د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوداګريز بانک Commercial Bank

محمد داود نيازی 30.12.2012 14:04

سوداګريز بانکونه ديو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهمه ونډه لري.که په يو هېواد کې سوداګريز بانکونه وجود ونلري نو د هغو هېوادونو اقتصادي پرمختګ له خنډ سره مخامخېږي؛او په اسانۍ سره نشي کولای چې خپل اقتصادي پرمختګ ته ادامه ورکړي.
دا چې سوداګريز بانک د پرمختګ يو عامل دى، نو په ډيری پرمختيايي هېوادونو کې عام خلک پيسې سپموي، چې دغه سپماوې په دوه ډوله دي:
1. توليدي سپما: عبارت له هغې سپما څخه ده، چې د بيلا بيلو اقتصادي کړنو په تمويل کې ترې استفاده کېږي؛ او په اقتصادي پر مختګ کې ونډه لري.
2. غيرې توليدي سپما: په دې ډول سپماو کې پيسې له اقتصادي جريان څخه وځي، په پيسو کې عدم تعادل را منځته کېږي،بانکونه له تادياتي ستونزو سره مخامخېږي، او د پيسو د کمښت سبب ګرځي.په دې ډول سپماو کې، عام خلک پيسې په کورونو کې زېرمه کوي.
له بله طرفه ״کېنز״ د غيرې توليدي سپما په هکله وايي״ همدا غيرې توليدي سپما ده، چې په اقتصاد کې د پيسو د عدم تعادل سبب ګرځي״همدارنګه د اقتصاد دعلم له نظره پانګه د توليد يو عامل دى؛ چې د سپما پر اساس را منځته کېږي، چې په دې نقطه کې بانکونه اساسي نقش لري، ځکه بانکونه دي چې عام خلک د رسنيو له لارې، هڅوي ترڅو په کورونوکې زېرمه شوې پيسې بانکونه ته په بيلا بيلو حسابونو(روان حساب،معيادي حساب،مضاربت) ورکړي؛ او دغه غيرې توليدي سپماپه توليدي سپما بدله کړي، چې دغه تبادله د سوداګريزو بانکونوپه وسیله تر سره کيږي ، ورسره پيسې په اقتصادي جريان کې لويږي، او د اقتصاد په بيلا بيلو څانګو لګول کېږي؛ چې له يو خوا عامو خلکو ته ګټه رسوي او له بله خوا د پيسو د عدم تعادل مخه نيول کېږي. سوداګريز بانکونه هغه بانکونه دي، چې په مستقيم ډول د موسساتو،سازمانو او عامو خلکوپه چوپړ کې دي او د بانکي سيستم مهمه حلقه تشکيلوي. سوداګريز بانکونه له مشتريانو سره سوداګريزې اړیکې لري او د کړنو اره موخه يې د ګټې لاسته راوړل دي؛ د بانکي قوانينو پر اساس سوداګريزبانکونه د پيسو کاروبارکوي، د عامو خلکو سپما شوې پيسې د امانت په ډول اخلي، اړمنو خلکو ته يې د پور په ډول ورکوي، په کم سود امانتونه ترلاسه کوي، او په زيات سود يې ورکوي، چې د دواړو سودونو تر منځ تفاوت د بانک ګټه تشکيلوي.
سوداګريزبانکونه په ډیری پرمختللوهېوادونوکې مشتريانو ته مالي اړتياوې برابروي چې د ګټې په موخه د بانک دندې سرته رسوي عام خلک خپلې اضافه پيسې بانک ته د امانت په ډول ورکوي؛ او په بدل کې يې سود اخلي بانک هم اړمنو خلکوته (رغاوګرو،سوداګرو،کروندګرو) ته پيسې د پور په ډول ورکوي ،دوى هم په بدله کې سود اخلي چې د دواړ سودونو تر منځ تفاوت د بانک گټه تشکيلوي؛ او له همدې ګټې بانک خپل لګښتونه پوره کوي .سوداګريز بانکونه له هغو خلکو څخه چې پانګه ولري، او د کاروبار جوګه نه وي پانګه اخلي کاروباري خلکوته يې ورکوي ،چې پدې برخه کې بانک لاندې دندې سرته رسوي:

A. اساسي دندې (Basic functions ):
 داماناتوترلاسه کولReceiving Deposits:بانک په بيلا بيلو ډولونوامانتونه مني چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
I. روان حساب (Current Account ): په دغه ډول حساب کې شخص کولای شي چې هر وخت له خپل حساب څخه پيسې وباسي. روان حساب لرونکي ته سود نه ورکول کېږي؛ بلکې بانک ترې يو مقدار پيسې دبانکي کميشن په نوم هم اخلي، ځکه بانک دغه پيسې د ځان سره نشي ساتلای، او نه يې چا ته د پور په ډول ورکولای شي. دې ډول حساب لرونکي ته ډیری وخت چک بوک هم ورکول کېږي.
II. سپما حساب (Saving Account ):د عامو خلکو د هڅونې په موخه دغه ډول حساب په ډېرو لږ و پيسو پرانيستل کېږي؛اوسود پرې هم ورکول کېږي، د دې ډول حساب لرونکى کولای شي په اونۍ کې دوه ځله او په مياشت کې لس ځله له خپل حساب څخه پيسې وباسي، د بانک گټه پدې ډول حسابونوکې داده چې لږې لږې پيسې راټولوي او په توليدي کارونو يې لګوي.

