د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو د بېوزلۍ لاملونه او د پرمختګ لارې چارې

محمد داود نيازی 08.10.2013 01:28

بيوزلي: بيـوزلي لوږې، بې ســرپنايي، ناروغي، ډاکـــټر ته دتللـو توان نه درلــودل،ښــوونځيو ته ﻻس رســى نه لرل،بي سـوادې،د دندې نه درلـودلوته وايي .بيـوزلـي دې ته هم ويل کيـږي چې يوسړى دخـــــــــــــــپلو لومړنيواړتياوو ( کور، کالي، ډوډۍ درمل) دپوره کــــيدو توان ونـــه لري. بيـو زله هغه چاته ويل کيږي چې د خپلو لو مړنيو اړتيــاؤ(کـور ،کالـي، ډوډۍ ، ښــــوونه او روزنه او داســـــــــې نور) دپوره کولـــــو توان ونه لري. بېوزلي د پرمختللو هېوادونو په پرتله په وروسته پاتې هېوادونو کې ډېره او ژوره ده .دبې وزلۍ د رامنځته کيدو عوامل په درې ډوله دي :
1- د نفوسو په پرتله د د اقتصادي زيرمو او امکاناتو کمښت
2- د اقتصادي کړنو د پروګرامونو نشتوالی، له زيرمو ناسمه ګټه پورته کونه او په اقتصادي کړنوکې د توازن نشتون .
3- د اوږد مهاله جګرې او طبيعي پيښې لکه سيلاب ،زلزله او نور پيښيدل
اوس راځو دې ته چې د پښتنو د بېوزلې لاملونه کوم دي ؟ د پښتنو د بېوزلې سببونه ډيری سياسي او ټولنيزه بڼه لري چې له همدې کبله پښتانه بېوزله پاتې شوي دي :
1. پرلپسې جنګونه : په هره سيمه کې چې امنيت شتون ونلري په هغې سيمه کې هيڅ ډول اقتصادي کړنې نه تر سره کيږي د پښتنو سيمې په تيرو څلورو لسيزو کې د جنګ ډګر و نو ځکه دا خلک له بېوزلې سره مخ دي چې دا جګړې د نړيوالو دسيسو له کبله په دې سيمه کې په قصدي ډول ترسره کيږي تر څو پښتانه بېوزله وساتي . همدارنګه تيرو جګړو پښتانه له ښونې لرې وساتل يوازې په يو څو کسبونو پسې وتړل .
2. د حکومتونو له خوا اقتصادي تعصب : که له يوې خوا د پښتنو په سيمو کې جګړې دي له بلې خوا د وخت حکومتونو د پښتنو سيمو سره تعصبي چلند تر سره کړی د ساري په ډول د پښتنو په ډيرو سيمو کې( کنړ،لغمان،لوګر، هلمند،اروزګان،زابل ، پکتيا،خوست،پکتيا ،پکتيکا ،فراه ...) يوه صنعتي فابريکه شتون نلري. همدارنګه پښتنو سيمو کې د بريښنا نشتون چې د اقتصادي پرمختګ عامل ګڼل کيږي .له بلې خوا په دې سيمو کې د لويو اقتصادي پروژو نه عملي کيدل ، په حکومتي ادارو کې پښتنو ته متناسبه ونډه نه ورکول...
3. صنعتکارانو ته په ښه نظر نه کتل او بيلابيلو نومونو يادول: په ډيرو پښتنو سيمو کې ځينو صنعتکارنو ته په ښه سترګه نه کتل کيږي او د ټولنې ټيټه طبقه يې بولي د ساري په ډول دا فلانې پښتګر دی ،ترکاڼ دی ،جولا دی او نور. چې دا په خپله د صنعت د پرمختګ مخه نيسي او خلک د بېوزلۍ په لور سوقوي .
4. د پرمختګ د احساس نه شتون : په ډيری پښتنو کې د پرمختګ احساس شتون نلري او يوازې هغه زاړه کورونه ،وروسته پاتې کليوالي ژوند خوښوي او له عصري وسايلو سره چندانې علاقه نلري .
5. د ښاري ژوند نه خوښول : لکه څرنګه مې چې پورته ذکر کړه چې ډېری پښتانه وروسته پاتې کليوالي ژوند خوښوي او په کليو او بانډو کې اوسيږي او د ښار خلکو ته په ښه نظر نه ګوري خو د ښار په پرتله په کليو او بانډو کې د ژوند آسانتياوې کمې وي په ښار کې د کلي په پرتله ډېري کاروبار موقی شتون لري.
