د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نور د دې به د حالاتو جبر څه وي؟

زرغون شاه شینواری 09.12.2013 22:33

بسم الله الرحمن الرحیم ط
د وروستیو پيښو شالید:
په افغانستان کښې چې هره بلا یا تندر را پریوځي لمړی افسانوي او بیا حقیقي وي. زمونږ په وروسته پاته قومي قبیلوي ټولنه کښې د شوروي سوسیالیزم د "کور، کالي، ډوډۍ" خواږه او زړه را کښونکي شعارونه په لمړیو کښې افسانوي ول خو چې کله شوروي یرغل درې واړه سره دړي وړې کړل نو بیا يې حقیقیت ټولو ته برملا شو.
په پاکستان او ایران کښې د مجاهدینو د جوړو شوو ډلو "اسلام، جهاد، او مهاجرت" یوه داسې کیسه وه چې ډیرو افغانانانو ته پکښې ځان "مسلمان، افغان او قهرمان" بریښیده، مګر کله يې چې اسلام ټوټې او په برخو برخو و ویشه، نو هرې یوې ډلې خپله برخه ټوټه خپل بادار ته ډالۍ کړه، نو د خلکو سر پرې خلاص شو چې هغه پرونۍ خبره افسانه وه او دا ننۍ حقیقیت.
د "دموکراسۍ، انساني حقوقو او بې سرحده قوانینو په نامه" څو روزل شوو افغانانو چې پاټکیانو او ټوپکیانو يې د ملا تیر جوړاوه، افغانستان يې هغه وخت د ځمکې د سر خیالي جنت وباله چې په یو کلي د ناټو درانده درانده بمونه، په بل کلي د کلچو کارتنونه او پر دولتي ودانیو د پیراشوټ څخه شخصیتونه را غورځیدل، دا دی نه ورځ هر چا ته د هر څه پته ولګیده. دا ټولې پورتنۍ یادې شوې ډلګۍ سره یو ځای شوي لکه چې وايي "ماران سره یاران" نه یوازې د خپل افسانوي سوسیالیزم، سوچه بوچه خپل اسلامي دولت او دموکراسۍ ته په ګډه دعاییه غونډه جوړوي، بلکه د افغانستان د خلکو د زرګونو کلونو تاریخي هیواد وجود سټه او اسلام دواړه د آزاد بازار په وروستنۍ بولۍ کښې د پلورلو اخرني داو ته وړاندې کوي.
وايي چې د هوښیارانو خبرې د کاڼي کرښې وي. د ۱۹۷۸ کال د ډسمبر میاشت وه. د پيښور د ښار د بډه بیرې د خوړ پر غاړه د پاکستان د مزدور کسان پارټۍ د مشر اروا ښاد افضل بنګښ په کور کښې مو د ښاغلي بنګښ او پنجاب يونیورسټۍ د یو پروفیسور خالد سره د افغانستان په اړه خبرې کولې. تر دغه وخته نورمحمد تره کي د افغانستان حکومتي او ګوندي مشرتوب په غاړه درلود. مونږ د ۱۳۵۷ کال د غوايي د کودتايي رژیم پر سیاستونو او د هغوی پر عواقبو خبرې کولې. افضل بنګښ چې یو حقوق پوه هم وه، د غوايي د کودتا او تره کي د رژیم کلکه ننګه کوله. په دغه ناسته کښې مونږ څلورو افغانانو ګډون درلود چې هر یوه په خپل وار د هغه بشپړ مخالف کاوه. کله چې پروفیسور خالد ته د خبرو وار ورسید نو هغه افضل بنګښ ته مخ ور واړاوه او ورته يې وویل:
"ایډوکیټ (وکیل) صاحب دا به ومنو چې د پرزيډنټ (ولس مشر) داود حکومت به د تره کي د ګوند د مرکزي کمیټې ځینې غړي وژلي وای خو ضروري دا وه چې ملګري تره کي ته د خپل او د خپل ګوند ژوند څخه د خپل وطن ژوند ډیر مهم وای. زه په دې باور یم چې ښاغلی تره کي او د هغه ګوندي ملګري په هغه فلسفه سم پوه نه دي چې دوی پرې روان دي او یا قصدا غواړي چې افغانستان کښې د خروسچوف مات شوی تیزیس تکرار کړي او یا د افغاني ټولنې په جغرافیوي، سیاسي او اقتصادي موقعیت پخه مطالعه نه لري.
