د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ع، ابراهيمي

14.01.2017 12:15    |   ع، ابراهيمي د ولايتي شوراګانو کومې لاسته راوړنې؟

د ولايتي شوراګانو په اړه لنډه معلومات: په افغانستان کې ولايتي شورا ګانې اوږده سابقه نه لري. دغه شوراګاني په لومړي ځل د ١٣٤٣لمريز کال په اساسي قانون کې په پام کې ونيول شوې، خو هغه مهال دغه کار عملي نه شو

17.11.2016 11:19    |   ع، ابراهيمي اوسنی بحران د غلطو مشورو پایله ده

د روان ۱۳۹۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه ولسمشر د ولايتي شوارګانو د اداري پلاوو د ټاکنو په اړه د ۳۴ ولایتونو واليانو سره په ویډيوي کانفرانس کې تاکيد وکړ، چې هېڅ دولتي مسوول د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوو د ټاکنو په بهير کې د لاسوهنې حق نه لري او که چا پدې برخه کې مداخله وکړه له دندې به يې ګوښه کړي.

28.10.2016 17:28    |   ع، ابراهيمي امنیت به څنګه راځي؟

امنیت چې د هر پرمختګ، بنسټيزې رغونې، اقتصادي پراختيا، سولې،ٍ ثبات او ښېرازۍ سبب کېږي راوستل يې په ټولو په ځانګړي ډول د امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونو دنده او مسوولیت دی، او هله کېدای شي چې دې ستر ارمان ته ورسېږو چې امنيتي سکتور د فساد څخه په بشپړ ډول پاک وي.

19.10.2016 15:39    |   ع، ابراهيمي د ښارونو سقوط او د چارواکو سکوت!

د امريکا متحده ایالتونو په مشرۍ د نړۍ ۴۷ هېوادونو د ناټو او ایساف په چوکاټ چې اسلامي هېواد هم په کې شامل و په ۲۰۰۱ عيسوي کال کې د نظامي، سیاسي، استخباراتي او اقتصادي مرستو په پارد کابل په خاوره قدمونه کېښول.

13.10.2016 10:09    |   ع، ابراهيمي کوم اصلاحات؟

د میلیاردونو افغانیو مصارفاتو سربېره او د موازي جوړښتونو په شتون کې به اصلاحات څنګه راشي؟

07.10.2016 22:54    |   ع، ابراهيمي ولسمشر ته!

د ملي وحدت حکومت د دوه کلن سخت مزل وروسته او د بروکسل تاريخي کانفرانس په درشل کې د هېواد شپږ لوی ولایاتونه او لسګونه ولسوالۍ د وسلوالو مخالفینو د لوړ تهدید سره پداسې حال کې مخ دی، چې لا وړاندې يې څو ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي.

31.05.2016 09:52    |   ع، ابراهيمي ولې موازي جوړښتونه د پخوا په پرتله پياوړي شوي؟

کله چې محمداشرف غني د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او بريالی شو، د ملي وحدت حکومت تر جوړېدو وروسته يې ولس سره ډېری ژمنې وکړې (د موازي جوړښتونو ختمول، ملي شورا او ولايتي شورا غړو ته د کاري چوکاټ برابرول او وزارتونه د ولس په جوپړ کې کول) يې د شويو ژمنو په سر کې ځای درلود.

27.04.2016 09:49    |   ع، ابراهيمي د فیسبوکي جرايمو مخه به څنګه ونیول شي؟

افغانستان کې د سايبري قوانينو پر وړاندې د مبارزې قوانينو نشتون د دې لامل شوى چې له امله يې سلګونه مستعارې او سپانسر شوې فېسبوک پاڼې چې تر شا يې مشخصې کړۍ حضور لري، په هېواد کې نرمه او روانې جګړه پر مخ يوسي او تر ډېره په کې مطرحې سياسي څېرې تخريبوي.

16.03.2016 12:41    |   ع، ابراهيمي سمیع الله صمیم بايد علني محاکمه شي

د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو له پاى ته رسېدو وروسته او شپږم "امتيازي" کال د شپاړسمې دورې له پيل سره سم په پنځو کاري ورځو کې د دې جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.

30.12.2015 12:50    |   ع، ابراهيمي ولسمشر محمداشرف غني ته سرخلاصی ليک!

