د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيخ فاني

سيد امرالله اميد 17.09.2016 11:27

شيخ فاني
لومړۍ برخه
ما له خدايه همداسې يو کس غوښته چې راته د تېرې يوې پېړۍ کيسي وکړي او د ژوندانه له هغه تصويره مې خبر کړي چې اوس زموږ له سترګو پناه دی. له همداسې کس سره مخامخ شوم، هغه ځان ته شېخ فاني وايي او ځان نږدې د يوې پېړۍ انسان ګڼي، هغه بوډا دی، خو ذهني وړتيا يې پياوړې ده، د خپلې هرې خبرې لپاره شل دلايل وړاندې کوي او مقابل کس ورباندې قانع کوي. د شيخ سلطان خبرې آرامه او کيسې يې له خونده ډکې دي، هغه يوه يوه خبره له زړه راباسي او بيا یې د ساده الفاظو د ښايست په مجمر کې وړاندې کوي، په دومره خوند کيسه کوي ته وا ټوله ورځ مې د هغه خبرې اورېدلای. کله چې د هغه کيسې اورې، نو فکر به کوې چې سل کاله مخکې په يو داسې چاپېريال کې يم چې هر څه يې ساده، له سکونه ډک او په رښتينولۍ ولاړ دي. هغه د کيسو کولو ساحرانه ژبه لري، رښتيا وايي او خبرې يې په صداقت او سپېڅلتيا ولاړې دي، مبالغه نه کوي او نه پکې د ځان ستاينه او غرور ښکاري.
هغه وايي: زموږ ژوند ډېر ساده و، ټول کلی خټين دېوالونه او خټينې کوټې وې، په يوه کوټه کې به څو کسه اوسېدل. غوا، خوسکی او نور څاروي به هم په همدې کوټه کې وو، مشرانو به ويل چې د څارويو کوټه توده وي، مونږ به دومره لويې کوټې جوړولې چې تيران به يې له يو ديواله بل ته نه رسېدل، په منځ کې به مو د لرګي ستن ورکړه او بيا به مو د ستنې د پاسه د خولۍ په نوم پلنه ګرګه کېښوده، د تير څوکه به مو نرۍ کړه او په ګرګه کې به مو سوری وکاږه، بيا به مو ستن او خولۍ يو په بل کې ننويستل او اوږده تيران به مو سره څوکه په څوکه کړل. د غره ډاګې به مو ورباندې واچولې او سوزی(شړ) به مو ورباندې هوار کړ، بيا به مو ورباندې خټې واچولې او د پاسه به مو د بوسو اخيړ ورکړ لکه دا اوس هم په کور و کلي کې دا کار کېږي، خو اوس هر څوک وړې کوټې جوړوي او په يوه کوټه کې ژوند نه کوي، مونږ به ټول په يوه کوټه کې راټول وو، د غل غدو وېره زياته وه، مونږ به د شپې ځانونه د دې لپاره سره په يوه کوټه کې راټول کړل، چې غله مو څاروي او د کور لوښي غلا نه کړي. لاټينونه نه وو بيا وروسته پيدا شول، مونږ چمنۍ بلولې او پکې به مو د شړشمو او پندانې تېل سېزل، هغه داسې چې د کندوڼي(کودڼي) په يو لوښي کې به مو دغه تېل واچول، بيا به مو د پاغوندې پلته پکې کېښودله او سر ته به مو ورته اور واچاوه، چمنۍ به د دېوال په تاخچه کې ايښې وه او زېړ بخونه رڼا به يې په کوټه کې خوره وه، چمنۍ تورغوړ لوګی کاوه او سهار به د هر کليوال سپږمې له تور لوګي ډکې وې.
د ژمي به مو په کوټه کې په چرګۍ کې اور بل کړ، چرګۍ يې نغري ته ورته ځای باله، هغه به د کوټې په منځ کې جوړه شوې وه، لرګي به مو سره يو په بل کېښودل او اور به مو بل کړ، لوګی به په روزان(دريمڅه) د باندې واته او د هر کور نه به تور لوګي پورته کېدل. ماښام به مو چرګان په کوټنيو کې ايسار کړل، پخوا به پيشپړانګانو چرګان خوړل او هغه چرګ يا چرګه چې به دباندې پاتې شوه، بيا به د پيش پړانګ خوراک وه. هر کور يوه لنګه غوا لرله او د شيدو او مستو ښه پرېماني وه، سهار به له هره کور د شيروار غر-بر پورته کېده، په کور کې به چې کوم ماشوم نازولی او د سترګو تور و، نو په کوچو کې به يې ورته اېشلې ډوډۍ پخه کړه او يا به یې ورته ماليده تياره کړه، نور نو نېستي زياته وه په هر کور کې به په تبۍ سکړکان پخېدل او ډوډۍ يوازې د مېلمه روزي وه.
