د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال آصفی

03.01.2017 12:59    |   خوشحال آصفی پاکستان ته د روسي پوځيانو د تګ معما

له ننه کابو درې مياشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره داسې راپورونه خپاره شول چې يوه ډله روسي پوځيان پاکستان ته زي او هلته د پاکستاني ځواکونو سره په ګډه پوځي تمرينونه کوي. هغه مهال د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر عاصم باجوه په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي: “د روسیې د ځمکنيو پوځيانو دا ډله به په پاکستان کې دوه اوونۍ پاتې شي او له پاکستانيو پوځيانو سره به په ګډ پوځي تمريناتو کې برخه واخلي.” باجوه ويلي و، چې په دې تمرینونو کې د دواړو هیوادونو نږدې ۲۰۰ پوځیان برخه لري. چې د سپتمبر له ۲۴ پېلیږي او د اکتوبر پر ۱۰ به پای ته رسیږي.

26.11.2015 11:21    |   خوشحال آصفی ننګرهار وژغورئ

له څه مودې راهیسې د ډیورند لیکې ته څېرمه د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې وسله وال په جګړه بوخت دي. دغې افراطي ډلي په دې وروستیو کې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې سخت ظلم پيل کړي. هغوی د یو شمېر عامو خلکو کورونو ته اور اچولی او د افغاني او اسلامي کلتور خلاف کړني کوي. په دې وروستیو کې داسې وېډیوګاني خپرې شوي دي چې داعش د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د عامو خلکو کورونو ته اور اچوي او خلک په پټه له غرنیو لارو ځان باسي. په ننګرهار کې د داعش تر نفوذ لاندې سيمو خلک خپلي خوشالۍ هم نه شي لمانځلای او که کوم چا د زوی د پیدایښت او واده په خوشالیو کې ډزي وکړې د داعش کسان ورځي او خلکو ته د ظلم نهايي مجازات ورکوي. دلته د داعش کړنې د ظلم او بربریت تر ورستي حده رسيدلې او داسي ظلمونه کوي چې تر اوسه یې په نړۍ کې ساری نه لیدل کيږي. شا او خوا میاشت وړاندې دلته داعشيانو د سيمې یو شمير اوسيدونکي په ماینونو والوزول. يوه ورځ يي تازه زيږيدلی ماشوم په منځ دوه پړکه کړ او د مور او پلار د سترګو په مخامخ يي څيرې کړ. بيا یي پلار ورته د نورې کورنۍ په مخ کې د پیکا په ډزو شهيد کړ. تاسې خپله قضاوت وکړۍ چې دلته امنیت په نوم څه شته او که نه؟ ددې سيمې خلک خوندي دي او خیر خیریت دی او که د داعش وحشت د اوج تر کچې رسيدلی؟

16.11.2015 11:08    |   خوشحال آصفی له ځنډ وروسته د کابل ــ ډیلي اړیکو نوی رنګ

په دې وروستیو کې، کابل او ډهلی د اړیکو له نسبي ځنډ وروسته یو نوي او متفاوت پړاو ته داخل شوي او په دې ترڅ کې د هند صدراعظم نرندا مودي پریکړه کړې چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر وکړي. کابل ته د هند د صدراعظم سفر له لسیزو وروسته نوی ګام دی، چې فکر کېږي، دهندوستان حاکم ګوند غواړي د من موهن سنګ د تګلارې خلاف په جراًت سره له افغانستان سره د اړیکو پاللو لاره خپله کړي. تر اوسه د دغه سفر وخت په دقیقه توګه ندی ټاکل شوی. نریدرا مودي په داسې حال کې کابل ته راځي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ډیلي ته دوه ورځنی سفر درلود او د هند د ملي امنیت له سلاکارسره له لیدنې علاوه له نورو هندي نظامي چارواکو سره یې ولیدل او د افغانستان د نظامي ځواکونو د تجهیز او اکمال په برخه کې یې ددغه هېواد توجه وغوښته. په دغه سفر کې اتمر له هند سره د دریو هلیکوپترو د قرارداد پرسر خبرې وروستۍ کړې او له افغان ځواکونو سره یې دهند مرسته ځکه ضروري وګڼله چې وسله وال یاغیان پرافغانستان سربیره دسیمې نورو هېوادونو ته په چټکۍ د پراخیدو په لټه کې دي.

