د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عقل مخزن

ارواښاد سیف الرحمن(اشنا) 30.12.2014 09:56

چې د بېخه کږه تیږه د دیوال شي
د مودو مودو زحمت به دې پایمال شي

چې اوبه د رود شي وچې په چینه کې
لوي بحرونه به له کومه ځای اکمال شي

چې ریښو ته د کوم بوټې اوبه نه وي
غټ ښاخونه به یي مات په لږ شمال شي

چې تکل اسمان ته ونه شي په ځمکه
نو کیهان ته به یی له کومه پروبال شي

هرې ونې ته چې َتل د زړې نه وي
نو پایښت به یې د نسل په څه حال شي

سرچشمه د هرې پوهې منځ٭د سر دی
له هم دې ځایه څوک پوه څوک پوهنوال شي

لنډه دا چې د هر څه پایښت په بیخ دی
که نظر چیرې ژور او ښه سنبال شي

رهبر ونه ملت څانګې او ښاخونه
په سالم رهبر تمام ملت خوشحال شي


٭«مقصددانسان ماغزه دي»