د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو ژبي ویـیني :

وکیلي 03.06.2016 12:18

تر اوسه چي لیکل سوي اؤ لوستل سوي ټول د پښتو ژبي پر ژبښودیاني ګرامر(grammar) باندي راڅرخې دې. ټول ګړي یاني کلمې وي،چي دژبپښوئې له مخه به ارزول کېدې . دلته به اوس د ویـیپوهني یاني نحوي (syntax) له مخه ویینه یاني جمله اؤ په هغې کي د ګړو ځای وڅېړل سي اؤهم به د ویـیني پر ډؤلونو د وییپوهنې له نظره رڼا واچول سي . په پښتوژبه کي راز راز وییني شتون لري . لکه مسندي یاارتباطي ویـیني : دغه ویـیني په عاموکړنځیو جوړیږي لکه : د «ول»، «شول » اؤ «کېدل»کړنځي . دغه افعال پر کړنه دلالت نه کوي،ځکه اړیکه یاحالت ښیي؛ نو دغو افعالو ته ربطي کړني هم وایي . دبولګي په توګه : [پوهه ځواک ده . ] «پوهه» مسندالیه ده اؤ «ځواک» مسند دی؛ نو «دی» رابطه ده په منځ کي د (پوهي اؤ ځواک ) . یا وایو : [احمد ښوونکی شو .] «احمد» مسندالیه دی اؤ «ښوونکی» مسند دی . «شو» رابطه ده د (احمد اؤ ښوونکي) تر منځ . هغه رابطه يي وییني چي مثبتي وي وهغوته ایجابي یاني منل سوي وییني وایي لکه : [احمد پوه دی اؤ اکرم غښتلی دی .]هغه ویینه چي منفي وي وهغې ته سلّبي ویینه وایي لکه : [محمود ناپوه دی .]
یوه ویینه دڅو غړو یااجزاوو (components) څخه جوړه سوې ده . چي دغه غړي یا اجزا (parts) ئې د ژبښودي (Grammare) ګړي هم دي . لکه : لومړی : مسندالیه (مبتدا)یافاعل (Subject)ـــــ
دویم : مسند(مصدر) «خبر»(Predicate) (ترډېره بریده دکړني په توګه) ـــــ درېم : مفعول یا «وکړونکی» (Object)ـــــڅلرم : قیدي صفت یا«تړونکې ستاینه» (Attribute)ـــــ پنځم : تړونکې ګړه یا «قیدي کلمه» (adverbial) دي .دغه پاس پنځه ګړي په جمله کي مهم رول لري اؤدجملې غړي دي،نو ویینه په دغه پنځو غړو جوړه ده .
کړونکی یا فاعل (Subject)تل « د چا ؟» اؤ «دڅه شي؟» په پوښتني کي راځي اؤځواب ورکوي. په لومړۍ صیغه کي (Nominativ)فاعل دی .کړونکی کېداسي،چي نوم،نومځی،ستاینه،کړنځی ، تړونکی(adver)،ټوټکی (preposion)یا تړتوری (conjunction) وي او یا نور نومونه وي . مسند(predicat)د ویـیني یو غړی دی،چي دکړونکي (Subject) په باره کي څه وایي . د یؤه فعل یاکړني (verb)څخه جوړ سؤی دی . چي یؤه پېښه،کړنه،معامله او یایؤ حالت بیانه وي . مسند د ویـیني مغز جوړه وي . مسند(مصدر) «خبر» (Predicat)تل د دې پوښتني ځواب کوي چي : [ داشی څه کوي؟؛ د دا توکي سره څه کیږي؟؛ دا توکی څرنګه دی؟ دا توکی څه شی دی؟؛ په کوم حالت کي واقع دی ؟]
مسند کېدای سي،چي کړنه «فعل»(verb) وي . لکه : [هلک ته غږ وشو. هلک ژاړي . دی څه کوي؟] کېدای سي،چي مرستندویي کړنه « معین فعل» (Auxiliary verb)وي . لکه : [ دا هلک سارانی دی . داهلک ښهري کیږي . دا هلک باید راسي!] مفعول «وکړونکی »(Object)ګورو:کله چي یؤه ویینه جوړه وو بایدپوره وي یاني نیم کله نه وي. که وویل سي،چي : [ احمدئې رانیسي .] دغه ویینه د«ژبښود» له مخه واضح ده . ځکه جوړښت ئې د نامه اوکړني نه شؤی دی . خو د پوره جملې په حیث ئې نه پېژنو . دا پوښتنه پیدا کیږي : دی څه شی رانیسي؟ که دغه جمله داسي وویل سي! [احمد کالي رانیسي .] ویینه پوره ده .
