د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سمه لیکنه او ګړدودو ته پام

وکیلي 04.04.2016 21:03

ترمخ تر دې چي لیکني ته راسم لومړی به ویـیني ته یوه لنډه کتنه وکو . لهجې یاګړدودونه زموږ دپښتو ژبي پانګه یا ذخیره ده . څنګه چي د پښتنو توکمونه ډېر دي دغسي هم ګړدودونه یانې (dialects) ډېر دي . که هر یو لیکوال پخپل ګړدود لیکنه وکي یوه لویه ګډوډي به رامنځه ته سي . دې ته نو دلیکني آنارشي (anarchy) وایي . د دغي ګډوډۍ د مخنوي لپاره یوه واحده لیکنه په کار ده،نوله دې کبله زموږ ژبپوهان،لیکوالان او ژورنالیستان اخته دي،چي په نامه دمعیاري ژبي اولیکنګ تر سریزه لاندي یوه سمه لیار پیدا کي . خو لروبر پښتوژبپوهان په دي بوخت دي،چي یوه واحده لیکنه دپښتو ژبي ته ممکنه کړي . په کابل کي د پښتوټولني پخواني ژبپوهانو او اوس دباړه کلۍ لیکوالانو او ژبپوهانو زیار اوهاند به بې څه پاته نسي؛ځکه چي داراټولي سوي ګړي پخپله یو اساس جوړه وي . که بیاهم دغه اساس د ځینو ژبپوهانو له خوا تر نیوکي لاندي را سي څه تاوان نه لري،داځکه دوی یوه لار یالیار جوړه کړې ده . ما چي داستاد محمدمعصوم «هوتک» لیکنه (دپښتوټولني او باړه کلۍ فیصلې ) ولوسته دا راته جوته سوه،چي کار کیږي؛ خو یو څه لږ توږل غواړي؛ دا دومري اهمیت نه لري . دکتور .ا. زیار صیب دباړه کلۍ پرفیصلې غندنه لرله . دغسي غندني پر موضوعګانو باندي موضوع لاټینګه وي اواساسي کوي ئې .
د باړه کلۍ فیصله چي مي ولوسته رښتیا هم چي دوی د معیاري ژبي او لهجې تر منځ توپیر ښوولی وو . موږ پر لهجو باندي هیڅ ډول ځواک نه لرو،چي دا ورته وویل سي؛ دغسي ئې مه وایه! خو دا امکان سته،چي وویل سي؛دغسي بې لیکو . دساري په توګه دباړه کلۍ بولګه :
سمه لیکنه او ناسمه لیکنه ــــــــــ سمه لیکنه او ناسمه لیکنه
ټول خلق ټوله خلق ټوله هکان ټول هلکان
کوم کم لوېشت ولېشت
ښوونکی ښونکی مېړونه مړونه
سیوری سوری زمری مزی یاځمری
ښوونځی ښونځی که راغلی وای که راغلی وی
ټولي طیارې ټوله طیارې لڅ لوڅ کښې کې زما،زموږ ځما،ځموږ ځمکه مځکه،زمکه وشو وسو او دغسي نور ډېر .
دغه موږ ته اوس تر ډېره بریده یوبنسټ دی . کې څوک مني او کې نه مني .
پر دغه اساس د «باړه کلۍ» هغه نومانو ته یوه کتنه کوو،چي په مانا کي خپل جمع دي خو صورتا مفرد ښکاري یاني ډله ییز نومان (colectivnouns)دي په جملو کي ئې ګورو . دغه نومان لکه : [رمه؛ ګله؛ ګورم؛ ولس؛ جرګه؛ خلک؛ لښکر؛ کتار ] او دغسي نور. دغه نومان « اسم جمع» دي،چي ځیني ئې نرینه او ځیني ئې ښځینه دي؛خو په مقابل کي خپل که ښځینه وي نرینه نه لري او که نرینه وي ښځینه نه لري . په جمله کي دغسي په کارځي لکه عادي مذکر او مؤنث نومان . اوس ئې په جمله کي ګورو. لکه : [ رمه یا ګله راغله .ښځینه کړنه ده . لښکر راغئ . نرینه کړنه ده . دموټرو کتار ولاړ دی . جرګه جوړه سوه . خلک ځي .] اوس ئې د ستایني سره ګورو. لکه : [ لویه رمه ده . دا ډېره غښتلې جرګه ده . ټول لښکر دي راسي . یو غټ کتار ولاړ دی . ] ددغو نومانو جمع ډول ډول کیږي . لکه : [ رمه؛ رمې ــ ګله؛ ګلې ــ جرګه؛ جرګې ــ لښکر؛ لښکري ــ ولس؛ ولسونه ــ کتار؛ کتارونه ــ ګورم؛ ګورمونه او نور .]
