د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نارنج ګل مشاعره ولې خرابه شوه؟!

شکرالله پاڅون 27.03.2016 13:01

د نارنج ګل مشاعره ولې خرابه شوه؟!
نارنج ګل مشاعره په هېواد کې د کلنیو مشاعرو مور یادېږي ددغې مشاعرې بنسټ له نن څخه څه باندې څلوېښت کاله وړاندې ايښودل شوی، نن چې په کونړ کې کونړسیند، په لغمان کې سمسور لغمان، په پکتیا کې نښتر، په خوست کې چینار، په وردګو کې مڼې ګل، په کندهار کې انار ګل، په کندوز کې ریدي ګل او په هلمند کې هلمند سیند کلنۍ مشاعرې کېږي، د همدې نارنج ګل مشاعرې برکت دی او له همدې په تقلید جوړېږي. نارنج ګل مشاعره ډېره مشهوره، له جوش و خروشه ډکه مشاعره وه، دغې مشاعرې ته له لرې او برې پښتونخوا شاعران او د شعر او ادب مینه وال راتلل، دشعر او ادب مینه والو د خپلې ادبي تندې د خړوب لپاره دغې مشاعرې ته یو کال انتظار ایسته .
بدبختانه دا څووم کال دی چې د نارنج ګل مشاعره په نیمه کې خرابېږي، له ګډوډۍ او خرج و مرج سره مخ کېږي، لکه څنګه چې پخوا ورته په مینه له لر و بره خلک راتلل، اوس ورته نه راځي، ډېر درانه خلک چې د شعر اورېدلو ته ناست وي، نو چې کله نیمايي ته ورسي او خرج و مرج رامنځته شي، نو په خپل عزت وډار شي، له مشاعرې پښې سپکول خپل عزت ګڼي.
هغه مشاعرې چې له نارنج ګل نه په تقلید جوړېږي، لکه درواخلې کونړ سیند، چینار او نورې پوره با نظمه وي، د ادب د مینه والو ذوق په کې خړوبېږي، خو نارنج ګل بیا رنګارنګ کیسې زېږوي.
په دا څو کالو کې په نارنج ګل مشاعره دا انتقاد هم و چې دغه مشاعره ترډېر سانسور وي، او همدغه سانسور یې د خرابېدو لامل ګرځي.
د معلوماتو پر اساس سږ کال د ننګرهار ولایتي ادارې هڅه داوه چې دغه مشاعره کاملاً د شاعرانو په لاس کې وي، کاملاً ولسي وي، دولت په کې دومره دخیل نه وي، د ځای او امکاناتو ښه ترتیبات ورته ونیول شول، خو دلته به هغه نقطې هم بیان کړو چې د نارنج ګل مشاعرې د خرابېدو لامل شوې .
۱: د ولایت بې پروايي او بې ځایه باور: ننګرهار ولایتي ادارې هڅه کوله چې دغه مشاعره د شاعرانو او د ننګرهار د فرهنګیانو په واک کې یې کړي، خو د ننګرهار د ټولو شاعرانو او فرهنګیانو پرځای یې د ادبي خوځښتونو په نامه څو ډلو ته وسپارله ، ورځې ورځې یې له دغو ډلو سره په رسمي ناستو او مشورو تېرې کړې.
خو ننګرهار کې همدغه فرهنګیان او شاعران نه دي، چې په دغو څو ډلو کې راټول شوي، دوی ته کاملاً درناوی، خو ننګرهار نور شاعران، لیکوالان، فرهنګیان او د حساب وړ خلک لري چې د داسې لویو مجالسو او د ننګرهار د عزت د غونډو مشورې باید ورسره وشي.
ددې کار یو لوی زیان دا و چې په ننګرهار کې ډېر داسې فرهنګیان او شاعران شته چې دغو ډلو سره په دې خاطر کومه اړیکه نه لري چې: دوی په یوه کور کې څو کورکي جوړ کړي، که چېرته له دغو کورکیو کوم کور ته لاړ شي، نو دا اندېښنه به ورسره وي، چې هغه بل ترې خپه نه شي، دا اندېښنه دلته تر ډېره پرځای هم برېښي ، په تېر کې ډېر کله داسې شوي چې دغسې کورکي جوړ شوي او کوم یو ته یې ددغو کورکیو غړیتوب نه لرونکی ورغلی ، نو هغه بل ورسره ان دښمني شروع کړې. ددغو کورکیو کارونه تر ډېره ښه دي، خو که پر یوه ټغر سره راټول وای، نو تر دې به لا ښه وای او ننګرهار به نن له داسې شرم او بې عزتۍ سره نه مخ کېده، لکه نن چې د کلونو د ویاړمنې مشاعرې په خرابېدو ورواوښت، دا شرم او بې عزتي له ننګرهار بهر د ټولوننګرهاري فرهنګیانو او ولایتي ادارې پر سر ورولوېده.
ولایتي ادارې ته په کار وه چې د مشاعرې په اړه د شاعرانو، ادیبانو او د ادبي ټولنو د مسوولینو پر اړینو ، سالمو او مثبتو مشورو یې عمل کړی وای، مشاعره یې په خپل کنترول کې اخیستی وای، نه دا چې په فزیکي توګه یې هم ټول واک دغو ټولنو ته ورکړی وای.