مفعول یا «وکړونکی» کېدای سي،چي مفعول پواسطه (indirect object) یا مفعول بېواسطه
(direct object) وي . لکه : [ دی بوټي رانیسي .] دلته «بوټي» معفول بېواسطه دي .
مفعول کېدای سي،چي اضافي (genitivobject) حالت ولري . لکه : [ ماد پلار قلم واخیست .] قیدي صفت یا« تړونکي ستاینه» (Attribute)وي،چي تل دیوه توکي څرنګواله په ویینه کي ښیي . لکه : [دژمي د ژړ لمر زریني وړانګي دکلي دکورو پرسر ځلېدې .] د ژمي لمر : دڅه مهال لمر؟ څرنګه لمر؟ څه ډول وړانګي؟ پر کوم ځای ځلېدې؟ دغه پوښتیني د«تړونکي ستایني» لپاره راځي .
تړونکي ګړه یا «قیدي کلمه» (adverbial): که وویل سي،چي [موږ لوبي کوو.] له بنسټه په دغه ویینه کي پوهاوی لږ دی . دلته باید عمل دلوبي کولو سمه تشریح کو! دغه عملیه یا حالت له نږدې نه په ځیر وڅېړل سي! یاني که سم سر په خلاسه وو نو باید ددغو پوښتنو ځوابونه په دغه ویینه کي تشریح شوي وي . لکه : [چیري لوبي کوو؟؛ کله لوبي کوو؟؛ څرنګه لوبي کوو؟؛ ولي لوبي کوو؟] ددغسي عملیې او پېښي دتشریح ټاکني ته «تړونکي ګړي» وایي . څرنګه چي د وییني د غړو یا اجزا (parts) بیان پورته وشو، نو دغه اجزاوي د وییني په یوبل پوري تړلي اؤ په یو بل پوري په نېغه اړه لري،چي له دې مخه د وییني جوړښت لاس ته ځني راځي .
د ویـینو دجوړولو امکان ډېر دی یاني خَبَري جملې،پوښتنیزي جملې،التزامي جملې،امري جملې،ندایي جملې اؤ ارتباطي فاعلي جملې،څرګندي اؤ ناڅرګندي جملې اؤ نوري . پرمسندي جملو پورته رڼا واچول سوه .
پاتي شوې اصلي اؤفرعي جملې: دا باید له «ژبښودي» اؤ «وییپوهني» له نظره وکتل شي . یوه ویینه د«ګرامري»ګړو دسم تړون څخه جوړښت لري،چي بنسټیزه بڼه ئې ویـیپونه جوړه وي . ددغو دواړو پوهنو یاني [ګرامر او سُونتاکس] اړکي په څو جملو کي ګورو . یوه تړښتي یامرکبه «ویینه»
(Complex Sentece) چي له اصلي ـــ (Main Clauses) اؤله فرعي جملو (Subordinate Clauses) نه جوړه ده؛اصلي ویینه ئې د خبري بنسټ جوړه وي اؤ فرعي جمله ئې خبره پوره کوي. مُرَکبّي جملي له دغو «ګرامري» تړتورو (Conjuctions)څخه جوړيږي . لکه : [ چي،ولي چي،که،څرنګه چي،کله چي.]اؤ نور ډېر . دغه ئې هغه مهم «تړتوري دي، چي «تړښتي» وییني جوړه وي . بولګه :[دی بانک ته ځي،چي روپۍ واخلي .]«دی بانګ ته ځي .» اصلي جمله ده . «چي روپۍ واخلي .» فرعي جمله ده،ځکه دغه فرعي جمله په ځانګړې توګه پوره مانا نه ښندي . یوازي په پورته عبارت کي اصلي ویینه پوره کوي . دغه راز جملوته زه د«چي» جملي وایم . بله بولګه ګورو! [زه سترګي پرلاریم،چي ستا یولیک ماته راسي .] ښه به دا وي،چي وروسته تر هري کړني یاني فعل داصلي جملې په پای کي«کږکې» یاني «کامه» راسي . دپښتوژبي دجملې دجوړښت ځانګړتوب دادی،چي کړنه یاني فعل ئې تل په پای کي دوییني راځي. دمُرَکبّوجملوڅو بولګي : [زه تل دلته یم، که مي ته وغواړې .] یا داسي : [که مي ته غواړې،زه تل دلته یم .] بله بولګه : [ زه په دې خبروم،چي زما ورور راځي .] [زه ځم ویدېږم،ځکه چي سټری یم .]