07.11.2015 13:08    |   خوشحال آصفی د ګډ حکومت بل تاریخي شرم

د ګډ حکومت له جوړیدو راهیسې د حکومت د شریکانو کارنامې اوریدل کیږي او لیدل کیږي په ځانګړي ډول د ګډ حکومت د مشر د نړۍ د دویم متفکر غني او د ګډ حکومت کشر عبدالله کارنامې. تیره ورځ یې بیا هم یوه داسې کارنامه وکړه چې په تیرو هغو یې ولس شکر اوباسي. د غني په لارښوونه تیره ورځ د کابل بانک لوی لوټمار او پخواني شریک خلیل الله فیروزي د ښار جوړونې له وزارت سره د سمارټ سیټي په نوم د خصوصي ښارګوټي د جوړولو تړون لاسلیک کړ. د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د تړون د لاسیکولو پر مهال وویل، ولسمشر غني داسې حکم صادر کړی، چې د کابل بانک د فساد د قضيي ښکیل او زنداني شریکان خوشې شي، ترڅو پانګونې وکړي او له خپلو پانګونو نه د بانک پورونه ادا کړي.

29.10.2015 11:20    |   خوشحال آصفی د ټاکنو په کمیسیون کې د بهرنیانو د لاسوهنو انديښنې

د ولسي جرګې کاري او قانوني موده پای ته رسېدلې خو د ټاکنیزو کمېسیونو پر سر د نانندریو له امله د بیا ټاکنو نېټه یې نه ده اعلان شوې. دغه ټاکنې نږدې شپیته میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او د معمول په څېر نړیوال ورسره مرسته کوي خو دا ځل هغوې خپلې مرستې مشروطې کړي .د نړیوالې ټولنې شرط په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات دي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستانی بیا اصلاحات پلمه بولي او وایې چې نړیوال یوځل بیا غواړي چې د کمېسیون په چارو کې لاس وهنې پیل کړي. دا لومړی ځل نه دی چې بهرنیان د افغانستان په دغه مهم ارګان کې لاسوهنه کوي بلکه د دوه زره او څوارلسم کال ولسمشریزې ټاکنې چې محصول یې اوسنی دوه سره حکومت دی؛ هم د بهرنیانو د لاسوهنو نتیجه ده. له دې وړاندې د دوه زره څلورم او دوه زره نهم کال په ټاکنو کې هم تر ډېره بهرنیان دخیل وو، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له نیوکو او مخالفت وروسته د دوه زره څورالسم کال ټاکنې افغانانو رهبري کړې او بهرنیانو په کې یوازې د نظارت رول درلود . په تیر کې د ټاکنو په پروسه کې د بهرنیانو د لاسوهنو اړوند ډيرې بیلګې شته چې ښه هغه یې تیرې ولسمشریزې ټاکنې چې پایله یې اوسنی دوه سره حکومت دی؛ او همداشان د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونې دي چې ویلي دي بهرنیانو د دوه زره او نهم کال ټاکنې له کړکیچ سره مخامخ کړې. د ولسمشرۍ په دې وروستیو ټاکنو کې چې د نړۍ په تاریخ کې اوږدې او جنجالي ټاکنې وي، د بهرنیانو د لاسوهنې داسې شواهد شته چې په ډاګه کوي ټاکنې د بهرنیانو په واک او اختیار کې وې، هغه څه یې کول چې زړه یې غوښتل. په تېرو ټاکنو کې بهرنیو هېوادونو په تېره سفارتونو ښکاره لاسوهنه کوله او غوښتل یې چې حکومت په څو کسانو ووېشي چې همداسې هم وشول.

