د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښوونيزبنسټونه ( دويمه برخه )

شمس خوستى 16.08.2007 04:00
ځوانانوته دبشري حقونوښوونه
.كله چې دبشري حقوقوپه اړه څه وېل كيږي نوهغه دې داخلاقودپوهې مترادف نه پېژندل كيږي ،ځكه چې اخلاقي بنسټونه دبشري حقونوله پراختياسره توپيرلري اوپه پرتليزډول يې بريدكچه لنډه ده ،دبېلګې په ډول ،داخلاقوپه برخه كې ماشومانواوځوانانو ته چې عمريې(۶ -  ۱۸ )  كالوپورې وي دپلار ، مور،ښوونكي ،مشرانو(چې پدې كې دخبرو كولو، ناستې ولاړې ،خوځښت . . .  دڅرنګوالي ښوونه نغښتې ده ) اونورودرناوى ښووول كيږي ،خوبشري حقونه دانسانانوترمنځ درېښتينيواړيكيوڅرنګوالى راښايي،ياني دبشري حقونوپوهه له اخلاقو نه ګړيږي ،بلكې دانسان له ذهن څخه دهغه ړندو باورونو چې له مخې يې شخړې ،ازارونه ،تيري . . . رامنځته كيږي  اوانسانان سره وېشي له منځه  وړل اوايسته كول دي .دقانون له نظره هم كړنې داخلاقي څرنګوالي له مخې نه بلكې دبشري حقونودڅرنګوالي له مخې مالومې سزاوې لري چې په قوانينوكې ځانګړى ځاى اوفصلونه لري .نولدې امله بايدپه ښوونځيوكې دبشري حقونوپه اړه زده كوونكيوته دمهال له اړتيااوددوى له وړتياسره سمه ښوونه وشي اودبشري حقونو دنړيوالې اعلاميې معيارونه دې په پام كې ونيول شي .موږ پدې اړه نورنه ګړيږوځكه چې پدې اړه پرېمانه كتابونه ،څيړنيزې اوتخليقي مقالې ليكل شوي اوځانګړې خپرونې ،مجلې او اونيزې لري ،ښوونكى كولى شي له هغوڅخه ګټه پورته كړي ،مطالعه يې كړي اوله مخې يې دنچوړكړيو اوذهن ته له سپارليو توكيوڅخه دخپلې ښوونې پرمهال ګټه پورته كړي . اخلاق اودسپلينښوونه اوروزنه په ترتيب سره دپوهې او روزنې (دسپلين ) دښوولوپه ماناده .يادشوى نوم دپوهانواوفلاسفه ؤلخواغوره شوى چې دانسانيت جوړونې اړين ارونه پكې نغښتي دي .مخكې دښوونيزڅرنګوالي دبېلابېلوبرخوپه اړه يوڅه وغږېدو، غواړوددسپلين دښوونې په اړه هم ترخپله وسه تريوۀ بريده رڼاواچوو.دسپلين هم دلوستونوله ښوونې سره سم دښوونځي له سره پيليږي او د پوهې له پرمختګ سره يوځاى وده كوي ،نولكه څومره چې يو ښوونكى دلوست دښوونې لپاره ځان ستړى كوي ،مطالعه كوي ،پلان جوړوي اوپدې فكركې وي چې څنګه به يې زده كوونكي دلوست په ښوونه ښه پوهـ  شي ،همدومره بايددزده كوونكيودسپلين اواخلاقوته هم پاملرنه وكړي .كله چې ښوونكى ديوزده كوونكي داسې كړۀ وويني چې دمنلووړنه وي ،نوهڅه دې وكړي چې دهغه خبرې،دكارپيل،دكارپاى ،كړه وړۀ ،خوځښت اونوركنترول كړي ،پدې اړه بايددسيمې له يوشمېر ښوونكيوڅخه لاسنيواى ( همكاري ) وغواړي ،ځكه چې اخلاقي دستورالعملونه له يوې سيمې څخه بلې ته اوله يوۀ ښوونځي څخه بل ته توپيركوي ،ياپه بله ژبه فرعي كلتورونه ( په يوۀ كلتوركې دننه) له يوې سيمې څخه بلې ته توپيركوي ،ښوونكى دې پدې اړه له ډېرې ځيركۍ څخه كارواخلي ،ياني قواعديې بايد منصفانه ،څرګند او دكلتورله نظره دمنلووړوي .