غزل
سمیع الله خالد سهاک 06.08.2014 12:14په لنډ مهال کی می ښکاره د دنیا حال کړ ورته
خندا خندا کی می پوره د زړه آرمان کړ ورته
او داسی نوری کیسی هم می له خولی ووتلي
ژړا ژړا کی می ژوندون خپل براعلا کړ ورته
له هلته، دلته می ډیر وویل روښانه می کړه
په هر څه پوهه او روښانه می جهان کړ ورته
هسی نه ووایی دنیا او خلک یی نه پیژنم
غم او ستم د دي دنیا می برملا کړ ورته
دي ویل هڅی راته خاندی صحیح حال نه وایی
هر څه می وواییل خالد زړه می رسوا کړ ورته
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د اګست پنځمه، ۲۰۱۴
خبرونه
- ستاسې غږ
- د کینیا د پوځ مشر او اته نور کسان د هېلي کاپټرغورځېدو په پېښه کې مړ شوی
- ستاسې غږ
- په افغانستان کې د سوداګرو مېرمنو ستونزې - سپینې خبرې
- په اسرایل د حملې په سر امریکې او اتحادیانو يې په ایران پابندۍ ولګولې
- پر اسرائیل د ایران برید؛ متحده ایالاتو پر ایران باندې نوي بندیزونه ولګول
- اسرایل وایي په لبنان کې یې د حزب الله جنګیالي په هوایي برید کې وژلي دي
- هند کې عام انتخابات د جمعې په ورځ شروع کېږي
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019