دا خبره ډیره فلسفي ده. دا به پریږدو چې د غوايي کودتا یو خلقي پاڅون و او که نه؟ خو اصلي خبره داده چې د غوايي د کودتا تر شا د ملي او ولسي ملاتړ پر انډول، دیني، کلتوري، ملي، سیمه ایز او نړیوال حساسیتونه دومره ځواکمن دي چې هسې نه تره کي خپل ځان، خپل ګوند او وطن درې واړه له لاسه ورکړي. دا چې زمونږ دا ناست افغانان کابلي ورونه د ثور د کودتا، د تره کي رژیم او د شوروي اتحاد د سیاستونو پر ضد خبرې کوي ایدیولوژیکه مسئله ده. دوی د پوره مفکوروي منطق پر اساس د اپریل کودتا سره په مخالف کښې ولاړ دي او دا يې حق دی. مګر پر کوم بنیاد چې د دوی مخالفت ولاړ دی هغه روشنفکري بنسټ لري. هغوی چې د ثور د کودتا او شوروي اتحاد فعال، منسجم او قوي مخالفان دي له یوه سره يې هم د افغانستان، د دې هیواد د محرومو طبقاتو او حتی د اسلامي جنډو غم نشته. تاسو پوهیږۍ د افغانستان خلک په داسې یوه لاره کښې قرباني ورکوي چې تاوان به يې د دې وطن راتلونکي نسلونه پرې کوي. مونږ ته د خلکو د مبارزو تاریخ دا ښودلي ده چې په دې نړۍ کښې څو څو وارې داسې شوي دي چې د محرومو او بې وزله طبقو په قربانیو په خپله بیرته د ټولنو محروم طبقات ځپل شوي دي". (۱۹۷۸ کال د ډسمبر ۲۴ نیټه، بډه بیره، پيښور ښار، زمونږ خپل یاداښتونه)
مشورتي غونډه، امنیتي تړون او منطقوي تضادونه
اصلي خبره دا ده چې د ۲۰۱۳ کال د د ډسمبر د یو ویشتمې نيټې مشورتي غونډه د ملي او حقوقي اعتبار له اړخه دومره غښتلی نه وه چې د هغو شا پورې د امریکي او ناټو سره د افغانستان لپاره د دومره درندې حساسې مسئلې پیټی و تړل شي. د غونډې د مشر صبغت الله مجددي څخه نیولې تر ډیری سختو پلویانو يې دا ویل چې دا غونډه د اساسي قانون سره په تضاد کښې ده.
په رښتیا سره دغه شان غونډې د دې حق او صلاحیت نه لري چې د یوه ملت په استقلال او لوړو عالي ګټو تصمیم ونیسي. له همدې امله مشورتي نوم ورکړل شوی و، مګر صبغت الله مجددي او نورو ائتلافیانو يې ځکه مخالفت کاوه چې دا غونډه ښاغلي کرزی را غوښتې وه او ډیری ګډونوالو ته يې ویل شوي ول چې د موافقې د هغه متن سره چې اشرف غني او سپنتا کمیسیون د امریکايي هئیت په مشوره برابر کړی و، داسې مادې ور علاوه کړي چې د ښاغلي کرزي دغو اوسنيو وړاندیزونو يې يوه برخه جوړوله.
مګر د غونډې پر مهمو کسانو د ډک لاس مجددي ګرځیدو را ګرځیدو د کرزی پلان په یوه حسابي وخت کښې تالا ترغۍ کړ.
د پردې پر مخ او د غونډې پر سټيج داسې ښکاریده چې حضرت صبغت الله مجددي د کرزي په مقابل کښې یوه سپینه کودتا کړیده. ښاغلي مجددي د کرزي په مشورتي ناسته کښې زمونږ خلکو او نړۍ ته دا وښودله چې لا تر اوسه کولای شی د افغانستان په پيښو کښې هم هغه ونډه ولري چې د دوی ځینو مشرانو سرته رسولې ده او ځینو نورو يې پر وړاندې د شهادت جامونه څښلي دي. مګر د غونډې د سټیج نندارې ته چې خلکو کتل په وروستیو حسابي شیبو کښې د صبغت الله په پرتله کرزي ډیر چابک، چالاکه، سیاسي او افغان معلومیده. دا ځکه کله چې مجددي په خړ پړ او تک ژیړ رنګ کرزي ته وویل: و نیسه امضاء کړه که نه زه مروریږم او افغانستان څخه وځم نو کرزي ورته ځواب ورکړ ځه ورځه.
