مختلفو ژبو لرونکو پښتو سندرې زمزمه کړي
18.06.2013 11:10پښتو سندرې چې د افغانستان به ګوډ ګوډ کې مینه والو لري، ویونکي یې هم خورا زیات دي، هڅه کوي څو داسې سندرې ووایي چې ټول هېوادوال ورسره له زړه نه مینه پیدا کړي.
پښتو سندرې چې په بره او کوزه پښتونخوا کې ورته شاعران، هنرمندان او سندر غاړي ډېرې هڅې کوي، د هغوی په پایله یې په دې وروستیو کې ډېر پرمختګ کړي.
پښتو سندرې چې بیلابیل ډولونه لري، خوند او مزه یې یو تر بله ډېر توپیر لري، د سیمو خلک یې په بیلابیلو اندازنو کې وايي، هغسې ورته کمپوز او ډیزاین کوي، په کوم ډول یې چې اورېدونکي او مینه وال خوښوي.
هنرمندان او سندرغاړي یې د موسیقي د بیلابیلو الو د یو ځای کولو په وسیله ورته ډېر ښکلی رنګ او مزه ورکوي، چې په اورېدو یې منیه والو ته جلاجلا خوند ورکوي او لا زیاتېږي.
شاعران یې داسې غزلونه او نظمونه ورته جوړوي، چې په زمزمه کولو سره یې د سندرې لوړ والو په ګوته کوي.
دا چې ډېر هڅې ورته شوي او پرمختګ یې ورته ورکړی، د نورو ژبو خلک یې هم غواړي زمزمه کړي.
د انګلسي ژبې لرونکي ډېر داسې لیدل شوي او ترې اورېدل شوي، چې د پښتو ژبې ډېرې ښکلې سندرې یې په ډېرو زیار سره یادې کړي، ژبه یې پرې رو کړې او له هغې وروسته یې د ملګرو سره په جشنونو او نور میله ځایونو کې وایي، ملګري او دوستان یې په چک چکو بدرګه کوي.
په ډېرېو اروپايي هېوادونو کې جنو هلکانو او لویانو پښتو سندرې ډېرې ویلي، هر وخت یې غواړي زمزمه یې کړي او ترې خوند واخلي.
که څه هم چې دوی یې په مانا نه پوهېږي، خو دومره کولای شي، چې ټول حروف یې په ډېرو خواوریو سره په سمه توګه ادا کړي.
د افغانستان موسیقي یوه داسې موسیقي ده چې د هر ډول غږول یې نه یوازې د افغانانو لپاره ورسره د نورو هېوادونو د وګړو لپاره په زړه پورې وي.
ایران پاکستان او هندیان خو هغه هېوادونه دي، که پکې سروې وشي، نو په سلګونه خلک به یې په دې توانېدلي وي چې پښتو سندرې ووايي.
ځینې عرب میشت لسګونه خلک داسې هم لیدل شوي چې غواړي د پښتو ژبې ځېنې سندرې واوري، یادې یې کړي، خوند ترې واخلي او له هغې وروسته یې په لازمو ځایونو کې زمزمه کړي.
په روسیه ژبه کې نه یوازې دا چې د پښتو سندرو زمزه کول زیات شوي، ورسره د پوهنتون جنوکې او هلکان په ډلیز ډول غواړي د سټیچ په سر، پښتو شعرونه واوي، دومره خواري یې پرې کړي وي، چې هر حرف یې په سم ډول لازم انداز سره وايي. داسې چې که پښتون ورته غوږ ونیسي بلا خوند به ورته ورکړي، یو ډول احساس ور پیدا کوي، له هېواد سره یې مینه زیاتېږي.
غواړي له دې وروسته د هېواد هنر او فن ته د خدمت لپاره مډې را ونغاړي.
کله چې په روسیه کې د ځینو جینکو له خوا په پښتو ژبه کې پښتو شعرونه وویل، په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې یې د پښتنو له خوا ډېره وستایل شول، خورا احساس ورسره پیدا شو، چې له دې وروسته د پښتنو د اتفاق لپاره یې په زړه کې یې ځانګړې مینه پیدا شوه، له دې پرمختګه خوښ شول، په دې وپوهېدل چې یوالی کولای شي د پښتنو د پرمختګ لور تلو کې تر ډېره ونډه واخلي.
نه یوازې په انګلسي ژبه، ورسره عربي او روسیه ژبو کې زمونږ خوږې سندرې زمونږ په ژبه ویل شوي، ورسره د نړې ډېرو هېوادونو کې بیلابیلو ژبو د پښتو سندرو په ویلو ډېر کوښښ کړی.
نو په کار ده چې خپل هنر ته لا وده ورکړو او په نړیوالو هنري سیالیو کې برخه واخلو.