29.10.2015 11:16    |   خوشحال آصفی متفکر ولې تیروتنې کوې

د ولسمشر د خبرو متن باید له بیلابیلو مراحلو د ارزونې په خاطر تیر شي. د کارپوهانو په باور د ولسمشر خبرې باید پر حقایقو ولاړې، توري او کلمات یې عام فهمه وي، او د خبرو متن یې باید کره ارزول شوی وي. ولسمشر باید په څو ځلي د خپلې وینا لیکلی متن له ځان سره ولولي او خلکو ته له ویلو وړاندې يې باید ځان په کره والي ډاډمن کړي تر څو د خلکو پر وړاندې ترې کومه لفظي یا بله اشتباه ونشي. په عمومي توګه د ولسمشر د وینا متن په دوه ډوله وي:

25.10.2015 13:20    |   خوشحال آصفی پاکستان ترهګر له منځه نه وړي بلکه امتیاز پرې اخلي

افغان حکومت تل د سولې په تړاو خپلې دروازې پرانیستي دي؛ او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې په لاسوهنو تورن هیواد پاکستان څخه تل غوښتنه کړې چې په خپله خاروه کې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون ټولې هغه ډلې وځپي چې دلته جګړه جاري ساتې او له هغه ځایه د افغانستان پر ضد د جهاد فتواوې صادروي. خو دغه د ترهګرو ځالې (پاکستان) تل نه یوازې دا چې د افغان لوري غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې بلکه په دغه هیواد کې د روانو ناامنیو پړه یې هم په افغانستان اچولې ده. اوس اوس په دې ورستیو کې د پاکستان صدراعظم نوازشریف، چې امریکا ته په درې ورځني سفر تللی، وايي؛ افغان ولسمشر غني ته یې ویلي چې پاکستان د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو تنظیمولو ته تیار دی خو داسي نه شي کولی چې هم طالبان خبرو ته حاضر کړي او هم ورڅخه د هغو د وژلو غوښتنه وشي. د ده دغه اشاره د امریکا او افغانستان د حکومتونو دې غوښتنې ته ده چې په خپله خاوره کې طالبان وځپي او پناهځایونه یې له منځه یوسي.

18.10.2015 13:52    |   خوشحال آصفی پاکستان د کابل ــ ډهلي د اړیکو ستر خنډ

په بهرني سیاست او نړیوالو اړیکو کې هر هیواد دا لټه کوي تر څو خپلې ملي ګټې خوندي وساتي او خپل ملي قدرت او پياوړتیا په نړیوال نظام کې وښيي. همداراز د خپل بهرني سیاست او بهرنیو اړیکو څخه له نورو هیوادونو او دولتونو سره خپلو ملي موخو ته ورسیږي. په همدې خاطر هر هیواد کوښښ کوي څو له خپل ځان سره یو ستراتیژيک، پياوړی اقتصادي او نظامي پارټنر له ځان سره ولري تر څو خپلو ملي ګټو او موخو ته ورسیږي. د دوه هیوادونو تر منځ اړیکي باید پر ډيپلوماټيکو اصولو، نړیوالو حقوقو، نړیوالو قوانینو او په حسن نیت باندې ولاړې وي. اوس به راشو په تیر کې د افغانستان بهرنۍ پالیسي او له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو اړوند د تعادل ساتلو اصل ته.

06.10.2015 10:50    |   خوشحال آصفی د ښوونکي ورځ که د مېلې ورځ..؟

د اکتوبر ۵ مه نیټه د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د ښوونکي نړیواله ورځ پیژندل شويده. دغه ورځ د یونسکو سازمان لخوا د ۱۹۹۴ کال د اکتوبر له پنځمې نيټې راهیسې د ښوونکي د ورځې په نوم نومول شویده. د ښوونکي د نړيوالې ورځې د يادونې څخه هدف دا دی چې د ښوونې او روزنې کيفيت لوړ او اوچت شي. د ښوونکو د کار او ژوندانه کچه غوره شي او په خپله ټولنه کې خپل مناسب ځای او مقام لاسته راوړي. له بل پلوه دغه راز د ښوونکي نړيواله ورځ د خبرو اترو، منطق او په علم او پوهې سمبالو وګړو سره د يووالي او نړيوال پېوستون څرګندونه ده. دا ورځ موږ ته دا اصل را زده کوي چې غوره ښوونکي د ښې زده کړې ورکوونکي دي. د ښوونکي نړیواله ورځ د نړۍ له سلو په ډیرو هیوادونو کې لمانځل کیږي. په دې ورځ زیات شمېر زده کوونکي مقالې لولي، ښوونکي ستايي او معلمان یې فخر کوي او خوشحالېږي. دلته په افغانستان کې دغه ورځ په داسي حال کي لمانځل کيږي؛ چې د دغه هېواد ډېری ښوونکي له اقتصادي ستونزو سر ټکوي. ښوونکي شکایت کوي، چې د دوی تنخاګانې د دوی کورنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای. دلته زمونږ په هیواد کې ناامني، اقتصادي ستونزې او کلتوري ننګونې د ښوونکو د ژوند د تامین پر وړاندې درې ستر خنډونه دي. د دې تر څنګ ډېر ښوونکي د سرپنا یا کورونو له نشتوالي سره هم مخامخ دي. ډېر داسې ښوونکي شته چې له خپلو تنخاګانو د کورونو کرایې هم ورکوي، چې له دې امله د دوی ستونزې څو برابره زیاتېږي. دا خو هغه ستونزې دي چې ښوونکي ترې سر تګوي، خو دلته ځینې نورې داسې ستونزې هم شته چې د ښوونځیو زده کوونکي او د زده کوونکو کورنۍ بیا له استادانو سر ټکوي.

