د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښوونيزبنسټونه : څلورمه برخه

شمس خوستى 26.08.2007 04:00

دلوست ټولګى تركومه بريده چې كيدوني وي بايدارام ،دلوست دښوونې اوزده كړې لپاره وړشرايط ولري.
كه چېرې دزده كوونكيوچوكى په منظم اوپداسې ډول لكه په لاندې شكلونوكې چې ښودل شوي كېښودل شي نوتروړ بريده كيدوني ده چې دټولګي فضا ارامه اودزده كړې لپاره برابراه كړي .
ښوونكى دې له خپلواړتياووسره سم دچوكيوداېښودنې ځاى ته تغيروركړي اودلوست څرنګوالى اواغېزدې وارزوي .
دځينوښوونځيوپه ټولګيوكې اوږدې چوكۍ اېښودل شوي وي چې هرمهال يې تغيرول ستونزمن اودوخت دخرڅولولامل كيږي ،پداسې حالاتوكې ښوونكى كولاى شي كله ناكله زده كوونكي له ټولګي څخه بهرازادې هواته وباسي اودلوست ځاى ته تغيروركړي ،خولدې ستراتيژۍ څخه په ګټه اخيستنه بايدښوونكى دېته ځيروي چې دزده كوونكيوپام نوروشيانوته ونه ګرځي اودلوست په څرنګوالي منفي اغېزونه وكړي . . .
په هرصورت بايددټولګي فذيكي څرنګوالى داسې ترتيب شي چې چارتونه ،فلش كارتونه،نقشې،عكسونه ،موډولونه اونور ښوونيز توكي په ښه ډول پكې وكارول شي اودكارونې پرمهال يې ټول زده كوونكي وليدلاى شي .

ځوانانوته دمسؤليتونوښوونه
څرنګه چې مسؤليت پخپله يوه درنه كليمه ده نوپه اړه يې ښوونې ته هم اړتياده ليدل كيږي .
ښوونكى بايددلوست اواړوندولاروچارودترسره كولوترڅنګ دښې روزنې په پام كې نيولوسره ځوانانوته ددوى دمسؤليتونوپه ښوونې سره خپل مسؤليت ترسره كړي،څرنګه چې مسؤليت پېژندنه په ټولنه كې دټولوكارونودښه ترسره كولوپه موخه اړينه ده نوموږيې هم په اړه يوڅه وړاندې كووترڅوښوونكي په ښوونيزبهيركې ترې ګټه واخلي .
ښوونكى بايدمهال پرمهال ځوانانوته له اړتياسره سم ددوى مسؤليتونه ورپه ګوته كړي اوپدې يې وپوهوي چې دوى هم مسؤليت لري اوبايدترسره يې كړي .
دځوانانومسؤليتونه ډېردي خوځينې غټ اوهغه مسؤليتونه چې ټوليزې موخې پكې رانغښتي دي دادي .
۱ : دستراتيژيكي ژوندپه ماناپوهېدل اوهغه په بشپړډول پلي كول .
۲ : داسلام ژوره روغه پوهه
۳ : دارزښت په تناسب دستونزواوچلنجونوپروړاندې درېدل .
۴ : دكارپه ډګركې شته ځانګړتياووته پاملرنه كول .
۵ : دقيق نظم رامنځته كول
۶ : درېشتينوالي ،اققيتنونواوهيلوترمنځ توازن پيداكول .
۷ : غوره رهبري ترسره كول اوپرځان عملي كول
۸ : داسې ځواكمنتيالرنه چې دښمن ووېروي .
۹ : دمخكينيونامتوپوهانواومبارزينودځاى نيولولپاره دوګړيوروزل
اودتشې ډكول .
۱۰ : هغه باورچې نااميدي له منځه وړي خپلول .
داهغه ټكي دي چې له ځوانانوسره ددوى دمسؤليت په پېژندنه كې ستره مرسته كولاى شي اوهمدارازځينې نورټكي چې امام حسن البنا(رح) دځوانانولپاره وړاندې كړي په لاندې ډول دي .
