  کله  په کومه ټولنه کې ددغه ډول ټولنیزو مناسِباتو شاهد یم ، نه په تېر تاریخ کې څوک دغه ډول نمونه په ګوته کولې شي او نه په راتلونکي کې زما پرې باور راتلای شي .  زما په عقیده ، دموکراسي  دتاریخ په اوږدو کې تل د هرې حاکمې طبقې یو ډول دیکتاتوري وه ، ده او په راتلونکي کې به هم د هغې دموکراتیک اصل ، لکه نن چې په سترګو کیږي ، د زماني مجانب سره په لا یتناهي  صفر ته تقرب وکړي .
کوم  څه ، چې پورته  ما په خپل ذهني  آند او تراوش سره  ، وکولې شو ل په خپله منطقي  ارزنه سره افاده کړم ،دا دبشري مناسباتو تېر ، اوسنې او راتلونې واقعیت  او حقيت دې ، کوم یو ،چې  په اوسنې مسیر ا و جهت سره جریان لري او زما په زیات احتمال  سره ، زمونږ نړیوال  زماني فاکتور او بعد به نړیوالو ته  « صراط المستقیم » ته د اووختلو فرصت  ورنه کړي  .
له  نېکه مرغه ، د واقعي دموکراسۍ  علمي منطقي افاده ،  زما په عقیده ، په الاهې  کلام کې  د الهي حکم په حېث ، ډېره واضح او په لنډ ډول ، په دوه کلمو « عدل  او انصاف » سره افاده شوې او په مراعات سره به یي ، دموکراتیک اصول د زماني مجانب سره  لایتناهي کې، لایمناهي  ته تقرب وکړي  او واقعي ایدیال الاهي سراسري عدل او انصاف به په ټول جهان کې برقراره شي . خو له بده مرغه ، کله چې مونږ  بشري ذهني نیمګړتیاوؤ ،نفس ،شېطان ، حرص  او نورو دېته ورته  انساني او عام خلقتي خواهشاتو ته ګورو ، دالاهي عدل او انصاف مینه او هوس به  په زیات احتمال یواځې د متقي ، مؤمنو مسلمانو انسانانو په زړونو کې محدود پاتې شي او د هغوۍ لپاره  به د ځانګړي عطوفت په رحماني ورشواو دنیاګۍ بدله شي  . کاشکې انساني ټولنه هم  ددغه ډول مناسباتو په تقلید ذات البېني مناسبات عیار کړ ي ، پرته له ګټې به یي هېڅکله  زیان په نصیب نه شي ! ! !