د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما هیله

ارواښاد سیف الرحمن(اشنا) 26.01.2015 12:13

زه نور څه نه غواړم بدلون غواړمه
ژوند کې ښایست ښکلی سمون غواړمه

چې خزان شوې هیلي بیا غوړوي
دغـه شان کار دغه قانون غواړمه

په وچو شونډو چې موسکا راولي
ستا نه ساقي داسې جنون غواړمه

لکه فولاد په ټینگ تَکل پسې ځم
له تورو شپو نه سباوون غواړمه

چــې توفانونو کې لیلا لټـــوي
د لیونتوب هغه مجنون غواړمه

د زمانې ســتم ځپلــی یم ډیـر
نور د ظلمونو نه بیلتون غـواړمه

شمعه د علم بــه تل بله ســاتم
لکه ‹اشنا› داسی پښتون غواړمه