د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيخ فاني: شپږمه برخه

سيد امرالله اميد 18.10.2016 18:11

چې باهوګان يې په لاس نه وي
شپږمه برخه:

شيخ فاني سر په زنګنونو ايښی او په سوچ کې ډوب و، زه يې غلی خوا ته کښېناستم، لکه يو مستغرق صوفي چې د قال له داېرې وتی او د حال په نړۍ کې محوه وي. دا وخت انځرګل کاکا راغی او لکه يو مست ځوان يې ټوکې-ټکالې وکړې، شيخ صاحب لکه ويده چې و، سر يې له زنګنونو پورته کړ موږ ته يې ستړي مشي وويله: او انځرګل کاکا ته يې د کښېناستو اشاره وکړه. ما وار ړومبی کړ ورنه مې وپوښتل: شيخ کاکا د واده کيسه پاتې ده که څنګه؟
هغه مرۍ راښکله ويې ويل: دوه خبرې پاتې دي، يو د ولور، پخوا به خلکو د خور- لور په سر پېسې اخيستل بد ګڼل، يو نيم کس به پېسې اخيستې، د واده نه لس شل ورځې مخکې به د هلک د کور خلک د جلۍ کور ته د پرېکون لپاره ورغلل، د جلۍ پلار به ورته خپل ټول شرطونه وويل، که به يې پېسې غوښتې هم به يې ورته وويل او که به يې خوړه مړه اخيستله، نو هم به يې ورته معلومه کړه، هغه وخت خلکو له اوه اته شلو روپو نه زياتې نه اخېستې، بله دا چې کله به ناوې د هلک کور ته راغله، هلک به له شرمه په اوجره کې غلی ناست و، د کور يوې مشرۍ ښځې به ورته غږ کړ، هلک به يې د ناوې کوټې ته ننوېست، د ناوې په کوټه کې به پالنګ جوړ و، ديوالونو ته به په سپين سان کې په رنګه ورېښمو ګلان او خامکي پردې پرتې وې، د ناوې د لونګين خوشبويي به خوره وه، هلک به چې کوټې ته ننوت، مشرې ښځې به د ناوې څنګ ته کښېناوه او په لاس کې به يې ورته آينه ورکړه او دواړو به پکې خپل مخونه وليدل، يو بل ته به يې له شرمه نه شو کتلای، مشرۍ ښځې به غږ کړ: خدای دې دا ښادي تاسو دواړو ته مبارکه کړي.
دا وخت به مشره ښځه له کوټې ووته او دروازه به پورې شوه.
انځرګل په مستانه انداز وويل: ياره شيخ لالا دروازه دې هسې پورې کړه، دلته چې کيسه خوږه شوه، نو تا بريک ونيو.
شيخ په تونده لهجه وويل: انځريه! سړيتوب زده که.
شيخ لږه شېبه چوپ و، بيا يې وويل، نن به درته د واده د ګاڼې کيسه وکړم. پخوا سپين زر ډېر کارېدل او د سرو وسه چا نه لرله، يو نيم کس به چې په خېټه موړ و، ناوې ته به يې ګوتمۍ، پېزوان، يا د سرو زور چارګل جوړ کړ، په کلي کې به ډنګ ګډ و، د فلانۍ ناوې پېزوان د سرو دی.
دا وخت انځرګل په مست انداز دا سروکی پيل کړ:
پېزوانه ته چې په سرو شونډو زنګېدې له خوبه ومه، پېزوانه.
پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه پېزوانه، سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه، پېزوانه.
شيخ فاني موسکی شو: بس انځری مست سړی دی، څه ووايو.
:پخوانۍ ګاڼه به د سپينو زرو وه، په کلي کې به زرګر جوړوله، د ناوې په لاسونو کې به وخي يا باهوګان پراته وو، چارګل او پېزوان به يې په پوزه وو، نتکۍ به يې د غوږ او پوزې تر منځ زنګېدله، ګوتې به يې له ګوتميو ډکې وې.
دا وخت انځرګل بې مقدمې را غر وهل او دا سروکي يې ووايه:
وخي بنګړي د دنيا دود دی. بنګړيوالې زموږ کلي ته راشه.
زه د بې ننګه اشنا نه غواړم دودونه. بنګړيوالې زموږ کلي ته راشه.
