د ډیورنډ خط
04.03.2014 15:42د ډیورنډ خط لکه مار پروت دی
له زهرو ډک لکه ښامار پروت دی
په لر او بر باندې یی وویشلو
په ټول بدن زمونږ انګار پروت
روڼې روڼې ورته کتلی نشو
لکه په سترګوکې مو خار پروت دی
عجیبه نده د افغان په خاوره
خپله غلام په مونږ بادار پروت دی
که څوک افغان وی ناراحته به وی
ځکه اوږو باندی مو بار پروت دی
د ښامارانو ادیری لرو مونږ
افغانستان کې ورته دار پروت دی
مونږ له امونه تر بولانه یو يوو
په دې ارمان کې مو خمار پروت دی
حقیظ ملیاره وارخطا نشې زر
په انتظار کې ز مونږ وار پروت دی