د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرنیوکي یوه کتنه اومننه

وکیلي 24.12.2015 12:51

دافغان تحرک څخه ډېره مننه ! لومړی چي زما لیکنه ئې په ځیر لوستې ده . زما غوښتنه تل دغه وه،چي زمالیکنه ولولۍ او که کوم نېمګړ تیاوه هغه په ګوته کۍ . نوله دې کبله هم ډېر خوښ یم او هم منندوی یم، بیاهم مننه ،چي یوه لار ښوونکې نیوکه ئې کړې ده . روښتیاهم چي « اصطلاح » او «تعریف» ډېر توپیر سره لري او (Definition) چي اصلي او آري مانا ئې « تشریح،شرح اوتوضیح داصطلاح) ده؛دایوه ښکاره خبره ده . ځکه په الماني ژبه کي ورته (Begriffsbestimmung) یا (Worterklärung) وایي یاني تشریح اوتوضیح داصطلاح ده . د (Definition) اصطلاحي مانا د (یوشي دقیق تعین ول دي )نو پردغه مانا ماتکیه وکړه او تر(Terminus) یا (Term) تېر سوم . داولي تېر سوم؛ ځکه چي په ډېرو ګړښودونو کي ئې مانا (دمسلکي کلمه،مسلکي لغت، اومسلکي اصطلاح ) ورکړې وه . خوزما په آند اصطلاح نه یوازي د (مسلکي کلمو) لپاره راځي بلکي دټولوګړو لپاره راځي نو له دغه لامله تر (Terminus) تېر سوم او د(Definition) اصطلاحي مانا مي غوره وبلل . باید ووایم چي اصلا (Terminology)یا (logie--) داصطلاحاتو پوهنه ده . دا یولوی بحث دی تردې تېرېږم . ما په څو ګړښودونو کي د(Terminus) مانا لکه فرهنګ عارف (الماني ـ پښتوـ فاړسي ) او الماني (دودن) (DUDEN) کي وکتل (مسلکي کلمې ) ئې ښولي وې . خو زما په نظر «اصطلاح» څرنګه چي پورته هم وویل سوه عمومي کلمه ده نه خاصه چي (مسلکي کلمه) ئې وبولو؛ نو له (Terminus)یا (Term) دګړي څخه تېر سوم؛ د (Definition) اصطلاحي مانا مي راواخستل،چي هغه د (یوشي دقیق تعین ول دي )، « اصطلاح » هم د لغت مانا وي په دقیق سره ګوري . خوبیاهم ډېره مننه د سمي نیوکي نه . انسان له خطانه خالي نه دی .
(الله جله علی شانهو) په خپل کتاب کي وایي،چي انسان زیان کار دی . د الله کلام :
(وَالٌعصرِ اِن الانسانَ لَفِی خُسٌرٍ ) انسان چي دی کمبوتي لري .
«تعریف» عربي مصدر دی مانا ئې په پښتوستاینه ده اوپه لاتیني کي (Laudatio) په الماني ورته (Lob)او په انګلیسي ورته (praise) وایي،(حمد،ثناء)او اصطلاحي مانائې تشریح او ښه یل دي . د بولګي په توګه : (ده ته د دغه موټر تعریف وکه! یاني ورته وې ښیه .)
(Definition) تر ډېره بریده دیوي ګړي تشریح اوتوضیح ده په ځانګړي توګه داصطلاحاتو تشریح ده . او اصطلاحي مانا ئې (دیوشي دقیق ټاکل دي .)؛ وکیپیدیا : په (Informatik) کي د (Definition) اصطلاح د (Deklaration) پر ځای په کار وړي . خو هره اصطلاح ډېري مانا وي لري .
«اصطلاح » عربي مصدر دی،چي جوړه او سوله ئې اصلي مانا ده . بله مانا ئې : ( هرهغه لغت چي برسېره پر خپل اصلي مانا نوري ماناوي هم ولري او په نورو پوهنیزو څانګو کي نوري ماناوي ورکي نو دغه لغت یا ګړه یوه اصطلاح بلل کیږي . زه د ښاغلو لوستونکو څخه معذرت غواړم،چي دوی مي په اشتباه کي اچولي اود افغان تحرک څخه مننه،چي زما ناسم تیا ئې را په ګوته کړې ده . خوزماسره چي کوم دلیل وو وړاندي مي کی خدای (ج) وکي،چي ومنل سي .

اخځونه :
۱: فرهنګ عارف «الماني ـ پښتو ـ فاړسي
۲: قاموس پښتو الماني احمدولي اڅکزی
۳: ویکيپیدیا
۴: (der kleine Duden 5 )