د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وې ګورئ او وې شاربئ

زرغون شاه شینواری 15.01.2015 11:20

« د افغانستان اوږده جګړه ختمه شوه، د دغه هېواد د بیا ابادۍ چارې پای ته ورسېدې». د امریکا جمهور رییس ښاغلي اوباما د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۵ د دوشنبې ورځ نیوجرسي د امریکايي پوځیانو قرارګاه.
د ۲۰۰۱ کال د اګست د اوومې نیټې نه د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر تر لومړۍ ورځې پورې امریکا په افغانستا کې یو تریلون یانې زر ملیارده ډالر لګولي دي.
د افغانستان دیارلس کلنې جګړې تر دمګړۍ څلور زره امریکايي میندې بورې کړي. په لس ګونو زره امریکايي زلمیان يې ژوبل او رنځ ته کش کړي. همدارنګه په اروپا او پوځي جوبه کې د ښکیلو دولتونو په زرګونو پوځیان یا استوګن مړه او ژوبل شوي دي.
په مرموزو او استخباراتي جګړو کې د رښتیني مرګ ژوبلې د کچې معلومول ګران وي، له همدې امله دا ټول انسانی او مالي زیانونه د جګړې هغه تاوان دی چې غلبیل تشوي.
د جنګ میدان د افغانستان خاوره او پدې ځمکه کې میشت وګړي دي، که چیرته د ۲۰۰۱ کال د اګست د اوومې څخه تر نن ورځې پورې دافغان حکومت پر رسمي ارقامو حساب وشي، نو کیدای شي د سل ګونو زرو څخه زیات طالبان وژل شوي وي.
خو بیا هم په افغانستان کې د ملکي، حکومتي او مخالفانو مرګ ژوبلې دکچې معلومولو لپاره یو څه داسې نسبي لارې چارې شته، چې له مخې ېې یو اندازه معلومیږي.
د نومبر په میاشت کې د جمهور رییس محمد اشرف غني مرستیال وویل: «په ۲۰۰۱ کال کې، چې امریکاپه افغانستان پوځي یرغل وکړ په همغه لومړنیو ورځو کې زما ځواکونو د القاعده ډلې ۴۵ زره کسان ونیول». که چیرته د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د هغه وخت شته طالبان ټول په القاده حساب شي او هر یو وژل شوی وي، نو شمیره یې له ۱۳ زرو څخه زیاته نده. په ۱۹۹۹کال کې د افغان اطلاعاتي مرکز د معلوماتو پربنسټ په ټول افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو  شمیرد ۱۸ او ۲۵ زرو ترمنځ ؤ، چې په دې کې محدود شمیر ملکي طالبان  حساب شوي نه ؤ، خو هغه جنګیالي په کې ؤ، چې کومو به یو نیم وخت له زده کړې څخه جنګ ته ترجیج ورکوله.
په کومه کچه، چې د ناټو د سرزیان معلومول ګران دی، له هغې نه زیات د طالبانو د مرګ ژوبلې زباتول(تثبیتول) ستونزمن دی، ځکه د هغوی سره د جګړې په لیکو کې جنګي رضا کران هم شامل ؤ.
که څه هم ځینې اټکلي حسابونوتر دمګړۍ پورې د وژل شوو طالبانوشمیر نږدې ۴۹ زره ښودلی، خو دا یو اټکل دی، له دې امله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو او د طالب په نوم د هر وژل شوي افغان نوم په طالب حسابول په حقیقت کې د حساب لپاره  د خپل تخرګ له کتاب نه خبرې کول دي.
همدارنګه د افغاانستان د روانې جګړې د ځانی او مالي تاوانونو ستر اړخ عام ولس دی، هیڅ چا ته  ددې سمه پته نشته، چې په دې دیارلس کلنه جګړه کې څومره ملکي وګړي د ناټو په حملو، څومره د افغان حکومت په بریدونو او څومره بیا طالبانو په یوه او بل نوم وژلي، تښتولي او ورک کړي دي.