چې باهوګان يې په لاس نه وي. بنګړيوالې زموږ کلي ته راشه.
هغه دله دی چې ډوډۍ پرې پخوينه. بنګړيوالې زموږ کلي ته راشه.
ستا د چارګل په پرو غوڅ شوم. بنګړيوالې زموږ کلي ته راشه.
وړوکی لوی شوم ورک مې نه شول پرهرونه. بنګړيوالې زموږ کلي ته راشه.
چارګل په کُرمه کې جوړېږي. بنګړيوالې زموږ کلي ته راشه.
د عليشاه زرګره مات دې شه لاسونه. بنګړيوالې زموږ کلي ته راشه.
شيخ فاني په کړس، کړس وخندل، داسې برېښېدله چې نن يې طبعه جوړه وه.
بيا يې کیسه وغځوله: ځوانه! برغوږۍ يا لښتۍ به هم د ناوې په غوږ کې پرتې وې، ټيک به يې په تندي ټالۍ وهلې، پېوکي به يې هم د زور له ګونګرو جوړ وو، هيکل به يې په غاړه پروت و او پازېبونه به يې په پښتو کې شرنګېدل.
انځرګل کاکا بيا په مست اواز وويل:
هيکل خو ښه دی په نامه دی. شرنګ شرنګ شرنګ، شرنګ يې د بنګړو دی.
بده هوګۍ ده په سينه ږدي پرهرونه. شرنګ شرنګ شرنګ، شرنګ يې د بنګړو دی. تاو شه تاوېږه دا محفل د خوشحالو دی. شرنګ شرنګ شرنګ، شرنګ يې د بنګړو دی.
ځوانه! زموږ وخت ساده و، هر څه ساده و، د ناوې په غاړه به جمجمه او چمکلي پراته وو، لوی کميس به يې په ځان و، ټوله به پکې پټه وه، په کميس به د سپينو زرو پاولي لګېدلي وو، شاه مقصودۍ او مشهدۍ او اشرفۍ (روپۍ) به پکې زنګېدې، بازوبندونه به يې په مټو پور تړلي وو، څلي به يې په ګوتو سواره وو، د پلار له کوره به يې د سپینو زور عطردانۍ له ځانه سره راوړې وه، که ناوې به د شتمن کور وه، نو د خسر کور به ورته د سپینو زور پڼې هم جوړې کړې وې.
انځرګل بيا په لوړ غږ وويل:
بند که بازوبند، بازو بند دې لارې لارې.
شيخ فاني لالا نه ځار شمه، بند که بازوبند، بازو بند دې لارې لارې
ښايسته ښايسته کيسې کوي زلمی يې کړمه، بند که بازو بند. بازو بند دې لارې لارې
شيخ فاني ورته له موسکا په ډکه خوله وويل: په تا کې دومره مستي ده، کله به هم زوړ نه شې. لږ صبر وکه چې دې ځوان ته کيسه پوره کم.
ښه ځوانه: زمونږ په وخت کې د سينګار همدا شيان وو، دنداسه به پېغلو او پوخ عمرو ښځو ډېره کاروله، د ناوې وېښتان به جنکو د زردالو ونې په کنډ جوړ کړي وو، سترګې به يې په رنجو تورې وې او حيا به يې بې شانه او بې اندازې وه.
انځرګل بيا له چانسه ګټه پورته کړه په لوړ مستانه غږ يې دا سروکی ووايه:
جانانه مه ځه تورې سترګې دې خماري دي
ګډې وډې لارې دي، مه درومه ماښام دی
زما په سترګو کې دې ګل شي، ګډې وډې لارې دي، مه درومه ماښام دی
که به يې ستا په مينه بل ته غړومه، ګډې وډې لارې دي، مه درومه ماښام دی
جانانه مه ځه تورې سترګې دې خماري دي
ګډې وډې لارې دي، مه درومه ماښام دی
شيخ فاني وويل: ځوانه! زموږ د وخت د ګاڼې کيسه خو دې واورېدله، دا هر څه زمونږ خپل وو، اوس خو خلک په ودونو کې ډېر تاوانونه کوي، ډېر زر او زېور اخلي او ډېرې پېسې د بل په کور اچوي، زمونږ وطن زر نه لري، سره زر د بل ملک نه راځي، نو په کار ده چې د خپلې بړستنې سره پښې وغځوو، دا کومه د سرلوړۍ خبره نه ده، چې پېسې په پور واخلو او ناوې په سرو کې پټه کړو.
شيخ فاني دا وويل او جومات ته دتلو اجازه يې وغوښتله.
نور بيا