د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ګد حکومت ناکامه بهرنۍ پالیسي

خوشحال آصفی 03.09.2015 11:59

افغانستان د آسیا په زړه کې د خپل جیوپولیټیک او جیواکنامیک موقعیت له مخې او موجوده وضعې ته په کتو د سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي حالت د پرمختګ لپاره په سیمه او نړۍ کې افغان شموله سیاست او پالیسۍ ته اړتیا لري. داسې پالیسي چې د وخت په هر ډول شرایطو کې خپلې ملي ګټې او موخې ثابتې او خوندي وساتي. خپل ستراتیژیک دوستان له ځان سره وساتي او تر منځ یې انډول مراعات کړي. د افغانستان ګاونډیانو په تېرو ۱۰۰ کلونو کې له افغانستان سره له فعال سیاست نه کار اخیسته خو له بده مرغه افغانستان یې په مقابل کې د پام وړ سیاست نه لاره او سیاسونو او چارواکو مو یوازې د خپل نوم، موقف او څوکۍ لپاره پرې خوله پټه کړيده او په دې نه دي توانیدلي چې په سمه توګه له ملي ګټو نه د فاع وکړي.
له نیکه مرغه په افغانستان کې د کورنیو جګړو وروسته په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان اړیکې د سیمې او نړۍ له ډیرو هیوادونو سره ټینګې شوي دي خو له بده مرغه چې د سیالو او رقیبو هیوادونو تر منځ مو هیڅ انډول نه دی ساتلی. په همدې سبب مو سیالو هیوادونو ته زمونږ په هیواد کې د نیابتي جګړې کولو فرصت په لاس ورکړی دی چې همدا مسایل سبب شوي چې افغانستان ونه توانیږي څو د ګاونډیو، سیمې او د نړۍ د هیوادونو تر منځ انډول وساتي او د خپلو ملي ګټو لپاره کار وکړي. افغانستان په تیر حکومت کې هم روښانه بهرنۍ پالیسي نه درلوده، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره په اړیکو کې مو انډول نه و ساتلی. په تیر حکومت کې مو روسیه، ترکیه، چین او نور هیوادونه د بهرنۍ پالیسۍ محور نه و ګرځولي، ټوله اتکا مو په امریکا او ایران وه، پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه مهال له روسیې سره اړیکې ونیولې چې کله د امریکا نه ناهیلی شو، همدا ډول چين او ترکیه هم.
د غني او عبدالله د واکمنۍ پر مهال د بیلګې په توګه د افغانستان په بهرني سیاست کې د پاکستان او هندوستان سره په اړیکو کې ناانډولي یادوو.
په تیر حکومت کې د افغانستان او هند اړیکې خورا ښې وې، هند له ۲۰۰۱ څخه تر ننه له افغانستان سره د پام وړ مالي مرسته کړې. ځینې خلک بیا وایې چې هند په افغانستان کې نیابتې جګړه روانه ساتلې، خو د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او هندوستان اړیکو ته په کتو؛ هندوستان له افغانستان سره هیڅ داسې کار ندی کړی چې زمونږ ولس دې هندوستان ته د نیوکې ګوته ونیسي. خو تاریخ ګواهي ورکوي چې په افغانستان کې د ټولې جګړې جرړې د ډيورنډ کرښې ها خوا دي. په افغانستان کې د ګډ حکومت په منځته راتګ سره د سیالو هیوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان او هندوستان تر منځ د انډول نه ساتلو قانون لا پسې پياوړی شو او ولسمشر غني هم پاکستان ته د یو طرفه امتیاز ناکامه تجربه تکرار کړه. د حکومت په لومړیو ورځو کې یې کابل ته د پاکستانیو چارواکو د راتګ ور پرانیست او په خپله هم څو وارې د اسلام اباد میلمه شو. خو د معمول سره سم د پاکستان دوه مخي توب او دروغجنو وعدو پرته یې هیڅ هم تر لاسه نه کړل. پاکستان ته یو طرفه امیتاز ورکولو سره افغانستان د وخت د ضایع تر څنګ نور ډير زیانونه هم وکړل چې دا دی تر ټولو تازه بیلګه یې په کابل کې همدا اوسنۍ د (ریکا) شپږمه اقتصادي غونډه کې چې د نړۍ د دیرشو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر څنګ په کې د نړۍ د څلویښتو سازمانونو استازو ګډون درلود خو د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په کې د ګډون بلنه رد کړه او ګډون یې ونکړ. په بهرنۍ پالیسۍ کې د انډول نه ساتلو له امله مو هیواد د سیمې د هیوادونو تر منځ د سیالۍ ډګر ګرځېدلی، نه پکې خپله د سیمې هیوادونه د اصلاحاتو او سولي لپاره جدي اقدام کوي، او نه هم د امریکا په مشرۍ سیمه کې نړیوال ځواکونه د سیمې د ثبات لپاره پخه اراده لري. نو دلته ده چې افغانستان د دوست او دښمن توپیر نه شي کولای، ځکه خو یې په خپل بهرني سیاست کې د اړیکو د انډول اصل مات کړی دی.
هغه هیوادونه او نړیوال سازمانونه چې باید د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې ورته ځای ورکړل شي او تر منځ یې انډول مراعات شي:
    •    د سیمې هیوادونه
    •    اسیايي هېوادونه
    •    عرب هېوادونه
    •    لویدیځ او ختیځ
    •    ملګری ملتونه او نور نړیوال سازمانونه
د هیواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو، بهرنی سیاست باید د پورته پنځو کټه ګوریو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره په سمه توګه عیار کړای شي. خو  تر ټولو لومړی باید د بهرنیو چارو وزارت کې یوه پراخه څنډنه وشي او د کار اهل کسان باید په کار وګمارل شي.