غزل
سمیع الله خالد سهاک 05.02.2015 20:07د ونو زیړی پاڼي لاهم له باران تمه کړي
په یخ خزان کی وچي شوي له آسمان تمه کړي
قطره قطره کی لاهم زور د دریابونو پروت دی
په وچه دښته لاروۍ لا د سیلاب تمه کړي
نازکه زړه می په خزان کی د بهار خوب ویني
او چُپه خوله لیلا له ما نه د تکرار تمه کړي
په ژوند یی څه وکړل، اوس په زنکدن به څه کړې
چی غرمه تود نه شو له لمر د مازیګر تمه کړي
خالد ټول عمر کی د خیر او شر توپیر ونه کړ
ګناه کی ډوب خو له خدای د استغفار تمه کړي
***
سمیع الله خالد سهاک
مرینه، کالیفونیا ،د فبروی څلورمه ۲۰۱۵ کال
خبرونه
- ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
- د پاکستان د پوځ د مشر او ۲.۷ میلیون نورو پاکستانيانو 'خصوصي معلومات افشا' شوي
- لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
- زیلینسکي د امریکا کانګرس ته: له اوکراین سره پوځي مرستې تصویب کړئ
- عدالت نړیواله محکمه اسرائيل ته: له ځنډ پرته غزې ته عاجلې بشري مرستې تامینې کړئ
- د امريکا او اسرايل د خبرو د ختمېدو پورې په رفاح د اسرايل د حملې ځنډېدلو امکان
- ستاسې غږ
- سپینه ماڼۍ: د مسکو د برید په اړه مو روسیې ته لیکلی خبرداری ورکړی و
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019