ددې هرڅه دپاسه په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغان حاکمیت تر بیرغ لاندې په زرګونو افغاني پوځي زلمیان او افغانان وژل شوي، ژوبل شوي او تري تم شوي دي. داسې کره شواهد شتون لري، چې د کابل سرزورې ادارې له طالبانو سره د تړلوکورنیو غړي وژلي او طالبانو د عسکري مامور او پولیسو پورې د اړوندو کورنیو کسان له تېغه تېر کړي دي.
په سلګونو ډول ډول پېښې په کابل کې د اشرګرو د حاکمیت له مینځ نه راوتلي، چې د دوی مفسدو لوړ پوړو محلي چارواکو په ځانګړی ډول امنیتي، پولیسي، پوځي او اربکي قومندانانو بې ګناه افغانان د طالب په نوم وژلي او د هغوی کورنۍ یې د طالب په نامه زندان ته اچولې. که څوګ  ددې خبرې ثبوت غواړي یوازې د کندز د زندان د بندیانو دوسیې دې وڅېړل شي.
که چیرته د یو تریلیون ډالرو د لګښت او د سل ګونو زرو هغو بورو میندو خبره لږه غوړه او ديپلوماتیکه شي، چې د افغانستان سپيره جنګ له جهاني کورنۍ نه خوړلي، نو وبه وایو، چې دا ټول مصارف او تاوانونه په نا مستقیمه توګه د هغه افغان حاکمیت پر سر پانګونه ده، چې د پیسو په خوراک روږدي شوي دي.
اوس پوښتنه داده، چې دا پانګونه د افغان ولس، امریکايي ملت، افغان حاکمیت او د امریکا دولت ته ګټوره ده او کنه نه؟
موږ ته ددې پته شته، چې د لومړنیو انساني حقونو څخه بې برخې مظلوم افغان ولس له دې څخه هیڅ خبر نه دی، چې دا زر میلیارده ډالر چا چاته ورکړي، هغوی یوازې همدومره پوهیږي، چې په ټول افغانستان کې فقط او فقط یوازې شاوخوا (۶۴۰) کورنۍ دي، چې د دین، مذهت، قومیت او ټوپک پر محور د ډیموکراسۍ په نوم د ډیموکراسۍ ضد په یوه جوړښت کې دومره پړسېدلي، چې نن افغان ولس او سبا نړیوالې ټولنې ته  روزل شوي ښاماران ګڼل کیږي.
کېدای شي نړیواله ټولنه په دې پړه یا پړه نه شي، چې دوی د نیویارک د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر د پېښې پر وړاندې پېړنۍ پریکړه وکړه( تصمیم ونیوه) او د همدغې پریکړې پر بنسټ یې د افغانستان واګې د ثروت، ټوپک او قومیت هغه مافیايي مثلث ته وسپارلې، چې د ډیموکراسۍ په ځانګړي ډول د لیبرال ډیموکراسۍ له بنسټېزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
خو د دیارلسو کلونو له تېرېدو سره سره افغانان لا تر اوسه دا پوښتنه کوي، چې ولې او د څه لپاره د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس پر بېړني، نیمګړي او خام تهداب باندې نوره پانګونه هم کیږي. دا به له انصافه لرې وي، چې ووایو افغانستان کې حاکمیت نشته، خو دا هم بې اصافي ده، چې د اوسني افغان حاکمیت سره د یوویشتمې پېړۍ د سیاسي کلتور او ډیموکراسۍ هغه بنسټیز ارزښتونه وتړو، چې د ولسواکۍ او استبدادي نظامونو تر منځ سره کرښه راکاږي.
په دې کې شک شبهه نشته، چې د امریکا ملت خپله وینه او لاس مزدوري د هغه مظلوم افغان ولس د نیکمرغۍ په هېله ورکړې، چې همدا اوس یې له سلو څخه شپېته وګړي د خوارځواکۍ یا د فقر له کرښې نه په ټېټ حالت کې ژوند کوي.
خو کاشکې، چې دا تاوانونه د ټېکه دارانو پر ځای پر هغو افغاني ولسونو شوي وای، چېرته چې د ډیموکراسۍ او سولې تخم زرغونیږي. هر څوګ، چې په هر ځای- مقام کې دغې پوښتنې ته ځواب وايي ودې وايي.
