د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تورن اسماعیل خان ګواښونه د څه لپاره؟

شکرالله پاڅون 18.01.2015 13:26

د تورن اسماعیل خان ګواښونه د څه لپاره ؟؟؟؟
لیک : شکرالله پاڅون . (0779268099)
۱۳۹۳-۱۰-۲۷ل
د افغانستان تېر دیارلس کلن حکومت که څه هم په خپله وسه کې یوڅه وکړل ، خو له دې امله په کور دننه او نړۍ واله کچه تر نیوکې لاندې و ، چې په کابینه او نورو لوړو پوستونو کې د وړتیا پرځای یې امتیاز ورکونې ته ډېرپاملرنه کوله . د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوو ټاکنیزو او تر هغې وړاندې د انتقالي او موقتې دورې د کابینې اکثره وزیران پرته د مسلک په پام کې نیولو سره د جهادي تنظیمونو ، ډلو او مشرانو د ونډې په پام کې نیولو سره ټاکل شوي وو ، چې ښکاره بېلګه یې د اوبو او برېښنا وزارت ته د یو غیرې مسلکي خو جهادي قوماندان ټاکل و. که چېرته دا وویل شي چې پارلمان ولې د باور رایې ورکولې ، نو ځواب یې دادی چې د پارلمان اکثره برخه هم د همدغو تنظیمونو ، جهادي ډلو او اشخاصو له افرادو تشکیله وه او لا هم ده . چې اکثره یې په ولایاتو کې ددغو پخوانیو جهادي او تنظیمي ډلو په زور او زر تر پارلمانه رسېدلي وو او دي .
جهاد یوه سپېڅلې کلمه ده او د فرضیت پرمهال پاکه او لازمي دیني وجیبه ده ، چې پر مسلمانانو لازمېږي او مسلمانان یې له بنده نه ، بلکې له خالقه د معنوي امتیازترلاسه کولو لپاره ترسره کوي ، که مړ شي نو د حقې لارې شهید او که ژوندی پاتې شو نو غازي به وي ، چې دواړه الله ج ته منلې مرتبې دي . پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته د افغانستان نر او ښځې د سرو لښکرو په مقابل کې پر جهاد لاس پورې کړ او همدغه سرښندنې وې ، چې د وخت ستر زبر ځواک شوروي اتحاد ړنګ او له افغانستانه په ګونډو ووت .
خو بل لورته د افغانستان د جهاد ټېکه شاوخوا اوه ډلو ونیوله ، هم یې د جهاد پرمهال د مجاهدینو پر مالونو ځانونه و پړسول او هم یې د جهاد له بریالیتوب وروسته د معنوي امتیاز پرځای په مادي دنیاوي امتیازاتو او قدرت پسې بډې راووهلې ، چې بالاخره د خپل همدغه حرس له لاسه یې په خپلمنځي جګړو هم لاس پورې او څومره چې افغانستان د شوروي یرغلګرو له لاسه وران او کنډاله شو ، ترهغې زیات بېرته همدغو د جهاد ټېکه دارانو وران او کنډواله کړ ، همدغو د جهاد ټیکه دارانو هم په لکونو افغانان د وير پر ټغر کېنول ، میندې یې بورې ، ناویانې یې کونډې او د یتیمانو درجنونه یې جوړل کړ .
بالاخره طالبان رامنځته او د واک پرسر په خپلمنځي جګړو اخته جهادي لېډران ، تنظیمي مشران او ډلې یې په یوه غږ ترغۍ په ترغۍ او له هېواده تېښتې ته اړل کړل .
خو کله چې د بن له پرېکړې وروسته د حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره رامنځته شوه نو یوځل بیا ولیدل شول ، چې هماغه پخواني تنظیمي مشران ، جهادي لېډران او ډل مشران یوځل بیا پر خپل سر په خپله خوښه پر څوکیو داسې کېناستل لکه په چور کې چې یې نیولي وي ، ولس بیا راتلونکي ته کرل او رېبل . موقته اداره ختمه شوه ، انتقالي اداره منځته راغله ، تر هغې وروسته د ولسمشرۍ انتخابات وشول . ولس په غوڅ اکثریت د موقتې او انتقالي ادارې مشر حامد کرزی د ولسمشر په توګه وټاکه . ولسمشر ددې پرځای چې کاري کابینه رامنځته کړي ، تر ډېره یې واک بیا پر همدغو ډلو ووېشلو ، افغانانو یوځل بیا د زهرو ترخې پیالې مخته کېښودې ، تېر تنظیمي جنګونه ورته مخته مخته کېدل ، د کابل کوڅې او ویالې ورته بیا د تېرو کورنیو خپلمنځي جګړو پر مهال د وینو د ډکو کوڅو او ویالو په څېر مخته مخته کېدې . او د کورنیو جګړو له لاسه د کابل سوري دېوالونه او کنډرې هم دافسوس سکون نیولې وې . پر ولایاتو هم همدغه جهادي مشران حاکم کړای شول ، هغه یې وکړل ، چې ...
د کرزي پنځه کلنه دوره پای ته ورسېدی ، بیا انتخابات شول ، ولس یوځل بیا په کاندیدانو کې حامد کرزی انتخاب کړ ، دده تېر کارونه یې شاته کړل او نوو ژمنو ته یې د هیلو دروازې پرانستې .