چرګان زیات وو، هګۍ وې، خو چرګ چرګوړی به مو د چای او ګوړې لپاره خرڅاوه او بيا به مو پرې د کور ټکه پوکه، تېل مالګه کوله، زه چې ماشوم وم موټر نه و، په کچرو به ښار ته راغلو، کچرې به مو په پاو غنمو څوکيدار ته وسپارلې او ښار ته به په جاله کې پورې وتو. چې به ناروغان شو نو د سونډ او سپېرکۍ دارو درمل به مو شروع کړل، پخوا ملاريا چا نه پېژندله، توره تبه به يې ورته ويله، د شمکي ډکه پیاله اوبه به مو ورته ورکړې او الله به ناروغ جوړ کړ. دم و دعا هم زياته کېدله او د ناروغانو غټ نظر به هم ماتېده، د ماشومانو په خوله کې به زړو ښځو جبې کتله او د خلې لپاره به مو ماشوم ته د کوکنارو غوزه، تور لاچي، سونډ، خوږه ولې او داسې نور به مو جوش کړل او ورته به مو ورکړل، خدای به شفا ورکړه.
ژوند ساده و، مونږ هم ساده وو، خو اخلاص زيات و او مينه زیاته وه، غټ او واړه به پنځه وخته په جومات کې راټول وو، د مشرانو او سپين ږيرو به عزت کېده. د تورسرو به زښت زيات عزت کېده، چې کومه تورسرې به په پوله روانه وه ځوانانو به هغه لاره پرېښودله او په سنګ به شول، اوس خو بې حيايي زياته ده، چې ښځه په لاره روانه وي د ځوانانو به تر هغې څټونه کاږه وي تر څو يې په خوله کې غاښونه ونه شمېري. مونږ ښځو ته کتل شرم ګاڼه او په دې خبره به ډېر خپه کيدو. مشرانو به مونږ ته ويل چې د چا تورسرې ته به نه ګورو او د هر چا د عزت خيال به ساتو. اوس مينه کمه ده، کرکه زياته ده، پخوا مينه زياته وه او کرکه نه وه، اوس هر سړی د دنيا په مينه کې ورک دی او له هر چا نه دوستي پاتې ده، شرم او حيا ورکه شوه، بل ته احترام کم شوی دی، آن زوی د پلار په کيسه کې نه دی او ورور له ورور سره نه دی جوړ.
هو رښتيا! د کلي هر کور به ضرور يو سپی ساته، کله به چې د شپې په کلي کې د سپو غپا شوه، نو ټول کلی به راويښ شو او په کيسه به يې ځان پوهاوه، خلکو به ويل چې بيګاه شپه ښکالو وه، سپو غپل چې څه خبره وه؟ موږ په کور کې تورې هم لرلې او يو نيم کور به ټوپک هم لاره، بيا چې څه کلونه تېر شول ټوپکې زياتې شوې او تورې خلکو په سوداګرو خرڅې کړې، مونږ چې کله تورې لرلې نو تورزن وو او چې کله بې تورو شو، نو توره مو نه ده کړې.
خلکو به حيا او غيرت ته زیات خيال ساته، زورور په کمزوري لاس نه پورته کاوه او دا ورته بې غيرتي ښکارېدله، په تورسرو او ماشومانو چا د پاغوندې ګوزار هم نه کاوه او هره ښځه به په کور کې ښه په عزت کې ناسته وه.
اوس تاسې دا شيان نه لرئ، خلک حيا پېژني، خو حيا نه شته، خلک جامې اغوندې خو پرده ورکه شوه، خلک دوستان لري، خو دوستي نه شته، دا وخت او پخوا وخت سره بېل دي، د دې وخت کيسه پخوانۍ کيسې ته نه رسي، تاسې اوس ډېر څه لرئ، خو ډېر څه مو له لاسه ورکړي دي، شته ډېر لرئ، خو شتمني مو کمه شوي ده.
نوربيا