د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيخ فاني: پنځمه برخه

سيد امرالله اميد 16.10.2016 00:08

واده
پنځمه برخه:
دا ځل شيخ فاني له يو بل سپين ږيري سره چنار ته ډډه وهلی ناست و، د هغه له څېرې داسې ښکارېدله چې کمزوری بدن يې لا هم د برم او عظمت جوهر لري او د يو منلي انسان په توګه يې روحيات لوړ دي. بې تکلفه يې راته سړي مشي وويله، بيا يې وويل: نن درته د پخوا وخت د واده کيسه کوم.
ده لا خوله کيسې کولو ته جوړوله چې هغه سپين ږيري وويل: شيخ لالا زما د واده کيسه ورته وکه، زما په واده کې مې پلار شپاړس غوايان حلال کړي وو، شپږ ورځې زمونږ دسترخوانونه هوار وو، پلار مې شل ډلې (شايران) شاعران( هنرمندان) راوستي وو.
شيخ فاني يې په خولې لاس کېښود، ورته يې وويل: ته مه غږېږه، سپین ږیری شوې، خو له درواغو وانه وښتې، د سړي چې ږيره سپینه شي، ورته سپينې خبرې په کار وي، ما ستا واده هم ليدلی و او ستا د پلار جايداد او شتمني هم راته معلومه وه، انځرګله په زياته وينا څوک ښه نه ښکاري.
دا وخت يې اوږده ساه واخيسته ويې ويل: زمونږ د واده رواج داسې و، چې واده ته به لا څو ورځې پاتې وې، چې د جنۍ خپلوانو به ناوې وار په وار مېلمنه کوله، دا نو هغه ورځې وې چې جنۍ نور له دې کور و کلي قسمت بل ځای ته وړله او بيا يې خپلوانو ديدن په اسانه نه شو کولای.
د واده نه يوه ورځ مخکې به د هلک کور دجنۍ کور ته خامه خوړه چې ورته به يې ګوشتيان ویل ولېږله، په ګوشتيانو کې غوړي، اوړه، مالګه، وريجې، د دېګ رنګ، پوزکی، لرګي، غوښه او نور ډېر شیان وو، دا به د کلي ځوانانو په خرو او کچرو باندې وتړل او د جنۍ کور ته به يې وروړل، د جنۍ د کور خلکو به دا خوړه واخيستله، هغو هلکانو ته به یې د جنۍ په لاس جوړ شوي دسمالونه ورکړل، چې ګوشتيان به يې وروړي وو.
کليوال ځوانان به پر خرو سپاره کلي ته راستانه شول او هر ځوان به د جلۍ په لاس جوړ شوی دسمال خپلو همزولو ته ښکاره کاوه. په دسمال کې به د ورېښمو خامک شوی و او تر ډېره به ځوانانو دا دسمالونه په جېبونو کې ساتل.
انځرګل کاکا ژر ژر په جیبونو ګوتې ووهلې، يو دسمال يې را وايست ویې ويل: دا دی شيخ کاکا دا د هماغه زمانې دسمال دی، خدای مې دې ووهي چې دې دسمال ما سره پنځوس کال تېر کړي دي، خو وګوره چې نه يې رانه لمر ليدلی، نه سيوری، هماغسې سپين پړک وهي.
شيخ فاني ورته د ببرو ورځو تر چتر لاندې بد بد وکتل، ورته يې وويل: ته له خپلو درواغو نه اوړې، بدبخته زوړ شوې، خو رښتيا دې ونه ويل، لږ دې خوله ټپه کړه چې زه دې ځوان ته کيسه کوم.
بيا يې وويل: د واده په شپه به د کلي پيغلو جنۍ سينګار کړه، ټوله شپه به چمبه ډنګېدله او جنکيو به سندرې ويلې. يوې جنۍ به سروکی وايه، بلې به پکې ټيکۍ اچوله.
انځرګل اکا نېغ شو، ويې ويل: هو! جينکيو به ويل:
هلک نری چينار دی جلۍ د ګلو ونه، په سر يې نری شال دی په غاړه تاويزونه.
ما ويل يوازې به زما يې، بسم الله خورې ولې، د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه.
هلک نری چينار دی جلۍ د ګلو ونه، په سر يې نری شال دی په غاړه تاويزونه.
شيخ فاني وويل: بس بس، انځرګله همدومره بس دی. شيخ کيسه داسې وغځوله:
د جنۍ په کور کې به ټوله شپه پېغلې راټولې وې او ناوې به اوښکې تويولې او جنکيو ته به ناسته وه، چې په نکريزو يې لاسونه سره کړي، سر يې ورجوړ کړي او د تسل خبرې ورته وکړي. د زوم د کلي هلکانو به د کلي په اوجره کې ټنګ ټکور جوړ کړی و او ټوله شپه به کليوالو په خوشحالۍ تېره کړه، چا به ډوډۍ په خپل کور کې وخوړه او چا به د واده والا په کور کې. پخوا ژوند ساده و، خو خوشحالي ډېره وه، اوس چې هر شی ډېر دی، خو ژوند ګنډېر دی. پخوا به خلکو نورو ته خوشحالي ورکوله او له نورو سره به یې خوشحالي کوله، اوس خلک له خلکو خوشحالي اخلي او نورو ته غمونه راوړي.