هر چا ته ثابته شوه چې کرزي کودتا چیان په شا وتمبول، خو کوم دروند غم یا زیلۍ دانه چې د مشورتي ناستې د غبرګونو کودتا چیانو څخه د افغانستان مظلومو خلکو ته را پاته شوه، خدای (ج) دې وکړي چې افغانان د ۱۹۷۸ د اپریل، ۱۹۹۲ د اپریل او د ۲۰۰۱ کال د د اکتوبر د کودتاګانو په شان و نه ځپي.
د افغانستان د کشالې مرموزتیا او پیچلتیا ته په پام دا ټوله لوبه پټه ده او همداسې مرموزه به روانه وي. ځکه د مصنوعي سیاست په میدان کښې مصنوعي لوبې دي چې مصنوعي اتلان منځته راوړي. د افغانستان په اوسني حاکمیت کښې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د خپلو حلقو او شخصیتونو سیاسي وفاداریو ته په پام سیاسي اپورچونیزم په افغاني خاوره کښې یوه ناروغي نه بلکه یوه ایدیالوژي ګرځیدلې ده.
ګڼ شمیر سیاسي، اسلامي او ملي شخصیتونو ته په درناوي په افغانستان کښې داسې ګوندونه نه دي پاتې چې د ځان لپاره يې افغانستان د سپیلنیو په شان نه دی لوګی کړی. په داسې حال کښې چې اپورچونیزم د هیواد د دوو اساسي بنسټونو یعنې اسلام او افغانیت سره هیڅ اړخ نه لګوي. د هر چا پر انډول افغاني سیاسیون ډیر اپورچونیستان دي، علت يې دا دې چې په افغانستان کښې په پردیو پيسو او وسلو د پردیو لپاره مبارزې ته سیاست ویل کیږي.
د مشورتي شورا د وړاندیزونو څخه په امنیتي موافقه د را پورته شوې لانجه د اصلي یا طبیعي پر ځای ډیره شکلي یا مصنوعي ښکاري. په رښتیني بڼه د موافقې پلویان د افغانستان په نسبتا لویو ښارونو کښې هغه ښاري اقشار دي چې د بن د ائتلاف د دولس کلنې واکدارۍ څخه را ټوکیدلي دي. د دوی اقتصادي او سیاسي ژوند دومره په بهرنیو پورې تړل شوی دی که په یقین سره جارجیان او مرستې يې نه وي نو د دوی ماموریت شته او نه يې حاکمیت او نه يې د ثروت دغه غني سرچيني.
له غونډې ورسته را برسیره شوی له اندیښنو ډک چاپیریال
د موافقې په مخالفینو کښې د ناټو پر ضد جنګیدونکي جنګیالي او هغه افغانان را تللی شي چې د دریو جنګی اړخونو د نه ختمیدونکي مرموز جنګ بیه پریکوي.
د موافقې د اساسي پلویانو او په مخالفینو مخالفینو سره داسې وسایل او امکانات او خارجي روابط وجود لري چې خپل مثقال په خروار بدلولی شي. مګر هغه مظلوم اولس چې د جګړې پیټی ور په شا شوی، د ښکار د ورشو غوندې پکښې د کابل رژیم او وسله وال مخالفان د میندو له غیږو څخه ځلمي بچیان د مجبوریتونو او څو افغانیو معاش په بدل کښې د جګړې د جبهو ښکار کوي. دا ولس نه خپل آواز پورته کولی شي، نه يې څوک چغې اوري او نه داسې څوک شته چې د هغې بورې مور زړه چې دوه کلن بچی يې په غیږه کښې د ګولیو د لګیدلو له امله سلګۍ وهي، د هغه وزیر د مزو چړچو سره تله کښې اچوي چې شپږ د مرمیو ضد موټر په ګولیو بار ور پسې روان وي.