III. معيادي حساب (Fixed Deposits Account):دا ډول حسابونه تر يو معلوم وخته پورې پرانيستل کیږي،چې حساب لرونکي نشي کولای له دې وخت څخه مخکې، له خپل حساب څخه پيسې وباسي .دا چې د دې ډول حساب وخت معلوم وي؛ نو سود يې هم د نورو حسابونو په نسبت ډیر وي.
IV. د ګټې او تاوان حساب (Profit and Loss Share account ): دغه ډول حساب لرونکي له بانک سره په ګټه او تاوان کې شريک وي.اسلامي هېوادونه داسلامي اقتصادي نظام د دودېدو لپاره دغه ډول حسابونه پرانيزي.
 د پورونوورکړه(Advancing Loans ): بانک اړمنو خلکو ته پورونه ورکوي او سود پرې لاسته راوړي چې دغه سرچينه د بانک لپاره د عايد دلاسته راوړلو تر ټولو ستره سرچينه ده. بانک له عامو خلکو څخه را ټولې شوې پيسې يو کم مقدار د ځان سره ساتي او نورې پيسې په پورونو ورکوي چې دغه پورونه بيلا بيل ډولونه لري:
a. غوښتونکي پورونه Demand Loans:دا ډول پورونه چې بانک هر وخت وغواړي بيرته يې تر لاسه کولای شي،او عموماً هغه چاته ورکول کېږي چې ښه اقتصادي وضع ولري.
b. لنډ مهاله پورونه Short Term Loans: دا ډول پورونه تر درو مياشتو پورې کوچنيو کاروباري افرادو ته ورکول کېږي.
c. اوږد مهاله پورونه Long Term Loans: اوږد مهاله پورونه له شپږو مياشتو څخه د زيات وخت لپاره هغه چاته ورکول کېږي چې زياته پانګه ولري.
d. نغده پورونه Cash finance :دا ډول پورونه بانک خپلو مشتريانو ته دشيانو د توليد،ياګروۍ لپاره په نغد ډول ورکوي او يوازې پر هغه برخه يې سود ورکوي چې مصرف کړې يې وي.
e. اضافه حصول Over Draft :له اضافه حصول څخه مراد روان حساب لرونکي ته تر يو خاص حده پورې له خپل حساب څخه علاوه د پيسو د ويستلو حق ورکول کېږي او يوازې پر هغه برخه يې بانک سود اخلي چې لګولې يې وي.
B. د بانک فرعي دندېSecondary Functions:
o د ارزښتناک اشياو ساتلSecurity: سوداګريز بانکونه د عامو خلکو ارزښتناک توکي له ځان سره ساتي،او سود پرې لاسته راوړي لکه:سره زر،وصيت ليکونه ،اسناد، دکورونو قوالې او نور...
o باور ليک Letter of credit: باور ليک يو ډول سند دی چې د مشتري د غوښتنې پر بنسټ دبانک لخوا پرانيستل کېږي؛ د باور ليک په پرانيستو کې بيلا بيلې خواوې شاملې دي. کله چې مشتري او پلورنکی سره سلا ته سره ورسيږي، پدې وخت کې مشتري له کمپنۍ څخه invoice اخلي بانک ته يې وړي، بانک هغه ته باور ليک پرانيزي.
په باور ليک کې شاملې خواوې له (مشتري buyer،بانک Issuing Bank او Advising Bank ) څخه عبارت دي. يوازې سوداګر کولای شي چې باورليک پرانيزي .
o د مشورې چوپړتياوې Advisory Services: سوداګريز بانکونه پانګه والوته دکاروبار په هکله مشورې او لارښوونې کوي ،چې په دې سره په هېواد کې پانګونه ډیريږي.
o دپيسو ليږد Money Transfer: سوداګريزبانکونه له يوښار څخه بل ښار ته، له يو هېواد څخه بل هېوادته د پيسو د ليږد دنده سرته رسوي. که سوداګريز بانک دغه دنده سرته ونه رسوي؛ نو کيداى شي چې د پيسو د ليږد په وخت کې پيسې له بيلا بيلو ستونزو(غلا،چور،ورکېدو) سره مخامخ شي.
o سفري چک Travelers Cheque: سوداګريز بانکونه خپلو مشتريانو ته دسفري چکونو اسانتياوې هم برابروي، تر څو د سفر په وخت کې له ستونزو سره مخ نشي، او په اسانۍ سره وکولای شي چې چک په نغده بدل کړي.
o د پانګې په لېږد کې زياتوالی Mobility of Capital: کله چې عام خلک خپلې سپما شوې پيسې په بانک کې جمع کړي؛ دغه سپما په لويه پانګه بدليږي او بيا دغه پانګه کاروباري افرادو ته ورکول کېږي نو همدلته د پانګې نقل رامنځته کېږي.
o دکورونوجوړول House Building: سوداګريز بانکونه عامو خلکو ته ځانګړي پورونه ورکوي،ترڅود هستوګنځايونه جوړ کړي.
o د توليدزياتوالی Increase in Production: سوداګريز بانکونه دکرنې،رغاو،ټرانسپورت اوسوداګرۍ سکتورونوته پورونه او پانګه مهياکوي چې ورسره سکتورونه پرمختګ کوي او د سکتورونو له پر مختګ سره د توليد په حجم کې زياتوالى راځي.
o د استازۍ خدماتAgency Services: دمشتريانو په وصيت ليکونو عمل کول،د کمپنيو د ونډو خرڅول،د ماليې ورکړه،دبيمې ورکړه،د چکونوقبلول اواداکول ،د بيلونو(بريښنا،غاز،تيلفون)اداکول،سوداګريزبانکونه د لوبو نندارو د پرمختګ لپاره هم مالي مرستې کوي .
o دبهرنۍ سوداګرۍ په پرمختګ کې Foreign Trade Promotion: سوداګريز بانکونه واردونکو سوداګروته بهرني اسعار چمتوکوي تر څو هغوى پرې واردات وکړي چې ورسره سوداګري پرمختګ کوي .