خو کرزي له بریالیتوب سره بیا پر ولس داسې اداره ولوروله چې خلک یې په انتخاباتو کې په ګډون پښېمانه کړل ، هرڅه یې زړه په زړه کړل ، پر اکثرو لوړو څوکیو د ګمارنې لپاره مسلکي والي سر وخوړ ، دایې ستا ، دایې ددې او دایې زما معامله یې وکړه . دې کار ښاغلي کرزي ته هم دغه ستره ګټه ورسوله چې کله یې دواک وروستۍ مرحله را ورسېده ، خلکو یې دې ته شپې شمارلې چې کله به اوس له دغې څوکۍ رخصت اخلي . دا زېری به کله پرې کېږي . له ولسمشرۍ څوکۍ سره یې دده د مخه ښې خبر د ځان لپاره د مبارکۍ زېری باله .
د دیارلس سوه دري نوي یم کال انتخاباتو لپاره ولاړو اکثرو کاندیدانو د کرزي پر اداره نیوکه کوله او د ځان لپاره به یې په کمپاینونو کې د کرزي د واکمنۍ ښه نه ویل او پرې توندې نیوکې ښه او غوړ کمپاین باله او ولس به هم له همدې امله ورته ښې چکې وهلې . حتی هغو نوماندانو چې د کرزي د وروستۍ دورې لوړوپوړي چارواکي وو هغوی هم د کرزي د ادارې بده ویل د ځان لپاره د کمپاین ښه برخه ګڼله . دا ټول د څه له امله وو ، داوو چې کرزي تر ډېره د مسلکي والي پرځای ونډې ، د ډلګیو خوشالونې ، د جهادي تنظیمونو برخې او ... ته زیاته ترجېع ورکړې وه ، چې حتی د اوبو او برېښنا پرمسلکي وزارت یې یو جهادي قوماندان اسماعیل خان ګومارلی و ، چې که ترې دې پوښتلي وو چې د برېښنا منفني او مثبت لاین څه توپیر لري ، نو فکر نه کوم چې به پرې پوهېده . ملامته هم نه وو ، څه د برېښنا مسلکي خو نه و، خو دغه وزارت ورته په ونډه کې رسېدلی و ، پارلمان هم له حکومت سره د معاملې له مخې ورته رایه ورکوله او د ټوپک کارونې نابغه یې برېښنا مسلک ته غوره باله .
اوس چې د ډاکتر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د ګډې هوکرې له مخې د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی ، نو دغه جهادي مشران او ډلې چې له پخوا په امتیاز اخستنې اموخته دي ، کرار نه کیني او له هر فشار نه د کار اخستو ګواښ کوي . خو په دې نه پوهېږي چې ولسمشر د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ولس سره ژمنه کړې وه چې مسلکي حکومت به رامنځته کوي او ولس هم داځل ټاکنې په وروستي پال نیولي دي .
د حکومت د نوې معرفي شوې کابینې اکثره غړي څو ماستریانې او ګڼ شمېر یې دوکتوراوې لري ، تر ډېره ورته خلک خوشبین دي او کړی انتظار هم بې څه نه بولي . خلک دې ته هم ډېر خوشاله دي چې نوي حکومت د تنظیمونو او د پخوانیو جهادي ډلګیو د خوښې پرځای تر ډېره ولس سره د کړې ژمنې پر بنا کابینه معرفي کړې .
خو له نږدې درې ورځو راهیسې چې د رسنیو خبري سرویسونه ګورم ، نو یو خبر یې همدا وي چې پخواني جهادي قوماندان او د اوبو او برېښنا پخواني وزیر محمد اسعیمل داسې ګواښ وکړ . د درې ورځو ګواښونه یې دادي . افغانستان به په راتلونکو دوو میاشتو کې د بې مثاله او خطرناکو جبهه یي جنګونو شاهد وي . نوي حکومت په کابینه کې مجاهدین او جهادي مشران له پامه غورځولي او ...
پوښتنه داده چې ایا ستا جهاد د امتیاز لپاره و ، که د خدای ج د رضا لپاره .
بله خبره داده چې ایا د نوې کابینې معرفي شوي غړي د افغانستان نه دي ؟ که د افغانستان وي ، نو جهاد خو د افغانستان په خاوره کې شوی ، جهاد خو یوازې تا نه دی کړی ، د افغانستان نږدې هر وګړي جهاد کړی ، د افغانستان هر وکړی حق لري چې که وړتیا ولري او ددې وړ وي چې دا ویجاړ وطن دې له دې بحرانه را وباسي ، پر دنده دې وګومارل شي . پر دغو کسانو چې د وزیرانو په توګه معرفي شوي ایا پر دوی ددې لپاره زده کړې شوي چې سند واخلي او په تاخچه کې یې کېږدي او نور دې لاس تر زنې کېني او هغه کسان چې نه یې زده کړې زده کړې وي او نه هم مسلکي وي هغوی دې د دوی ځای ونیسي . افغانان به ترکومه دا نادودې زغمي ، له نړۍ سره د سیال کېدو لپاره مبارزه په څه معنی ده . پرمختګ څه ته وايي . جهاد د افغانستان ولس کړی او د افغانستان د ولس غوښتنه داده چې مسلکي او په کار پوه حکومت ولري .
نن هر افغان د افغانستان د راتلونکي په اړه د ښاغلي اسمعیل خان د اندېښنو اصلي لامل درک کړی ، نن ولس ويښ شوی ، نه به جبهه یي جنګ ونښلي ، نه به نور دا کړېدلی ولس د څو ښامارانو په جال کې ګېر پاتې شي او نه به هم تل ترتله افغانستان د څو ټېکه دارانو په ولکه کې وي . خبر دار نن یویشتمه پېړۍ ده ... هر سړی باید له مغزو تېر خیالونه وباسي .