د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان د کابل ــ ډهلي د اړیکو ستر خنډ

خوشحال آصفی 18.10.2015 12:52

په بهرني سیاست او نړیوالو اړیکو کې هر هیواد دا لټه کوي تر څو خپلې ملي ګټې خوندي وساتي او خپل ملي قدرت او پياوړتیا په نړیوال نظام کې وښيي. همداراز د خپل بهرني سیاست او بهرنیو اړیکو څخه له نورو هیوادونو او دولتونو سره خپلو ملي موخو ته ورسیږي. په همدې خاطر هر هیواد کوښښ کوي څو له خپل ځان سره یو ستراتیژيک، پياوړی اقتصادي او نظامي پارټنر له ځان سره ولري تر څو خپلو ملي ګټو او موخو ته ورسیږي. د دوه هیوادونو تر منځ اړیکي باید پر ډيپلوماټيکو اصولو، نړیوالو حقوقو، نړیوالو قوانینو او په حسن نیت باندې ولاړې وي. اوس به راشو په تیر کې د افغانستان بهرنۍ پالیسي او له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو اړوند د تعادل ساتلو اصل ته.
افغانستان باید له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښه بهرنۍ پالیسي پر مخ یوسي. د ګاونډیو سره د اړیکو په پراخوالي کې هم باید د یاد هیواد سره د اړیکو مخینې ته پام وشي او د پخوانیو اړیکو سره د عبرت په توګه باید استفاده وشي. افغانستان بايد له ګاونډيو هېوادونو سره نږدې اړيکې ولرۍ، دا اړيکې بايد داسې وي، چې بل هېواد زيانمن نه کړي او نه هم له بل هېواد سره زموږ اړیکې خرابې کړي. پاکستان په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ مخه نيسي او افغانستان باید دا حقیقت له پامه ونه غورځوي. اړینه ده چې افغان حکومت بايد يوه داسې جامع بهرنۍ سياسي تګ‌لاره ، سياست او پاليسي جوړه کړي، چې هم يې له بهرنيو په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره اړيكي ساتلې وي او هم يې په کور دننه د ګډوډيو او ناکراريو مخه نيولې وي. خو له بده مرغه افغانستان تر ډيره په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې له ګانونډیانو سره په اړیکوکې انډول نه دی ساتلی، په ځانګړي ډول د سیالو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې لکه د پاکستان او هندوستان تر منځ په اړیکو کې نا انډولي. پاکستان او افغانستان او په مقابل کې د افغانستان او هندوستان تر منځ د اړیکو مخینې ته په کتو د کابل-اسلام‌اباد تر اړیکو د کابل- ډهلي اړیکې ډېرې ارزښتمني دي.
افغانستان له هند سره تاریخي اړیکې لري او هند په تېرو لسو کلونو کې هم له موږ سره ډېرې مرستې کړې دي، خو پاکستان چې د هند سخت دښمن دى، تل یې د افغانستان خلکو ته خپله بې‌اعتباري ښودلې ده. پاکستان څو ځله په افغانستان کې له ترهګري سره د مبارزې ټټر وهلی، خو د پردې ترشا یې بل څه کړي. د دوى ژمنو د افغانستان په وضعیت هېڅ‌ډول مثبت اغېز نه ‌دى کړی. هند د پاکستان پر خلاف عمل كوي او غواړي سیمه‌ ییزه ترهګري له ‌منځه یوسي. هند د افغانستان له دولت او ولس سره په بیلابیلو اړخونو کې مرستې کړي دي. دا حقیقت دی چې هېڅ هېواد له بل هېواد سره د خپلو ګټو خوندي نه ساتلو په صورت كې مرسته نه كوي او نه هم له هغه هېواد سره په دې موخه مرسته كوي، چې دوى ته په كې ګټه نه وي. خو د تاریخ په هیڅ پړاو کې د هندوستان مرستو ته؛ افغان ولس د شک په سترګه نه دي کتلي دي؛ او دا ځکه چې د هندوستان سیاست تل د افغانستان په اړه روښانه و خو له بده مرغه چې په افغانستان کې د ځینو دولتونو لخوا دې اړیکي ته د شک په سترگه کتل کېدل.
