د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشکل څه او د حل لاره کومه ده؟

زرغون شاه شینواری 16.08.2014 14:17

"يادونه: دا ليکنه يو وخت يوه تيوری وه، مګر کله چې مونږ سوله ایزه ډله افغانستان ته ولاړو او د ټولنیزو استازو، حقوق پوهانو، سیاسي ګوندونو، قومي شوراګانو، هلته میشتو ديپلوماتانو او د قضیي د داخلي محوري قواو سره شریکه کړه، پدې باور شو چې لاندې نظریه د ملي نجات یوازینۍ او بیړنۍ حل لاره ده."
په پيړیو پيړیو کښې ځینې ملتونه د داسې حالاتو سره مخ کېږي چې هلته د ملي نجات مسئله تر ټولو عمده وي. هسې خو د افغانستان خلک او نړيوال د ۱۳۹۳ کال ګډې وډې او بې باوره ټاکنې د روانو انديښمنو حالاتو سبب بولي، مګر پخپله همدا انتخابات د يوه اوږده بحران په ادامه کښې بل بحران رامنخته کړ. داسې بحران چې د افغانستان ملي يووالي يي د عملي ګواښ سره مخ کړ. داخلې جګړو ته یې په ټولنه کښې زمینه برابره کړه او هغې ملي بې باورۍ ته یې لمن ووهله چې کلونه کلونه د بهر څخه افغاني ټولنې ته پيچکاري کېږي.
د افغانستان غوندې يوې پیچلې قضيي ته چې ستر جهاني او منطقوي دولتونه پکښې دخيل وي؛ د قومي، مذهبي او ګروپی زاویي څخه کتل د ځان خطا ایستل او د ملت سره جفا ده.
که مونږ غواړو دغه مشکل ته د حل عملي لار پیدا کړو، نو که زموږ خوښيږی يا نه د هغو ټولو خوږو ترخو واقعیتونو، قوتونو او علتونو سره رښتينی سلوک په کار دی، د کومو څخه چې دا بحران را منځته شوی دی.
د ملي نجات اړتيا د ملي بحران په هغه پرمختللي پړاو کښې مینځ ته راځي، ځکه خو موږ مجبور يو چې د تیرو څه کم څلورو لسيزو د احساساتي کودتاچيانو او ساده سیاستوالو خبری هم هلته پريږدو چيرته چې وې، خپلې سترګی ښه وغړو، ځان، ملت او هغه جهان ته پام وکړو چې مونږه یی يوه کوچنۍ برخه يو.
د افغانستان د لانجی د ټولو اړخونو پيژندنه د رنځ تشخيص او نه پيژندنه یې ناروغ ته نا سم دارو ورکول دي.
مونږ ته ولې د ملي نجات مسئله مطرح ده؟ په نړيواله کچه ملي، طبقاتي، قومي، مذهبي او جغرافیایی تضادونه په رهبري شوې بڼه د جهانی تضاد پر محور څرخول کېږي. د دغو کشمکشونو د پخلاینې او ټکر لپاره د وخت د اړتيا سره برابر قوت مینځ ته راوړل کېږي او له مینځه وړل کېږي. سره له دې چې د تضادونو په ټکر او پخلاينه کښې له اړوندو قواو څخه کار اخیستل کېږي، مګر د هغو په ترکېب او رهبرۍ کښې د ملتونو، ولسونو او خلکو بې برخيتوب او محرومیت د يو ویشتمې پیړۍ د پيچلو مبارزو اساسي مضمون ګڼل کېږي.
سياسی فلسفي تعریفونو ته رنګ بدلول، د اسلام، وطن، مذهب، قوم او دموکراسۍ په نومونو د هغو ريښی را ایستل او د خپلو ټولنو د ملي کریکټرونو سره متضاده مبارزه له هم دې اور څخه هغه پورته شوی تاوو دی، چې ځینې لړزانده فرصت طلبه عناصر یې سياسي مجبوریت بولي.
