د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلبلان مو په سلګو دي

حفيظ 31.12.2014 01:27

بلبلان مو په سلګو دي
ګلان مو په سلګو دي بلبلان مو په سلګو دي
ځانګو کې وژل کیږي ماشو مان مو په سلګو دي
هره خوا اورونه بل دي په ګلاب ګلاب وطن کې
بمونه را وریږي مظلومان مو په سلګو دي
هره لویشته دي قبرونه شهیدان دي ادیرې دي
کورونه کڼوالې شول افغانان مو په سلګو دي
د اوښکو جنازې دي ارمانونو سره خاورې
زخمي افغانستان یم یتیمان مو په سلګو دي
د جنګ په لمبو وسول ای افسوز حفیظ ملیاره
بیرحمه زمانه ده پتنګان مو په سلګو دي