ددې ټول زیان د پاسه په ټول افغانستان کې داسې یو بنسټیز اقتصادي او سیاسي چوړښت مینځته راوړل شوی، چې هغه زموږ د هېواد ملاماتی اقتصاد په خپلو پښو ودروي او  د افغانستان  په سیاست یا حکومتي جوړښت کې د یوه استبدادي بنیاد پر ځای یو ډیموکراتیک بنسټ مینځته راوړي؟
لاندیني مثال ته ځېر شئ: د افغانستان ګاونډیان پاکستان، ایران، چین او د منځنۍ اسیا ځیني هېوادونه او سیمه ایز شریک هندوستان دي، د ایران، پاکستان، چین او نورو ګاونډیانو د وزیرانو، والیانو، رییسانو، وکیلانو، خبریالانو ان د ساده عسکرو میاشتنۍ تنخوا د افغاني ورته کسانو سره تله کې واچوئ.
د نمونې په توګه هند، پاکستان او چین  زموږ هغه ګاونډیان دي، چې وسله وال پوځ یې په اټومي وسله، سمندري بیړیو، پرمختللو جنګي الوتکو، ټانګونو او ډول ډول میزایلو سمبال دي. په هندوستان کې دیوه عسکرکلنی لګښت۱۵۵۰۰- او په پاکستان کې د یوه پوځي کلنی لګښت«۸۰۰۰» ډالر دي. خو د افغانستان د هغه عسکر د کال مصرف«۲۴۰۰۰» ډالر دی، چې یوه چانټه او ټوپګ لري.
د توکیو، شیکاګو او لندن په غونډو کې افغانستان لمن غوړولې وه، چې له نړیوالې ټولنې نه د کال اته ملیارده ډالر مرسته تر لاسه کړي، خو دې ته د چا پام شته یا نه د هغه افغانستان څخه، چې په ۲۰۰۱کال کې یې د تاریاکو او پوډرو حد نږدې  صفر ته رسېدلی و، اوس هر کال د مخدره توږو له درکه ۶۰ او ۷۰ میلیادو ډلرو په اندازه ګټه ترې مافیایي حلقي ترلاسه کوي.
دوییم حکومتي جوړښت:
د انسان او طبیعت تر مینځ مبارزه کې انسان برلاسی دی، خو دحکومت او ملت تر مینځ کشمکش کې ملت بریالی وي. ټول هغه حکومتونه، چې د خپلوخلکو سره لاس او ګریوان وي، هغه تل مدام د ناکامۍ خواته حرکت کوي.
کومه بې باوري، چې د ۱۹۷۸ کال د اپریل له کودتا نه وروسته د افغانستان د خلکو او حکومتونو ترمینځ مینځته راغلې ورځ په ورځ پراخیږي، په دې پیچیلي معضله کې ګاونډي دولتونه نیغ په نیغه ونډه لري او دافغانستان په قضیه کې ښکیل نړیوال اړخ هم نوموړې ستونزې ته جدي پاملرنه نه کوي.
افغاني ټولنه له هغې نه ډیره پیچلې او مرموزه ده څومره، چې یې موږ ګورو. افغانان د قوم او قبیل او آن د دین، مذهب هغه سرلاران خپل مشران مني، چې هغوی قومي، مذهبي مسایل د دوی له کرکټر او کلتور سره اغږلی شي. خو  د قوم او مذهب هغه مشران ورته پردي او د اوږو بار ښکاري کوم، چې پردیو ورته جوړ کړي وي، چې دا مسله د ناټو هیوادونو سره په حساسیت کې ډیره د پام وړ ده. د افغانستان خلک به د مجبوریت له امله تر هغه وخته پورې د ناټو په وسیله دا برابره شوې رهبري ومني، چې له جیبونو څخه یې شنه نوټونه ویشل کیږي، خو دغه کار د افغاني ټولنې او حکومت ترمنیځ هغه معنوي اړیکي له مینځه وړي، چې د افغانستان غوندې په مذهبي او عنعنوي ټولنه کې د خلکو تر مینځ  د حکومت ریښې بلل کیږي. هرڅومره کلونه، چې نیسي وبه یې نیسي، خو د نوټونو باران له ختمیدو سره سم به بیرته افغانان همغو جوړښتونو ته مخه کړي، کوم چې ددوی په خټه او جغرافیه کې پراته دي.