ناسمي لیکني داسي دي،چي په جمله کي د نرينه یاني مذکر او ښځینه یاني مؤنث توپیر نه وي سوی . لکه :
[ دوه غونډي شوي دي . دوه دلته شمېرنه ده چي د مذکر جمع لپاره راځي نه د جمع مؤنث لپاره . دلته سمه به داسي وای : دوې غونډي شوي دي .] بل ځای بیالیکي : [ دوه ورځي وروسته ـــ سمه لیکنه ئې : دوې ورځي وروسته . ] دابله لیکنه ګورو:[ پرځای يې (ډلمشر) يا (هېواد مشر) له واقعيت سره اړخ لگولای شو! «شو» دلته دجمع متلکم کړنه ده نه دغایب لپاره. سمه لیکنه ئې داسي ده: پرځای ئې(ډلمشر) یا (هېوادمشر) له واقعیت سره اړخ لګوالای شي.] یا بېخي سمه لیکنه:[پرځای ئې(ډلمشر)یا(هېوادمشر)له واقعیت سره اړخ لګوي .] چر ته لاړی؟ دا خبره ګړدودي ده معیاري نه ده یاني په خبرو کي ویل کیږي؛خو په لیکنه کي سمه داسي لیکل کیږي! چیري ولاړی؟ ناسمه لیکنه : [ زما په اند دا کوم بد کار نده .] دغه لیکنه یووار لیکدودي ناسم تیالري بیا ژبښودي . لومړی ئې لیکدودي ناسم تیا ګورو . دا جمله باید داسي ولیکل سي! [ زما په آنددا کوم بد کار نه ده .] اوس ئې ګرامري غلطې ګورو. [ زما په آنددا کوم بد کار نه دئ .] کار غایب مذکر مفرد دئ . «دئ» دلته رابطه ده د«بد» او کارترمنځ چي نرینه نوم دئ . که دلته دکار پر ځای «خبره » راغلې وای؛ نوبه دا ویـینه داسي ویل سوې وای : [زما په آند دا کومه بده خبره نه ده .] دلته «ده » رابطه ده د غایب مؤنث مفردلپاره .
دلته بله ناسمه ویـینه (جمله) هم سته،چي لیکونکی ئې لیکي : [ دطالبانو په نوم درې ډلې پر جګړه بوخت دي .]
ما په خپل یوه بله لیکنه کي د« په» او« پر» توپیرونه مشرح او مفصل لیکلي دي . دلته نه غواړم، چي بیابحث پر وکړم . دلته دا وایم : [ پرجګړې بوخت مانا پر جګړې دکار کولو مانا لري نه جګړه کول . حال داچي د لیکوال منظور جګړه کول دي . ] سمه واضح لیکنه ئې داسي ده : [دطالبانو په نامه درې ډلي په جنګ یاجګړه بوخت یا اخته دي .]
ناسمه لیکنه لوستونکی متحیر کوي شکمن کیږي دلیکونکي په مطلب نه پوهیږي . که څوک دلهجو څخه په لیکنه کي کار اخلي داخو بیابېخي ستونزه منځ ته راولي .
موږ په لسګونو نه بلکي په سلګونو لهجي لرو،چي دیوې لهجې خلک دنورو دلهجو دخلکو په ځینوخبرو نه پوهیږي اوبیا ناسمه لیکنه هم ورسره یو ځای سي خوبیا بېخي بله ژبه ځني جوړه شي . نو لازمه ده،چي په لیکنه کي لیکدود او ژبښود په پام کي ونیول سي او دلهّجوي خبرو دلیکني څخه دي مخنیوی وسي . زموږ ټوله اوسنۍ لیکني دلهجو څخه راغلي؛خو دا هغه وییني دي،چي ترډېره بریده دژبپوهانو،ژورنالستانو،لیکوالانواو ادیبانو له خوامنل سوي دي او اوس دمعیار په توګه په لیکنه کي کار ځني اخلي . هغه لهجوي ګړي،چي په اکثرو لهجو کي په یوشان کاریږي؛د هغوګړو څخه هم په لیکنه کي کاراخستل کیږي . پورته ناسمي لیکني چي مو ولوستې تېروتنه ئې ژبښودي یاني ګرامري وې . اوس یوه بله تېروتنه ګورو،چي دا دژبپو هني یاني نحوي (Syntax) تېروتنه ده . هغه ویـینه یاني جمله دغه ده :[ بیاخو ژبپوهنه ساینس نه دی .] دغه «ویینه » یوه مسندي ایجابي نه بلکي سلبي جمله ده . دلته ګورو؛ ژبپوهنه مسندالیه یا فاعل ده او «ساینس» مسند دی او« نه دی » سلبي رابطه ده . دغه جمله یا «ویینه» باید داسي لیکل شوې وای : [ بیاخو ژبپوهنه ساینس نه ده .] دا ئې سمه لیکنه ده .