د افغانستان شرایط همداسې جوړ شوي دي چې د کلیو د مظلومانو د وینو په سرو ویالو د ښارونو د جګړې ژرنده ګړي ژرنده ګرځوي او د خپل ورور له وینو مزد او ذکات واخلي. د هغو کسانو ډیره برخه چې په امنیتي جوړ جاړي کښې نظرونه ورکوي د خپلو هغو مواضعو څخه خبرې کوي چې دوی پکښې قرار لري، مګر د ملی او منطقي مواضعو اساسي مرکزونه هغه ولس دی چې په جګړه کښې يې اولادونه وژل او قرباني کیږي، د کورونو ستر يې ماتیږي، کورونه يې په کنډوالو بدلیږي او د افغانستان لپاره د خپله توانه پورته بیه پرې کوي.
هیڅ یو هوښیار افغان به د امریکا یا کوم بل هیواد سره د هغه تړون مخالفت و نه کړي چې معیار يې د دغو خلکو ملي برحقې غوښتنې او ملي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی وي. د موافقې محتوی ته کتل ضروري دي. که دا د یو مخصوص قشر د ګټو د ساتلو او هغوی سره د سیاسي حاکمیت د اجاره دارۍ لپاره وي نو د اوسني مخالفت څخه يې راتلونکی حالت هر چاته د اندیښنې وړ دی، حتی هغوی ته هم چې نن ورته په غبرګو لاسونو ډولونه وهي.
دا یوه کلتوري، مالي او سوداګریزه معامله او موافقه نه ده، بلکه پر دې پورې زمونږ د راتلونکو نسلونو ژوند، ملي هویت او غرور او د هیواد ملي حیثیت تړلی دی. دلته د داسې پوځي هډو شتون مطرح دی چې په پردي هیواد کښې سرونه ورکوي او د خپل هیواد د قانون لاندې ژوند کوي. دلته د متفاوتو کلتورونو، عقایدو، او ټولنیزو برداشتونو درلودونکو انسانانو د هغه ګډ ژوند اوږد پړاونه په مخکښې پراته دي چې بلدتیا، ملګرتیا او مرورتیا يې په توده جګړه کښې پیل شوې ده.
د موافقې د دوه اخیزه ګټو انډول د موافقې په حال او راتلونکې دواړو باندې ژوره اغیزه لري. دا پوښتنه به تر قیامته پورې ځواب نه شي چې هغه رژیم چې دا موافقه لاسلیک کوي، هغو منځته راوړی چې د موافقې بل اړخ تشکیلوي. له همدې امله موافقه که ګټوره ده یا تاواني، اوس د حقوقي او سبا د عملي ستونزو سره مخ ده. د کابل د پولیتخنیک د پوهنځي د انګړ د جرګو په تالار کښې د تیرې میاشتې غونډه چې د جوړیدو د مخه ورته د موافقې ټولو پلویانو غیری قانوني او اوس ورته د ملت د ارادې ممثله وايي په هیڅ ډول د افغانستان د ملت استازیتوب نه شي کولای.
ښاغلی کرزی چې د دې رابلونکی او صبغت الله مجددي يې پالونکی وه، دواړو ویلې دي چې دا غونډه د قانون سره په تضاد کښې ده، نو ځکه يې ورته د مشورتي شورا نوم ورکړی وه. دا چې یاده مشورتي ناسته د ملت له لورې تر پوښتنې لاندې ده د مسئلې یو اړخ دی، مګر ښاغلي کرزي چې د ولس مشر په توګه د موافقې پر متن يو څه دا ډول وړاندیزونه ور زیات کړل چې ملې بنست لري او د ناټو سرمنشي او د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د دغو وړاندیزونو د رد لپاره داسې وویل: پروا نشته! کرزی دې موافقه نه لاسلیک کوي، یو وزیر چې پرې لاسلیک و کړي دا هم مونږ ته د منلو وړ ده او کرزي وویل چې هیڅ وزیر د دې د لاسلیک حق نه لري نو موافقه او مشورتي شورا دواړه يې د حقوقي او قانوني نظره تر پوښتنې لاندې راوستي دي. ځینې کسان د کرزي دا خبرې پوچې پټاکۍ او زرګري ناندرۍ بولي، مګر هر څه چې وي کرزي ګذار وکړ او لاس يې هم شاته نه دی نیولی. که نه د نوموړي په کابینو کښې داسې وزیران شامل ول او اوس هم شته چې په ډیرو حساسو قراردادونو يې خپړې لګلوې دي، خو دا کار اوس ځکه نه شي کولای چې ډیر تاوان يې امریکا او زیاته ګټه يې ښاغلي کرزي ته رسیږي، ځکه په دغه ډول جنجالي پړاو کښې د وزیر لاسلیک د امنیتي موافقې وزن خپل منځي جوړ جاړي یا تفاهم نامې ته را ښکته کوي او ښاغلي کرزي ته داسې شخصیت ورکوي چې دده تیره دولس کلنه لانجمنه دوره په پلو کښې پټولای شي.