د سیاسي خلکو دنده پدې نه ختمیږي چې د خبرونو مجموعي نه مقاله جوړه کړي. حالاتو ته سترګې په لاره وي او په نهایت کښې د جبر او اختيار ترمینځ دایمی جګړه حل شوې وګڼي، ځکه د سیاسي قدرونو ځانګړی دنده د بندو سیاسي لارو پرانستل دي. د نړيوالو حالاتو د اوسني مسیر د پيچلتیا سره د نړۍ ټول خلک مخامخ دي، په دې توپیر چې ځینې ملتونو کښې یې د مبارزی بنسټونه لاسوهني کړي او يو څو هيوادونو کښې یې دولتونه د سیاسي حقوقي او اخلاقي پوښتنو لاندې راوستي؛ مثلا په امريکا او اروپا کښې د لبرال دموکراسۍ علمي مرکزونه پدې باور دي چې د دموکراسۍ سیاسي ارزښتونه دولتونو د اقتصادي شرکتونو په خاطر یرغمل او منحصر ساتلي او د هغو پرځای د ګټو لپاره يې هغه پولې نړولي چې په دموکراسۍ کښې ورته سیاسي عدالت او اجتماعی انډول ويل کېږي.
مګر د دریمی نړۍ، روسيي، چېن، هندوستان او نورو ډيرو ملکونو خلک غواړي چې پدې جهاني چاپیريال کښې د خپلو روا غوښتنو په معيار تګلاره خپله کړي؛ یعنې داسې لاره چې د دوی ارمانونه يې په محور کښې ځای ولري.
اسلام، تيلو، فلسطين او ځانګړي جغرافیايي موقعیت منځنی ختیځ ته د نړیوالو کشالو د مور ځای ورکړی دی. پخوا به د دې سيمې د پيښو څخه اروپا، افريقا او آسيا تراغیزی لاندې راتلل؛ مګر د اسرایيلو د دولت له جوړښت وروسته عربی ناسيونالیزم د فلسطين د قضیي سره او عربی دیکتاتور رژيمونه د يهودی دولت سره په تړاو د منځني ختیز تضادونه نور هم پيچلي کړي. د عربیي ديکتاتورانو او تل ابیب محرمانه پيوندونو په همغه بڼه منځنی ختیځ ته د سترو قدرتونو لاسونه راغزولې چې شا او خوا يوه پيړۍ وړاندې ځيني اروپایانو د عربو متحده خاوره د شيخانو په ټاپوګانو وویشله.
که څه هم د افغانستان او اوکرين پيښی د نړیوالو رسنیو د خبرونو سرلیکونه جوړوي، مګر په اصل کښې دا دواړه د کردانو د لانجی سره يو ځای د منځنی ختیځ د بحرانونو سره تړاو لري.
د داعش غوندې د اسماني لښکرو را پیدا کېدل يا د سني او شعیه په نوم خپل منځي قتلونه که له یو خوا اجنبي لاسوهنې دي، نو له بل لور ته د منځنی ختیځ د اساسي تضادونو د حل سره نا معقول دریځ هم دی.
په مصر کښې د جنرال سيسی د پوځي کودتا په زور د ډاکتر محمد مرسي د انتخابي حکومت چپه کولو اخوانيت کمزوری نه کړ، بلکه هغو ته یی د ودې ښه زمینه برابره کړه.
د پیل څخه په اسلامی هیوادونو کښې اخوانيت د سیاست يوه برخه وه، مګر په مصر کښې د انتخابي حاکميت پرځای د پوځی ديکتاتورۍ حاکميت د دې هيواد اخوانيت ته په سیاست کښې حقانیت ورکړ.
د مصر، ايران، فلسطین، ماليزیا او سوډان ځینې غورځنګونه چې مفکوروي خټی یی د اسلام، ملت او اصل په اوبو اغږل شوي؛ د افغانستان پاکستان عراق او نورو هغو افراطي جنبشونو سره توپیر لري چې يوه اجنبي یرغل ورته حقانیت او بل اجنبي دولت ورته قوت وربښلی.