ښوونكى كولاى شي د داډول قواعدوپه زيږنده كې زده كوونكي ترولكې لاندې راولي خودډېروقواعدوله رامنځته كولودې ډډه وكړي ځكه چې ښايي ډېرقواعدله يوې خوادزده كوونكيولپاره ستونزې رامنځته كړي اوله بل پلوه دوخت دبېځايه خرڅ لامل شي . . .ددسپلين لوى ټكي دزده كوونكيوخوځښت ،خبرو كولو،دټولګي تنظيم او اوړوندو كړنورعايت دى چې په ښوونيزسيستم كې ځاى وركړشوى اوبايد د مثبتوبدلونونولپاره يې  رواني  ،  ټولنيز  او  ځاني اړخونه په پام كې  ونيول شي .ددې لپاره چې پريادشويواړخونومويوڅه رڼااچولي وي نوپه په هره يوۀ يې په ځانګړي ډول تريوۀ بريده غږيږو . الف : رواني اړخ :  ماشومان لدې امله چې بدن يې دغټوالي په حالت كې وي ،دلويانوپه پرتله خوځښت ته ډېره اړتيالري ،په يوځاى كې داوږدۀ مهال لپاره تنګيږي ،لدې امله غواړي چې پخپله خوښه وخوځي او پخپلوكړنوكې ازاد اوخپلواك وي ، كه چېرې زور ورباندې راوړل شي نودزړۀ تنګۍ له امله ورباندې خپګان راځي ،په پاى كې ژاړي اوهغه خنډونه له منځه وړي چې ددۀ دازادۍ په لاره كې شته وي اودډېر فشارله امله يې له زده كړو زړه توريږي ،په كوركې له ښوونكي سرټكوي (شكايت كوي) ،ښوونځي ته ورتګ خوندنه وركوي ،په كوركې ژاړي اوښوونځي ته نه ځي ،پلار،موراومشرانوته درواغ وايي ،پلمې كوي ،ځان په ناروغۍ اچوي ،له زده كړې سره يې مينه كميږي ،هروخت چې ښوونځي ته راوانيږي دزړۀ خپكان اويوډول ستونزه ورسره مل وي اوبېلابېلې اندېښنې اوفكرونه كوي  . . .په ښوونځي كې هم ښوونكى خوندنه وركوي اوكله چې ښوونكى له ټولګي ووځي نونڅاپي خوښي احساسوي اودايونڅاپي خوښي ددې لامل كيږي چې په ټولګي كې شوخي وكړي اودټولګي نظم ګډوډكړي اوله نوروماشومانوسره لاس اچوي ،كله چې بياښوونكى راشي نو زده كوونكي ورته سرټكوي چې فلانى مووهي اوياراته بدې خبرې كوي او داسې نور، نوكوم ښوونكي چې بې حوصلې وي هغه دزده كوونكي په سپكاوي اووهلولاس پورې كوي ، چې داكار نه يوازې دزده كوونكيو په روزنه كې ګټور ندى بلكې له زده كوونكيوسره وېره ،زړۀ تنګي ،عقده،احساسات ،ناوړه روحيه اونورمنفي خويونوملګري كوي . . . ب :ټولنيزلاملونه :ټولنيزاړخ دكورنۍ اوچاپېريال له څرنګوالي راپنځيږي ،ماشومان ترهرڅه دمخه دكورنۍ له غړيوزده كړه كوي،دهغوى خويونه زده كوي  اودكورني چاپېريال څرنګوالى ورباندې اغېزكوي ،نوپه كوموكورنيو كې چې دماشومانودازادۍ چوكاټ دافراط اوتفريط ترپولوياډېرلوى اوياډېرتنګ وي ،په هماغه اندازه دماشومانوپه خوى ،ذهني څرنګوالي ،ځېركتيااوكړنواغېزكوي ،دغه ډول ماشومان دښوونځي له فضا،دسپلين اواړوندوځانګړتياووسره جوړنه راځي ، دټولګيوالو اوښوونكيودسردرد ګرځي ،ځكه چې په ښوونځي كې په يوۀ ډول چاپېريال كې اوپه كوركې په بل ډول چاپېريال كې اوسيږي چې دواړه يوله بل سره ډېرتوپيرلري ،نوزده كوونكى په داسې حالاتوكې ترفشارلاندې راځي ،نشي كولاى چې له دواړو(دكورني اودښوونځي ) له چاپېريال سره په يوۀ وخت كې جوړراشي (توافق وكړي ) .