تاسو تر ټاکنو مخکې په خپلو مبارزو کې ولس ته زښتې زياتې ژمنې ورکړې وې، زه پدې پوهېږم چې تاسو ته به حتماً خپلې کړې ژمنې په ياد وي خو د پلي کېدو چل يې در څخه حیر شوی دی. ولسمشره! ستاسو ژمنو، ملنګۍ، خاکسارۍ او خبرو څخه هر افغان په ناستو، مجالسو، رسنيو او ټولنیزو شبکو کې کلک ملاتړ کړی دی، تر کلیو، بانډو او ليرې پرتو سيمو پورې يې ستاسو ژمنې ورسولې او همداء لامل وه چې نن تاسو د ارګ په څوکۍ ناست یاست.

22.12.2015 21:20    |   ع، ابراهيمي شرم پکار دی د ولسي جرګې غړو ته

په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو ولايت د خلکو استازي غلام حسين ناصري د دې جرګې د ٣١ هغو وکيلانو نومونه په ډاګه کړي دي چې د خيالي پوليسو مياشتني امتيازات اخلي.

20.12.2015 12:12    |   ع، ابراهيمي بې امني، د ولس تشويش او د جمهور رئیس ځانګړې پرېکړې

د روان ۱۳۹۴ لمريزکال د ليندۍ په لومړيو کې د سيمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل د خپلې دندې استعفاء وکړې او له هغه وروسته امريکا ته تللی.

25.10.2015 12:14    |   ع، ابراهيمي ملي وحدت حکومت مشرانو ته پرانيستی ليک!

کله چې د ميزان په ۷مه نېټه د ملي وحدت حکومت په نوم يو نوی قدم واخيستل شو، په لومړيو کې ورته هېوادوال ځکه خوشحاله و، چې دواړو مشرانو (ډاکټراشرف غني او ډاکټرعبدالله عبدالله) ژمنې کړې وې، چې په ګډه به کار کوي او هېواد ته به سوکالي راولي، ټولنيز ژوند به خوندي کوي، اقتصاد ته به پراختيا ورکوي، امنيت په ښه کوي، مخالفو وسلوالو سره به خبرې کوي او داسې نورې ډېرې ژمنې وې چې دواړو مشرانو د ملت سره په لومړۍ بياينه کې کړې وې.

11.10.2015 10:01    |   ع، ابراهيمي ملي وحدت حکومت په داخل کې له جدي ستونزو سره مخ دی

د ملي وحدت حکومت منځ ته راتګ سره سم، د بې کارۍ کچه لوړه شوه، د ټولګټو او لويو پروژو کارونه په ټپه ودرېدل، لوږه، فقر، تنګدستي، ناامنۍ او بيروکراسۍ اوج ته ورسېدې، چې په پایله کې يې ۱۴ورځې وړاندې د کندوز د بشپړ ولايت ، د سرپل، جوزجان، فاریاب او بدخشان د ځينو ولسواليو سقوط یادولی شو.

23.07.2015 09:14    |   ع، ابراهيمي افغان ولسه رب مو وساته!

د مبارکې روژې د پيل څخه د کندهار، خوست، کاپيسا، بغلان، فراه، بلخ، لوګر، ننګرهار او نورو ولایاتونو په مختلفو پېښو کې په زرګونه بې ګناه افغانان يا شهيدان شوی او يا هم په سخت ټپي حالات کې په بستر پراته دي، د هرې پېښې وروسته کابل مېشو مشرانو يوازې د غندنې پيغامونه ورکړي او دا کار یې جنایت بلل او بس!

28.04.2015 09:07    |   ع، ابراهيمي ولې ولسمشر سياسي ګوندونه ځپي؟

د ولسمشرۍ په ټاکنو اکثريت سياسي ګوندونو په ځانګړې توګه د جهادي مفکورې په اساس ولاړو ګوندونو له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ چې د همدې ملاتړ په اساس اوسنى ولسمشر په دې بريالى شو چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زياتې رايې راخپلې کړې.

21.04.2015 22:57    |   ع، ابراهيمي قانون جوړونکي او ماتوونکي د يوې سکې دوه مخه!

پارلمان د دوه ګونو جرګو (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) په درلودلو سره د ملي مشورو ګډ کور او د هیواد د قانون جوړولو ځای دی، د ملت استازي هغه قوانین تصویب یا ردوي چې د حکومت له خوا ورته وړاندې کیږي. همدارنګه د هیواد دکابینې، کلنۍ بودجې او داسې نور سترو سترو ملي تصمیمونو د تصویب دنده هم پر غاړه لري او خپلې مشورې حکومتي چارواکو ته وړاندې کوي. په همدې توګه د حکومت له چارواکو څخه د اړتیا پر مهال د استحضأاو استجواب دنده هم په غاړه لري او د ولس غوښتنې د حکومتي چارواکو غوږونو ته رسوي.