د سړې جګړې له پیل څخه د ځینو اسلامی هيوادونو راډیکالی ډلی تر ډیره حده د پانګوالۍ نظام د کمپ په ګټه وکارول شوی؛ مثلا د افغانستان مذهبي ډلو ته د شوروي اتحاد یرغل د سیاست په ډګر کښې حقانيت ورکړ خو قوت، اولیت او حاکميت ورته غربی دولتونو او د هغو سیمه ايزه ملګرو ور وباښه. سره له دې چې دوی د زور، پیسو او وسلو له پلو ډیر غښتلی دي خو د سیاسي او عقيدوي بنيادونو له نظره ځکه کمزوري دي چې په مشخص وخت کښې د مشخصو اهدافو لپاره د مشخصو کړيو له لوری و روزل شول، و کارول شول او د خپل ارمان په ځای د پردیو لپاره چغی وهي ( البته استثنا وجود لري).
د مرده باد او زنده باد احساساتي کسانو ته که هغه په هرې مفکورې پورې تړلي وي حکومت، باداری، رياست او غور پیش د خپلی مفکوری ستراتيژی ښکاري مګر هغوی چې د ايدیالوژیو لپاره په معنوي، مادي، ټولنیزو او عينی واقعیتونو خطوط په نښه کوي او ذمه وارۍ ورپه غاړه دي. دغه کار ته سیاسي خودکشي يا ځان وژنه وایي.
ځینی دولتونو ته آسانه ده چې په اسلامي هيوادو کښې د سړې جګړې څخه یو څه پاته شونی مذهبي ډلې د کرایي دموکراتانو او اجاره شوو ناسیونالستانو سره مالګه اوبه کړي مګر دا به ورته ګرانه وي چې د مفکورې پر اصل هغه مذهبي ډلې کنترول کښې وساتي کومو ته چې کودتایي، شخصي او استبدادي رژیمونو په سیاست کښې د حقانیت زمینه برابره کړې ده.
چپلاري عموما له دوه چينو څخه اوبه کېږي؛ یا صادراتی وي او یا د داخلي ذاتي ظالمانه مناسباتو زیږنده وي. له همدې امله د هغې سیاسي مذهبي افراطیت سره مبارزه سل ځلې د هغه حاکمیت سره د مبارزې په پرتله ګرانه ده چې په قدرت یې خيټه اچولې او په ثروت يې ځان ساتي.
داسې بریښي چې د منځنی ختیځ د روانو پيښو تر شا د بهر څخه رهبري شوی مذهبي راډيکالیزم د عربی ناسیولیزم سره په دی خاطر په جګړه اچول شوي چې عربي ملت پالنه په چپګرايۍ و وژنې او د افراطي ډلو شتون د راتلونکي بحران عامل ورګرځوي.
همدې تجربې په افغانستان او عراق کښې دوه ملتونه ګډوډ او له پښو وغورځول دا چې څومره تاوان دې تجربې خاوندانو ته اړولی وي، هغوی پرې پوهیږي، خو د دې څخه هم خطرناکه لاره دا ده که اجنبی صادراتی چپلارۍ د سیاسي انحصار په بڼه د دموکراسۍ په پرده کښې و روزل او وساتل شي؛ د هغو پر وړاندې چې کوم غورځنګونه مينځ ته راځي د هغوی اداره به ناشوني وي.
څنګه چې ځینی افغاني حلقې د خپلو ګروپي ګټو په دایره کښې له افغان کشالی سره نا سالم سلوک کوي، همداسې په دې لانجه کښې داخل بهرني دولتونه هم جګړه او سوله دواړه د خپلو ګټو تر سيوري لاندې ساتي. د دې پر ځای چې ملګري ملتونه او دخيل اغيزمن قدرتونه د افغان بحران ریښې له بیخه وباسي؛ د قوم، مذهب، ژبې، ټوپک او سرمایې په انحصارګر ائتلاف کښې اسیر ملت د خپلی ارادې د تمثيل جوګه کړي، د هم هاغو قواو په اتحاد کار کوي چې د ستونزې د یوه اړخ په توګه د ملت پر وړاندې د شريکو اعمالو خاوندان دي.
