د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمعیت لوبې کوي، ګټونکی به څوک شي

عبدالرحیم موسی زی 05.01.2017 12:17

کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د آقینې اورګاډي پټلۍ له پرانېستلو وروسته د افغانستان شمالي ولایت بلخ ته ولاړ او هلته يې د نوموړي ولایت سرپرست والي عطامحمد نور سره وکتل.

هغه مهال رسنیو هم بلخ ته د ولسمشر غني سفر په درز سره په بېسارې توګه پوښښ ورکړ او داسې ویل کیده چې ولسمشر بلخ ته د نوموړي ولایت سرکش سرپرست والي د بدلون له پاره تللی.

د خلکو ګنګوسې بېځایه نه وې، عطا محمد نور د ولسمشر تود هر کلی وکړ او ولسمشر هلته بیلابیلو قشرونو، ځوانانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو سره لیده کاته وکړل.

له هغه څو ورځې وروسته سرپرست والي څو درجې تغییر وکړ او له کلنو وروسته د هغه په دریځ کې بدلون راغئ او وویل چې د افغانستان د جګړې تر شا د نړۍ ستر ځواکونه ښکیل دي او دا یوه تپل شوې جګړه ده، هغه خبره چې پخواني ولسمشر له یوې لسیزې ډېر نارې سورې ووهلې او ویل به یې چې د هېواد روانه جګړه د بردیو او یوه تپل شوې جګړه ده.

په همدې حال کې څه موده وړاندې د بلخ سرپرست والي په خپله یوه وینا کې وویلي وه که ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلو ژمنو عمل وکړي نو زه به د بلخ ولایت پرېږدم.

ویل کیږي چې نوموړی له دوه اونیو را په دیخوا په کابل کې میشت دی او د جمعیت اسلامي د کنګرې په جوړیدو بوخت دی خو په دې ګوند کې د رامنځته شوي درز له امله هغه ندی توانیدلی چې د دې ګوند د رهبرۍ او کلیدي غړي په یوه میز را ټول کړي.

داسې آوازې هم اوریدل کیږي چې جمعیت په څو ډلو ویشل شوی دی، د احمد ضیا مسعود او رباني خیلو ډله، عطا محمد نور، د عبدالله عبدالله، د بسم الله محمدي، قانوني، تورن اسماعیل خان او امرالله صالح ډله دوی هریو هڅه کوي چې د جمعیت مشري خپله کړي، د مسعود وروڼه وایي چې د جمعیت اصلي مشر زمونږ ورور وه او د خپل توکم پالنې په لاره کې یې مبارزه کوله، هاخوا د رباني صلب صلاحیت شوی او د کمې تجربې خاوند زوی بیا وايي چې زما پلار د جمعیت اصلي بنسټ ایښودونکو څخه وه نو زه باید مشر شم.

عطا محمد نور چې له ۲۰۰۴ ز.کال څخه را په دیخوا د بلخ ولایت والي دی او په شمال کې د ځمکو په غصب، په لس هاوو سوداګریزو مارکیټونو او ښارګوټو په جوړیدواو په حیرتان بندر کې د خپلو کسانو په ګمارلو تورن دی آن تر دې چې هغه یو مهال د آلمانۍ شپیګل مجلې د راپور له مخې د ناټو تر څار لاندې وه.

نوموړي په بلخ ولایت کې له ۱۲ کلونو کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه ده لرې، هغه څو آس لرونکې څلور لارې او لوړ پوړې ودانۍ هم د سوداګرو پر مټ او د یاد والي تبلیغاتي ډلې له خوا جوړې شوي دي.

جمعیتان د خپل نوموتي قومندان مسعود له مړینې څخه وروسته د امتیاز او مقام په لټه کې دي، کله په بُن، بیا په جرمني او ځینې وخت دلته یا هلته سره راټولیږي او نړیوالو ته غر غوښه او سین شوروا کړي چې خپلو موخو ته ورسیږي.

په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې عطامحمد نور د لسمشرمحمد اشرف غني له سرسختو مخالفینو او اجرایه رییس عبدالله عبدالله له خواخوږو او ملاتړو څخه شمېرل کیده او خپل انتخاباتي سیال ته بې د نارنجي غورځنګونو ګواښونه کول خو هغه ورته په خندا ځواب ورکوه.

عطا محمد نور په جمعیت کې د عبدالله عبدالله په پرتله یو بانفوذه څېره ده او ډېر ملاتړي لري، هغه ډېرې پیسې لري په تعصب کې هم له عبدالله یو ګام وړاندې دی.

دا چې د بلخ دولس کلن والي څنګه او د څه له پاره ولسمشر سره یوې هوکړې ته رسېدلی او د خپلې میراثي څوکۍ څخه لاس په سر کیږي په دې کې د دوی بیلابیلې موخې نغښتې دي:

۱. جمعیت د حزب اسلامي د مشر له راتګه ویره لري او په دې سره غواړي چې خپله ویره او ماته پټه کړي.

۲. دوی هڅه کوي چې خپل رول په دولت کې لا ډېر او پیاوړی کړي.

۳. د بلخ والي ممنوالخروج وه او د هغه د څو شرکتونو بانکي حسابونه د مالیې وزارت له لوري تړل شوي ول، جوازونه یې بند ول او نوي مالي حسابونه ور پسې راوتي دي.

۴. عطامحمد نور، نور نه غواړي چې جمعیت دې د یوې ولسوالۍ په انحصار کې وي هغو غواړي چې له انحصاره یې وباسي او بلخ ته یې ولېږدوي.

دې ته ورته داسې نور مسایل هم شته چې نن سبا د جمعیت ګوند او د هغه ګوده ماته رهبري یې له کاواکۍ سره مخ کړې ده خو ځینو نور بیا په دې باور دي چې دننه په جمعیت کې وروستي اختلافات د دوی شخصي ګټو، امتیاز اخیستلو او نیرنګ بازۍ له پاره دي نه د ملي ګټو او ارزښتونو له پاره، دوی د طالبانو واکمنۍ له پرځېدو را په دېخوا په حکومت کې دي او هره ورځ د لا ډیرو امتیازاتو په لټه کې دي.

له بلې خوا، کابل نیوز ته رسیدلي معلومات داسې څرګندوي چې د بلخ سرپرست والي پنځه د ګازو، تیلو، ترانسپورټي او ودانیزو شرکتونو له څو کلنو خپله مالیه دولت ته نده ورکړې، د جوازونو موده یې پای ته رسېدلې او بانکي حسابونه یې تړل شوي دي چې هر یوه شرکت ته یې تر پنځو او لسو میلیونو ډالرو پورې زیان اوښتی دی.