د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بانک پيژندنه

محمد داود نيازی 11.11.2012 20:34

د بانک دکلمې په هکله بيلابيل نظرونه موجود دي ،چې په عمومي ډول په درې برخو ويشل شوي،هر يويې په لاندې ډول تر څيړنې لاندې نيسو:
1. ايټالوي کلمه بنکو او بنکس(Banco or Bancus):- د اقتصادپوهانوپه نظر د بانک کلمه د ايټالوۍ ژبې بنکو يا بنکس کلمې څخه اخېستل شوې او دميز(Bench) مانا ورکوي، چې يهودي سوداګرو به د پيسو د معاملاتو په وخت کې دکيناستلو لپاره کاراوه.
2. فرانسوۍ کلمه بنکېه يابنکا(Banqui or banca):- دبانک کلمه بيادځينواقتصادپوهانوپه نظردفرانسوۍ بنکېه يا بنکا له کلمې څخه اخېستل شوې، چې دغه کلمه هم دميز مانا ورکوي.
3. جرمنۍ کلمه بېک (Back):- ځينې اقتصادپوهان بيا داسې نظر هم لري، چې دبانک کلمه دجرمنۍ ژبې دبېک له کلمې څخه اخېستل شوې چې دګډې پانګې مانا لري. دغه جرمنۍ کلمه بيا په ايټالوۍ کلمې بنکو باندې بدله شوې او بيا وروسته په انګريزۍ کلمې بېنک اوښتې ده،چې تراوسه هم په دې نامه ياديږي.
دبانک تعريف(Definition of a Bank):
د اقتصاد پوهنې پوهانو د بانک د بيلابيلو دندو په نظرکې نيولو سره بيلا بيل تعريفات کړي دي، نوپر دې اساس دبانک لپاره ديومشخص تعريف وړاندې کول ستونزمن کاردی، دا ځکه چې بانک بيلابيلې دندې سرته رسوي چې دغه دندې دهېوادونو او د وخت له مخې توپير لري او د بانک دندې ورځ تربلې پيچلې کيږي. خوبياهم دبانک په اړوندځينې مهم تعريفات وړاندې شوي چې د ځينو يې په لاندې ډول يادونه کوو:
1. پروفيسورجي کروتر(Pro. G. Crother): په خپل کتاب An Outline of Money کې بانک داسې تعريف کړی:"بانک يوه داسې مالي اداره ده، چې دعامو وګړو اضافي پيسې د پور په ډول اخلي او اړو خلکوته يې په پور ورکوي يانې بانک دپورد راکړې ورکړې کاروبارترسره کوي. "
2. پروفيسورکېنټ (professor Kent):- پروفيسور کېنټ هم بانک د پروفيسورکراوتر په څېر تعريفوي، نوموړی وايي: "بانک يوه مالي اداره ده چې اساسي دنده يې د امانت په توگه دپيسو ترلاسه کول اوبيرته ځينې نورو وگړوته د پور په ډول د پيسو ورکول دي. "
3. پروفيسور ار.اس.سيرز (Prof. R. S. Sayrs): دلندن په پوهنتون کې داقتصاد پوهنځي استاد (پروفيسور ار.اس.سيرز) پخپل کتاب Modern Banking کې بانک په دې ډول تعريف کړی: "بانک يوه داسې مالي اداره ده ،چې زېرمې يې دعامووګړو ترمنځ د پورونو په راکړه ورکړه کې ،د منلو وړوي. دا پدې مانا که يوشخص په بانک کې حساب ولري نوکولاى شي چې له خپل حساب څخه دچک په مرسته بل چاته پورتاديه کړي اويايې واخلي داځکه چې په بانک کې دونډې درلودل عمومي اعتبارلري.”
4. ساده تعريف (Simple definition): په ساده ډول مونږ کولای شو بانک په لاندې ډول تعريف کړو: "بانک يوه مالي اداره ده چې داعتباري پيسوکاروبارکوي.دغه اداره په کم سود له خلکوڅخه پيسې د پورپه ډول اخلي او په زيات سود يې اړو وګړو ته په پور ورکوي ،چې د دواړو سودونو ترمنځ تفاوت د بانک ګټه تشکيلوي."
5. دافغانستان د بانکوالۍ قانون بانک داسې تعريفوي: “ بانک هغه حکمي شخصيت دى چې د اعتباراتود جوړونې يا د پانګې اچونې په منظور،خپل حساب ته له ټولو څخه په راکړې ورکړې او د پولي سپارنو يا د ورکړې وړ نورو وجوهو په ترلاسه کولو مشغول وي.”
په تاريخي لحاظ د نړۍ لومړى بانک په 1586م کال کې د وينس په نامه په ايټاليا کې تاسيس شو.وروسته بيا بينک اف انګليند په کال 1694 کې رامينځته شو او په کال 1758 کې يې د پيسو د نشرولو اجازه ترلاسه کړه. په لومړي سر کې دغه بانک د جنسټک ((Joint Stock په شکل رامنځ ته شوی وو او په کال 1946کې ملي اعلان شو. د هندوستان بانک د(بينک اف ريزرو)په نامه په کال 1921 کې تاسيس شو.