درییم: د افغانستان په سیاست کې پښتني فکتور
اوس د نړۍ ځیني خلک  په دې باور دي، چې پښتانه د افغانستان د هرې معضلې په مینځته راتګ کې د نورو قومونو په انډول ډېر ښکیل وي. له همدې امله د ګاونډیو دولتونو څخه نیولې بیا د افغانستان په قضیه کې د رټال شوو نړیوالو ځواکونو پورې هر یو پرپښتني فکتور ډېر زور اچوي. کیدای شي د پښتون قام ځانګړی کرکټر د تر یوې معلومې کچې پورې همداسې وي. خو  ددوی جغرافیه، جبري جغرافیه او له پښتنو سره د ګاونډیو دولتونو او نورو اړخونو سلوک هم په پورتنۍ فرضیه کې پرته له اغېزې نه دي.
هغه مهال، چې د افغانستان، هندوستان پخواني شووروی اتحاد ترمنیځ په سیمه ایزو سیالیو کې منطقوي ملګرتوب موجود و، د افغانستان حکومتونو د لویو سټراټیژیکي مسایلو سره  تاکتیکي سلوک کاوه، له ډیورنډ کرښې څخه هغې خواته میشت پښتانه يې د خپلو ملي، سیاسي حقوقو د ترلاسه کولو په پار د پاکستان پر وړاندې حمایه کول. خو د شووروي اتحاد له ماتیېدو نه وروسته زموږ د سیمې په جغرافیايي جوړښت او تضادونو کې نوي واقعیتونه او فکرونه را وپنځېدل. د شوروي اتحاد پر وړاندې جهاد زموږ په ټوله سیمه کې ملي احساسات او مثبت اقتصادي رقابتونه د داسې مذهبی کیڼ لاري تابع کړل، چې سیمه يې په اور کې سوځي او نړۍ یې « خواشینونکې» ننداره کوي.
پاکستان، ایران او سعودي عربستان هغه درې دولتونه دي، چې په افغانستان کې ملي، مترقي او ډیموکراتیک حرکت د مذهب په غشي ښکاروي.
 پاکستاني سیاستوال په پاکستان کې دننه پښتون قام پالنه، چې د نوموړی هېواد دولت يې له افغانستان په ځانګړي توګه پښتنو سره تړلی ، د خپلې سلامتیا لپاره یو ستراټیژیک ګواښ کڼي، سره ددې، چې دا تهدید تر ډېره بریده کمزوری شوی، د جهاد، طالب او ناټو پر بنیاد د جوړو شوو افغاني حکومتونو او زمامدارانو نوموړی ډار د نشت تر پړاوه رسولی او ددې ترڅنګ د اوسني دنیا ستر تضاددونه د اتلسمي، نولسمي پیړیو په پرتله  دجغرافیايي پر ځای اقتصادي کرځېدلي دي.
له افغانستان څخه د ګاونډیو دولتونو غوښتنو هم بدلون کړی دی. په افغانستان کې د پاکستان مذهبی  او د ایران کلتوري نفوذ د لسیزو او لسیزو څخه راپدیخوا روان دی آن له هغه مهاله پیل شوی، چې د هندوستان په لویه وچه کې برتیانیا حاکمه وه. خو د ایران پر مټ شعیه مذهب، د سعودي په وسیله وهابیت او د پاکستان په ملاتړ دیوبندي طریقه په افغاني ټولنه کې دننه د عام ولس پر انډول په هغه حاکمت کې تر ډېره زور لري، چې ملاماتونکي لګښتونه یې ناټو ورکوي، او ګټه ورڅخه ګاونډیان پورته کوي.
دافغانستان د جغرافیايي جوړښت پر بنسټ له چمن څخه تر چترال پورې د ډیورنډ د اوږدې ګرښې دواړو خواو ته تر ډېره بریده پښتانه قومونه میشت دي.
د کرښې له ایستلو سره سره لا تر اوسه پورې نوموړي پښتانه ګډ ژوند لري او په زرګونو کورنۍ همدا اوس هم یو د بل سره خپلوي کوي.
