د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما ګلونه ډیر خوښیږی

سمیع الله خالد سهاک 28.06.2016 11:54

زما ګلونه ډیر خوښیږی
د کوچنیانو لپاره لنډه کیسه

یوه ورځ چی هیله په کوڅه کی ورو ورو روانه وه نو له کورونو یی د پلرونو او میندو آوازونه اوریدل چی له خپلو زامنو او لوڼو سره غږیدل او یا له هغوی یی غوښتني درلودي . په یوه کور کی احمد بل کی محمود او په بل کی تورپیکی اوسیده. د هر یو پلار او مور به خپلو زامنو او لور ګانو ته ګله یا ګلي ویل. که څه هم چی په دا خبره هیله ډیره خوښه شوه بیا یی هم له ځان سره فکر کاوه چی ولی هر کس خپل زوی او یا لور ته ګل یا ګله وایی.
نو تر شپی یی همدا خبره څو ځله په زړه کی وګرځیده او دماغ یی پرځان مشغول ساتلی وو. مازیګر چی کله پلار یی راغی نو په منډه پلار ته ورغله ورته یی سلام واچاو. پلار یی ډیر ونازوله او په غیږ کی یی تر کوټی راوسته. پلار یی لا کالي نه ول بدل کړي چی هیلی له پلاره وپوښتل
پلارجانه.... پلار جانه
پلار یی په ډیر ورین تندی وویل
څه وایی لورکي می
هیلی سمدستی تری د ګل ویلو په هکله وپوښتل
؛ پلارجانه ولی هر څوک خپل لور یا زوی ته ګل وایی ؛
پلار یی وخندل او په خندا کی یی وویل
؛ ددی لپاره چی ماشومان هم لکه ګلانو کوچني دي ؛
هیلی ونه منله او بیا یی وپوښتل
؛نه نه پلاره.... رښتیا ووایه ولی ګل وایی؛
نو بیا یی پلار په خندا سره وویل
؛ددی له پاره چی ماشومان لکه ګلانو ښایسته دي؛
خو هیلی بیا هم ونه منله او له پلاره یی بیا وپوښتل. نو پلار یی دا ځل ورته بیا په خندا وویل
؛ددی لپاره چی ګل ډیر ښه بوی لری او ماشومان ځان هره ورځ مینځی او ښه بوی لری؛
د هیلي دا خبره قبوله شوه او په خندا خندا مور ته لاړه او وی ویل
مورجاني ... مورجانی... مورجانی ژر شه تشناب ته ځو... ما ومینځه.... ژر شه...

پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جون ۲۷، ۲۰۱۶ کال