د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يا د جګړې دوام يا په کابل کې لاسپوڅی حکومت

عبدالولي منګل 26.06.2015 20:44

د طالبانو سره د سولې په سر خبرې: په داسې حال کې چې طالبان د خبرو پوره او يا خو هېڅ واک نه لري, او هر څه د ای اس ای د مشاورينو په لاس کې دي, د سولې خبرې به هيڅ داسې ګټوره پايله و نه لري چې د افغانستان په خير وي. په دې نن ټول افغانان او د سيمې د چارو شنونکي پوهيږي, چې د جنګ او سولې کونجي د پاکستان په لاس کې ده. او هر چاته جوته ده که د پاکستان نظامي ځواکمنې کړۍ د يوې مياشتې لپاره په طالبانو خپلې مرستې ودروي , طالبان به يا د افغان حکومت سره سولې او جوړجاړي ته حاضريږي او يا به هغوی د تل لپاره د جګړې په ډګر کې ماتې خور.

پاکستان هيڅکه يو سوکاله نېکمرغه افغانستان نه شي زغملی , ځکه پاکستان د ځان تباهي د افغانستان په سوله او پرمختګ کې ويني, ځکه چې په سوله او سوکالۍ کې به:
-افغانستان په يو قوي دموکراتيک او حقوقي دولت تبديل شي
- افغانستان به د مېشتې نړيوالې ټولنې او ناټو په مرسته د يوه مدرن وسلوال ځواک څښتن شي.
- افغانستان به د خپلو طبيعي زېرمو په مټ په يوه بډايه او افتصادي هېواد بدل شي, چې د " بډايې نړيوالې ټولنې ټول پام " به ځان ته راواړوي, چې پخپله دا " د بډايې ټولنې ټول پام " د پاکستان مصنوعي شتون په سيمه کې له ګوښ سره مخامخوي.
- افغانان به د يوه سوکاله او بډايه ژوند خاوندان شي; په مليونه د پولې هغې غاړې پښتانه به دلته په کارو روزګار بوخت شي; چې کيدای شي د وخت په تيريدو سره د پاکستان نه د جلا کيدلو لاره د هغوی لپاره هوا‌ره شي ; او که داسې لاره هواره شي, بيا نو پاکستان ټوټې ټوټې او تباه دی.
ددغو اندېښنو په نظر کې نيولو سره, ايا پاکستان به وغواړي چې داسې سوله راشي چې د هغوی په تباهۍ تمامه شي? نه بلکل نه.
هغوی به په خپل ټول توان سره جګړه جاري وساتي , تر څو بهرنۍ ټلواله له افغانستان څخه مايوسه شي او ووځي ; په کابل کې يا د خپلې خوښې لاسپوڅی حکومت جوړ کړي او د هغوینيمه مستعمره وګرځي ; او يا دغه هېواد د جګړې په اور کې لولپه شي.
اوس د افغان مشرانو خوښه, يا د جګړې دوام يا په کابل کې د پاکستاني کرنېلانو يو لاسپوڅی حکومت ...