01.10.2015 08:49    |   خوشحال آصفی د ګډ حکومت ګډوډ والیان

په افغانستان کې د ملي یو والی تر نامه لاندې ګډ حکومت چې افغانان یې دوه سری حکومت بولي؛ د ۱۳۹۳ د تلې د میاشتې په اوومه نېټه د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په نتیجه کې نه، بلکي د سیاسی پریکړې او مصلحت په اساس جوړ شو. ښايي دا ډول حکومت د خپل نوعیت له مخې د نړۍ پرمخ لومړنی حکومت وي چې هم یې ګټونکی او بایلونکی دواړه نا معلوم دي او هم دواړه په واک کې نیم په نیمه شریک دي. له لومړي سره د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ ناندرۍ روانې وې خو کله چې د کابینې په جوړولو پیل وکړ نو هر یو ښاغلي به غوښتل چې کلیدي وزارتونو ته خپل خپل وزیران معرفي کړي چې ځينې وختونه به د ولسمشر له لوري معرفي شوی نوماند د عبدالله له لوري رد کیده او ځینې وختونه به د عبدالله له لوري نوماند وزیر د اشرف غني لخوا رد کیده. همدغه کشمکش حکومت په دوه لارو روان کړ او په ملي مسایلو کې د واحد نظر پر ځای دوه نظرونه پیدا شول. په همدغه کشمکش او د واک پر سر شخړې لانجمن حالت کې د ملي وحدت حکومت ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې په ۴۵ څلویښت ورځو کې به کابینه ولسي جرګې ته معرفي کوي خوبلاخره دا جوته شوه چې د ملي وحدت حکومت

19.09.2015 13:06    |   خوشحال آصفی باجوه صاحب څه وایې؟

متل دی چې وایې : مه کوه په چا چې وبه شي په تا؛ یا هم له آزاره چا بازار ګټلی نه دی. دا یو څرګند حقیقت دی که چیري د بل چا دروازه په سوک ووهې نو ستا دروازه به حتما په لغته وهي. د پاکستان له زیږدو تر ننه دغه هیواد دلته په افغانستان کې خپل سپیره لاسونه راننیستل او خپل هر راز کرغیړن اعمال یې یا هم په خپله او یا هم دلته د خپلو افغاني لاسپوڅو په ذریعه ترسره کړي دي او لاهم دغه لرۍ دوام لري.

13.09.2015 10:58    |   خوشحال آصفی د حکومت مشرانو اختلاف؛ د پاکستان زړورتیا

د نړۍ په نقشه کې د پاکستان په نوم هیواد له شاملیدو وروسته په افغانستان کې د ګاونډیانو په تیره د پاکستان له لوري په سرحدي سیمو په سلګونو ځله تیری شوی او له صفرې نقطې څخه دیخوا یې د افغانستان په داخل کې په سلګونو کیلومتره ځمکه لاندې کړې. سره له دې چې افغان دولت د امریکا په شمول له ناټو تړون او د نړۍ له نورو لسګونو هیوادونو سره ستراتیژیک، امنیتي او دفاعي تړونونه لري خو بیاهم نه د امریکا، نه د ناټو ځواکونو او نه هم د نورو دفاعي تړونونو لاسلیکوونکو هیوادونو لخوا د پاکستان د دغو ښکاره تیریو په مقابل کې د افغانستان ننګه کړې او نه يي په ملګرو ملتونو کې په اړه کوم قانوني اقدام شوي دی.

