د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وچې خبرې

ارواښاد سیف الرحمن(اشنا) 10.12.2014 11:55

وچې مه کوه خبرې هیڅ انسان ته
مداماً دې فکر اوسه خپل بیان ته

وچه لښته څنګه غوټه ژر ماتیږي
نتیجه د وچ ویل ده دغه شانته

که خبرو کې دې حِلم او نرمي وه
نو ته پوه شه چې دی فکر دی خپل ځانته

هغه لښته چې وي نرمه نه ماتیږي
ښه دقیق شه د نرمۍ ګټې او زیان ته

بد ویل د هر انسان سابقه ښیي
داعادت یې منسوبیږي خاندان ته

په کوم بڼ کې چې ګلان او تازه ګي وي
افرین دې شي پیشکش هغه باغوان ته

لنډه دا چې ښه اخلاق عالي صفت دی
(اشنا) دا صفت لازم دی هر انسان ته