د خلکو دغه کرکټر او جغرافیې نه یوازې د افغانستان او پاکستان واکدارانو ته د حکومت کولو په لاره کې ستونزې پیدا کړي، بلکې د دوی نړیوال ټلوال یې ځکه اندیښمن کړي، چې دغه شان جوړښت د هغوی سیمه ایزو سټراټیژیو سره اړخ نه لګوي او له همدې امله په پښتني سیمو کې جګړه یوه ګډه سټراټیژي ده.
د پښتنو یاده جغرافیې، ژوند او جوړښت په خپل وخت کې شوروي اتحاد ته همداسې ستونزه وه، لکه څنګه، چې د افغانستان په قضیه کې نننیو ښکیلو دولتونو ته یو جنجال ګرځېدلی، ددې جوړښت د ورانولو په پار شوروي اتحاد هلې ځلې وکړي او یو څه ناڅه کامیبي ورپه برخه شوه، دغه راز ایران په خلاص مټ دغه جوړښت تر فشار لاندې رواست او پاکستان هم په دې برخه کې هیڅ ډول ناغیړي ونه کړه، تر خپلې وسې يې پر دغه جوړښت باندې د مذهب تر نامه لاندې دومره زور اچولی، چې پښتني جوړښت یې په مذهبی هغه بدل کړي دی.
سره له دې، چې د کرښې دواړو خواو ته د میشتو خلکو او خاورې د تسخیر مساله په ښکاره د همدغو حکومتونو د مشروعیت لپاره کارول کیږي، چې پښتانه پکې بې برخې یا  سمبولیکه ونډه لري، خو د پردې تر شا داسې ستره لوبه روانه ده، چې د پښتنو له ملاتړ څخه محروم دولتونه هم پکې د وسیلې یا تنخوا خوارو په توګه کارول کیږي.
غټه ستونزه داده، چې پاکستان، هندوستان، روسیه په افغان حاکمیت کې د اقتدار اصلي کړۍ غواړي، چې یاده سټراټیژیکه سیمه د دوي دفاعی مورچه  او استوګن يې هغه ملیشه وي، چې د اړوندو کړیو او هغو پښتنو سمبولیکو سیاستوالو له ګټو څخه ساتنه  وکړي کوم، چې د افغانستان او پاکستان په حکومتونوکې د نمونې لپاره کارول کیږي.
د ستونزو پر سر بله یو لویه ستونزه داده، په کومو سمبولیکو پښتنو سیاستوالو یا قبیلوي مشرانو، چې خپل حکومتونه او نړیوال ښکیل ځواکونه پانګونه کوي، د هغوی معنوي او اقتصادي اړیکه له  خپلو خلکو سره پرې شوې او یوازې د وینې په تړوا په ښارونو کې د پښتنو د میراث خورو په توګه سلنې(فیصدۍ) یا برخې ته ناست دي.
یوه خاوره او د هغې  استوګن، چې د دومره پراخې نړیوالې لوبې مرکز کڼل کیږي، هلته پوځي، سیاسي او اقتصادي رګونه یو د بل سره پیوند اخلي، د سیمې او نړۍ د مهمو موخو د یوځای کولو نقطه وي، له داسې سیمې او خلکو سره تاکتیکي، دفاعی او نمونه يي سلوک د سیاسي اپرچونیزم او مفکوره يي بې لاریتوب لپاره ځکمه وتره کوي. پر یوه قوم او نژاد د بل هغه لوړ ګڼل یا د قوم پر بنسټ حکومت کې ونډه معلومول نه یوازې داچې د دې زماني له متمدن سیاسي کلتور سره اړخ نه لګوي، بلکې د افغانستان د ټولو شریفو قومونو پښتنو، تاجیکو، هزاره ګانو، ازبکانو، ترکمنانو او نورو ترمینځ د واټن او د دغه هېواد د برخه کولو لپاره یوه سریزه ده، چې د چوکیو، وزارتونو او قراردادونو له ویش نه پیل شوې ده. په یوشتمه پېړۍ کې ، چې  ډیموکراسي په یوستر نړیوال ځواک بدله شوې ده، د هغې زماني سیاست له دې  نه اخلي، چې د هند په نیمه وچه کې پرتې برتانوي امپراتورۍ له قومونو څخه باج خواره کسان ښارونو ته راټولول او تنخواګانې به یې ورکولې. که موږ شاته لاړ شو او د تاریخ پاڼو ته د انصاف په سترګه وګورو په دې ټوله سیمه کې نننۍ نارامۍ د پرونیو هغو تریخ میراث دی.