19.04.2015 10:06    |   ع، ابراهيمي قسم خوړلي وکیلان له ولسه څه غواړي؟

پارلمان د خپلو دوه ګونو جرګو په درلودلو سره د ملي مشورو ګډ کور او د هیواد د قانون جوړولو هستوګنځی دی چې د ملت استازي هغه قوانین تصویب یا ردوي چې د حکومت له خوا ورته وړاندې کیږي. همدارنګه د یوه هیواد دکابینې، کلنۍ بودجې او داسې نور سترو سترو ملي تصمیمونو د تصویب دنده هم پر غاړه لري او خپلې مشورې حکومتي چارواکو ته وړاندې کوي. په همدې توګه د حکومت له چارواکو څخه د اړتیا پر مهال د استحضأاو استجواب دنده هم په غاړه لري او د ولس غوښتنې د حکومتي چارواکو غوږونو ته رسوي.

15.04.2015 08:49    |   ع، ابراهيمي دوی ښاماران دي!

تېره ورځ د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسيونونو د ملي دفاع وزارت لوی درستيز سترجنرال شېرمحمدکريمي، د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي او د ملي امنيت رئيس رحمت الله نيبل غوښتي و تر څو د تېرې جمعې ورځې د پښې او په هېواد کې د نورو ناامنيو او ستونزو په اړه دوی ته معلومات ورکړي.

14.01.2015 19:03    |   ع، ابراهيمي دا د ملي وحدت حکومت د مشرانو د اصلاحاتو وخت دی

د ملي شوراء ۱۶مه تقنيني دوره د ۱۳۹۰کال په يولسمه مياشت رسماً خپل فعاليت شروع کړو، چې په يادو مراسمو کې د وخت ولسمشر حامدکرزي سربېره يو شمېر لوړپوړو چارواکو او بهرنيو ډيپلوماټانو هم ګډون کړی و، له دې دورې وړاندې جرګې تر ډېره په خپلو جنجالونو کې بنده پاتې وه او ۱۶مې دورې وکيلانو ته يې پر ورسپارل شوو مسايلو لازم کار نه وه کړی، په لومړۍ ورځ د ولسي جرګې غړو پر پاک قران لاسونه کېښودل او قسم يې وکړو چې ملت ته به وفادار وي، دوی وعده وکړه، چې دوی به تر ډېره ملي مسايل مطرح کوي او پر هغوئ به بحثونه کوي، تر څو هېواد له بحرانونو وژغوري.

04.01.2015 12:16    |   ع، ابراهيمي د ميزان د۷مې غوړې وعدې ورکې دي

د ۱۳۹۲ کال خبر ده، ملګري په يوه هجره کې سره ټول شوي و او ډېر ښکلی بنډار و، د هر چا خوله له خنداء ډکه وه، خوشحالۍ وې او ډېره مينه وه، ډېر مينه ناک بنډار و، موږ داسې احساس نه کاوه، چې موږ دې په افغانستان کې وسو، دا شپه آرامه، خوشحاله او د خوندوره وه، خو د محفل خوشحالي يو بيړني خبر واخيسته (پر سرحد د پاکستاني او افغاني ځواکونو ترمنځ نښته روانه) او پر سبا خبر شو، چې يو تن اتل قاسم خان شهيد شوی دی.

23.12.2014 19:09    |   ع، ابراهيمي ولسي جرګې غړي د پيسو پيدا کولو په لټه کې

تېره ورځ د ولسي جرګې د رئيس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ د ولسي جرګې عمومي غونډې پرېکړه وکړه، که چېرته نوي ملي وحدت حکومت د پیلکېدونکي اونۍ کې دوی ته نوماندان وزیران و نه پيژني، دوی به بيا خپله پرېکړه اعلان کړي، ولې يو شمېر نورو غړو بيا وړانديز وکړو، که دوی ته نوماندان وزیران و نه پيژندل شي، نو دوی به اعتراضي ډول د ملي شوراء دروازه وتړي، دوی د نورو غړو څخه غوښتنه وکړه، چې هر وکيل دې خپل ولایت ته ولاړ شي او په لاريونونو دې لاس پورې کړي.