05.09.2015 13:46    |   خوشحال آصفی هویت وژنه !

افغان ولس یو بدن دی او بې له شکه چه اسلامیت او افغانیت یی روح دی چه بې له روح څخه د ژوندی بدن پایښت ناشونی دی. دا فغان کلمه چې اوس د ځينو منحوسو څېرو لخوا شاربل کیږي؛ دافغانستان دټولو خلکو ملي نوم دی او داسیا په زړه کې تر ټولو تاریخي ، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو لاندې یې یو نه بیلیدونکی واحد جوړ کړی او یوغښتلی لرغونی او ملي اصالت لري.

03.09.2015 09:59    |   خوشحال آصفی د ګد حکومت ناکامه بهرنۍ پالیسي

افغانستان د آسیا په زړه کې د خپل جیوپولیټیک او جیواکنامیک موقعیت له مخې او موجوده وضعې ته په کتو د سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي حالت د پرمختګ لپاره په سیمه او نړۍ کې افغان شموله سیاست او پالیسۍ ته اړتیا لري. داسې پالیسي چې د وخت په هر ډول شرایطو کې خپلې ملي ګټې او موخې ثابتې او خوندي وساتي. خپل ستراتیژیک دوستان له ځان سره وساتي او تر منځ یې انډول مراعات کړي. د افغانستان ګاونډیانو په تېرو ۱۰۰ کلونو کې له افغانستان سره له فعال سیاست نه کار اخیسته خو له بده مرغه افغانستان یې په مقابل کې د پام وړ سیاست نه لاره او سیاسونو او چارواکو مو یوازې د خپل نوم، موقف او څوکۍ لپاره پرې خوله پټه کړيده او په دې نه دي توانیدلي چې په سمه توګه له ملي ګټو نه د فاع وکړي.

28.06.2015 12:17    |   خوشحال آصفی ولسمشر او ولسکشر ته...!

د ملي یووالي ګډ شرکت ټولو برخه والو په ځانګړي توګه ددغه شرکت ولسمشر او ولسکشر ته څو ځانګړي وړاندیزونه لومړی: امنیت ټینګ کړۍ، امنیت په زور او جبر نه ټینګیږي، لومړی ولس خپل کړۍ، ولس ته خدمات وړاندې کړۍ، د ولس او خپل ځان تر منځ واټن راکم کړۍ، د امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي زیاته کړۍ، خپل دوست او دښمن تعریف کړۍ او ولس ته دا روښانه کړۍ چې له چا سره جګړه کوۍ او له چا سره سوله؟

25.06.2015 10:50    |   خوشحال آصفی جګړه د ډیپلوماسۍ پای

د نظامي تکنیک او وسیلو نه د ډیپلوماسۍ په وروستۍ مرحله یا پړاو کې او معمولا پس د ډيرو تکنیکونو د استعمال نه ګټه پورته کيږي. دا امکان هم شته چې یو دولت په عین وخت کې د خپلو ټولو امکاناتو او حربو نه لکه فرهنګي، تبلیغاتي، اقتصادي او نظامي نه ګټه پورته کړي. داسې هم انګیرل کیږي چې جګړه د ډيپلوماسۍ پای ده اما څرنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه دا ممکنه ده چې د جګړې پر مهال ډیپلوماسۍ ډيره فعاله شي او په عین وخت کې د تشویق او مجازاتو له سیاست نه ګټه پورته شي. هغه دولت چې د نظامي حربې نه په بهرني سیاست کې ګټه اخلي په دې هڅه کې وي چې مقابل لوری تر فشار لاندې راولي او دېته یې اړ کړي چې په خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي او په خپلو ملي موخو او ګټو باندې بیا کتنه وکړي. دا دولت خپل دا سیاست تر هغه ځایه پلی کوي چې خپل امکانات او وړتیاوې ورته اجازت ورکوي.

