د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلي ولسمشر اشرف غني ته ليک

عبدالولي منګل 11.08.2015 01:25

ښاغلی جلاتماب,
کامل باور لرم, چې تاسو به د پخو سياسيونو په څېر دغې جملې سره چې " څيرې تغير مومي, تاريخ او سياستونه تقراريږي " موفق او همغاړی وی. بس, همدا لويه اندېښنه ده چې ننی تاريخ او حالات موږه او افغانستان ننګوي, او هسې نه شي چې د ۲۳ کلونو پخوانی تاريخ او تراژيدي تقرار شي ; هغه تراژيدي چې په پايله کې افغانستان دړېوړې شو, په لکونه افغانان ووژل شول, مرکزي حکومت له منځه لاړ, هېواد په کچنيو امارتونو واوښت او د نړۍ د بنسټپالو اسلامي اورپکو په ځاله بدل شو. په دې تړاو اړ ايستل کېږم چې تاسو وپوښتم: افغانان, د هېواد سياسيون او سياسي کړۍ غواړي پوه شي چې د مخالفينو سره سوله په کومه بيه افغانستان, خلکو او تاريخ ته تماميږي?
جلاتماب ولسمشر,
ددغې پوښتنې تر څنګ , زه خپلې انديښنې د سولې په روان بهير کې ستاسو سره داسې شريکوم او ستاسو پام ورته را اړوم :
- د پاکستان د حاکمو کړيو د شومو پلانونو غونډچاڼ چې خپلو اجيرو طالبانو ته يې د تاويز غوندې غاړې ته ورپورې کړی دی ,په يوه کلمه کې د افغانستان د تېرو ۱۴ کلونو د لاسته راوړنو په اوبو لاهو کولو او په حقيقت د يوې تېرې غميزې د تقرار غونډچاڼ ( ټولګه ) دی ! په قوي ګمان به طالبان په راتلونکو مرکو او ناستو کې يو اساسي شرط کېږدي, هغه دا چې تر هغو پورې چې نړيوال ځواکونه په افغانستان کې مېشت وي, خبرې اترې به کومه ګټوره پايله و نه لري ; هغوی به ټينګار پردې وکړي چې نړيوال اشغلګر دې ووځي بيا به په يوه لنډمهاله حکومت سره جوړ شو . داسې وېره شته چې تاسو به د خپلو نړيوالو متحدينو تر اغېز لاندې دا ورسره ومنی. دا هغه څه دي چې هومره يې په ماهيت کې طالبان نه , لکه پاکستان يې چې غواړي, او دا همهغه د ډاکتر نجيب الله د حکومت د سکوت سيناريو ده, چې ای اس ای چمتو کړې ده. خو خدای مه کړه, که هسې وشي, افغانستان به عملا د قدرت له تشې سره مخ شي, پخواني جګړه ماران به د ځان د بقا او د مال د ساتنې په خاطر خپلو سيمو ته ياغي شي او هلته به خپل امارتونه جوړ کړي, افغانستان به يو وار بيا د سيمې هېوادونو د ' بزکشۍ وري ' په څېر د ټلوالۍ او رقابت ډګر وګرځي.
محترم ولسمشر,
د پاس کرښو په کښلو سره زه په ټوله مانا ددې خبرې, نه غواړم تاسو ته ځان سياسي فالبين معرفي کړم, خو د پېښو روان بهير زه دې ته اړ کړم چې خدای مه کړه هسې نه شي چې د يوه سوکاله افغانستان خوب چې ستاسو په راتګ سره افغانانو ليدلی دی, په يوه ډارونکي حقيقت بدل شي; داسې و نه شي چې هم تاسو او هم افغانستان د سولې په نامه د پاکستان د نظامي کړيو او کرنېلانو د شومو پلانونو صدقه شي.
نو څه بايد وشي?
ددې لپاره چې د هېوادوالو دغو ټولو اندېښنو ته مو ډاډ ورکړی وي , او د دښمن ټوله خبيثه ايجنډا مو د هغوی لپاه په تش خوب بدله کړې وي, نو يوه ځواکمن تدبير او ټينګې ارادې ته اړتيا ده , چې د لاندې عملي اقداماتو له لارې ترسره کيدای شي:
- د يوه پراخ لاريون له لارې چې په هغه کې د هېواد ټولې سياسي سټې او فيګورونه, سياسي سازمانونه,مدني جوړښتونه او د قومونو او مليتونو پلاوي شامل وي, راغوښتنه او ددغه لاريون له ترېبيون نه د سولې د روان بهير نه د ټولو هېوادوالو خبرول او په جريان کې اچول .
- د هېواد نه د دفاع د پلار وطن ملي جبهې جوړول ; داسې جبهه چې له تبعيض پرته ټولې سياسي کړۍ او جريانونه پکې شامل وي.
- په صادقانه او عملي توګه د ټولو سياسي شخصيتونو سره د سياسي نندريو او مخالفتونو غوڅول او ورته د پای ټکی اېښودل , او هغوی پرځان راماتول.
وياړلی ولسمشر
په پوره ايمان او ډاډ سره ويلی شم , چې د پاس وړاندې شوو اقداماتو سره به به وکولی شو چې د کرغېړن دښمن ټول ناروا هڅې او شوم پلانونه شنډ کړو, هېوادوال د مايوسۍ له خوبه راويښ کړو او هغوی ستاسو د مشرتابه تر سيورې لاندې ودروو .
په درنښت