د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بدخشان د ارګو او د هلمند د سنګین غمیزو پرتله

عبدالرحیم موسی زی 03.07.2014 12:29

څو میاشتې دمخه د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د طبعي پیښې له امله په سل ګونه کورنۍ زیان منې شوې او په دغه زیان کې د افغانستان میړانه ولس د هېواد له ګوډ ګوډ څخه دغو زیان منو او بیوزلو کورنیو سره پرته له کوم توپیره خپله هر راز مرسته وکړه اود هغوی په غم کې خپل ځانونه شریک وبولل، خلکو د بیلابیلو ولایتونو څخه د خپل د اولاد مړۍ نیمه کړه او نیمه یې زیان ځپلو ته ورسوله، ښځو خپله ګاڼه خرڅه کړه او د هغې پیسې یې دغو کورنیو ته ورسولې.
که څه هم دغه یو الهي امر وه، طبیعي پیښه وه خو مګر نن چې زمونږ پر هلمند او زمونږ د هلمندیانو کورنۍ بی سرنوشته دي او د یوې تپل شوې جګړې له امله زمونږ مظلومه هېوادوال او ملي اتلان او زړه ور سرتیري شهیدانیږي، هلته هلمندیان په ځانګړې توګه د سنګین اوسېدونکي لاس په زنه د یوه پناه ځای په تمه دي، د یوې مړۍ ډوډۍ په تمه دي خو په خواشینۍ سره چې هغه ملي یوالی چې د ارګو خلکو سره په مرسته کې لید کیده هغه اوس نشته، مالي مرسته خو پریږده آن چې معنوي او د هغوی په غم او ویر کې ځان شریکول هم نشته، دا ولې؟
د افغانستان ټولو پښتنو د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکو ورونو سره تر آخري بریده خپله مرسته وکړه، غمرازي یې وکړه زما ګیله دا ده چې ولې نن ورځې زمونږ نور ورونه دغو پښتنو کورنیو سره خپله غمرازي نه شریکوي او ولې لکه څرنګه چې د ارګو او نورو زیانمن شوو سره لر او بر خپل درد شریک وباله او نن ورځ د هلمند درد باید یواځې هلمندیان زغمي آیا د سنګین درد او ویر زمونږ د ټولو ویر او غم ندی؟ هغه بې ګناه ماشومان، ځوانان، ښځې او سپین ژیري چې د ظالمو یرغلګرو لخوا په بې رحمانه توګه شهیدانیږي ولې باید د هغوی د وینو د دفاع په خاطر راجګ نشو؟
زه په هغو کسانو غږ کوم چې تل د جهاد او د افغانستان دخپلواکۍ ټټر ډبوي چې چیرته یاستئ اې وسیله یي مجاهیدنو چې تل مو له دغې سپیڅلي کلمې څخه د خپلو سیاسي ګټو ته د رسېدو او خوندي کولو لپاره ګټه اخیستې ده، چیرته یاستئ چې نن مو د بې ګناه هېوادوالو وینه په بې رحمانه او ظالمانه توګه د بهرنیو کړیو او ګوډاګیانو له لوري تویږي او تاسو خپلو شرمېدلو خولو ته ستر سنګي کولپونه اچولي دي، چیرته ده ستاسو مېړانه؟ چیرته ده ستاسو رهبري؟ او چیرته ستاسو انساني درد او غمر شریکي؟
تاسو نن د ولس په درد کې خپل ځان ځکه شریک نه بولۍ چې دلته تاسو ته پیسې اویا هم کوم سیاسي موقف په پام کې ندی نیول شوی، بیا به مو څه وخت د کمپاین مهال شي چې ورشئ او دغو غم لیدلو او رنځ لیدلو خلکو ته درواغجنې او تشې ژمنې ورکړئ.
نن زما هلمندی ورور په سره اور کې شپې او ورځې تیروي او ته د واک او پیسو غوښتلو نغارې ډنګوې، ته خو د افغانانو د وینې او پت دفاع کوونکی بولې نو چېرته ده ستا هغه میړانه چې نن یې د خپل مظلومه هلمندیانو سره شریکه کړې؟ چیرته ده ستا هغه دبدبه چې د کابل په واټونو کې د خپلو تورو لڼډکریوزرونو سره هخوا دېخوا ګرځې خو کله چې د ولس د درد او غم خبره وي خپل وراسته غوږونه کاڼه اچوې؟
زړه مې د هر افغان په درد پرهار پرهاریږي، د هر افغان او مسلمان درد زمونږ خپل درد دی خو په دې هېواد کې آن په ملي غمونو او دردونو کې هم سلیقوي چلندونه کیږي چې دا د هر درده دردناکه دی، یعنې د هر افغان مسلمان ورور درد چې هغه د افغانستان په هر ګوټ کې وي هغه باید د خپل د ځان، د کورنۍ او د خپل د سیمې درد وبولي، مونږ نه باید تل د خپلو شخصي، سمتي او ژبنیو ګټو پسې وګرځو او د خپلو ناکامیو قصد په موخه قصداً خپل ولس سره غم شریکي ونکړو او د هغو په غم کې ځان شریک ونه بولو، نه دا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف چار دی.
دا د روژې مبارکه میاشت ده!
دا د خدای د مېلمستیا، د برکت، د بخشش، د ورورولی، د سولې او د عباداتو میاشت ده زه د دواړو ښکېلو خواوو څخه په ډير درنښت، مینې او اخلاص غوښتنه کوم چې د دغې نېکمرغې میاشتې په درناوي دې نور زمونږ د بیوزله او ناکراره ولس وینه نه تویوي، نور دې هغه مظلومه کورنۍ پریږدي چې په خپلو کورنو کې دغه د عباداتو میاشت په کراره تیره کړي، دا چې تر اوسه پورې څه د پاسه لس زره تنه د خپلو کورنو بې ځایه شوي او شاو خوا ۴۰۰۰ کورنۍ هم بې ځایه کېدو ته اړ کیږي دا ډیره درد خبره ده، په همدې حال کې زه د ټولو دولتي او غیر دولتي سازمانونو څخه غواړم چې ژر تر ژره دې زمونږ مظلومو هېوادوالو ته اړین توکي ورسوي، ، غلیمان دې په دې هم پوه شي چې مونږ به ستاسو د دا ډول ناسمو سیاستونو ځواب یوه ورځ در کړو، د پرمختللي افغانستان او سوکاله افغانانو په هیله.