د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مستقبل هنداره

وحیدالله وحدت 06.03.2014 12:19

نوې خبره نه ده چې مستقبل په هنداره کې لیدل کېږي او تر دې د مخه چا خپل راتلونکی نه دی لیدلی.
راتلونکي سره خبرې او د هغه خواص خو په راتلونکي کې څرګندېږي. دا چې خلک سر له اوسه خپل راتلونکی لیدلی شي او حالات یې حس کولای شي، په زړه پورې ده.
په دې اړه مې یوه جالبه خاطره را یاده شوه: یوه ورځ په موټر کې ناست وم، له ننګرهار نه لغمان ته تلو، د درونټې تونل ته چې را ورسېدو، لاره بنده وه، د تونل مخ ته د سیمې اوسېدونکي، مساپرین او ډېر نور خلک را ټول شوي وو، تر منځ یې ډول ډول خبرې اورېدل کېدې، ځینو ویل چې موټر چپه شوی او لاره یې بنده کړې ده، یوې ډلې به ویل چې وسله وال را ښکته شوي. ځینو یو او ځینو بل ډول خبرې کولې؛ خو دقیق خبر لا چاته معالوم نه و، د خلکو خبرو ووېرولو چې اوس به څه کېږي؟ موټروان مو وویل: راځې چې د چارباغ په لاره لاړ شو، هغه لنډه ده، ژر به ورسېږو، دلته تر مازدیګره څوک ورته انتظار کولای شي؟. موږ یې په خبره کې زړه نا زړه وو، ویل مو، که لږ څه نور تم شو خبره به معالومه شي، چې لار به پرانستل شي او که نه؟ او بیا هغه لار خو دومره باوري نه ده؛ سل خطرې ترې انځورېدای شي؛ خو موټروان مو همداسې ټینګار کاوه، چې ناوخته به شي؛ راځې! هېڅ خبره نشته. که څه هم چې زما زړه نه وو؛ خو د موټروان په خبرو نوره سپارلۍ هم دې لارې ته زړه ښه کړ. په موټر کې کېښناستو او د چارباغ په سړک مو مخه کړه، د چارباغ تر نیمې لارې نه وو رسېدلي، چې مخې ته مو درې تنه وسله وال ودرېدل، ټولې سپارلي په لړزه شوه، د موټروان خو ژبون وهل شوی وو، رنګ یې تت شو، له خولې یې خبره نه وته، ټول یې را ښکته کړو، تلاشي را څخه واخیسته، داسې څه یې راسره پیدا نه کړل، چې موږ ته یې پرې سزا را کړې وای؛ خو د موټروان په جیب کې یې د نازیه اقبال دوه نوې کسټې پیدا کړې، چې ډېرې مستې ښکارېدې، له دې سره یې موټروان په وهلو او ګوزارونو کې پټ کړ، د خلاصون یې څوک نه وو، له وهلو وروسته یې غوږونه پرې ونیول او توبې یې پرې وکښلې، موږ وهم اخیستي وو، په دې سپارلۍ کې یو تن سپین ږیری و، هغې وسله والو ته زارۍ شروع کړې، چې موټروان خوشې کړي. موټروان چې وییش او وای یې کاوه موټر ته راوخوت، یو څه مزل مو وکړ، غوسه یې نه سړېدونکې وه، زما هم طاقت ونه شو او ترې ومې پوښتل: (( استاده! ته کله په دې لاره نه وې راغلی؟)) سره له دې چې له غوسې تور او شین کېده وویل: نه! – ښه نو بیا خو به دې له چا پوښتنه کړې وه، او یا به دې زما په خبرو کې فکر کړی وای. موټروان نور هم تریخ شو، نږدې وه چې له ګرېوانه مې ونیسي -(( چپ شه مړه!!!)) غلی شوم هسې نه چې خبره بلې خوا لاړ شي.
په ټوله لار یې ویره په زړه کې وه، شاوخوا یې ډېر کتل، لکه کومه غټه تېروتنه چې یې کړي وي.
دا چې موټروان راتلونکی سنجولای شو؛ خو فکر یې ونه کړ او یوزاې روان شوو، وهل خو بیا هم ورته بهتره وو، دا ښه شوه چې ژوندی یې پرېښود. په دې خلکو خو څه باور نه دی پکار.
نن ورځ هم همداسې وخت رارسېدلی دی، که فکر ونه کړو نو خبره ورانېږي. لکه چې و مو ویل راتلوونکی مو د هندارې په شان را ته څرګندېدای شي، ښه به دا وي چې پرې فکر وکړو؛ څو ښه سم راتلونکی ولرو، که داسې ونه شوه نو مستقبل به مو خراب تراب وي.