[او،یا،اما«خو»] تړتوري (حرف ربط) دي،چي دوي اصلي جملې سره نښله وي . لکه :
[ احمدکورته لاړ او زه ښارت لاړم .]دغه دواړي وییني خپلواکي اصلي جملې دي . [سبا له خیره زه درځم یا ته راسه .]دواړي اصلي جملې دي . [زه پرون په کورکي وم،خو ته را نه غلې .]
اوس ګورو،چي «چي» بل څه صفت لري : «چي » نسبي یاموصولي نومځی(Relative Pronoun)
دی . په پاړسي کي «که» او «چه»موصول دي اوپه انګلیسي کي (who, whom,whos, that) په پښتو کي[چي،دی ...چي، هغه ...چي،دغه ...چي اونور.] بولګه : [هغه هلک چي دي پرون ولیدی،زما وراره وو.] ــــــ [څوک چي کار کوي،روپۍ ګټي .]ــــ [څوک چي پوهنتون ته ځي لوړه زده کړه کوي. ]ــــ [پرون چي ته راغلې ،باران اورېد.]؛[هلکان چي ښونځیوته ځي،زده کړه کوي .][سړی چي کار نه کوي،روپۍ نه ګټي .]؛
[خرچي ترخره پاته سي، غوږ ئې پرې کوي .] متل دی . رحمان بابا وایي :
هغه چارچي مي په لاس وه زه پرې نه وم پوهېدلی+ اوس چي پوه شوم له اختیاره مي بیرون شوه الغیاث
دغه ټوله جملې نسبي یاني موصولي دي،چي د«چي» په نسبي ضمیر جوړي سوي دي .
د«چي» نسبي یاموصولي نومځی تل دموصولي نامه پسې سمدلاسه راځي . لکه : [سړی چي؛ ښځه چي؛ کارچي؛ سپینه چي؛ هغه چي؛] اونور ډېر . [پروندیوکابلی سړی ننګرهارته تی ،چي دنارنج مېله وکي .] دایوه مرکبه جمله ده نه موصولي .[ پروندهغه کابلی سړی چي دنارنج مېله وکي، ننګرهارته تی .] څه پېچلې جمله ده،خو موصولي ده .
«چي» نومځی یاني ضمیر (Pronoun) دی . بولګه : [چي تاماته ویل ماکول،چي ما تاته ویل تا نه کول .] «چي» دلته د«هرڅه» مانالري .اؤدواړي جملې خپلواکي او آري وییني دي .
[چي اوسې په خوی به دهغوسې .]متل دی .«چي» دلته لنډیز دی د «چیري». [چي کلی په نامه لري یوخوی ترنورو ښه لري .] متل دی . مانا«څوک چي» رحمان بابا وایي :
چي زما په باب دي کښلي دي را رسي+که راحت دی که زحمت دی وار په وار
دلته «چي» د(هرڅه،هغه شی) مانا ورکوي . نومځی یاني ضمیر دی . بل ځای بیاوایي :
هسي نه چي زه تنهاوتاته وایم+راغله لاړه ستاپه طورصدهزار [که د«طور» پرځای «شاني» وای ښه به وای؟] دلته «چي»دپاړسي د «که» مانا ورکوي «تړتوری »یاني حرف ربط دی .