۱ : خداى پالنه
۲ : انساني نفس له ټيټوافكارواوخويونوژغورل
۳ : دخيامت په ورځ دحساب ـــ كتاب عقېده دمسلمانانوپه زړونوكې
تينګول .
۴ : دخلكوترمنځ دورورولۍ اعلان اوپدې كې هڅه كول .
۵ : په ښځواونرينه ؤ باندې يوډول اهتمام كول .
۶ : دامت پريووالي زوراچول اودهرډول ځانځانۍ له منځه وړل .
۷ : داصلي جرايموپروړاندې په مبارزه كې جديت ښودل .
۸ : دژوندانۀ ،ځانګړى ملكيت،كار – روزګار،روغتيااودعلم په څېر دبنستيزو رښتواوحقوقودساتنې اوهروګړي لپاره دامن دټينګولو او دهغې دكسب اوګټې دټاكنوپه ذرېعه دټولنيزنظام ټينګښت اوپايښت.
۹ : دامت په ذهن كې په سمواوروالارودجهاددفرضيت سيخ كول اودجهادله نوم څخه دناوړه ګټوپورته كولودګناه اوغيرانسان ني كړنوڅخه په ښه ډول خبرول .
۱۰ : دولت اوحكومت دفكرنماينده اوساتونكى ګڼل اوهغه په ټولنه كې دفكري موخوترلاسه كوونكى اونورې ڼړۍ ته دفكر رسولومسؤل ګڼل .
پهمدې ډول ښوونكى كولى شي زده كوونكيوته دخپلې تجربې له مخې دمسؤليت پېژندنې په اړه بېلابېلې بېلګې راوړي ،دمهال په غوښتنويې وپوهوي ،دهېوادنۍ مينې احساس يې پياوړى كړي، دځان،كورونۍ،ګاونډي ،كلي ،ټولنې اوبشريت له رښتو اوحقوقو يې خبراودپلي كولولارې يې وروښايي . . .
زده كوونكيوته دكلكې ارادې ښوونه
پوهيږوچې ژوند دلوړوژورو ،ارمانونو،فكرونوواندېښنو،ماتوګوډو
او. . . نوم دى .
ډېره كي وګړي دهرې لويې او وړې ستونزې پروړاندې زغم له لاسه وركوي ،زرنهيلي كيږي ،اندېښنې ورسره پيداكيږي . . .
نواړينه ښكاري چې پدې اړه په ښوونځيوكې هم زده كوونكيوته د ډاډ وړيوڅه وروښوول شي ،ترڅوله يوې خوادوى له ارادواوپرېكړوسره روږدي شي اوله بل پلوه دستونزوپروړاندې دكلكوالي اومقاومت وړتياولري .
تاسو (ښوونكي ) كولاى شى پدې اړه زده كوونكيوته دخپلوتجربوله مخې ځينې دګټې وړخاطرې ووايۍ ،بېلګې ورته راوړى اوهغه مثبت ټكي ورته په ګوته كړى چې دوى ته دكلكې ارادې اوتصميم نيولو ځواك وركوي .
همدارازداندېښنو،اونهيليودله منځه وړلولپاره دې ورته داسې لارښوونه وشي چې ددوى په زړه ولګيږي دبېلګې په ډول ، مصروفيت يوله هغوكارونوڅخه دى چې سړى له اندېښنو،چټي فكرونواودنفسي كړنوله ترسره كولو ژغوري .
تينسون وايي چې (( زه بايد ځان په كاركې هېركړم ،كه نود نهيليو اونااميديوترپيتي لاندې به مې ملاماته شي )) ماناداچې دنهيليوله امله مې ژوندخراب ، مخ به مې ګونځې شي اوزربه زوړشم .
همدارازدهارواردپوهنتون استاد(هارواردكاربوك) وايي چې ، په كاركې بوختيا د اروايي ناروغانو( چې له ترديد،دوه زړه توب او وېرې منشاء اخلي) معالجه كوي .