نږدې څلور لسیزې کیږي، ددې متمدنې نړۍپه یوه حساسه جفرافیه کې له مشروعت او صلاحیت څخه بې برخې حکومتونه پرته له دې ، چې د حکومت ځای ونیسي، ملي مسؤلیت درک او ځان مسؤل وګڼي، د حکومت او حکومتونو په نومونو هغه قومي جوړښتونه ځپي، چې د خلکو په ګټه دي. له هغه قانون څخه د دېرې جومات جرګه ډېره عملي او ګټوره ده، چې یو قشر یې د یو ملت د ځپلو او ‌زبېښلو په پار کاروي.
 څلورم تدریجي حل لاره
همغه شان، چې شوروي اتحاد د بې جوړې قربانیو په ورکولو سره په دې بریالی نه شو، چې دغه ځانګړې جغرافیوي کړۍ د ځان لپاره په دفاعي مورچه واړوي، دغه راز پاکستان هم نشي کولای، چې افغاني او پښتني جوړښتونه د مذهبي مبارزې له لارې دومره بدل کړي، چې هغه د پاکستان په امنیتي کمربند بدل شي. د پاکستان له نیمايي عمر څخه زیاه موده پرې تېره شوه، نږدې اوو دیرش کاله وشول، چې هند، پاکستان او ایران په دې سیمه کې نیغ په نیغه هڅه کوي، چې د ډول ډول مذهبي ډلوله لارې ملي او قومي جوړښتونه په مذهبي هغو واړوي. تر یوه بریده د دېرې ځای جومات نیولی او تر یوې معلومې کچې د جرګو، مرکو او د ننواتو پر مرکزونو صحرايي محکمې حاکمې شوې دي.
خو دا هڅې هیڅلکه نشی کولای، چې جغرافیوي او بشري  کرکټرونه بدل کړي. د افغانانو دا متل ددوی تاریخ او ټولینز ژوند سره د نوک اووریو غوندې نښتی، چې وايي« له کلي وځه خو له نرخه نه» د افغانستان خلک، کلی ولس ان جومات خوشي کوي، خو هغه نرخ نه پریږدي، چې د دوی په خټه کې اغږل شوی دی. شړل، وهل او وژل د هغو قومونو لپاره وسیله وي، چې په ژوند کې د لومړي ځل لپاره ورسره مخ کیږي، زموږ خلکو ته ځېنې د  بد مرغیو او نیکمرغیوغني اصلونه په میراث پاتې دي، چې له هغو نه یوه هم جګړه ده. موږ هیچا پسي د هغو کورنو ته په جنګ پسي  نه یو ورغلي، خو چې زموږ کور ته هغوی خپل جنګونه راوړي- بادام دوی خوري او پوټکي یې پر موږ غورځوي- خلک وايي څه وکړو؟
۱-تر ټولو غوره لار به يې دا وي، چې د زور او ځواک پر مټ په خلکو کې د محرومیت احساس راټوکولو او د سیاست له لارې د عدالت او حساب فرمول له مینځه یوړل شي.
۲-د افغانانو ملي کرکټر او د پښتني جنجالي سیمو بشري جوړښتونو ته پام وشي.
۳-په روانه جګړه کې جغرافیوي ځانګړتیاو ته دقت.
۴-د قوم او قوم بازيو پر ځای ډیموکراسۍ اوډیموکرایتکو  ارزښتونو ته اهمیت
۵-د ډېرو لګښت لرونکو نمونه يي پروژوي کارونو پر ځای لږخو پاخه ولسي کارونه ترسره کول.
۶-د انحصاري حلقو او سیاسي اقتدار تر مینځ د پیوندونو تدریجي کمزوري.
۷-د داسې محلي او مرکزي حکومتي جوړښتونو مینځته راوړل، چې خلک يې خپل وګڼي او پخپله يې وساتي
۸-سوله د یو هدف په توګه تعقیبول