هو! د هلک په کور کې به ټوله شپه چمبه وهل کېدله، د کلي ښځې به سره راټولې وې، د ماشومانو شورماشور به جوړ و، چې شپه به پخه شوه، هلک به يې کور ته وغوښت او په کټ به يې کېناوه، خور يا مور به يې ورته ګوته په نکريزو سره کړه او په ورغوي کې به يې ورته سره ټاکۍ جوړه کړه، دا وخت به نو چمبې وهل کېدې او ښځو به سندرې ويلې.
انځرکل په مستانه انداز پورته شو او د لستوڼو په غورځولو يې وويل:
شاوو يې په تخت کيناونا لکه سردار، دا خپله خور يې ترې قربان.
شاوو يې په تخت کيناونا لکه سر دار.
شيخ فاني هم په برېتانو کې موسکی شو، بيا يې وويل: انځريه بريک ونيسه، چې زما کيسه لا پاتې ده.
شيخ فاني وويل: شاه به ښه شېبه دلته ناست و، له شرمه به يې بره نه شول کتلای، پېغلې به يې مخې ته نڅېدلې او د خوشحالۍ ميدان به تود و. بيا به هلک لاړ او په کومه کوټه کې به ويده شو، که د جلۍ کلی به ډېر لرې نه و، نو ښځو به ملا اذان خپل ويده بچيان په ځای پرېښودل او په نکريزو کې به يې شمعې بلې کړې او د جنۍ کور ته به په ډله روانې شوې، په لاره به چمبې وهل کېدې.
انځرګل کاکا بې مقدمې را غر وهل ويې ويل: هو! دا سندرې به يې ويلي: چربانګ دی پاڅېږه لاليه خوب به بيا وکړې مينه، چربانګ دی.
قربان قربان د دادا کوره، چربانګ دی، له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه، چربانګ دی.
يا دا چې: شپه ده د نکريزو جنکی تنبل وهینه، ښځې د هر خوا نه په واده راغلي دينه.
شيخ فاني پر انځرګل غږ وکړ، هلکه چوپ شه، په سپين ږيرتوب کې مستي خوند نه کوي، ته زوړ شوې، خو سوړ نه شوې. بيا يې وويل: په سندرو سندرو به ښځې د جلۍ تر کوره ورسېدې، هلته به سيل نور هم تود شو، چې پيغلې به په سندرو ويلو ښې ستومانه شوې، بيا به يې د جنۍ له خپلوانو سره ستړي مشي وکړه او لږې به دمه شوې. بيا به پيغلو ناوې وکتله، لږه به يې سينګار کړه، ټوکې ټکالې به یې ورسره وکړې او د کلي د جنکيو پېژندګلو به ورسره وشوه، شېبه پس به بېرته په هماغه سور و تال خپل کلي ته راروانې وې.
شيخ فاني موسکی شو، داسې ښکارېدله چې څه ورپه زړه شول، ويې ويل: د واده په ورځ به ((زوم)) ته نايي ږيره وخريله، جامې به يې ورواغوستې، زړې جامې به نايي ځان ته ترې ستنې کړې، د کشمالي ګل به يې د تبرک لپاره ورته ورکړ او آينه به يې ورته په لاس کې ورکړه، چې مخ پکې وګوري، بيا به يې د ګوړې يو ګيلاس شربت ورکړ او په لوړ اواز به يې وويل: ((خدای دې درپورې دا ښادي بختوره کړي.)) خپلوانو به د امين، امين غږونه وکړل او هلک به ورته دعاګانې وکړې.
زموږ ژوند ساده و، په واده کې به مو يا شوله پخه کړه، يا پولاو، هرې مجمې ته به څلور کسه کېناستل، په شوله کې به څو پوټي غوښه او يو الو پروت و، اوس خو خلک په واده کې ډېر تاوانونه کوي، اوټلونو(هوټلونو) ته ځي، سره کړي چرګان وي، د پسه او ماهيانو غوښې وي، شرنګ و پرنګ پکې ډېر وي، مونږ دومره پېسې نه لرلې او نه مو د بل مملکت جيبونه ډکول، تاسې وګورئ دا هر څه مونږ ته د نورو خلکو نه راځي، له نيستۍ ژرنده ساتو او له مستۍ يې مزد نه اخلو. دا اوس چې څه لرو، دا ټول پردي دي، آن دا جامې چې زما و ستا په ځان دي، دا هم پردۍ دي، زما و ستا د کلي جولا نه دي جوړې کړي، نو بيا کبر او نېشه څه په کار ده.
د انځرګل زړه بیا درواغو ويلو ته شوی و، ویل: نه، نه داسې هم نه ده، دا زما جامې د خپل پټي پنبه ده، زموږ د کلي شمندروز جوړه کړې ده، ولې به پردۍ وي، دا هماغه کشميره ده چې پخوا به خلکو اغوښتله.