دګړو ژباړل او دهغه څخه نوې ګړه جوړول؛ که چیري موږ بله ګړه لرله اوپه دغه نوي ګړي کي دپښتو ژبي ښکلا اوخوند نه وو او دګرامر له مخي دنامه نه ستاینه او له ستایني نه نوم اودغسي نور سم نه جوړېده او التباس ئې را منځ ته کاوه؛ نو ودغه نوي ګړي ته اړتیانسته . دساري په توګه «غونډله» د «جملې» تحت الفظي ژباړه ده .اوموږ ورته «ویینه» لرو. جمله عربي لغت دی، چي[ ټول،ګرده اوغونډ] ته وایي،چي دغه ماناوي هم سمي دي او موږ ئې په ژبه کي کاره وو. جمله په ګرامري یا ژبښودي اصطلاح کي دڅو ګړو څخه جوړ سوی واحد دی، چي په عربي ورته جمله وایي اوموږ ورته «ویـینه » وایو . زموږ لغت جوړه ونکو دا ژباړلې ا و «غونډله» ئې ماناکړې . لومړی خو وژباړلو ته کومه اړتیا نه وه؛ داځکه چي موږ و دې ته سم لغت لرو «ویـینه» چي دغه ګړه د «ویل » دمصدر څخه را ووځي،چي اسم مصدر ئې [ویـینه او وینا] ده اوحاصل مصدر ئې [وینګ] دی . فاعلي حالت ئې [ویونکی ] او مفعولي حالت ئې [ویلی ] دی . نو و«غونډلي» ته اړتیا نه لیدل کیږي او دغونډلي څخه ټول شیان نه جوړیږي خو برخلاف د «ویـیني » څخه ټول شیان جوړیږي . بل «غونډله» التباس لري د«غونډل » دمؤنث سره چي یوه زهر لرونکي حشره ده،چي «غونډله» ورته وایي . نوسمه ګړه نه ده او ښکلا نه لري .
ښه به داوي،چي جمله «ویـینه » وبولو نه «غونډله» او کلمه «ګړه» وبولو .
«ګړه» د «ګړېدل » مصدر څخه راځي،چي اسم مصدر ئې [ګړَنه،ګړه] او حاصل مصدر ئې [ګړېدنګ،ګړېده] او فاعلي حالت ئې [ګړېدونکی] او مفعولي حالت ئې [ګړېدلی] څرنګه چي لیدل کیږي دغه دواړي ګړي سمي ریښي لري اوګرامري ټول صیغي ځني جوړیږي او په لهجوکي اورېدل کيږي نو ولي داسي یو اجګونه لغت ته په ژبه کي په زوره ځای ورکو.
سمه پښتو عربي پاړسي ناسمه پښتو
ویـینه جمله گفتار غونډله التباس له حشرې سره!
ګړه کلمه سخن ــــــــــــ
خاورین ــــــ ګلي خټین
نومځی ضمیر ضمیر نومځر
اوسمهال زمانحال زمانحال وسمهال التباس له « وس » سره!
راتلونکی مسقبل آینده وستر
غږ یاږغ صوت صدا غګ لهجه يي
ژبه لسان زبان زبه یا جبه (لهجوي)غیري معیاري ده .
کړنه یاکړه فعل فعل کړ
چیري «لهجه» اومعیاري ده کجا چرته «لهجه» او معیاري نه ده .
لیري ـــــــ دُور لري [التباس لري] دلري (داشتن) سره .
وو ــــــــــ بود و [بېخي ناسمه لیکنه ده .]
موږ ــــــــــ ما مونګ [ لهجه ] غیري معیاري .
داچي سړی ادامه ورکي امکان لري،چي لس یا پنڅه لس مخه ډک سي . دغه پاس څومهمي ګړي چي په لیکنه کي ډېر په کار ځي اوډېر استعمال لري دلته و ښوول سوي . چي د سَمّي لیکني لپاره اړين برېښي او کار ځني واخستل سي .
اخځونه :
۱: داستاد محمدمعصوم «هوتک» مقاله (دپښتوټولني دباړه کلۍ فیصلوکره کتنه)