د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څارګرې ادارې او دنړۍ وېش

عبدالولي منګل 15.02.2006 02:00
د مخصوصو خداماتو د کارکوونکو لومړنۍ دنده او کار دادی ، چې يوه اغېزمنه تحريکي شر اچوونکي بازي ،يا په بل نامه اپراتيفي بازي (Provocation ) په کار واچوي . دا همدا دوی دي چې لوی او منلي ديپلوماتان، سياست والان او نظاميان په خپلو تحريکونو کې ښکېل کوي.
 اوس په دې وخت کې د مخصوصو خداماتو يا په بله ژبه د جاسوسۍ ارګانونو لپاره نوې دنده په مخکې ده- دا د تېروريزم سره جګړه بلل شوې ده. کومه چې د ١١ سپتمبر نه را وروسته پيل شوه .خو په حقيقت کې د نړۍ د وېش او تقسيم په سر جګړه ده، او د نړۍ وېش او تقسيم د جاسوسي او څارګرو ادارو په لاس کې دی ،او د وېش د قماربازۍ ډېره په شدت سره ورځ په ورځ ګرميږي .
 د تېروريزم سره جګړه ، آيا دا جګړه په رښتيا جګړه ده، که هسې يولوی اپراتيفي تحريک دی؟
 هره ناوړه طبعي پېښه او يا يو تروريستي عمل د يو هېواد لپاره خطرناک عواقب لري . اوس پام وکړئ ! چې دغې تروريستي پېښې د امريکا ( د ملي ګټولپاره ګټې که تاوانونه لري .هو!!! دا اټکل هم غلط دی چې هره اپراتيفي بازي دې تل مثبتې لاس ته راوړنې ولري .شايد ددغې سترې پېښې جوړونکو لومړی يوازې په مثبتو لاسته راوړنو فکر کړی وي .
 په دې هکله د پخواني شوروي اتحاد د بهرنيو استخباراتو رئيس چې دېرش کاله يې په کا جي بې کې کار کړی دی ، د يوې ورځپاڼې سره په مرکه ويلي : (باور مې نه راځي چې دغه د يو تروريستي عمل وي ، ځکه ددغې پېښې څخه راپيدا شوي هدفونه خورا پراخ دي ،او داسې ښکاري چې کلونه کلونه کيدای شي په دغه لويه اپراتيفي لوبه کار شوی وي .
 پوښتنه رامنځ ته کيږي : آيا کولای شي اسامه بن لادن چې هلته ليرې په افغانستان کې په کومه سمڅ يا غار کې پټ دی ، هغه هم بې له کومې الکترونيکي تماس ټينګوونکې وسيلې ( چې ويل کېدل طالبانو ټول وسايل په بن لادن باندې بند کړي دي ) په واشنګټن او نيويورک کې د پنځو بويئنګ الوتکو د تښتونې قومانده ورکړي ؟
 څرنګه کيدای شي چې څو عربي ډوله کسان دې بې له پاسپورتونو الوتکې ته پورته شي ، او الوتکې د يوه ټاکلي او مشخص هدف سره ټکر کړي ؟
 ددغې پېښې په لومړنيو ورځو کې د امريکا استخباراتو F.B.I په بيړه اسناد خپاره کړي و ، چې په هوايي ډګر کې يې ګويااسناد پيدا کړي دي ،دا اسناد: څو دانې پاسپورتونه ، د قرآن د څو پاڼو په شمول په عربي ژبه د الوتکو د چلوولو لارښوونکي ، رهنمايي کاغذونه و چې په هوايي ډګر کې په يوه موټر کې پراته و . دا خبره وروسته ددغه احمقانه اعلان وروسته بيخي پټه شوه پدې خاطر چې خبري رسنيو د پاسپورتونو د نوم يادول بايد نه وی خپاره کړي .خو په عين وخت کې ددې خبرې د اعلان مانا دا وه چې ګويا اسناد شته چې دا کار عربانو يا القايده کړی دی ،.
 سوال دا دی ، چې ايا سړی کولای شي چې يوازې په رهنمايي کاغذونو يوه بويئنګ الوتکه هواته پورته کړي؟ بله په زړه پورې پوښتنه دا ده ، چې ولې اسامه بن لادن او يا د هغه همکارانو تر اوسه پورې د دغې پېښې پړا او يا نه پړا جهانيانو ته څرګنده نه کړه ؟ زما په اند دا شانې ډېرو پوښتنو ته به ځوابونه هېڅ وخت و نه ويل شي .
 که چيرې په امريکا کې د داسې تروريستي اعمالو تر سره کول هومره اسان او ساده وی ، نو د سړې جګړې په وخت کې به د پخواني شوروي اتحا د K.G.B له خوا متحده ايالتونه لا پخوا ريزمرېز او ويجاړ وی .
 پوښتنه دا ده ، چې د څه لپاره د امريکا په حکومت کې د ننه نظامي او جګړه پلوو کړيو، دغې لويې قربانۍ ، د درې زرو نا زياتو خپلو هېوادوالو وژنې ته اړ شول ؟
 ځواب روښانه دی : نړۍ په خپلو پنجو کې نيول، د نړۍ په لويې عراقي نفتي چينې باندې خېټه اچول ، د افغانستان نيواک __ يعنې په مرکزي اسيا باندې ولکه ټينګول، چېرته چې د نيفتو سر تړلي او پريمانه چينې موجودې دي ،. ددې لارې د چين لمنو ته ځان رسول ، افغانستان کيدای شي ، د چين سره په احتمالي جګړه کې د جنګي پايګې لپاره ښه ګټور تمام شي ، د سرزوري ايران !! اوربوز ورماتول ، او داسې نور...
 اوس به راشو د ننه متحده ايالاتو ته . دا يوه قانونمندي ده : هر زورواک يا ديکتاتور تل تر تله زورواک نه شي کيدای پاتې شي . دهغه د قدرت واګي به يوه ورځ پخپله سره شړيږي . زما په اند د متحده ايالتونو دموکراسي هم داسې ده . دشوروي اتحاد ړنګيدل کيدای شي ، امريکايي سياست جوړونکولپاره ښه نمونه وي .
 ددغې لويې لوبې بل پلو داسې دی : د خلکو په منځ کې وېره اچول _ د زور او زر حلقو د حکومت د ټينګښت لپاره ښه طريقه ده . ددغه عمل په تر سره کولو سره حکومت کوونکو وکړای شول د وګړو اند بل خوا ، او عدالت خوښوونکي افکاروځپي .
 د امريکې تاريخ ښيي چې دموکراسي ډېره ورسته شوې ده.متحده ايالتونو کې داسې خلک شته چې د خپل نه بدليدونکي نظام اوخپلې دموکراسۍ نه په تنګ راغلي دي . نن د ننه په امريکا کې داسې خلک زيات پيدا کيږي ، چې د امريکا متجاوز بهرنی سياست نه شي زغملی . داسې سياسي حلقې شته چې په جوته د دوه ګونديز نظام مخالفت کوي او په دې اند دي چې، تر څو چې په امريکا کې واک او اختيار ددې دوو ګوندونو په لاس کې وي ، په امريکا کې بنسټيز بدلونونه نه شي راتللی او دموکراسي نه شي کيدای نوښت پيدا کړي .