6. د نفوسو ډيريښت: په پښتني سيمو کې د وسايلو په پرتله د نفوس وده ډيره چټکه وي د پښتنو د نفوس پرتله وسايلو ته ډيره وي.ګټمن نفوس نلري ګټمن نفوس هغه نفوس ته ويل کيږي چې په عملي ډول اقتصادي کړنې تر سره کوي.چې په پښتنو کې دا ډول نفوس ډير لږ دی.همدارنګه په پښتنو کې په ډير کم عمر کې ودونه ترسره کيږي چې د نفوسو د ډيريښت سبب ګرځي .
7. په ډيری سيمو کې د کرنيزو ځمکو لږ والی : د هيواد په ختيځ کې چې وګړي يې پښتانه دي کرنيزې ځمکې ډيرې لږې شتون لري او خلک يې هم ټو ل په همدې لږه ځمکه کې کار کوي چې په دې توګه په کرنه کې ډيره پټه بيکاري شتون لري پټه بيکاری هغې بيکاري ته ويل کيږي که څوک له توليدي کړنې لرې شي په توليداتو اغيزه نلري چې په حقيقت کې دا ډول خلک کار نه تر سره کوي دا ډول بيکاري ته پټه بيکاري وايي.د پښتنو سيمو خلک يوازې په کرنې پسې تړلي او د عوايدو دلاسته راوړلو يوازينې سرچينه کرنه جوړوي .
8. بې ځايه لګښتونه : په پښتنو کې ډير داسې خويونه شتون لري چې د لوړ لګښتونو لامل ګرځي لکه د خانۍ دسيستم شتون ، په ودونو کې ډير لګښتونه کول او نور .
9. خپل منځي دښمني او تربګني: پښتانه په خپل منځ کې ډيری دښمنۍ او تربګنۍ لري چې له همدې کبله يې ډير په کور ناست وي او کاروبار نشي تر سره کولای يوازې خپلې ديرې ساتي د دښمنيو له کبله له کور لرې نشي تللی .
10. په اقتصادي کړنو کې د ښځو کمه ونډه : ښځه د ټولنې نيمه برخه جوړوي خود پښتنو ښځې يوازې د کور کارونه ترسره کوي په اقتصادي کړنو کې ونډه نلري . د کور د ټولو اقتصادي اړتياو پوره کول په نارينو پورې تړاو لري .
11. مالداري : د پښتنو د نفوسو ډيره برخه په مالدارۍ بوخته ده په ځانګړې توګه کوچيان چې د هيواد په اقتصاد کې ډيره مهمه ونډه هم لري خو له بدمرغه په دې وروستيو کې د کوچيانو څړځايونه د زورواکو له خوا ونيول شول،د حيواناتو لپاره يې پاملرنه ونشوه او مالداري يې لمنځه لاړه چې دې عمل کوچيان هم بېوزلۍ سره مخ کړل .

د پښتنو د اقتصادي پرمختګ لارې چارې
د پښتنو سيمو د اقتصادي پرمختګ لپاره د يو منظم پلان جوړول چې د اقتصادي پلان جوړونې په وسيله په د پښتنو د پرمختګ لپاره هغه برخې ځانګړې شي چې د دوې په ژوند کې بدلون راولي او دوی له بېوزلۍ وژغوري .اقتصادي سکتورونه ځانګړي کړي چې کوم ته بايد لومړي توب ورکړي . د پښتنو د اقتصادي پرمختګ لپاره بايد لاندې کارونه تر سره شي :
1) دکرنيز سکتور پياوړتيا :د پښتنو ډيری نفوس په کرنه بوخت دی چې د عوايدو د تر لاسه کولو يوزاينې سرچينه يې هم کرنه ده چې ډيره ابتدايي بڼه لري ،د پرمختک لپاره يې هيڅ ډول کار نه دی تر سره شوی . هماغه پخوانی دوديز شکل لري دد ې لپاره چې پښتانه له بېوزلې وژغورل شي بايد د پښتنو کرنيز سکتور ته لاندې کارونه ترسره شي :
• په کرنه کې له ماشين الاتو کار اخيستل
• غوره کيمياوي سرې په کرنه کې کارول، په کرنه کې د غوره کيمياوي سرې څخه
ګټه اخېستل.
• د کيمياوي سرې او ماشين الاتو د اخيستلو لپاره اسانه شرايط برابرول
• د نباتاتو د مرضونو د مخنيوي په موخه کروند ګروته درمل په واک کې ورکول
• د اوبو شيندلو اسانتياوې برابرول
• د کرنيزو تو کو لپاره د مارکيټ پيدا کول
• کروند ګرو ته مسلکي زده کړې ورکول
• کروندګرو ته د ليږد راليږد اسانتياوې برابر ول
2) دصنعتي سکتور پياوړتيا: په پښتني سيمو کې منځنی صنعت وروسته پاتې دی ،د صنعت سکتور کارکردګي او د توليد قوت ډير کم دی د توليداتو د پرمختګ لپاره اړينه ده تر څو د کرنيز سکتور عوايد او اومه مواد په منځني صنعت کې ولګول شي. په پښتنو سيمو کې د منځني صنعت د پياوړتيا لپاره بايد لاندې اقدامات تر سره کړي:
• د سپماوو دودل
• په پښتني سيمو کې د پانګونې شرايط برابرول
• په بيلابيلو صنعتونو د صنعت کارانو هڅول
• دصنعتي پرمختګ لپاره يو منظم پلان جوړه ول
• د پښتنو په سيمو کې صنعتي زونونه جوړول
• صنعت کارانو ته د پور اسانتياوې برابرول
• صنعت کارانو ته د پانګيزو توکو په واردولو کې اسانتياوې رامنځته کول
• صنعت کارانو ته د صنعت په برخه کې د کورنيو او بهرنيو پوهانو له خوا روزنه ورکول.