دلته اړینه ده چې د افغانستان او هندوستان تر منځ د اړیکو شالید ته ستانه شو.
له ډېر پخوا راهیسې د افغانستان اوهند ترمنځ سیاسی، کلتوری او اقتصادی اړیکې وې، کله چې د هند خاوره د اوسنی پاکستان په ګډون د انګرېزانو ترلاس او استعمارلاندې وه، هغه وخت هم افغانستان ورسره د نورو په پرتله زیاتې نږدې اړیکې لرلې. له دې وروسته بیا کله چې هند له انګریزی ښکېلاک څخه د ۱۹۴۷م کال په اګست میاشت کې خپلواکی واخېسته، افغانستان د هغو لومړنیو هېوادونو له ډلې و، چې د هند خپلواک دولت یې په رسمیت وپېژاند.
تر دې وروسته، هند د افغانسستان سره پخه او رښتینې دوستي پيل کړه. د پخوا په پرتله د دواړو دولتونو ترمنځ اړیکې لا سره نږدې او پراخې شوې. کله چې په ۱۹۷۸م کال کې شوروی پلوی رژیم په افغانستان کې واک ته ورسېد په دې دوره کې د دواړو دولتونو ترمنځ اړیکې تر هر بل وخت زیاتې او پراخې شوې او دې اړیکو، تر ۱۹۹۲م کال پورې دوام وکړ. له دې وروسته کله چې په ۱۹۹۲م کال کې د مجاهدینو تر مشرۍ لاندې اسلامی دولت په افغانستان کې واک ته ورسېد، هند په افغانستان کې د مجاهدینو دولت په رسمیت وپیژانده، خو په هماغه وخت کې هم د پاکستان دلاسوهنو له امله د هند سفارت څو ځله په کابل کې وتړل شو.
د افغانستان او هندوستان تر منځ اړیکې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د رامنځته کیدلو وروسته په ټپه ودریدې او حتا وشلیدې. د هند سفارت د طالبانو په ټوله دوره کې په کابل کې تړلی و او د دواړو دولتونو ترمنځ د کوم ډول سیاسی او اقتصادی اړیکو څرک نه تر سترګو کېده. بیا کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې لنډ مهاله اداره په افغانستان کې جوړه شوه، نو هند له افغان دولت څخه خپل سیاسی او اقتصادی ملاتړ اعلان کړ، چې ترننه پورې دا لړۍ دوام لری. د حامد کرزي په دوران کې هند له افغانستان سره تقریبا دوه ملیارده ډالره مرسته وکړه. چې ددې مرستو زیاته اندازه د ټرانسپورټ، برېښنا، تحصیلی بورسونو، د سړکونو پخولو، د پارلمان د ودانۍ جوړولو، د خوراکی موادو، ژمنیو مرستو او په ځینو نورو برخو کې په مصرف ولګیده.
