د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قومندان رازق له ریګستان وروسته د بولدک امنیه قومندان هم وواژه

سیداحمد 16.08.2014 14:17

د جمعې په شپه ناوخته د کندهار د بولدک ولسوالۍ په امنیه قومندان ښایسته خان باندې د څو کسانو لخوا ډزې وشوې، ښایسته خان چې په ګزمه راوتلی و او ګڼ شمیر پولیس هم ورسره وو له حمله کوونکو سره په جګړه واوښت،جګړې څو شیبې دوام وکړ چې په نتیجه کې یي ښایسته خان دده سکرتر او زوم او ۷ تنه نور پولیس ووژل شول، په پیل کې ګومان کیده چې برید به طالبانو کړی وي، خو کله چې دښایسته خان ملګري هغه ځای ته ورغلل چیرته چې حمله کوونکو کمین نیولی و، ویي لیدل چې حمله کوونکي پولیس دي، ځکه په وژل شویو کسانو کې د قومندان رازق د خاص انډیوال او دپولیسو دپوستې دقومندان محمد رضا ورور هم و.
د بولدک امنیه قومندان ښایسته خان یو له هغو کسانو و چې د قومندان رازق وحشیانه اوامر او تر قانون لوړ فرامین یي نه منل، جنرال رازق چې د طالبانو پرلپسې بریدونو او چاودنو دومره وارخطار کړی چې اوس د ډیر احتیاط په خاطر له هیچا سره لیدل کتل نه کوي په دې وروستیو کې یې له طالبانو دانتقام په خاطر داسې کړنو ته ملاتړلې چې د پولیسو او امنیتي ځواکونو د لیکو ډیری قومندانان او منسوبین ورسره توافق نلري.
قومندان رازق ویلي ، هر هغه څوک چې د دولت د مخالف شک پرې کیږي،پرته له محاکمې باید ووژل شي،کورونه یي لوټ ، تالان او وسوزول شي،په دې لړکې د نوموړي نږدې کسانو لکه جاجو او نورو په کندهار ښار کې ډیر بې ګناه افغانان په خپلو کورونو کې دښځو او ماشومانو ترمخ چارماري کړي اووژلي دي، چې محلي رسنیو او خبریالانو یي هم له ډاره په اړه راپور نه دی ورکړی.
قومندان رازق چې په مسلکي لحاظ پخوانی پاټکی، د چرسو معتاد او کوڅه ډب اوباش پاته شوی، دامریکایانو په راتګ سره د خپل لچرتوب او امریکایانو ته دسوچه خدمت له امله ناڅاپه مطرح شو او په بې سواده ټټر یي د جنرالۍ او پاسوالۍ رتبې وروټومبل شوې.
نوموړی فکر کوي چې خپله شخصي بدمعاشي به په نورو خلکو هم ومني، خو په امنیتي لیکو کې ډیری منسوبین ، دقومندان رازق له ناقانونه کړنو سره اتفاق نلري او د رسنیو له لارې یي دنوموړي په خلاف بیابیا غږ پورته کړی دی.
رازق په دې وروستیو کې دخپل همدا ډول مخالفینو د وژلو، برطرفه کوله او په دسیسو تورنولو کار پیل کړی دی، ترڅو د کندهار په حکومتي اداره کې خپل ټول مخالفین له منځه یوسي او خپلو وحشیانه کړنو ته میدان چغالي کړي.
په دې لړکې نوموړي څه موده وړاندې خپل یو پیاوړی مخالف چې د ده له لنډغرۍ سره یي توافق نه درلود د کندهار د ریګستان په سیمه کې د پولیسو قومندان بسم الله یي له دیارلسو پولیسو سره یوځای وواژه ، د نظر او محمدعمر په نوم دپولیسو دوه نور مشران چې له رازق سره جوړ نه وودا ډیر وخت کیږي چې نادرکه دي ، ویل کیږي چې دغه قومندانان هم نوموړي نیولي او یا هم په پټه وژلي دي.
د قومندان رازق وروستی ګوزار دبولدک په امنیه قومندان شایسته خان و، رازق په بولدک کې له خپل انډیوال محمدرضا سر ه په ګډه د شایسته خان د وژلو دسیسه جوړه کړې وه ، دوی نیت درلود چې ښایسته خان ووژني او د وژني مسؤلیت یي طالبانو ته راجع کړي، دهمدې لپاره یي شایسته خان ته د ګزمۍ په مهال کمین ونیو، خو ددوه طرفو ډزو په ترڅ کې د محمدرضا ورور هم ووژل شو او مړی یي په میدان پاته شو، کله چې د رازق دادسیسه افشاء شوه ، نوموړي خپل ملګری محمدرضا ته د څه وخت لپاره د پټیدلو مشوره ورکړه او په رسنیو کې یي اوازه واچوله چې جګړه د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې او محمدرضا تښتیدلی دی .
د کندهار خبریالان او داطلاعات او فرهنګ رئیس دواخان مینه پال چې ټول د قومندان رازق له ډاره ګبڼۍ نیولي او دنوموړي له اجازې پرته سپڼ نه شي کولای په رسنیو کې یي خبر همداسې نشر کړ چې دا پیښه د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې ده، خو دوی په هغو قتلونو او وحشتونو سترګې پټوي چې د قومندان رازق لخوا په بې ګناه کندهاریانو دا څو کاله روان دي، چې دادی اوس داسې اختطافونو او وژنو دولتي چارواکو ته هم سرایت وکړ او هر هغه چارواکی به په مرګ محکومیږي چې ددې لنډغر قومندان له مزاج سره برابر نه وي.
کندهاریان او دکندهار چارواکي که ددې خپلسري قومندان د ظالمانه او ترقانون پورته کړنو په مقابل کې راپورته نه شي نو خپلو نورو بې ګناه ښاریانو،تجارانو، او دولتي منسوبینو ته دې هم کفنونه تیار کړي ...