د افغانستان، سیمې او نړیوال بهیر ته په پام سره د ناټو شاملو ملکونو د پیل څخه تر ننه پورې د افغانستان په سیاست کښې پاکستان ته د جګړې او دپلوماسۍ په دواړو ډګرونو کښې مرکزي رول ورکړي دی. د شوروي ځواکونو د یرغل موده، د ژنیو د تړون د لاسلیک بهیر، د پيښور د ګونر هاوس څخه کابل ته د مجاهدینو د حکومت استول، بیا د هغه پر ضد د طالبانو د پروژې تر شا ودریدل، د طالبانو د امارت خلاف د پاکستان د خاورې څخه پر هغو د ناټو حملې، مزار او کندوز څخه د نورو اړوندو هیوادونو د طالبانو روغ رمټ بیرته را ایستل، په هم هغه ځای کښې د پنځه زره څخه زیاتو افغاني طالبانو په وحشت سره وژل او د پاکستان پر سینه د ناټو د باروتو څخه ډکې لارۍ افغانستان ته تیریدل، دا په ګوته کوي چې ناټو افغانستان ته د پاکستان له عینکو ګوري.
داسې بریښي چې ناټو پاکستان د سیمه ایز ژاندارم په بڼه د خپلې منطقوي ستراتژۍ شریک ګڼي. پداسې حال کښې چې زاړه استعمار د افغانستان او پاکستان دوو ورونو مسلمانو ملتونو ته داسې خپل منځي ستونزې پریښي چې د افغانستان خلک او د پښتونخوا پښتانه يې دا پنځه دیرش کاله په هم هغه دوزخ کښې لو لپه کړل چې استعمار د خپلو اهدافو لپاره منځته ته راوړي ول.
پایله
مونږ ګام په ګام د همدغو لویدیځو دولتونو په واسطه په اقتصادي لحاظ په هغه پاکستاني اقتصاد پورې و تړل شو چې په خپله پر لویدځ پورې پیوند شوی دی. اوس نو دا د ورځو، میاشتو او کال ستونزه نه ده چې هرو مرو د افغانستان د سیاسي پيښو په سیاسي مسیر اغیز پریباسي. د سنټو تړون په سیمه ایز سیاست کښې افغانستان ته د پاکستان د ګټو له نظره کتل، مګر د درې نیمو لسیزو را پدیخوا خو ځينې غربې دولتونه د افغانستان په اړوند ځانګړی سیاست لري او هغه دا چې یا باید پخپله غربیان دلته شتون ولري او که نه نو پاکستان باید هم هغه ستراتژي په افغانستان پرمخ یوسي چې سمبالښت يې د لویدځوالو په لاس کښې وي.
نن سبا چې د افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو پړاو پر پړاو ایستل سنجول شوي د ستراتژي یوه برخه ده. د افغانستان په معضله کښې په مستقیم ډول د غربیانو شتون په داسې یو حالت کښې د کمیدو پر لور روان دی چې زمونږ منطقې د نړۍ اقتصاد ته د هند، چین، ایران او روسيي په څیر قدروتونه وړاندې کړي دي.
په ننۍ منطقوي سیالۍ کښې پاکستان نه شي کولای په کشمیر، ایران ، سیکیانګ، مرکزي آسیا او افغانستان کښې دواړه خپله او غربي ستراتژی پرمخ یوسي. له همدې امله دوی له غربیانو څخه غواړي چې په سیمه ایزو سیالیو کښې ملا تړلی افغانستان ورسره وي. پداسې حال کښې چې دا کار د افغانستان د ملي اهدافو، ګتو، استقلال او جغرافيي سره نه یوازې اړخ نه لګوي، بلکه د سیمي ټول ملکونه يې د خپلو منافعو پر اساس مخه نیسي. د پاکستاني طالبانو پروژّه باندې د پاکستان او لویدیځوالو مرګوني ګذارونه او د هغه تر شا نا معلوم مرموز ملاتړ د پورتنۍ منطقوي تضاد یوه برخه ګڼلی شو.
