مورته
12.05.2013 12:57زه يوازې شوم بې موره مور مې مړه شوه
په خپل کور کې شوم بې کوره مور مې مړه شوه
اوس به څوک راته په ښکلې ژبه وايي
ځار قربان د سترګو توره مور مې مړه شوه
پرېږده پرېږده چې دا زړه مې پسې وچوي
کړم ژړاپه زوره زوره مور مې مړه شوه
بيا به څوک نو لپې لپې راته وکړي
دعاګانې په سرتوره مور مې مړ شوه
داتل ښايسته ځواني خاورې ايرې شوه
زندګي مې شوه بې شوره مور مې مړه شوه