حمیدماشوخېل دُرومرجان وایي :
چي په مخ دي دخط لیکه دوتاراغله+ګویامخ لره دي توره بلا راغله
«چي» مانا«هرکله»یا«هروخت» ناڅرګند تړونکی یاني نامعین قید دی .
د«که» اؤ «چي» ترمنځ توپیر: دواړه «تړتوري»حرف ربط دي په ویینه کې ګورو.
[که ته را سې،زه درځم .؛ چي ته را سې،زه درځم .] د «که» تړتوری ډېر دشک،تردید او علت خوا ښیي اؤ د«چي» تړتوری ظرف زمان اومکان ښيي .[ که ته راسې! شرط دی . نو زه درځم . ] اؤ د«چي» تړتوری ګورو: [چي ته راسې!کله،هغه مهال،هغه وخت دی . نوزه درځم .] [که باران اورېدی،نه درځم .]ـــ په دغه ویینه کي شرط اوعلت ښکاري،چي هغه د«که»تړتوری ئې څرګنده وي .
[چي باران اورېدی،نه درځم .]ــــ په دغه ویینه کي مهال رول لري،چي د«چي» تړ توری ئې ښیي .
خوشال باباوایي : که زه نه وای تابه ځان لره بلل څوک+په پالنګ به داهسي درختل څوک
که دغه بیت داسي وویل سي : چي زه نه وای تابه ځان لره بلل څوک؟
د«که» تړتوری دلومړي نیم بیت په سرکي شرط ښیي اوپوښتنه ده . داټول بیت علت اومعلول دی.
که په بیت کي د«چي» تړتوری راسي دبیت په تقطیع کي کوم بدلون نه راځي . دلته «چي» قیدزمان دی او خوشال بابا نه غواړي چي په مهال کي خبره وکي،بلکي شرط ورسره ږدي .
له بلي خوا د «چي» تړتوری دغه بیت څه بېواکه کوي هم .
د«چي» او«که» توپیرونه په ویینه کي بیاهم ګورو: که رانه سې،خوابدی کیږم . یاني خامخاراسه . ــــ چي رانه سې،خوابدی کيږم .که جمله یوازي پر رانه سې پای ته ورسیږي؛ نو منفي خبره ده یاني مه راځه . که «خوابدی کیږم» ورسره راسي نو ویینه مثبت سي . نودلته د«که» دوییني توان د«چي»دوییني ترتوان ډېر دی . [که چیري راتلې،احمددرسره راوله!] دشک خبره ده؛ (که راتلي) . «چیري» د«چي»مخ ته نه راځي،ځکه «چي» تر ډېره بریده د «چیري» لنډیز وي . ترمخ ئې بیان وسو.[چي بیارانه سي!] «که بیا رانه سې ! »سمه لیکنه نه ده . «که بیاراغلی وې،درسره ګورم .» سمه لیکنه ده . «چي بیاراغلی وې،درسره ګورم . » سمه لیکنه نه ده .څرنګه چي ښکاري د«که» اؤ د «چي» توپير سته .
اؤبل؛ (بلکي) یاني «ګواکي» هیڅکله د«چي» مانا نه ورکوي،ځکه د«چي» ماناده په انګلیسي کي (that) تړتوری دی اؤ بلکی«ګواکي» په انګلیسي کي (but)تړتوری دی یاني په کاروړولوکي ئې توپيردی اؤ هم په جوړښت کي دجملې . په «چي» سره هیڅ کله دوې اصلي جملې نه وصلیږي؛ تل مرکبه اصلي اؤفرعي جمله جوړيږي .
اخځونه :
۱: تست وگرامرانګلسي جواد عسکری
۲: گرامرزبان المان ابتدائی وعالی دکترنصرالله حریریان
۳: (Deutsche Sprachlehre Jaegel)
۴: (Lehrbuch des Pasto „afghanisch“ Dr. sc. Manfred Lorenz)