د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وحشت تر شا پټ لاسونه

عبدالرحیم موسی زی 06.05.2015 10:51

په دې وروستیو کې زمونږ ولس د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ګڼو چاودنو او وحشیانه ځان وژونکو بریدونو شاهد دی، یوه او بله ورځ دوی ته د غم او ویر خبر ورکول کیږي خو ډیری افغانان د دې وحشیانه او له کرکې ډکو بریدونو په ځینو پوښل شویو رازونو پوه شوي دي.
کوم سازمان شوي بریدونه چې په افغانستان کې ترسره کيږي دا پیاوړو استخباراتي او د لېږد له پاره سترو کسانو ته اړتیا لري چې یو عادي کس د دې چار د ترسره کولو توان څخه عاجزه دی، پرته له شکه چې په دې بریدونو کې د نړیوالو، ګاونډیو هېوادونو څارګرو ادارو او دننه په هېواد کې د یو شمېر مزدورواو خاوره پلورونکو کسانو په همغږۍ او سلا سره تنظیمږي.
زمونږ هېواد وال د دې وحشیانه بریدونو پړ نړیوالو نېواک ګر، د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي ګړۍ بولي زه د ولس د نظر په تائید سره هم وایم چې د دې ډول بریدونو یواځېنۍ موخې دا دي چې نړیوال قدرتونه هېڅکله نه غواړي زمونږ په هېواد کې تر هغه سوله او ثبات راشي ترڅو دوی خپلو شومو استراتیژیکو موخو ته رسیدلي نه وي.
امریکا او د دوی متحدین د بن غونډې څخه ورسته په افغانستان پوځي برید وکړ، د طالبانو نظام یې نسکور کړ او په افغانستان کې خپل په خوښه تګلاره پیل کړه.
د ناټو او روسانو د وحشتونو ترمنځ ډیر توپیرونه موجود نه دي، یواځې لوېدیځ چې په مشرۍ کې امریکا او انګریزان ول وې غوښتل چې خپل دې نیواک او استعمار ته زمونږ د ولس په سترګو خاورې توی کړي او دوی ته داسې ښکاره کړي چې ګواکې ناټو پر افغانستان برید نه دی کړی دوی یواځې د بن غونډې په واسطه افغانستان ته راغلي دي، بن غونډه، کړنلاره او ټول تړلي مسایل هم د دوی په خوښه ول نه زمونږ د ولس یا هم د افغان سمبولیکو غړو په خوښه چې په هغې غونډې کې ګډون کړی وه، زمونږ بېچاره او مظلومه ولس تل داسې بې خبره ساتل شوی دی او دا ټول د دې خاورې د خاینو مشرانو او په بن ناسته کې د افغانانو په مشرۍ د بې خبرو مشرانو برکت دی چې نن ورځ مو په زرګونه میندې بورې، پېغلې کونډې، مشران مو ترور، ماشومان مو یتیمان، خاوره مو ناولې، طبیعي زیرمې مو لوټلې چې ښه بیلګه یې د هلمند یورانیم ول، زما یوه ملګري راته څو کاله مخکې کیسه وکړه او راته یې وویل چې ګرانه ملګریه، ډير خپه یم او ما ترې وپوښتل چې ولې ورور؟ هغه راته کړل چې دا کافران او د نړۍ استعماري ځواکونو انګریزانو او د دوی نورو غړیو هېوادونو زمونږ د هلمند او نورو ولایتونو طبیعي زیرمې باسي خو دولت چوپه خوله ناست دی، د پام وړ خبره خو دا وه چې زمونږ د هلمند یورانیم چې د نړۍ تر ټولو غوره یوارنیم دي انګریزان یې د یورانیم پر ځای افغانیم بولي.
هغه وحشتونه چې په افغانستان کې امریکا د دوستۍ او افغانانو سره د تروریزم پر وړاندې د مبارزې تر نامه ترسره کړل هغه د هیڅ افغان بچي غوښتنه نه وه، هیڅ افغان ولس دا نه غوښتل چې زمونږ په خاوره دې د استعماري لښکرو د جیټ الوتکو په واسطه بمباري وشي، هیڅ افغان ولس دا نه غوښتل چې زمونږ په ځانګړو ولایتونو کې د سهیل، ختیځ، لویدیځ د دې او د هغه په نامه هوايي بمباري او شپني بریدونه وکړي لکه څنګه یې چې اوس په شمالي ولایتونو کې خپل وحشتونه پیل کړي دي، هیڅ افغان ولس دا نه غوښتل چې زمونږ د افغانانو په کورونو دې د شپې له لوري سپیان او ظالمه استعماري پوځیان ور ودانګي او کورنه دې تلاشي کړي، هیڅ افغان ولس دا نه غوښتل چې زمونږ با احساسه مشران دې په مرموزه او زنځیره يي توګه ووژل شي، هیڅ افغان ولس دا نه غوښتل چې زمونږ په خاوره کې نور د بدمرغۍ لمن اوږده شي او هره ورځ په بیلابیلو نومونو یو نوی اور بل شي چې د سون توکي یې افغان زلمیان او افغان ولس وي.
له تیرو دیارلسو کلونو را په دیخوا افغانستان کې د یوه لابراتواري مرکز په څېر هر څه وآزمایل شول، زمونږ د ولس عقلانیت او شعور په کراتو له استعماري لښکرو او هېوادونو څخه لوړ دی دا میړنی ولس تل لوړه اراده او عزم لري، د دې ولس نیکونو ډیر پخوا نړیوال استعماري لښکرونه په ګونډو کړي دي لکه څنګه چې اوسنیو نړیوالو استعماري لښکرو خپلو بې شرمانه کړنو ترسره کولو څخه وروسته په رواني ناروغیو اخته دي او لاره ترې ورکه ده چې څه وکړي، دوی د خپلو سترو تلفاتو او ناکامیو غچ له افغان میړنیو زلمیانو څخه اخلي نو ځکه یې د جګړې اور له سهیلي او لویدیځو ولایتونو څخه شمالي ولایتونه ته بیولی دی، البته د دې اور غزولو تر شا ډیرې نورې ناوړه موخې هم شته دي چې د بیلګې په توګه ترې دلته یادونه وکړم؛ په بدخشان کې زمونږ د طبیعي زیرمو ویستل، په کندز کې چې د اقتصادي پلوه مونږ ته خورا مهم دی د هغه ځای نارامه کول، زمونږ د ملي امنيتي ځواکونو د روحیې تضعیفول او بل دا چې زمونږ شمالي ګاونډیو هېوادونو ته د ناامنۍ د خطر زنګ ور اورول دي.
د خپلواکه، سرلوړي، رپانده او سوکاله افغانستان په هیله.