دا ځکه چې دغې مشاعرې ته ولایتي ادارې او په خاصه توګه اطلاعاتو فرهنګ ریاست ځانګړي مېلمانه او له لر او بر نه لیکوالان ، شاعران او د شعر او ادب مینه وال رابللي وو، د هغوی پالنه پر دغو ټولنو نه، بلکې پر ولایتي ادارې او اطلاعاتو فرهنګ ریاست وه، بد بختانه په مشاعره کې ولیدل شول، چې ډېر مشران مېلمانه شاعران چې له لرې لرې سیمو راغلي وو، څادرونه یې ټک وهل او له مشاعرې ووتل، د هغوی ګیله حتماً له ولايتي ادارې شوه .څوک چې مېلمه راغواړي، باید عزت هم ورته ورکړي، نه بې عزتي.
۲: د ننګرهار د والي کمزوې وینا او کمزوری موقف نیول :
افغانستان په اوس وخت کې په ډېر نازک او حساس حالت کې قرار لري، د دولت پر وړاندې څو مخالفې وسله والې ډلې جنګېږي، نن جګړه تر ډېره پر تبلیغاتو ولاړه ده، دولت هم له ټولو هغو لارو چې تبلیغات یې موثر وي، کار اخلي، خو بل لورته مخالفین هم هڅه کوي چې له فرصتونو او خپلو ټولو امکاناتو او لازمه لارو چارو د دولت پر وړاندې له تبلیغاتو کار واخلي. نارنج ګل مشاعره په تېرو څو کالو کې یا هم په دستوري او یاهم په نا دستوري توګه د دولت د وسله والو مخالفینو لپاره د سترې تبلیغاتي غونډې په توګه کارېدلې، آن د وسله والو مخالفینو د مشرانو نومه پر سټېج یاد شوي او د زنده باد نارې یې وهل شوي او د دولت پر وړاندې جګړه جهاد بلل شوی.
د ولایتي ادارې دا اقدام چې مشاعره دې د ولس په واک کې وي، ښه اقدام و، خو د کنترول او لازمه تدابیرو هیڅ تیاری ورته نه و نیول شوی، پر دغو ادبي ټولنو او ډلو دومره باور شوی و چې د مشاعرې کنترول هم ورسپارل شوی و، چې ثمره یې د مشاعرې برخه والو په خپلو سترګو ولیده او نړۍ والو به هم کېدی شي د رسنیو له لارې کتلې وي.
والي ته په کار وه چې په خپلو خبرو کې یې د مشاعرې د نه سانسورېدو ترڅنګ دا هم ویلي وای چې ولایتي اداره او اطلاعاتو فرهنګ ریاست د مشاعرې کاملاً کنترول په لاس کې لري، په مشاعره کې به شاعران د خپلې خوښې شعر ویلو ته پرېښودل کېږي، خو نظم به ساتل کېږي، ولایتي اداره به څوک بې نظمي او د مشاعرې خرابولو ته پرېنږدي، دا مشاعره کاملاً ازاده ده ، خو که چا یې د ګډوډولو هڅه وکړه، قانوني کړنه به ورسره کېږي.
۳: د ادبي ټولنوترمنځ نه همغږي او کشمکش :
کله چې ولایتي ادارې ټولو نیوکو او پړو ته غاړه کېښوده، نو دغو ټولنو ته په کار وه چې هم یې په خپلو کې همغږي رامنځته کړې وه او هم یې قرباني ورکړې وه ، په مشاعره کې ولیدل شول چې له هر ادبي بهیره یو یو انانسر موجود و، پر سټېج له شاعرانو د انانسرانو ډېر بیروبار و، ټول په یوه وزن نه وو. دلته په کار وه چې ټولو بهیرونو یوه ګډه غونډه کړې وه ، د غونډې له لارې یې یو یا دوه تنه انانسران ټاکلي وای، خو بهیرونو او ټولنو حتی دغه قرباني هم نه وه ورکړې. هغه مشهور خبره ده چې :
کله چې په کوم کلي کې بې اتقاقي زور شي، نو کلي ورانېږي.
بله داچې دغو ټولنو او بهیرونو باید یوه بله قرباني هم ورکړې وای چې: خپلو خلکو ته یې د نوبت پرځای مېلمنو او نورو ته ډېر وخت ورکړی وای، د دوی لپاره همدا امتیاز بس و چې مشاعره یې دوی ته وسپارل شوه، خو ولیدل شول چې تر ډېره د همدغو ټولنو غړي سټېج ته رابلل کېدل، دلته هغو شاعرانو چې په دغو ټولنو او بهیرونو کې نه وو، داسې وانګېرله چې دا مشاعره د همدغو ټولنو او بهیرونو ده ، نه د ننګرهار هغه پخوانۍ نارنج ګل مشاعره، دا کار هم د مشاعرې د ګډوډۍ باعث شو.
بالاخره دا او ځینې نورې هغه ستونزې چې د مشاعرې په جوړښت، ترتیب او نورو خواوو کې موجودې وې، ددې لامل شوې چې مشاعره په ګډودۍ او ریشخند واوړي، د ننګرهار د علم او ادب د زانګو نوم ته یوځل بیا صدمه ورسوي او ولایتي اداره او په خاصه توګه اطلاعاتو کولتور ریاست ضعیفه وبلي.
په پای کې د خپلې لیکنې نچوړ داسې وړاندې کوم چې ولایتي ادارې پر ادبي ټولنو بې ځایه او له حده زیات باور وکړ، خو دغو ټولنو ددغې سترې مشاعرې د جوړولو او کنترول توان نه لاره ، پایله دا شوه چې که ټول فرهنګیان په کې شریک وو او که نه ، خو تر دې وروسته که پر مشاعرې نیوکه کوي او یا هم د مشاعرې د واک غوښتنه کوي، نو همدا به ورته ویل کېږي: تاسې ته مو هم سپارلې وه ، تاسې خو له بده بدتره کړه.
په دې هیله چې د چا خاطر دروند شوی نه اوسي.