په همدې ډول هغه زړورتوب چې زموږكاريې موږته راكوي ،پرځان دهغه باورپه شان دى چې پېژندل شوى ليكوال امرسن په تلپاتې وياړكې موږته راكړى دى .
ښوونكى بايددغه ډول بېلګې زده كوونكيوته راوړي اوپدې ډول زده كوونكي دټينګې ارادې لرونكي وروزي .
ښوونكى دې په زده كوونكيوكې دكلكوارادودروزلوپه موخه دوى ته داسې لارې چارې وښايي چې زړه يې واخلي او روان پرې خوښ شي .
ددې لپاره چې په زده كوونكيوكې موټينګې ارادې روزلي وي ، اودوى ته مودنهيلواواندېښنوپروړاندې دكلك اومقاومت ځواك وركړى وي ،نواړينه بولم لاندې ټكي په نظركې ونيسو .
• دتېروناوړه پېښورايادونه بې لدې چې ژوندموتريخ كړي بله ګټه نلري .
• دمهالوېش له مخې ځان مصروف كړى اوترخپله وسه له ۲۴ ساعتونوګټه واخلى
• دستړياپرمهال استراحت اوتفريح وكړى
• اندېښنې سړى زر زړوي اودڅېرې رنګ يې خرابوي
• ځان په حقيقت سم پوهوى ترڅوله اندېښنوخلاصون ومومۍ
• په هره پېښه كې په سړه سينه فكركوى
• داحساساتومخه ونيسئ
• ستونزه په سم ډول وپېژنۍ ،د اواري لپاره يې تصميم ونيسۍ اوهغه زرعملي كوى .
• دهغه څه نه چې دازل په ورځ يې بايدراكړي وي ،زياتوالى اوكموالى ناشونى دى اوزموږاندېښنې بېځايه دي .
• اندېښنوته ارزښت مه وركوى
• دژوندښۀ اوبددفكرونوپه څرنګوالي كې دي
• زموږخوښي اونيكمرغي زموږپه فكرونوپورې تړلې ده ،نوبايد بېځايه فكرونه ونكړو
• دهغه څه دتمه او اندېښنه مه كوى چې ترلاسه كول يې ناشوني وي .
• هرڅه دخپل وس اوتوان سره سم وغواړئ
• خپله روغتياپه ګټوروتمرينونواوبوختيا وساتئ
• دعبادت په وخت كې عبادت اودوعاوكړى چې ارام اوخوښ شى .
• ديوكارپه ترسره كولوكې بېفكري اوبيړه مه كوى
• كله چې تقديرتاسوته تروش ليمودركړي ،هڅه وكړى چې خوږ شربت ترې جوړكړى .
• حق پېژندنه يوانساني خوى دى ،كه غواړي ماشومان موحق پېژندونكي وي همداسې يې وروزۍ .
• له نوروسره ښه كول له ځان سره ښه كول دي .
داټول هغه څه دي چې يوڅوك له بېځايه اندېښنواوفكرونوڅخه ژغوري،دكلكې ارادې لرونكى يې روزي اودځان په خوښ ساتنه اوښېرازۍ كې ورسره مرسته كوي .
تردې ځايه زده كوونكيوته دروزنې ،لوست ته ددوى دچمتووالي ،مسؤليت ،درښتوساتنه ،بشري حقوقو،اخلاقو،ارادې اونورو هغو اړينوانساني كړنوپه اړه وګړيدوچې ديوانسان په تېره مسلمان لپاره يې زده كړه،ښوونه اوترسره كول اړين دي .
اوس به ترخپله وسه دښوونيزبهيرپرڅرنګوالي وغږيږواوپه نوموړي بهيركې به هغه اړين څه وړاندې كړوچې دلوست په ښوونه كې راسره لاسنيواى كولاى شي اوموږيې له مخې پدې وتوانيږوچې تروړبريده ښه ښوونه روزنه ترسره كړو .
نودښوونيزوبنسټونوپه لړكې لومړى پرښوونيزكړنلارو(مېتودونو) غږيږو .