دبانک ارتقا‌‌ء يا تکامل ( Evolution of Bank ):-
لکه څرنگه چې تاسو پو هېږئ د بانک اصطلاح نوې نده،بلکې ډېر اوږد تاريخ لري، تر دې چې د يونان او روم دسلطنتونو په وخت کې هم دغه مفهوم موجودوو.خود بانک اوسنى مفهوم دخپل پرمختګ په موخه بيلابيل پړاوونه وهلي او موجوده حالت يې اختيار کړى دى.يانې دبانک له ارتقاء څخه موخه هغه تدريجي پړاوونه دي چې، له کومو څخه له تيريدو وروسته بانک خپل اوسنی حالت اختيارکړى دى. دبانک په ارتقاء کې لاندې ډلوستره برخه اخېستې :
1. سوداګرو The Merchants
2. پورورکوونکو The Money Lenders
3. زرګرانو The Goldsmiths
1. سوداګر(Merchants):سوداګر به په پخوا وختونوکې دټولنې ترټولوغوره اوشتمن خلک ګڼل کېدل اوډېر عزت به يې د خلکو له خوا کېده. په څوارلسمه زيږديزه پيړۍ کې چې کله دايټاليا زيات يهودي سوداګر بريتانيا ته ولاړل نوهلته يې په سود باندې دپور ورکولو کاروبار پيل کړ. له دې سره ددوى مالي حالت دومره پياوړی شو چې دوخت چارواکو به هم له دوى څخه پورونه اخېستل.دې سوداګروپه بهرنۍ سوداګرۍ کې هم غوره رول ترسره کاوو. دوى په بهرنيو هېوادونوکې نورو سوداګرو ته دتاديې په خاطرليکلې اجازې ورکولې اوپه نوموړوهېوادونوکې به يې خپلوڅانګوته داسې لارښوونه کوله چې ددې اجازت پاڼولرونکو ته دغوښتنې په وخت کې ټاکلى مبلغ تاديه کړي. دغواجازت پاڼو بيا وروسته دبانکي حوالو Bank Draft بڼه غوره کړه او دبانک د را منځته کېدو لپاره يې لاره هواره کړه.
2. پورورکوونکي (The Money Lenders):- له پور ورکوونکو څخه موخه هغه وګړي دي، چې نورو ته پور ورکوي. په لومړيو وختونوکې دغو وګړو يوازې خپلې پيسې خلکو ته په پور ورکولې. کله چې د دوی کارو بار پراختيا ومونده، دکاروبار په پراخېدو سره، دغو وګړو له هغو وګړو څخه په کم سود پيسې اخيستې چې اضافي پيسې يې درلودلې او اړو وګړو ته به يې په لوړسود ورکولې، چې د دغو سودونو ترمنځ توپير، د پور ورکوونکو ګټه وه. داوسنيو بانکونو دغه دوه دندې (دامانتونو ترلاسه کول او پور ورکول) دپور ورکوونکو د ډلې د کاروبار پرمختللى شکل دى.
3. زرګران ((Gold Smiths:په پخوا وختونو کې د اروپايي هېوادونو د زرګرانو اقتصادي حالت ډېرپياوړی وو. او د مسلک له پلوه د اعتماد او باور وړ خلک ګڼل کېدل.خلکو به ددوى د ريښتينولۍ په سبب خپل ارزښتناک شيان او پيسې له دوى سره کېښودې او دوى سره دپيسو دساتلو لپاره کلک صندوقونه موجود وو. کله چې به خلکوته دپيسو اړتيا شوه نو بيا به يې د يو ليکلي اجازت پاڼې په بڼه له زرګرانو څخه پيسې تر لاسه کولې. وروسته دې اجازت پاڼې دچک بڼه غوره کړه. همدارنګه دې زرګرانو به اضافه پيسې اړمنو وګړو ته هم په پور ورکولې اوپه کم سود به يې له شتمنو وګړو څخه پيسې په پور اخېستلې اوپه زيات سود به يې اړمنو وګړو ته ورکولې. دوى ددې کاروبار لپاره ځانګړې ادارې جوړې کړې وې. زرګرانو چې د بانک په پرمختګ کې کوم کردار ادا کړى په لاندې ډول يې يادونه کوو:
a. دچک پيل: په لومړي سر کې خلکو خپل توکي(اجناس) له زرګرانو سره ايښوول. د وخت په تيريدو سره خلکو د امانتونو دبيرته تر لاسه کولو لپاره ليکلې اجازت پاڼې جوړې کړې،چې دهرې اجازت پاڼې په مقابل کې معلوم مقدار اجناس يا پيسې ورکړي چې دا د چک لومړنى حالات وو.
b. د پيسو د اعتبار پيدا کول:کله چې زرګرانو دا خبره درک کړه چې ډېر خلک خپل امانتونه په يو وخت کې بيرته نه اخلي او له دوى سره په ډېره اندازه بيکاره سره زر٬سپين زر او پيسې پاتې کيږي، نودغه بيکاره پيسې يې په کار واچولې.اړمنوخلکو ته يې په سود ورکړې او ډيره ګټه يې لاسته راوړه. همدا وو چې دلته د پيسو اعتبار رامنځته شو.
c. د بانکوالۍ پيل:د زرګرانو پور ورکول ډېر ګټور تمام شول. دوى د ډېرو پيسو د لاسته راوړلو لپاره د سود ورکول پيل کړل. ډېرو پانګوالو زياتې پيسې زرګرانو ته راوړې. زرګرانو په کم سود له خلکو څخه پيسې اخېستلې او په ډېر سود يې اړمنوخلکو ته بېرته ورکولې. دوى په دې ډول ډېرې پيسې لاسته راوړې او د دې لپاره يې يو څه ادارې جوړې کړې، چې اوسنى بانک يې پرمختللى شکل دى