• د پښتنو سيمو د صنعت د پرمختګ لپاره ځانګړی امتياز ورکول
3) د مالداري ښه کول : دا چې د پښتنو ډير برخه په مالداری بوخت ده مالداري د پرمختګ لپاره بايد لاندې کارونه تر سره شي :
• حيواني فارمونو جوړول
• حيواني کلينکونه جوړول
• لبنياتو ته بازار پيدا کول
• د لبنياتو د پروسس لپاره د فابريکو جوړول
• د کبانو فارمونه جوړول
• د حيواناتو د پوستکو لپاره د مارکيټ پيدا کول او د پروسس عمليه اجرا کول
4) ځنګلونه : له بده مرغه د پښتنو سيمو ډيری ځنګلونه په بې رحمه توګه پرې شوي دي ځنګلونه د پښتنو په ژوند کې خورا مهمه ونډه لري . چې د ځنګلونو لپاره بايد لاندې اقدامات تر سره کړي :
• د ځنګلونو د پرې کولو مخه نيول
• د پرې شويوونو پر ځای نوي نيالګي کينول شي
• د ځنګلونو له لرګيو څخه د بيلابيلو توکو د جوړولو لپاره د فرنېچرو د جوړولو فابريکې رامنځته کول دي .
5) د نفوسو کنټرول:په پښتني سيمو کې نفوس په ډيره چټکه توګه پرمختګ کوي چې د نفوسو وده په اقتصادي پلان جوړونې اغيزې لري.د نفوسو د ودې د نه مخنيوي په صورت کې د اقتصادي پرمختګ خبره بې مانا ده او د ژوند سطحه نه لوړيږي نو له دې کبله د نفوسو د کنټرول لپاره بايد لاندې کارونه تر سره شي:
• د کورني پلان عملي کول
• له پوهانو کار اخيستل
• د درملو او مشورو لپاره روغتونونه جوړول
• د کم عمره ودونو مخه نيول
• د ښوونې اسانتياوې برابرول
• تفريحي اسانتياوو برابرول
• ځوانانو ته د کار موقې پيدا کول
6) د پانګې جوړښت: په پښتني سيمو کې د بېوزلي د مخنيوي لپاره د پانګې جوړښت ډير اړين دی د پانګې جوړښت په سپما پسې تړلی په پښتنو کې د خلکو عوايد کم وي له دې کبله د سپما اندازه هم کمه وي په پښتني سيمو کې بايد د پانګې د جوړښت لپاره لاندې کارونه تر سره شي:
• د غيرې اړينو توکو د واردولو مخنيوی کول
• د بانکونو څانګې په بيلابيلو برخو کې جوړه ول
• په پښتنو سيمو کې د پانګونې هڅې کول
• په پښتنو سيمو کې د کار موقې پيدا کول
• د پښتنو په سيمو کې د مالي ادارو جوړول
7) مسلکي پوهه: په پښتنو سيمو کې د بېوزلي او بيکاري د له منځه وړلو لپاره مسلکې پوهې ته اړتيا ده نو له دې کبله بايد د عامه ښونيزو ادارو ترڅنګ مسلکي ادارې هم جوړې شي د مسلکي پوهې په وسيله وسايل په ښه توګه کارول کيږي چې ورسره ملي توليدات او سړي سر عايد لوړيږي.
8) ټولنيزې چوپړتياوې:په پښتني سيمو کې د ښوونې ،روغتيا،داوسيدو،د پاکو اوبو چوپړتياوې برابرې شي چې ورسره په هيوادکې کاري وړتيا ډيريږي،ملي توليدات او سړي سر عايد لوړيږي چې ورسره د خلکو په زړونو کې د پرمختګ هڅې ډيريږي.
9) ټرانسپورټ : ټرانسپورت په اقتصادي پرمختګ کې اساسي ونډه لري د پښتنو د اقتصادي پرمختګ لپاره بايد د پښتنو په سيمه کې لوي ټرانسپورټي لارې جوړې شي .

يادونه : دا مقاله په پښتون په تراژيدۍ سيمنار کې لوستل شوې ده .