23.06.2015 10:35    |   خوشحال آصفی اوسني حالات او د یو ملي او رښتنوني رهبر نه شتون

زما په هیواد کې ملي وحشت خپور دی، انارشیزم حاکم دی، اقتصادي ناورین دی، چور او چپاول دی، اخلاقي او اداري فساد چېغې وهي، میلیونونه انسانان په مخدره توکو روږدي دي، میلیونونه ا نسانان وزګاره دي.

21.06.2015 11:53    |   خوشحال آصفی فعاله ډیپلوماسي

ډيپلوماسي هغه فن دی چې بهرنی سیاست اداره کوي، نړیوالې اړیکي تنظیموي او نړیوال اختلافات او کړکیچونه په سوله ایز ډول حلوي. د ملي ګټو د حوزې ټاکل، د جګړې د پایته رسولو لارې چارې، له نورو سیاسي اړخونو سره یووالی او د ورګډیدو لارې چارې، د اقتصادي بندیز لګولو لارې چارې، د امنیتي حریم روښانه کول، د خپل هیواد د ملي موخو او ګټو تامینول او د امتیاز ترلاسه کول؛ دا ټول د ډیپلوماسۍ ځانګړنې دي.

20.06.2015 13:17    |   خوشحال آصفی بې لومړیتوبه متفکر

متفکر، رهبر، او ذعیم هغه چا ته ویل کیږي چې لوي فکر ولري، لوی لید ولري، لوي لوي کارونه وکړي، اوږدمهالې موخې ولري، لوي پلان ولري، لویه حوصله او صبر ولري، یوه اداره او سازمان خپلو لویو او لوړو موخو ته ورسوي، لوي او پياوړی ټیم ولري، په خپل ټیم او ډلې باندې اعتماد او باور ولري، کارونه او مسولیتونه په خپلې ډلې او کاري ټیم باندې وویشي او دایې یوازې مشوره او لارښودنه کوي او یا هم په لویه کچه پالیسي او ستراتیژي جوړوي او بلاخره د یو متفکر یا رهبر هره کړنه او څرګندونه محاسبه شوې وي، پلان شوې وي، دقیق او پر ځای وي، او ډیر په احتیاط او فکر سره ګام پورته کوي.

17.06.2015 10:04    |   خوشحال آصفی د مدیریت او رهبریت توپير

رهبري او مدیریت هغه مفاهیم دي چې کله ناکله مترادف یا د یو او بل پر ځاي استعمالیږي او ډیری وخت ددوي تر منځ بنسټيز توپير نالیدل شوی انګیرل کیږي، حال دا چې داسې نه ده بلکه ددې دواړو تر مننځ توپیر شتون لري. مدیریت د موخو ترلاسه کولو لپاره مدیریت د مادي او انساني قوې همغږي کولو ته وایي.

06.06.2015 12:54    |   خوشحال آصفی له ښوونکي سره شوخي نه منم

ښوونکی د یو هیواد د وګړو د فکرونو او ذهنیتونو جوړونکی دی، ښوونکی هغه روښانه شمعه ده چې تل خپله سوزي خو ټولنه له سوزیدو ژغوري او بلاخره همدا ښوونکی دی چې د ټولنې د پرمختګ او پوخوالي ته چټکتیا وربخښي. په پرمختللو ټولنو او هیوادونو کې حتا د دریمې نړۍ د هیوادونو او بیا د سیمې د هیوادونو لکه ايران، هند، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، بنګله دیش، تاجکستان او نورو هیوادونو کې ښوونکی او د ښوونکي دنده یو لوي مادي او معنوي ارزښت لري او هر څوک په اسانۍ سره نه شي کولای چې یو ښوونکی شي. د کانکور په ازموینو کې هم دغه مسلک ته ددې د ارزښت پر اساس لوړه نمره ټاکل شويده ځکه همدا ښوونکی دی چې د یوې ښې او پوهې ټولنې د بنسټ ډبره ږدي او لوړ مادي امتیاز او ارزښت لري، ښه ژوند لري، د ښه کور څخه نیولی تر ښې تنخوا پورې.... او په لسګونه نور امتیازات. خو په ډير تاسف سره وایم چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې خبره بل ډول ده، د کانکور په ازموینه کې دغه سپيڅلي مقام ته کمه نمره ټاکل شویده چې حتا د ناکامۍ نمرې سره برابره ده، همدارنګه که یو څوک په بل هیڅ یو پوهنځي کې بریالی نشي نو دارالمعلمین خو شته دی.