د ۱۳۹۳ کال د انتخاباتو څخه راپورته شوي لانجه د قضیي د یوه اړخ تر مینځ مرحلوي سیاسي اختلاف دی. د همدی دواړو ډلو مشران او پلویان پوره يوه لسيزه په یوه حکومت او يوه جبهه کښې د خپلو مخالفانو پر ضد حکومت او جګړه دواړه تر سره کړي او پایله يې معلومه ده.
د نوم په بدلولو يا هم هغه زاړه ائتلافی حکومت ته د ملي وحدت حکومت نوم ورکول د اصلي ستونزې په حل کښې هيڅ مرسته نه کوي. د دې نه ښايسته حکومت بل نه پيدا کېږي؛ چې نوم یې اسلامي وي، قانون یې دموکراسي وي، مشران یی جهادي امیران وي، وزيران یې تراشل شوي دموکراټان وي، امنیه قومندانان یې د جهادي ډلګیو مشران وي او ساتونکې یې د ملګرو ملتو تر چتر لاندی بهرني پوځيان وي.
خو د معنا څخه خالي دغه ښاسته نوم پدې ۱۳ کلونو کښې نه د ملت قناعت تر لاسه کړ، نه یې سوله راوسته، نه یې د وسلوالو مخالفانو شمیر راکم کړ او نه یې د خپلو بهرنيو انډیولانو ګډ ماموریت سرته ورساوه.
په همدې درې ځل انتخاباتو کښې چې ټاکنو او دموکراسۍ ته څومره تاوان اوښتی هغوی پری پوهيږی چې په دموکراسۍ باور او مطالعه لري.
اوس د افغانستان، سیمي او نړۍ حالات ۲۰۰۱ کال په څیر نه دي. ۲۰۰۱ کال کښې چې ښاغلی اشرف غنی او ښاغلی عبدالله د همدغو ډلو سره په يو واحد ګروپ کښې د بن څخه افغانستان ته راوړل شول نو تر شا یې B52 الوتکې، ټانکونه، پوځونه او بی حسابه ډالري نوټونه راروان ول. د هغه غني امکاناتو په شتون او يووالی کښې ناکام را ووتل. نن چې دا هر څه په بل لور روان دي، نو د دې دواړو اتحاد به څه ګته ولري.
د افغانستان خلک دا تريخ حقيقت مني چې د افغان قضیي په خلق کيدو او حل کيدو کښې بهرنی لاس برلاسی دی. د خارجي اړخ د رغنده مرستې پرته ځکه په افغانستان کښې سوله او يووالی نه راځي چې هغوی لسیزی لسیزی زمونږ د هيواد په ځینی جنګي قوتونو او شخصيتونو پانګونه کړېده، ځکه دوی هم فکر کوي چې ګټه په تاوان کېږي.
د افغاستان کمزوری حالت او د نړیوالو مناسباتو مسیر ته په پام افغانان اړ ایستل شوي چې پورتني حقیقت پخپله نژدې راتلونکې کښې ومني. دلته مهمه خبره داده چې د افغانستان په قضيه کښې د خيلو برلاسو دولتونو مشروع ګټې څنګه په پام او حساب کښې نيول کېدی شی:
۱ـ جنګی لاره: د افغانستان په شخړه کښې د خيل بهرنی دولتونه د جنګی اهدافو پر اڼدول په سیاسي او اقتصادي ستراتيژیو کښې یو د بل سره ډیر لري دي. له همدې امله جګړه تل دوام لري او د سیاسي حل لاره نه تر سترګو کېږي. هغوی چې په جګړه ټینګار کوي، جنګی قوتونه د سیاسي قدرت د محوري عنصر په توګه ساتې او د خپلې سیاسي آبرو د ساتنې په خاطر د ټولنی د اقشارو څخه اشخاص د نمونې په توګه را اخلې او د محور څخه ګرد چاپیره دایره ترې جوړوي. همدا کار افغانستان ګام په ګام د بیلوالی خوا ته را کاږي، چې دا بیا پخپله د جهاني او منطقوي ګټو سره اړخ نه لګوي او چا ته تاوان او چا ته ګټه اړوي.
