د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پردی هېواد

وکیلي 29.04.2015 12:35

کله مي پردی وطـن خپل کیـږي
لېمه پرلار چي هـېـواد خپل را آزادیږي
عـمــرسـو تېــر په بل ګومل کي
پــردی ګــومـل دهـیـچـا نـه خـپـل کیـږي
نندارچیان یوموږ د دې ستري بلا
ګلـبـڼ مـو د هـېواد په سرو وینو اُوبیـږي
دیـوې بدي بلا نه چي خلاسیـږو
خــوښي مــو نـسته بـلـه بــلا راته دریږي
دا بــد قســـمــت دا مـو ازل دی
دعـا کـوو،چي پر الله مو خــواسـت قبليـږي