د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شرم پکار دی د ولسي جرګې غړو ته

ع، ابراهيمي 22.12.2015 23:20

په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو ولايت د خلکو استازي غلام حسين ناصري د دې جرګې د ٣١ هغو وکيلانو نومونه په ډاګه کړي دي چې د خيالي پوليسو مياشتني امتيازات اخلي.

وروسته لدې چې په افغانستان کې د خيالي پوليسو او نورو سرتېرو د معاشاتو د وتلو او اجراکېدو خبرونه خپاره شول ور سره سم هغه نومونه په ډاګه شول چې د خيالي پوليسو معاشات اخلي.

د خيالي پوليسو د معاشاتو موضوع وروسته له هغي را پورته شوه چې په افغانستان کې د امنيتي چارو په اړه انديښني ډېري شوې.

د پوليسو په ليکو کې اصلاحات، په ولايتونو کې کمبودات او د خيالي پوليسو شتون هغه مسله ده چې په اړوند يې ډېري پوښتني را پيدا شوې دي.

دا مهال د هغو وکيلانو نومونه په ډاګه شوي دي چې د خيالي پوليسو معاشونه اخلي نومونه او د خيالي پوليسو شمېره يې په لاندې ډول ده.

ملاتره خېل محمدي ٣٠ کسان، ملا عزت عاطف ٢٣ کسان، داوود کلکانى ١٠ کسان، احمدشاه رمضان اووه کسان، فرهاد صديقي اووه کسان، حبيبه دانش اووه کسان، شايسته باز ناصري ٦ کسان، ميرداد نجرابي ٦ کسان، سيدمنصور نادري ٦ کسان، سيفوره نيازۍ پنځه کسان، احمد بهزاد پنځه کسان، محمداسحاق رهګذر پنځه کسان، فوزيه کوفي پنځه کسان، عبيدالله بارکزى څلور کسان، رنګينه کارګر څلور کسان، قيس حسن څلور کسان، عبدالستار خواصي څلور کسان، ناجيه ايماق درې کسان او حميدالله توخي د درېيو خيالي ساتونکو مياشتيني امتيازات ترلاسه کوي.

همداراز صفورا ايلخاني، ميربت خان منګل، شريفي بلخابي، نقيب الله، عبدالصبور خدمت، موسى خان نصرت، حبيب افغان، فهيمه سادات، عبدالواحد فقيرزاده او محمد حسن صحرايي هر يو د دوو خيالي ساتونکو امتيازات تر لاسه کوي.

همداراز شېر ولي وردګ او هيلۍ ارشاد هم د يوه يوه خيالي ساتونکي امتياز ترلاسه کوي.

د ميدان وردګو ولايت د خلکو استازی غلام حسين ناصري وايي: "هره مياشت لس زره افغانۍ، د هر يوه پوليس د معاش په نوم، د وکيلانو جيبونو ته په ناقانونه توګه ورځي."

خو دا یوازې څو کسه خيالي پوليس ندي، چې د ښاغلي ناصري له لوري افشاء کيږې بلکه د دې شمېره تر زرګونو اوړي.

د معلومات له مخې د لوګر ولايت استازی اکبرستانکزی، د خوست ولایت استازی کمال ناصراصولي او د پکتيا ولایت استازې راضیه سادات منګل د ۱۸، ۱۸ کسانو امتيازي معاشات او امکانات اخلي.

د ولسي جرګې همداء غړي دي، چې په ګردي ميزونو، مصاحبو، ناستو او پروګرامونو کې د دولت په لوړپوړو چارواکو په ځانګړي ډول د امنيتي ارګانونو په رهبرۍ نيوکې کوي، چې ګواکې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلې دي، ولې خبر چې د سپينېدو خواء ته درومي نو ليدل کېږي چې تر هر چا مخکې د ولسي جرګې او ولايتي شوراء ګانو استازي په ناقانونۍ او بې قانونۍ کې ښکيل دي.

د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو استازي د زندانونو څخه د ورانکارو په خلاصون، ادارو کې مقررۍ، منفکۍ، لاسوهنې، قراردادونو په ترلاسه کولو، شخصي کاروبارونو او کميشنکاريو باندې بوخت دي، چې همداء لامل دی هیواد مو ورځ تر بلې د بربادۍ کندې ته لوېږي.

موږ د ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې يو باصلاحيته، پاک نفسه، وطندوسته او باتجربه هئيت دې د ولسي جرګې د غړو او کورونو کلکه څارنه وکړي او بشپړ راپور دې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ته وسپاري او تر څنګ دې همداء راپور د رسنيو له لارې د هېوادوالو سره شریک شي، تر څو هېوادوال هم د داسې څهرو په پيژندلو کې ځنډ ونکړي، او څوک چې ګرم وپيژندل شي علني دې محاکمه شي.

ولسمشر او اجرائيه رئيسه! په جرئت کار وکړئ، په قاطعت قدم پورته کړئ، افغان احساس مو په ولولو راولئ او دې خلکو ته سخته سزا ورکړئ تر څو چې ټول هېوادوال پدې پوهه شي چې په هېواد کې د دې بدبختيو اصلي عاملين د ولسي جرګې غړي دي، تاسو هېڅ ويره مه لرئ ولس د دې کميشنکارانو څخه په تنګ راغلی، او ستاسو تر شا ودرېږي نه د وکیلانو تر شاه.

بريالي وسئ