د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خراب هال دخرابات

وکیلي 23.07.2013 00:39

نن مـي غـوښــتـه زړه مجلس دپیـرخرابات
ورغلـمه هـلـتـه خــالـي ووټـوله خــرابـات
داپــټ رازبــه وپــوښتــمه لــه رنـدانـــو زه
ولــي دی نــن تـــش مـغــان د خــــرابـات
جـــام نستــه ســاقي نستــه پرتې تشي پیالې
خـرابات ووخـرابــــات مـناست دخــرابات
چُرت وړی ساقي ناست په یوخـوادخرابات
پراته خالي جامونه خواره واره په خرابات
خمارومه بېځایه هال مي خراب ترخرابات
داټول مي چي کاتـه ولوېـدم په خــرابــــات
چیغه وخته له مانه ساقي اوچت له خپله ځایه
بیانه ووچـــالـیــدلی داسي هـال دخــرابات