امریکا چې افغانستان کښې د خپلو پوځي هډو په شتون ټینګار کوي په غړولو سترګو ګوري چې په سیمه کښې د نا انډولۍ تر څنګ ستراتژیکه تشه رامنځته کیدونکي ده. که ناټو د افغانستان څخه خپل ټول پوځونه وباسي او که په همدې بڼه لس دولس کاله نور هم جګړې ته ادامه ورکړي، دا تشه تر هغې پورې نه شي ډکیدلای تر څو چې افغانستان کښې ثبات نه وي راغلی. سیاسي استقرار په هغو قوتونو ناشونی دی چې په خپله د بحران پیداوار وي، په بحران کښې ژوند کوي او د بحرانونو د خلق کیدو په بهیر کښې حاکمیت ته رسیږي. په ښکاره داسې يوه څه دلایل شته چې هغو د جګړې اور تازه ساتلی دی، خو څوک چې د افغاني ټولنې په ژورو مناسباتو پوهیږي په دې پوره باور لري چې د افغانستان د جګړې داخلي عوامل د بهرنیو علتونو سره اوږه په اوږه د جګړې پایښت لپاره شرایط برابروي. یو بنسټیز علت په افغانستان کښې د هغو قواو څخه د نړیوالو او منطقوي قدرتونو ننګه ده چې هغوی د افغانستان د خلکو پر وړاندې ملامته، د خپل وطن د ګټو په وړاندې بې مسئولیته او خارجې اهدافو ته صادق او ملا يې تړلې ده. تر هغه پورې چې هیواد کښې د خلکو د ارادې پر اساس د هغوی د ګټو او غوښتنو مشروع خپلواک حاکمیت شتون ونه لري نو بهانې به بدلیږي خو جګړې به پای نه مومي.
د افغانستان د روانې جګړې مخلوط عوامل زمونږ په هیواد کښې د پاکستان او ایران ایدولوژیک نفو‌ذ او د ځینو غربي دولتونو قشري پانګه اچونه ده. په دې جګړه کښې مونږ د ملت او ملي ګټو د ساتنې ډیره اساسي معنوي ارزښتونه د لاسه ورکړي. دا دی د افغانستان په مادي شتمنیو کورني دلالان د منطقوي او نړیوالو اړخونو سره په نرخ او نوا بوخت دي. افغانستان د یوې بې تعریفه جګړې ځاله (مرکز) جوړ شوې. په دغه ډول جنګونو کښې د واقعیت او حقانیت پر ځای بهانه او قدرات ډیر اغیزمن وی.
پوره درې نیمي لسیزې وشوې چې د ستراتژیک موقعیت یو درلودونکی ملت د بهانو او دسیسو قربان یا د یرغل خوراک ګرځيدلی یا د یرغل لپاره اخور کښې اچول شوی دی. وايي چې اوښ له درنو بارونو شکایت نه لري خو واګي يې چې د خره د لکۍ پورې و تړي نو بیا شکایت کوي. د افغانستان خلک په دومره ظالمانه جګړو دومره خفه نه دي لکه څومره چې د خپل ولس په سپکاوي او د دغه مهذب ملت ته د بدوي، ساده او ناپوه ملت په سپک نظر کتلو پریشانه دي. دا سمه ده چې مونږ اوس بې وسې یو، مګر په دې ښه پوهیږو چې زمونږ په خاوره کښې جګړه د پردیو اهدافو لپاره پر مونږ را تپل شوې دسیسه ده.
په دغو حساسو اندیښمنو حالاتو کښې افغانان یوازې یوه لاره لري او هغه پر ملي غوښتنو او په یو ملي محور را ټولیدل، د یو پراخه جبهه ایز سیاست په بهیر کښې د ورورۍ لاسونه ورکول او د ملګرو ملتونو په مرسته د معضلې د ټولو اړخونو په رغنده همکارۍ مؤقتي انتقالي حکومت ته لاره هوارول او شرایط برابرول دي.
افسوس چې زه مې خپل ارمان لپاره مړ نه یمه *** په ایمان مړ شوم خو ایمان لپاره مړ نه یمه
پای