02.06.2015 10:21    |   خوشحال آصفی قحط الرجال په ګډ شرکت کې

نږدې نهه میاشتې کېږي چې د ښاغلي عبدالله او غني ګډ شرکت په کار پیل کړی دی خو د کار لومړۍ ورځ نه تر اوسه پورې په شرکت کې انارشیزم، خپل سري، د همغږۍ نه شتون، د قوانینو او اصولو تر پښو لاندې کول، د واک د ویش پر سر جګړه او اختلاف، د سالم سیستم نه شتون، د متحد او زړه سواندو اشخاصو نه شتون او په لسګونه نور موارد او ستونزې شته چې دا ګډ شرکت ورسره مخامخ دی او، و.

31.05.2015 21:42    |   خوشحال آصفی دونیم ساعته مرستیالان

د نړۍ په هیڅ سهامی یا ګد شرکت کې دومره نه همغږي ، خپل سري ، قدرت غوښتنه او په ټوکه کې انارشیزم شتون نه لري لکه چې د افغانستان په سهامی یا ګد ملي یووالي شرکت کې شتون لريږ هغه تېره ورځ د ملي یووالي د ګد شرکت یو برخه وال د افغانستان د پانګه اچوونې یا (آیسا) اداری لپاره درې مرستیالان وروپېژندل اما دوه نیمه ساعته وروسته بل برخه وال درې واړه منفک کړل او درې واړه یی د ټوپک په زور له یادې ادارې څخه وویستل حال دا چې دا درې مرستیالان هم له لسګونو غیر مسولو وسله والو ډلو سره راغلل او په څوکیو په زور کیناستل ، ته به وایي چې دا څوکۍ دوې اخستي او یا دوی ته په میراث پاتې دي یا هم چور او چپاول اعلان شوی ، دې ته وایي بې عزتي ، بې احترامي ، بي شرمي ، بې حیایي ، خپل سري ، قدرت غوښتنه ، په واک شخړه ، ګدوډې او په ټوله کې انارشیزم . دې ته ورته کله چې یاد ګډ د ملې یووالی شرکت په کار پیل کړې اصلآ د لومړۍ ورځې څخه د دغه ګډ شرکت د اوو برخه والو تر منځ د څوکیو ، پیسو او واک د ویش په سر اختلاف او نه همغږي شتون درلود او تراوسه پورې شتون لري ، تاسو ولیدل چې د دې شرکت یو برخه وال بیګاه د دفاع وزیر وټاکه اما ددې شرکت بل برخه وال خپل غږ پورته کړه چې زه یي نه منم

27.05.2015 09:51    |   خوشحال آصفی د ملت درد په سل ورځني پلان نه دواکیږي

له اتو میاشتو څخه ډير وخت کيږي چې د غني او عبدالله سهامي شرکت په کار پیل کړیدی خو حالت له بده بدتر شول او لا هم بدتريږي. د تیرو دیارلسو کالو سطحي لاسته راوړنې د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي، نسبي امنیت له منځه ولاړ، په ادارو کې اداري او اخلاقي فساد اوج ته ورسيد، هره ورځ په لسګونو اشخاص له شخصي او دولتي ادارو څخه د کار څخه

18.05.2015 10:14    |   خوشحال آصفی پردي پالنه او زمونږه کورنۍ کمزورتیا

په تیر دوه سوه کلن لیکلي معاصر تاریخ کې افغانستان د پردي پالنې او ژورې کورنۍ کمزورتیا شاهد و او دی او پایله یې دا ده چې افغانستان بار بار د بیلابیلو نومونو لاندې د ختیځ او لویدیځ د نوي او زاړه ښکیلاک شاهد واوسي او ونه توانیږي چې په خپلو پښو ودریږي. لیرې نه ځو د ښاغلي کرزي د دیارلس کلنې حکومتي دورې کړنې او د ښاغلي غني او عبدالله د سهامي شرکت کړنې ارزوو.