شيخ فاني وويل: انځرګله دومره بيا دې د خولې تنابونه وشکېدل، کشميره به پخوا په کشمير کې جوړېدله، ته درواغ وايې خو په دې سوچ نه کوې چې خلک راباندې پوهېږي.
انځرګل وويل: شيخ کاکا ته نو زما په قسمونو هم باور نه کوې، ما دې وطن ګټو بابا ووهي که به درته دروغ وايم، دا زما د نيکه د مرګ نه وروسته د هغه په بکس کې وه، بيا مې ترې پلار هم کالي کړي وو، ما هم ترې وکړل، چې ته يې نه منې مه يې منه.
شيخ فاني وويل: زه نه غلطه خبره کوم او نه د چا غلطه خبره منم. بيا يې زياته کړه:
کله چې به د واده ډوډۍ وخوړل شوه او مېلمانه به عذر شول، نو مازيګر به کليوالو ځان دې ته جوړاوه، چې په ناوې پسې د جلۍ کلي ته لاړ شي، کليوال به راټول شول، د کلي ملاصاحب به سپينه خامتا په ځان کړې وه، سپين پاج به يې په سر و، د لونګو عطر به يې وهلي وو، مشران او سپين ږيري به سره راټول شول، هلته لرې به ځوانان راټول وو، ډول به ګړزېده او د سورني اواز به غوږونه کڼول، ډولۍ به له لرګيو جوړه شوې وه، دوه اوږده بازوګان، په سر به يې ورته د تنکيو لښتو کوډۍ او بيا به يې ورباندې رنګه بنارسۍ يا شال اچولې و، ځوانانو به په اوږه کړه. شاه به په اس باندې سپور و، نېغه شمله به يې تړلې وه، توره به يې تر ملا وه، دسمال به يې پوزې ته نيولی و، ماشومانو به ورپسې د ((يا چاريار، يا چاريار)) چغې وهلې او ټول به په ګډه په ډولۍ پسې روان وو.
د جلۍ کور ته به چې ورسېدل، نو هلته به تياری شوی و. کټونه به پراته وو، د شاه لپاره به په کټ باندې بستره اواره وه، بالښتونه به پکې وو، ميز به یې مخې ته ايښی و. د کلي خلک به چې له ستړي مشي او بړګندۍ اوزګار شول، چايونه به راغلل او هر کس به پياله نيمه خولې ته کړه، ملا صاحب به راغی، د کلام شريف څو ایاتونه به يې وويل، دعا به وشوه او خبره به ناوې ته معطله وه، ناوې به ډولۍ ته نه پورته کېدله، په عذر و زارۍ به ډولۍ ته پورته شوه، مور به يې ورپسې رڼې اوبه وشيندلې او دعا به يې ورته وکړه، ځوانانو به ډولۍ په اوږه کړه، شاه به څو کسانو له لاسه نيولی و او له ډولې به مخکې روان و، د کلي يو نيم بريتور ځوان به د مشرانو دمخالفت سره سره هم د سرپوښ ټوپک ډزې وکړې، دا ډزې به د جنۍ په کور سختې تمامېدې او ورونو به يې پړۍ شکول چې موږ ته يې زور ښودلی دی، خو مشرانو به رآم کړل، چې دا رواج دی او د رواج نه خلاصی نه شته.
ډولۍ به کور ته ورسېده، دلته به هم د چمبو او سندرو بازار دومره تود شو، چې مه يې کوه پوښتنه، ښځې به ټولې په انتظار وې چې ناوې وګوري، ناوې به په ډېر قدر په هغه کټ کېناسته چې ورته به جوړ شوی و، بيا به د هلک مور يا خور ناوې ته قرآن شريف ورکړ، ناوې به قرآن شريف چپ کړ او په زړه پورې به يې ونيو، يوې پېغلې به د ناوې له لاسه قرآن شريف واخيست او په غېږه کې به يې ورته يو ماشوم واچاوه، دا نو يو فال نيول وو او دعا وه، چې خدای دې کال ته غېږه ډکه کړه. بيا به يې ناوې ودروله، د ناوې له مخه به يې پلو پورته کړ، د ناوې مخ به يې ښکاره کړ، ټولو به مبارکي ورته وويله او له هر لوري به غږ کېده، چې ناوې ښايسته ده، ناوې ښايسته ده. بيا به هره ښځه د خپلو يو پګړ بچو سره خپل کور ته روانه شوه، څومره به چې شپه پخېدله، د زوم په کور کې به چوپه چوپتيا خورېده.
دا وخت يې وويل: ځوانه! نوره کيسه درته بيا کوم، اوس دې مخه ښه شه.
انځرګل وويل: ياره شيخ کاکا که ستا خاطر نه پرېشانه کېږي، نو زه به هم دې کيسو اورېدو ته راځم.
شيخ فاني وويل: راځه، خو اوښان به په بډه نه وهې.
دا وخت موږ ټولو وخندل او هر سړی په خپل کار پسې روان شو.
نور بيا