د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یرغل! جنګي که فرهنګي؟

وحیدالله وحدت 23.05.2015 00:37

افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو را په دېخوا تر جنګي؛ خو په دې وروستیو کې لا تر فرهنګي یرغل لاندې دی چې اوس هم د سر پورته کولو وس نه لري.
د تاریخ پاڼې د تېر څو لسیزو په هغو یرغلګرو ورځو او شپو هم تورې شوي دي چې د مختلفو جنګي، استخباراتي او شرپرستو لاس لروونکو هېوادونو له خوا پرې یرغلګرې څپې راغلي او تېرې شوي دي. اکثریت یې په هغه ډول چې ان د هېواد په بېلابېلو چارو کې خورا ژورې او تل ته رسېدلي دي.
کله نه چې انګریزي او روسي لښکرو د افغانستان په خاوره ښکرونه خښل کړل، د ولسونو له کلک مقاومت او ښکر په ښکر کېدو وروسته یې ښکرونه مات او په شا و تمبول شول، هېواد له هر اړخیزو بدبختیو او کړاونو سره لاس او ګرېوان شو.
نه یوازې د هغوی ماته د پام وړ وه، ورسره یې د لوی او واړو پاک او سپېڅلی جهاد او د افغانیت ستر ویاړ ننګ او فرهنګ په خپل حال پاتې شو.
که څه هم چې د پیاوړي کېدا لارې چارې یې د باروتو په ګردونو تورې او ترخجنې شوې، ورسره د زده کړو او کسبکرۍ مرکزونه وتړل شول، د ډلو او ټپلو په رامنځته کېدا بېلابېلې چارې او دسیسې رامخته شوې، د غویور ولس په ژوند ملنډې او لوبې وشوې، دغه مسلمان او کلک هوډه ولس خپلې ټولې چارې په هغه ډول چې غوښتنه یې درلوده د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې تر سره کړې.
دې کې شک نشته چې د یو شمېر دیني او مذهبي ډلو په راتګ او د یو ملت په منځ کې د تفرق د کرښو راښکلو په موخه یې نه ستړي کېدونکي منډې رامنډې ووهلې؛ د راتلوونکي نسل لپاره یې سل دردونه او ګړنګونه ایجاد کړل؛ خو تر پرونه یې په فرهنګ هغسې لوبې نه دي شوي لکه نن چې یې په یو شمېر سیمو کې روانې دي.
دا هم له یاده نه شو باستلی چې زیات شمېر هېوادوال مو مهاجرت ته اړ شوي او بېلابېلو هېوادونو ته کډه شوي وو، طبیعي ده چې د چاپیریال رنګ به یې اخیستی وي، د هغې سیمې له دودونو او رېواجونو به موتاثره شوي وي؛ خو په هغه اندازه چې کواکې خپل دین مذهب، دود او دستور یې له یاده وځي او د ژوند ټولې چارې د پردیو په رقم تېرې کړي.
د افغانستان ټولې هغه سیمې چې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډه پوله لري، د هغه هېواد د فرهنګي یرغل لاندې دي.
په هرات ولایت کې اوس هم زیات شمېر ولسوالۍ دي چې وګړي یې په ایرانۍ (پاړسي) ژبه خبرې، زده کړې او راشې درشې کوي، د هغوی فرهنګ او عنانه یې عینې لکه خپل کلتور منلي او خپل کړي دي.
د هرات ولایت په ښاري او نسبتاً ارامو سیمو کې اوس هم د ایراني لیکوالو، هغه اثار په پراخه پیمانه پیدا کېږي چې لوستل یې د افغان وګړي لپاره د ګټې پر ځای تاوان کوي، هغوی له خپل تاریخ او تمدن نه بې خبره او د ایران په ډاډ یې د ایراني تمدن او تاریخه خبر ساتي.
کله نا کله چې د ایران په ګټه او د هغوی په خوښه کړنې تر سره کېږي ټول د دې هېواد د فرهنګي یرغل له اغیزمن شوو سرچینه اخلي.
رسنۍ ډېر وخت د هغه ریپوټونو د خپراوی شاهدي ور کوي چې په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د فرهنګي یرغل بېلګې یې پکې رانغښتې وي.
همدا راز مدني ټولنو د پاکستان، ایران او نورو هغو هېوادونو چې تر خپل وس یې په دې هېواد کې د عامه ذهن د مخشوشولو اور ته لمن وهلې د فرهنګي یرغل په تور نومولي او پر وړاندې یې په بېلابېل ډول اعتراضونه کړي دي، پر دولتي چارواکو او اړونده ادارو یې غږ کړی؛ څو یې مخه ونیسي.
نه یوازې دا ورسره د ټلوېزیون له لارې د هندي، ترکي، چینايي سیریالانو، هالیوډي او بالیوډي فلمونو خپرېدا هم لیدونکو په خاصه؛ افغان ماشومانو د جنګ جګړو، وسلو او نورو هغو له کارولو سره بلد کړي دي چې په وار وار یې د تکرار هڅه کړې ده.
که څه هم امنیتي وضعیې ته په کتو په هېواد کې د جنګ جګړو فرهنګ لا په خپل حال پاتې دی، د کاونډیو په خاصه د ایران او پاکستان ناوړه دودونه ورځ تر بلې له هغو سره په شریکه پوله پرتو کلو او ولسوالیو کې خپله لمن پراخوي چې راتلوونکی نسل به د افغاني تاریخ او تمدن پر ځای د هغوی کړه وړه ډېر ښه تعقیب کړي.
افغان دولت ته په کار ده چې په ټول هېواد کې د هغو شرپرستو هېوادونو ورانکاري فعالیتونه او په خاصه د فرهنګي یرغل مخه ونیسي، د هغوی چاپي اثار مخکې له دې چې د افغان لوستونکو لاسونو ته ورشي وڅارل او ولوستل شي، د منفي کرښو په سمون او د مثبتو نقطو په پیاوړتیا کې دې د یو ځانګړي پروګرام له مخې تصحیح کړي.
ټولې هغه رسنۍ چې د هېواد او نړۍ په کچه خپرونې لري په جدي ډول تر کتنې او شننې لاندې راوستل شي؛ څو په کور دننه فرهنګ مات او پر ځای یې د نورو د پېښو کولو زمینه برابره نه کړي.
د لرو پرتو سیمو په ښوونځیو او پوهنتونونو دې څومره چې ژر کېدای شي څارنه پیل او په تدریجي ډول دې تعقیب کړي. نه یوازې د افغان ماشومانو راتلوونکی به یې روښانه کړی وي، ورسره به یې د ټول هېواد په کچه شته خنډونه او ستونزې حل، د سولې او ثبات لپاره به یې د ښې زمینه سازۍ پروسه پياوړې کړې وي.