په ځانګړي ډول باید یادونه وشي چې هند په افغانستان کې خپلې مرستې په هغه ځایونو لګولي چیرته چې اړتیا ورته موجوده وه. هندوستان خپلې ټولې مرستې د افغانستان په زیربنایي پروژو لګولي دي چې له جملې یې یوه هم د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړول دی، ددې پروژې ارزښت تر ۷۵ میلونو ډالرو پورې رسېږی. همداراز د بشردوستۍ په برخه کې یې هم له افغانانو سره بیلابیلې مرستې کړي دي چې وروستۍ هغه یې د سرې میاشتې له ټولنې سره پنځه میلیونه ډالر مرسته ده چې غواړي د هغو ماشومانو درملنه پرې وکړی چې زړونه یې سوري دي. هندوستان ددې مرستو له لارې، که له یوې خوا له افغان دولت سره تر یوې اندازې پورې مرسته کړې ؛ له بل لوري یې د ټولو افغانانو زړونه لاسته راوړي دي. خو په مقابل کې یې پاکستان بیا له افغانانو سره څه کړي دي؟
افغانستان کې د جګړې اور بل ساتل، دلته ترهګر رالیږل، سخت دریځۍ ته پراختیا، د جنګسالارانو ملاتړ، کورنیو چارو کې لاسوهنه، د بهرني سیاست د کنټرولو هڅه، د کورنیو لاسپوڅو په وسیله د افغانستان دملي شتمنیو لکه کانونو لوټل، د افغانستان تاریخي اثارو غلا کول او دیته ورته په لسګونو نور جنایات هغه څه دي چې پاکستان ؛ افغانستان ته د ډالۍ په توګه ورکړي دي.
افغان دولت له پاکستان او هندوستان سره په اړیکو ساتلو کې تل د پاڼ او پړانګ تر منځ پاتې شوی دی. د بېلګې په ډول، اوسمهال چین او پاکستان نږدې دوستان دي او دواړه هېوادونه له هند سره یو څه شخړه لري، په داسې حال کې چې د ولسمشر غني په بهرنۍ پالیسۍ کې پآکستان او چین ته د هندوستان په پرتله ډيره پاملرنه شویده او اړیکې ورسره تودې ساتلې شوې دي او دا کار ددی سبب شوی چې، هند یو څه خوابدی شي. همدا راز پخواني ولسمشر حامدکرزي هند ته یو لیست ورکړی وو، تر څو له دې هېواده وسلې ترلاسه کړي، خو ولسمشر غني د حکومت په لومړیو کې هغه غوښتنه لغوه اعلان کړه. د کابل – اسلااباد وروستي نږدېوالي او د ولسمشر غني له ‌خوا له هند څخه د وسلو د ترلاسه کولو د غوښتنلیک لغو کول هغه څه وو، چې ، د هند او افغانستان تر منځ یې یو څه بې باوري پیدا کړه.
د افغانستان او پاکستان اړیکې، چې د محمد اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته له لنډې مودې لپاره ښې شوې، اوس یو وار بیا مخ په خرابېدو دي. آن دا چې د یوبل دیپلوماتانو ته د وېزو پر صادرېدو یې هم اغېز کړی دی. په تازه کې د پاکستان اکسپریس ټربیون ورځپاڼې راپور خپور کړی چې افغانستان؛ پاکستاني دیپلوماتانو ته د وېزې له ورکولو ډډه کړې ده. ورځپاڼې د یوې رسمي سرچینې په حواله ویلي چې پاکستان کمال حسین په کابل کې د خپل سفارت د سوداګري اتشې مرستیال ټاکلی خو تراوسه وېزه نه ده ورکړای شوې. سرچینه وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې باب د پاکستان رسمي پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی خو په افغانستان کې هم سرچینې وايي چې پاکستان له افغان لوري سره ورته چلند کوي او ښايي دا یې عکس العمل وي.
افغان دولت باید په یوه وخت کې له دوست او دښمن دواړو سره ښې اړیکې ولري او تر منځ یې باید انډول وساتلی شی، او که انډول نه وي نو دا ډول سیاست به د هېواد وضعیت نور هم خراب کړي. که چېرې ولسمشر غني د پاکستان، هندوستان، چين، امريکا، روسيې او نورو هغو هېوادونو، چې خپل‌ منځي سيالۍ لري، په پام سره راشه ‌درشه و نه کړي، پرته له شکه، چې دا ډول چارې به د دې پر ځای، چې افغانستان ته سوله او ثبات راوړي، افغانستان به د نيابتي جګړې ډګر وګرځوي، چې په تېر کې موږ د دې ډېرې بېلګي لېدلې دي.