د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتوکي نفي قیدونه :

وکیلي 15.08.2016 21:52

نفي تړونکي یاقیدونه(adverbs) هغه ګړي دي،چي هره کړنه، حالت یاامر نفي کوي . دبولګي په توګه : دغه سړی ډوډې نه خوري . دغه سړی ناروغی دی .
په پښتو ژبه کي تړونکي نفي ګړي لکه : «نه»؛«مه»؛«نې»؛«مې» او «نا» دي .
«هيڅ» چي یو ناڅرګنده نومځی( Indefinite pronoun) دی تل دیوه نفي قیدسره راځي. لکه : څه دي ویل؟ هیڅ! یاني هیڅ مي «نه» ویل! څوک راغی؟ هیڅوک! مانا هیڅوک «نه» دی راغلی! څه کوې؟ هیڅ «نه» کوم! رحمان بابا وایي :یوه هسي تماشا ده+چي ئې هیڅ نه شي بیان حمید ماشوخیل وایي: داهم هیڅ زندګاني نه ده ګویاکښې+چي بې یاره ژوندی پایم په دنیاکښې
خوشحال خان خټک وایي : په هیڅ رنګ به پرېښوه نشي+ چي ترِ پښه مي ده نیولې
د «نه» نفي قید له ټولو کړونو سره راځي او دغه کړني نفي کوي لکه : دی کار «نه» کوي . زه کورته «نه» ځم . ته لیک «نه» لیکي . دا پر آس «نه» سپریږي . رحمان بابا وایي :
کیفیت ئې مونده نه شي+ په دلیل او په برهان ــ حمیدماشوخېل وایي :
که جنت لیدلی نه دی په دنیاچا+ وصالت دیارجنت دی په دنیاکښې
خوشحال خان خټک وایي : نه زه ملک غواړم نه مال + نه ددهر نور جنجال
د «مه» نفي تړونکی دټولو امري کړونو سره راځي او دغه نفي کوي لکه : «مه» کړه! «مه» خوره!او«مې» خوره! «مه» ځغله! «مه» کوه! «مه» کوۍ! او «مې» کوۍ! خبره «مه » منه! «مې» منه!
خوشحال خان خټک وایي : یاوه ګوئ دراز زبان مه شه که ګورې + بېهوده خبري مه کړه پوچي بوړي ــ
بل ځای بیاوایي : که خوشحال پنجهزاريکا، مه ئې وینه+ دمغل له نوکرئ دی آغېړلی
د «نې» او «مې» نفي قیدونه دنفي تاید او دنفي دتاکید لپاره هم راځي لکه :زه اوبه «نه» چیښم!
آ: «مې» چیښه! ده تاید لپاره . زه کار «نه» کوم! آ: «مې» کوه! ته کار کوې؟ نه! «نې» کوم! تاکید دی .
ده ستاسره مرسته کول؟ نه! «نې»کول .
هرکله چي دمثبتي وییني ځواب منفي راسي دکړونکي اومفعول نومان وا نه خستل سي نو «نې» او یا د«مې» نفي قیدونه په کار وړه کیږي . لکه : احمد ډوډې خوري؟ نه! «نې» خوري!
احمد نه پرېږدم،چي کورته ولاړسي! «مې» کوه پرېږده!
د«نا» نفي قید تل دکړونکو یاني فاعِلو سره راځي او هغه نفي کوي .لکه :په فاعلي حالت کي تلونکی منفي ئې ناتلونکی، تللی منفي ئې ناتللی، لیدونکی منفي ئې نالیدونکی .
په مفعولي حالت کي لکه : بللی منفي ئې نابللی، غورځولی منفي ئې ناغورځولی، پرېکړی منفي ئې ناپرېکړی .
په ستاینیز حالت کي لکه : روغ منفي ئې ناروغ، جوړ منفي ئې ناجوړ، خوښ منفي ئې ناخوښ، وړ منفي ئې ناوړ، ولی منفي ئې ناولی ګار منفي ئې ناګار، کره منفي ئې ناکره . هغه ستایني چي د(یدل والا او کېدل والا ) کړنځیو څخه راځي په «نه» سره منفي کیږي لکه : رغېدونکی منفي ئې نه رغېدونکی،سټری کېدونکی منفي ئې نه ستړی کېدونکی، پرېکېدونکی منفي ئې نه پرېکېدونکی . حمیدماشوخېل وایي :
که له خدایه دي بایده وي+له خودئ به نابایده کړۍ ــــ بل ځای بیاوایي :
خواناخوا به وړې لکه حمید ورپسې غاړه+غاړي ته دهرچا چي کمندشي موی دستا
خوشحال خان خټک وایي : په ناحق مي آزای ته تلاش کړ+په زندان داورنګ زیب ښه وم تړلی
ځیني نومان او ستایني دي،چي په «نا» سره راځي؛خوهغه منفي نه دي . لکه : نامتو،نازک، نازولی، نارنج، نارینه،ناره او نور دغسي .
«نه» ټوټکی (preposition)دی لکه «څخه». بولګه :( له ده «نه» مي واخیست یاله ده څخه مي واخست .)
«نه» شمېره (numeral) ده «۹» . دوی «نه» ۹ کسه وه .
«نه» نفي قید(negative adverb) یاني تړونکی دی . بولګه : (اکرم را «نه» غی .)
څرنګه چي ګورودغه د«نه» منفي توری دنورو له «نه» تورو سره التباس لري .
بل نفي قید «یا» او «یهّ» ده د «هُو» او «بلې»په وړاندي . لکه : کور ته ځې؟ منفي ځواب «یا»! بشپړځواب : «یا» کورته نه ځم! بله نهي ګړه د«سته» په وړاندي «نسته» ده . دبولګي په توګه :
احمدنسته؛ احمدچيري دی؟ د«نسته» لیکل «نه سته» سم نه دي . باید «نسته» ولیکل سي .
زه نسم کولای،چي درسم . ته اره کولای سې؟ یا! نې سم کولای . دی کور ته نسي درتلای .
دغسي چي مثبتي خبري په ورځني ژوند کي د وګړو غوره دي؛منفي خبري هم حتمي دي .
که «کول» غواړو، نو «نه» کولو ته هم ځیني مهال اړتیا لیدل کیږي .

اخځونه:
۱: ویکیپیدیا
۲: دپوهاندصدیق الله «رښتین» پښتوګرامر (جزء اول)
۳: د رحمابابا،خوشحال خان خټک او دعبدالحمیدماشوخېل دیوانونه