د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم اصلاحات؟

ع، ابراهيمي 13.10.2016 12:09

د میلیاردونو افغانیو مصارفاتو سربېره او د موازي جوړښتونو په شتون کې به اصلاحات څنګه راشي؟

ولسمشر محمداشرف غني د وارسا او بروکسيل کانفرانسونو سربېره په ټولو لویو غونډو، ناستو او ليدنو کې پر دې ټينګار کړی چې د ټاکنو، امنيتي، اقتصادي، ښې حکومتوالۍ او نورو برخو کې به ژور اصلاحات راولي او دا يې کاري لومړيتوبونو کې ځای لري.

ولسمشر محمداشرف غني ټاکنيزو هلو ځلو پر وخت هم د ژورو بدلونونو او مثبتو تغیراتو د راوستو ژمنې کړې وې، خو د دوه کالونو اقتدار وروسته تر اوسه هم په هېڅ يو سکتور کې د بدلون شاهد نه یو او نه هم دا طمعه شته چې بدلونونه دې په راتلونکو څو کالونو کې راشي.

د ولسمشر دا خبرې که څه هم خوږې او هر افغان يې غوښتونکی دی، خو زما  په اند چې دا شړۍ به وړۍ نشې، ځکه چې

د هېواد په تاريخ کې هېڅ یو حاکم (دولت مشر) دومره زيات شمېر مشاورين نه لرل لکه څومره شمېر چې اوس ولسمشر غني لري، د مشاورينو د معاشاتو سربېره د دوی د روغنياتو، دفاترو، ساتونکو، دفتري مامورينو او نور مصارفات په تخمينې توګه د میاشتې تر پنځوسو میلیونو افغانيو اوړي، چې ټول يې د بیت المال څخه ورکول کېږي او زور يې د افغان مظلوم ولس له څټه وځي.

ارشد یا ستر سلاکاران يې بې شمېره زيات دي، د دې ترڅنګ د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې ځانګړی استازی چې د صدراعظمۍ امکانات اخلي، اجرائيه ریاست، د اجرائيه رياست مرستیالان، د اجرائیه رئیس او مرستیالانو مشاورين، ساتونکي، دفتري مامورين، همکاران، روغنيات او نور مصارفات يې په تخمينې ډول د میاشتې درې سوه میلیونو افغانیو زيات دي، چې دا هم په غیر قانوني ډول د ولس په سر بوج او مصارفات يې د ولس له څټه وځي.

غیر قانوني ملي شورا چې زرګونه سرتیري د دوی، کورنيو او ملګرو په امنیت ساتنې بوخت دي، فوق العاده معاشات او نور مصارفات چې ټول يې د مظلوم ولس له مال (بیت المال) څخه ورکول کېږي په داسې حال کې چې وخت يې کال وړاندې پوری شوی ، همدا وکیلان دي چې په غیر قانوني مقرريو، ګمارنو او نورو کې لاس لري او تر ډېره بريد ه ستونزې هم دوی راولاړې کړي دي، کله چې دوی یو ځای نه بل ځای ته ځي هر وکیل يې لسګونه ساتونکي لري، چې یوازې د دوی امنیت وساتي، دوی د هغه ولسوالیو او ولایاتونو سهم خپل ګرځولی چې اوس د اور په لمبو کې سوځي، هلته په پوستو کې تر پنځو سرتېرو ډېر نه وي ځکه چې اصلي سهم دوی اخیستی او د دوی په برخه رسيدلي دی، او لا هم معلومه نده چې د دوی له لوري غصب شوې (پارلمان) به کله د دوی له منګلو خلاصېږي.

د جمهور رئيس او اجرائيه رئيس سره په رسمي او غیر رسمي سفرونو کې د اضافه او غیرضروري اشخاصو تګ، چې په خپل ځای ډېر لوړ مصارفات لري، اورېدلی به مو وي چې بروکسيل تاريخي کانفرانس ته جمهور رئيس او اجرائيه رئیس په جلا جلا الوتکو کې سفرونه کړي دي.

هلمند، رزوګان، فراه، کندوز  ولایاتونو سربېره لسګونه ولسوالۍ یا د دولت مخالفينو په لاس لويدلي او یا يې هم د سقوط لوړ احتمالات شته، پداسې حال کې چې د ميشتو خلکو اوازونه چې د کالونو کالونو يې وهلي تر جمهور رئيس ندي رسيدلي، او اوس هماغه ميشت خلک شهیدان او ټپيان په ویالو او لارو کې پراته دي او چغې وهي خو د جنګ اور دومره زورور دی چې د دوی چغې تر مرسته کوونکو نه رسېږي.

د قدرت انحصار تر ټولو جدي او لویه ستونزه ده، هغه څوک چې قربانۍ ورکوي، وينه تويوي، وطن ساتي، هېوادوالو ته خدمت کوي او صادق خلک دي د ارګ یو شمېر خودغرضه کړیو له لوري تخریب کېږي او هغه څوک چې غصب کوي، ناروا کړني کوي هغوئ بیا تقدیر کېږي

یو شمېر نورې ستونزې هم شته چې ليکل يې ډېر وخت ته اړتيا لري.

پورته ستونزو ته په ليدو دا فکر نه کېږي چې اصلاحات دې په لنډ وخت کې پلي شي.

دلته خبر د عمل او اعتماد ده، ولس څنګه اعتماد وکړي حال دا چې په عمل کې تر اوسه هېڅ هم پیاده شوې ندي.

ای ملته پر موږ همېشه د ځوان، معلم، عالم، سیاستمدار او نورو خوږو خبرو تاثیر کړی، هر چا چې راته خوږه خبر کړې موږ منلې خو متاسفانه چې هېڅکله هم هغه څه عمل کې ندي پياده شوي.

ولسمشره! سره لدې کړې دې ژمنې دې ندي عملي کړي، خو بیا هم موږ ستاسو په وړتيا، استعداد، ارادې، ادارې، او هوډ اعتماد له لاسه ندی ورکړی.

ولسمشره! ژمنې په عمل کې پياده کړه، چې تاريخ دې کارنامې په زرینو ټکو وليکي.