۲ـ تش په نوم حاکمیت: په يو ويشتمه پیړی کښې د نړۍ سوق الجیشی سیمو لپاره یوه تيوري په کار اچول شوې چې هغې ته په خاوره او خلکو د حاکمیت څخه بې برخې حکومتونه وایي. پدی نظریه کښې یو تن "پهلوان زنده خوش است"، د ولس مشر او يا هم د صدراعظم په نوم ناست وي. د هيواد په زرخيزه سیمو جنګ سالاران، قبیلوي مشران او مذهبي رهبران ټولواکان او قابض وي. هرڅوک چې پیسې او وسلې ورکوي هغوی ته پخپله سیمه کښې د جګړې او سولې تخم شيندي. دا تجربه په افغانستان کښې و آزمویل شوه خو ناکامه را ووته. خو د پاتې راتلو سره سره اوس هم کار پرې روان دی.
۳ـ د جنګ څخه سولې او د استبداد څخه د ولسواکۍ پر لور مينځ مهاله دوره
چيرته چې سوله د جنګي او دموکراسۍ د استبدادی قواو سره سیاسي یرغمل وي ترڅو چې دا برمتې آزادې نه شي، نه سوله راځي او نه ولسواکي پلي کيږي. په افغانستان کښې د سولې برخلیک د بهرنيانو څخه وروسته د هغو جنګی قواو په واک کښې ورکول شوی چې جنګ ورته ثروت شخصيت او حاکميت ورکړی او دموکراسي د هغوی په اوږو بار شوي، د چا له خوا چې لسیزی لسیزی په ولسواکۍ ډزی شوي تر ټولو لومړی دغی ستونزې ته د "نه سيخ سوی او نه کباب لاره موندل ضرور دي".
د افغان مجاهدينو څوغښتلی ډلي د خپلو د اخلِ او خارجِ ملاتړو او طالبان د خپلو کورنيو بهرنيو پلویانو سره چې لومړی يې ځان ته اسلامی دولت او دوهم یې ځانته اسلامی امارت وایي د افغان شخړی دوه محوري د اخلي اړخونه دي یوه ډله د اسلامي دولت او اساسي قانون او بله یې د اسلامي امارت او شریعت په نوم یو بل نفی کوي.
منځنی لاره داده چې دوی د افغانستان مسلمان، غازي او مجاهد ملت ته د دې وخت ورکړي تر څو د دواړو خوا سره داسې مشورې سرته ورسوي چې د هریو اړخ اسلامي، ملي او ګډ انسانی وړانديزونه پام کښې ونیسي. دا کار په جزء کښې خپل مينځی جرګو او په کل کښې ملي سیمه ايز او نړيوال ملاتړ ته اړتیا لري.
دا ډول ملاتړ د شخص او څو محدودو کسانو څخه نه کېږي تر څو د بی پرې، پاکو، په اسلام، وطن، عدالت او ولسي حاکميت مین افغانان د یوه منل شوي ملي قوت په توګه یو د بل ملا وتړي او جهاني ټولنه د ملي او سیاسي باور په اساس د دوی تر شا و دریږي.
پدغه وخت کښې د ټولنې د خلکو ترمينځ د نړیدلو پلونو د جوړولو، سیاسي باور خپلولو او په اسلامي ملي لارو چارو د لوی خدای (ج) او د وطن په خاطر یو د بل پر وړاندې د حساب او تيریدنې لپاره داسې مرکزیت مينځ ته راځي چې ملي مشروعیت، سیاسي باور او ټولنيز ملاتړ ورسره دی.
همدا مرکزیت د قضیی د دواړو خواو په دننه او بهر کښې د مشتو افغانانو څخه يوه منځ مهاله اداره مینځ ته راوړي چې لومړنۍ اساسي دنده یې په ټول هيواد کښې د سولې تامين او د جګړې له امله تاواني شوو افغانانو سره سملاسي مرستی کول دي. دا اداره د افغانستان په اساسي قانون له سره غور کوي. د ټولو خواو په شريکو مشورو او ګډه توافق د نوی قانوني تګلاری په رڼا کښې د داسې آزادو، رڼو او عادلانه انتخاباتو تصمیم عملي کوي چې هغو کښې هر بالغ افغان که نر وي يا ښځه او که مسلمان وي يا هندو د يوې رایې حق لري.