د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ د سر سړي ولې وژل کېږي ؟

شکرالله پاڅون 04.02.2015 22:16

په دې وروستیو کې د هېواد د مخورو او د حساب وړ شخصیتونو او مشرانو د وژنې پېښې زیاتې شوي دي ، تېره ورځ د ننګرهار ولایت قومي مشرانو هم همدا ستونزه بیان کړه ، دوی اندېښنه وښوده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د قومي مشرانو او مخورو د وژنې لړۍ توده شوې . پښتانه یو متل کوي ، چې (( سل دې ومره خو د سلو سر دې مه مره )) . که د یوې کورنۍ کوم غړی مړ شي ، نو کورنۍ یې پرې خپه کېږي ، خو که د کورنۍ کوم مشر مړ شي نو دا خپګان بیا څو چنده وي ، حتی چم ګاونډ او لرې لرې خپلوان یې هم پرې ډېر خپګان څرګندوي ، وایي : د سر سړی یې و ، مشر یې و ، کور یې بې سرپرسته شو ، د کنترول سړی یې لاړ ، کورنۍ یې پرې راټوله وه ، د کورنۍ پاتې غړو ته دې یې خدای ج توفیق ورکړي چې د خپل دغه مشر ځای ونیسي .
که د یوه کلي مشر مړ شي ، نو هغه کلی پرې داسې خپه وي ، لکه د یوې کورنۍ په مشر چې خپله کورنۍ خپه وي . دلته بیا یو کلی بې مشره شو ، بل مشر به وټاکي ، خو د لومړني مړینه یوه تشه شوه . په دې مړینې بیا نور کلي او نورې سیمې خپه وي . په مړینه یې دغه کلی بې سرپرسته شو . په ټوله کې افغانستان یوه عنعنوي ټولنه ده ، خو په افغانستان کې بیا پښتون مېشتې سیمې په مشرانو او ملکانو ابادې وي . دېرې لري ، لنګرونه یې جاري وي ، مړی ژوندی پرې جوړ وي ، ولس ورته د قدر په سترګه ګوري ، د پښتني ټولنې یو ارزښت وي . د ولس په اړه ددولت په پرېکړو کې یې نظر اخستل کېږي او ورته احترام کېږي . د ملک په کچه په لویو ملي پرېکړو کې همدغه مشران او مخور راغوښتل کېږي ، د دوی خبرې پښې او د حساب وړ وي ، خو لنډه داچې د ولس او د وطن سرمایه او د عزت شمله وي .
په تېرو دیارلسو کلونو کې تر ډېره دا خبرونه اورو چې نن په فلانۍ سیمه کې نامعلومو وسله والو د سیمې یو مخور وژلی ، نن په دغه او نن په هغه سیمه کې نامعلومو وسله والو قومي مشر ، مخور ، ستر دیني عالم او ... وژلی دی .
دا چې ولې قومي مشران او مخور وژل کېږي او څوک یې وژني په دې به وغږېږو .
پښتانه د نړۍ داسې یو قوم دی چې په اسانه د چا تر تاثیر لاندې نه راځي او نه یې هم څوک په خپل کنترول کې راوستی شي . دوی په دین او پښتونولۍ ډېر کلک ولاړ او په زړه ډېر پاک خلک دي . هر کله چې چا غوښتي چې پښتانه د ځان په ګټه استعمال کړي ، نو یې د پښتنو له عقیدوي او د پښتونولۍ له احساساتو ګټه اخستې .
لکه مخکې مې چې وویل چې په پښتني ټولنه کې خلک د خپلو قومي مشرانو او مخورو پرېکړې او خبرې له پامه نه غورځوي ، عمل پرې کوي او خاص درنښت ورته لري ، نو دلته بیا د هغه چا لپاره چې پښتان د ځان په ګټه وڅرخوي او خپلو موخو ته ځان ورسوي ، تر ټولو دا مهم وي چې د پښتنو د سر سړي له منځه یوسي ، د سلو مخالف نظرو نه ورته د سلو د سر د سړي له منځه وړل ګټور وي . همدغو وژنو له ډېرو مخورو او د خبرو له سړیو خپل کلی کور پاتې کړی ، ډېرو یې د مرګ له وېرې د قوم مشري پرېښې . همدا اوس که سروې وشي ، ډېرې هغه سیمې چې د دولت وسله وال مخالفین په کې حضور لري ، هغه د حساب او کتاب قومي مشران او مخور نشته ، څه یې هم وژل شوي او ځینو یې د سر د خوندي ساتلو لپاره کلی ولس پرېښی .
که د دولت د وسله والو مخالفینو له لورې قومي مخور او د سر سړي وژل کېږي ، نو دوی ته بیا دا پوښتنه راجع کېږي ، چې دوی ولې قومي مخور ، مشران او د سر سړي وژني ؟
که د وسله والو طالبانو جګړه ددې لپاره وي چې دوی سبا ته په دې وطن د حکومت کولو لپاره هلې ځلې کوي ، نو بیا که د ولس د سر سړي وژني ، سبا حکومت دچا لپاره کوي . ولسونه خو پر همدغو قومي مشرانو راټول دي ، د پښتانه د سر سړي ، دعلم او منطق سړي او د حساب سړي چې وژنې ، نو سبا بیا په پښتون څنګه حساب کوې . خبرې ډېرې سر یې یو دی . دا باید څوک له پامه ونه غورځوي چې که هرڅوک وايي چې زه به که د خپلې سیمې د سر سړی ، د خپل قوم د سر سړی او د خپل وطن د سر سړی ووژنم او دده پر ځای به سبا زه د سر سړی یم ، نو په دې پوه شه چې تا هم څوک دې ارمان ته نه پرېږدي ، دا لړۍ به همداسې روانه وي ، دا په تا وژني ، تا په بل او هغه بل دې بیا په بل ، دا لړۍ به ستاسې پر لارویانو همداسې روانه وي .
د باچا خان خبره : (( پښتنو اتفاق کړی ، چې اتفاق به نه کوو )) ، هماغه خبره ده چې یو پورته کړي تندی ـ بل یې ووهي مغزی او هغه د خوشال بابا خبره چې (( اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو ـ ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ )) .