په كومه كورنۍ كې چې دماشوم پاملرنې ته په پام سره افراط شوى وي ،دماشوم هره غوښتنه منل شوي وي اوهرنازيې په سروړل شوى وي نوداسې ماشومانوته ښوونځى يونامنلى ځاى ښكاري ،ځكه چې په ښوونځي كې يې هره غوښتنه نشي پوره كېداى،دزده كړې ساعتونه به په ټولګي تېروي چې دداډول ازادو زده كوونكيولپاره ستونزمن تماميږي اودخپل عادت له مخې نشي كولاى دښوونځي له چوكاټ سره جوړ راشي .همدارازكه په ښوونځي كې ددسپلين څرنګوالي ته پوره پاملرنه ونشي ،ښوونكي دښوونځي  اوزده كړې ارونوپه نظركې نه نيولوسره ماشومان سپكوي (توهينوي ) ،پرماشومانو زرو راوړي ،وهي ټكوي يې،دلوست ښوونه يې رنګه رنګي اونرموالى نلري،ستړيا راوستونكي ښوونه كوي اودېته ورته كړنې نه يوازې دماشومانوپر دسپلين ناوړه اغېزكوي بلكې له زده كړې څخه يې هم زړه توروي اود سلو نورونادودو درامنځته كولولامل ګرځي . ج : فزيكي لاملونه :ځينې زده كوونكي دخپلې ذهي كمزورتياله امله زرغوسه كيږي په ټولګي كې اوله ټولګي بهرله خپلوهمځولوسره شخړې كوي او لارښوونه ورباندې اغېزنكوي ،دداسې ماشومانودكړنوپروړاندې بې تجربې ښوونكي زرغوسه كيږي ،سپكوي ،وهي اوټكوي يې ،دغه ډول سلوك ددې لامل كيږي چې ځينې زده كوونكي دخپل عيب پټولولپاره دښوونكي له وېرې دروغ ووايي،دغه ډول زده كوونكي غواړي په بېلابېلوپلمو خپل كمى پوره كړي،ځان سپين اوپه نورو لوړوښايي چې ځينې وخت يې بې تجربې ښوونكي په پلموغوليږي او دانشي مالومولاى چې ريښتياڅه دي ؟بې تجربې اونوي ښوونكي دزده كوونكيوروان نه پېژنې اويايې دېته پام نه وي چې زده كوونكي دروان له پلوه وپېژني ،نودهغوزده كوونكيوپه پلمواودروغوتېروځي چې په پرتليزډول ډېرې خبرې كوي ،په دروغووېيلوكې مهارت لري اوپه زړورتياسره كولاى شي خپلې نيمګړتياوې پټې كړي اوځان پاك وښيي ،پداسې حالاتوكې په ښوونځي كې ددسپلين دمراعاتونې چارواواخلاقي معيارونوته لوى تاوان رسيږي ځكه چې ډېره كي نورزده كوونكي چې د دروغ ويونكيو زده كوونكيوپه دروغ وېيلوپوهيږي ياپرې خبر،وي  په ناګاره ( غيرشعوري ) ډول د دروغ وېيلولاره خپلوي اوځان دنورو هغوغوندې سپين ښيي .ددې  لپاره چې يادې شوې نيمګړتياوې موتروړ بريده پوره كړي وي  ،پكارده چې په ټوليزډول دښوونځي اداره اوبياپه ځانګړي ډول ښوونكى دزده كوونكيودسپلين ته پاملرنه وكړي اودهېواد دپوهنيزې پاليسۍ موخوته په ښه ډول ريښتينوالى (تحقق) وركړي ترڅوښه اومسؤليت پېژندونكي ځوانان ټولنې ته وړاندې كړي  .دزده كوونكيودروزنې په برخه كې ځينې نورې لارې چارې هم شته چې بايد ښوونكى ورته پاملرنه وكړي اوله مخې يې دزده كوونكيود دسپلين څرنګوالى ښه كړي ،دغه لارې چارې ځينې  اړين پرانسيپونه دي لكه د خبروكولو، تشويقي ،اوجګ لاسي (اجباري) .داهغه پرانسيپونه دي چې په سمه توګه كارونه يې پراخلاقواودسپلين نېغ اغېزكولى شي ،نوبېځايه به نه وي چې لنډپرې وغږيږو .